
ميرویس ستانکزی
نور بس ده ډېر مې واورېدل او ډېر مې وليدل دا يوولس کاله کيږي چې خپل او پردي را ته پيغورونه راکوي. خپله به له پلار او نيکه نه غلام وي خو ما ته به غلام وايي ، خپله به خانداني لوټمار وي خو ماته به مافيا وايي ، خپله به يې شپېته زره کابليان وژلي وي خو چې لږ يې ونډه کمه شوه بيا ما ته وايي چې برادران طالب تو ادم کش و تروريست هستن . نور به هرڅه په ډاګه وايم که پاچا هم يم خو انسان يم حوصله او صبر همدومره وي نور مې زړه خولې ته راغی .
اووففففففففف.............
واوره ! دا سياست ناولی را ته له پلاره په ميراث پاتې ده ځوانۍ کې مې ډېر شوق وو چې تکړه سياستمدار شم، ټول مې و پېژني او پلويان ولرم، همدا خوبونه مې ليدل تر دې چې لوړې زده کړې مې هم د همدې خوبونو په غېږه کې وکړې.
د روسانو يرغل او پر وړاندې يې د ولس پاڅون زه هم مجاهد کړم. او دا انګريزي بلا وهلې له پخوا نه همداسې غوړ لستوڼي درلود . يو خو دا د مجاهدينو رهبرانو زده نه وه او بل سوچ کفر ورته ښکارېده نودلته بيا ما چانس راوړ او د مجاهدينو ډيري نړيوالې اړيکې ما اخوا دېخوا کولې کيسه اوږده ده څه به مو سر په دردوم مجاهدين بريالي شول او زه هم چارواکۍ. خو وياړم چې مجاهد وم خو منافق نه . کورنيو جګړو ته خو مې ګوتې هم ور نه وړې ( ګوره دا ياد ساته چې دې نورو غوندې داړه مار نه وم ) . بس يوه ورځ نا څاپه طالبان واکمن شول . عجيبه خلک ول يو څه مو سره خوا لګېده خو هغوي ډېر کلک خلک ول دا نړيوال(امريکا) خو ورته هسې ټوکې ښکارېدې خو خداي شته زه هم وويرېدم، چې دا بلاوهلي خو هسې هم سرتيري دي، هسې نه چې ما هم په اوبو لاهو کړي، نو ځکه مې ورو ورو واټن ترې ونيو او ځان مې ترې پردي کړ .
يوه ورځ مې د بي بي سي انګريزي خبرونه اورېدل چې خبر شوم دا انډيوالان (طالبان) خو ډېر خطرناکه خلک وختل تر دې چې د القاعده په نامه يوې هغې ډلې سره چې د امريکا د سر دښمنه وه ملګرتيا ساتله او د ډلې مشر د نر بچي هم د خاورو ډک افغانستان نه په پوخ نيويارک کې د سلو پوړونو سمټي وداني راڅملولې. دا پېښه نه وه سمه بلا وه، امريکايي چارواکي يې دومره غوصه کړل، چې سترګې يې سرې شوې او قسم يې وکړ، چې په نامه طالب به نور کابل کې شپه ترې تېره نه کړي .
بس يو درز غوبل پيل شو ما چې دا بده ورځ وليدله نو خداي حاضر ده چې اندېښنه مې شوه چې ښه ديخوا طالبان چې ګيلم يې ټول شو او اخوا دا څه بلا ورته وايي، هو ټلواله چې سم د پښتنو د سر وينو ته ناست دي نو که دا امريکايان بل څوک پيدا نکړي هر څه به همدې ټلوالې ته وسپاري چې بيا به دوي هم د پښتنو خوښ شي.
نو ځان سره مې وويل چې راځه که څوک دې ګوډاګي بولي او که ملحد که د پرديو مزدور درته وايي او که دوهم شاه شجاع خو ته ، خداي ،او ضمير خو به دې په دې پوهيږي، چې له بدې ورځې دې ميدان ته رادانګلي او هر بد نوم دې زغملی نو توکل په خداي راغلم ارزګان ته او يو ډول مې ځان وښود چې دا زه خو هم يو څوک يم . نو يو څه زما خپلې چالاکۍ او يو څه هم د پښتنو روب داب امريکا دې ته اړ کړه چې ما پاچاه کړي. خو خداي شته په هغو شپو ورځو کې مې په طالبانو هم خوا بده وه خير. ريښتيا ووايم د طالبانو سره جوخت پښتو هم سر وخوړ کابل کې به چا چې پښتو ويله داسې به ښکاريده چې سپينې ماڼۍ کې څوک عربي ووايي، په ارګ کې هم يو زه وم سره د څو کمزورو پښتنو ملګرو . او شاوخوا مو ډله ډله د ظالم بچيان څوک قصاب وو څوک پنچرمين او څوک هم د موټر کلينر خو بس خداي ورکړې وه، څنګه دې کول.
زه ښه پوهېدم چې زه خو ارګ کې ناست يم، خو زما مظلوم پښتانه ربړول کيږي په بګرام کې مو ان ماشومان بنديان شول، په ودونو او خيراتونو کې مو ديګي د بمباريو په اور پخېدل . خو ډېر مجبوره وم او په دې هم پوهېدم چې که ميدان خوشې کړم، نو له بد نه به بدتر شي راځه په څه چل ول به دا ويرجن قام يو څه وشم ژغورلاي، نو همدا وو چې سياست مې پيل کړ، دې ته ځان نرم کړه هغې ته احترام وکړه بوش ته ووايه ته ښه يې ، ايرانيان ونازوه ، پاکستان په اوږو وخېژوه او د ارک دننه خو مې هم ټولو نه خپل باداران جوړ کړي وو، قسم ده ک پخوا وختونو کې مې د دوستم او فهيم په شان کسانو سره ډوډۍ هم خوړلې واي خو له بدې ورځې مې جان جاني ملګري شوي ول .
دوستم خو سم ارکانحرب وو او دې بل .....فهيم ته مې انننننننننننننننن د مارشالۍ رتبه ورکړه، خو هماغه ورځ ماښام مې له ځان سره ډېر وهم خندل چې دا سړي به هم خوشاله يي چې مارشال يم خو لا يې په مانا هم نه پوهيږي، هغه لا څه کوې که خداي وکړي کوم سم د حساب کتاب حکومت راشي او دې نه د مارشالۍ رتبه واخلي، نو سم دم به بېرته خورد ظابط شي هغه هم لا شک کې ده ځکه منځ کې هېڅ رتبه نه لري.
خو بس د ګذارې شپې او ورځې وې تېرولې مې، خو ريښتيا ووايم يو څه زما شتون ښه هم وو که څه هم پښتانه ډېر وځورېدل، خو د ما د نشتون په صورت کې به تر دې هم بده ورځ وه ..
نه دا زه نه تاسې قضاوت وکړي امريکا د دې نورو سره وه او ميدان هم دوي ته تش شوي واي نو څه حال به وو. خو څه ووايم خلګو بل ګمان وکړ، دا نور خو پرېږده خپلو پښتنو راپسې واخيسته ( هله دا کرزي خو پښتون نه ده خدايزده چې د کوم قوم ده، بل به يې ويل ياره دا خو ډېر چټي سړی راوختو، د دوه روپيو سړي نه وو، له کارمل او شاه شجاع يې هم تېره کړه ، اوس دې خداي ژر دا ورک کړي ، ولاکه د دوستم او هزاره ګانو حکومت کې دومره خوار شوې وای، چې ده خوار کړو ، هسې پوده او بې ارادې انسان ده ، ډېر بې غيرته ده ، چې نه يې شې کولای نو پرېږده يې.)
اوف نو څه ووايم دوي له ما څه خبر وو چې زه د دوي لپاره هر کس او نا کس ته ويت ويت کېږم، دا لا څه کوې هغه نور خلک چې کوډله يې په ....سنټر ، خر يې په تور لنډکروز او شړومبې يې په انرژي ډرېنک واوښتې هم له ما خپه ول ويل به يې (اي ادم پشتونيزم ره رشد داد ، سيکو طالبا ره بيادر مېګه، اي خودش از پاکستان پيسه مېګيره ، مجاهدين ره بيخي از پاچايي کشيد.......) هم دا خوا خپه چې ځان مې پرې وخوړ، هم هاغه خوا چې د دوی له غمه مې همدې بلاته غېږ ورته کړې وه. بس د خدای ګناګار زه وم .
پښتانه هم وسله وال مخالفت کوي، هم وايي زمونږ ونډه په اردو او پوليسو کې کم ده . هم خپل ښوونځي سوزوي هم له پوهنې ګيله من دي.
بله واوره د دې نورو خلکو چې يو ساده ولسوال او يا مدير هم تبديل کړم نو له مېډيا نه شروع زما تر مرستيالانو پورې سم دم قيامت راباندې راولي، خو د پښتنو سم سلامت وزير هم په کور کېنوم نو پښتانه اېله د ازادي راډيو د اوونۍ د خبرونو په تکرار کې خبر شي چې پلانی وزير خو په کور کېناست، نو بيا د همدې په غبرګون کې يا وزير غريب ته يو دوه ښکنځلې وکړي چې رنګ يې ورک کړه چندان سړي نه وو او يا هم وايي چې ولا دا بې غيرته کرزی خو ډېر ډارن وو ګوره د بل چا په خوله يې پلانی لرې کړ بس همدا د پښتنو غبرګون..
يو بله درته ووايم دا تلويزونونه خو هم، ( اوف نو څه يې کوې دا مې هم له خپله لاسه دومره ازادي سړي خپلې ساه ته هم نه ورکوي چې ما دوی ته ورکړه) ولا که پوهېږي چې څه وايي او څوک يې مېلمانه وي بس شروع يې کړې .ګرمې ،شير ګرمې،شنې ،سپينې ، ژورې،لوړې بس په همدې نومونو يې بنډارونه جوړ کړي وي او لګيا يي ،کرزی او کرزی ، ريس جمهور او ولسمشر دا د ظالم بچيان دومره نه وايي، چې دا زه خو مرستيالان هم لرم وزيران هم لرم، سمه ده چې مسول يم خو هر کار ته خو هم زه نه شم رسېدای . بس چاړه ده چې زما په نس يې ننباسي او راباسي چې ښه هم کوم نو يو خبر راپسې کوي او که بد وکړم نو بيا خو يې ولاکه ټينګ کړې.
دومره نه وايي چې ده خپله څه کړي چې ما پسې يې راخيستې ماته وايي ډارن يې هر چا نه ډارېږې .نه ډارن نه يم هر څه چې يم پښتون يم خو څه وکړم؟ يو چې را نه خپه شي بيا يې ولاکه په ځنځيرونو هم کلک کړې، نو دې کابينه کې اېله شل يا پنځه ويشت ځوانيمرګ ځای کړم دا نور بيا وخته غاړې کږې کړي، بيا يو بل ځاي مې د مشاورداني په نامه جوړ کړ بس اېله همالته يې ورخطا کړم چې لږ يې خولې پټې شي ....او.....
وي وي نو خبر مې هېرې شوې دا د چاي څکه وکړم بيا نورې خبرې هم درته کوم ............
اوف ښه ته اوس ګوره ان دا دارګ چای دار باشي هم را نه حيا نه کوي ګوره سوړ چای يې راوړي اوس که ده ته هم څه ووايم بيا وايي ( اوهو مه مجاهد هستم) ته وايې چې اوس به د روژې په بدل کې هم اجوره غواړي .
خير مجاهد مې ياد کړ رهبران مې را په ياد شول سم دم د غم ګوډی يم رهبرانو مې هم رڼا ورځ را شپه کړې . امريکا هم دوي راوسته او بيا ماته په غوږ کې بونږيږي چې کرزيه اسلام دې هېر نشي . نه نو ته ځوانيمرګ که رېښتيا دومره اسلامپال وې نو د اسلام پتنګان (طالبان) خو تا پسې واخيستل او هم دا يهود او نصارا چې يواځې د قرانکريم درې ايتونه خو زما په ياد دي چې له مخې يې يهود او نصارا د اسلام دښمنان دي تا راوستل .
قوماندان ، والي ، ريس ، مدير او ګډوډېشن به ټول دهمدې رهبرانو نازولي وي. خبرې ډېرې دي دا څو خبرې خو يواځې مثالونه وو. ځم خبري غونډه لرم ژورنالېستانو بيا زړونه ډک کړي . هو رېښتيا د پارلمان او وکيلانو په هکله دومره وايم چې ... دا درې ټکي نو تاسې تعبير کړي ډېر جنجال لري .
خو اخر کې يوه دعا او يوه غوښتنه لرم يو خو د خداي لپاره نور مې مه ځوروي او دعا مې دا ده چې خداي مو اولاده اولاده لکه کرزی مه کړه
امين ثم امين
ليکوال: ميرويس ستانکزی