د افغانستان ناپيېلي کول د حل غوره لار

د امریکې د نړيوالو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز په مهالنۍ خپرونه (واشنګټن) کې د مېرمن(Audrey Kurth Cronin)  په قلم يوه مقاله راغلې چې سرليک يې دی: «د افغانستان په اړه اوږدمهاله تفکر: آیا د افغانستان ناپيېلي کول ممکن دي؟».  په دغه مقاله کې راغلي، چې:
امریکا او متحدين يې په افغانستان کې په دې لټه دي، چې د القاعدې تشکيلات له منځه يوسي، خو دوی بايد له افغانستان څخه په داسې بڼه ووځي چې د مداخلې له امله بې ثباتۍ ترشا پرې نږدي. د نړۍ بله هېڅ سیمه د بېلا بېلو افراطي ايډيالوژيو، متضادو ګټو او هستوي بټيو دومره مغلق ترکيب نه لري، لکه د افغانستان او شاوخوا سيمه. د اتومي وسلو پراختيا، د مخدره توکو د قاچاق  ګټورې لارې او د استفادې وړ طبيعي زېرمې د دې لامل ګرځي چې د افغانستان راتلونکې شخړې تر بل هر وخت ډېر خطرناکې شي. دا ټولې خبرې په افغانستان کې په داسې حالت کې پېښېږي چې امريکا غواړي له افغانستان څخه ووځي او د دې توان نه لري چې په دغه هېواد کې خپلې ګټې وساتي او پر ځای يې ګاونډيانو کمين نيولی دی. امريکا په سمدستي توګه د افغانستان په اړه يوه اوږدمهاله تفکر ته اړتيا لري، که څه هم ښايي له امله يې اوسنۍ ستراتيژي نقض شي. واشنګټن بايد د افغانستان او سيمې لپاره يوه نوې او دویمه ستراتيژي تدوين کړي.
اوس څو لسيزې کېږي، چې د افغانستان په اړه د حل يوه لاره د ناپېيلتوب يا (neutralization) ستراتيژي ده. که چېرې افغانستان د ۱۹۸۰ په لسيزه کې بې پلوه شوی وای، ښايي د سپټمبر د يولسمې نېټې بريدونه هېڅکله نه وای شوي.
ورروسته مقاله د امريکې پر وړاندې د ګواښونو د له منځه وړلو او په سيمه کې د ثبات په موخه په افغانستان کې د ناپيېلتوب پر امکاناتو بحث کوي، او ليکي:
د ناپيېلتوب په تړون کې پر افغانستان برسېره بايد هغه هېوادونه ګډ وي، چې په افغانستان کې د پوځي مداخلې امکانات لري او د افغانستان راتلونکي بې ثباتي دوی وګواښي، لکه پاکستان، ايران، چين، هندوستان، سعودي عربستان، روسيه او امريکا.
بې طرفي هغه تړون دی چې د يوه کوچني يا کمزوري هېواد، چې ستراتيژيک موقعيت لري، او څو ځواکمنو هېوادونو تر منځ چې په خپلو کې اختلاف سره لري، لاسليک کېږي. د دغه تړون اصلي موخه دا ده چې د دښمنانو تر منځ د هغه هېواد پر سر چې ستراتيژيک اهميت لري د مستقيم ټکر مخه ونيسي. بې طرفي د ګاونډيتوب د کوم نوي نظم رامنځته کولو ته نه وايي، بلکې د يوې سترې جګړې مخنيوي ته وايي. او دا بايد ووايو چې په افغانستان کې د څو اړخيزو دېپلوماتيکو هڅو په مټ بې طرفي امکان لري.
په دې کې شک نشته چې د تر يوه وخته پورې ښايي په افغانستان کې ډلبازۍ، فساد او کمزوري بنسټونه دوام وکړي او حتی ښايي يو ځل بيا کورنۍ جګړه ونښلي. دا سمه ده چې د افغانستان د ګاونډيانو ګټې ټولې يو شان نه دي، خو د نولسمې پېړۍ د انقلابي فرانسې، اتريش، برتانيې، پروس او روسيې تر ګټو زياتې متضادې هم نه دي.
اوس د سيمې ټول اصلي قدرتونه له افغانستان څخه د آيساف ځواکونو تر وتلو وروسته په دريو ټکو کې ګډ نظر لري:
لومړی، دا چې دوی نه غواړي القاعده بېرته سيمې ته راوګرځي. دويم دا چې دوی غواړي د ګاونډيو سيموته د سني افراطيت د پراختيا مخه ونيسي. دغه ګواښ د افغانستان ګاونډيانو لکه پاکستان، ايران، چين، هند، روسيې او سعودي عربستان ته تر امريکې ډېر متوجه دی. دريم دا چې بايد د هغو افراطي ډلو مخه ونيول شي چې ښايي د پاکستان اتومي وسلو ته يې لاس ورسېږي.
څلور نور داسې ټکي دي، چې بايد په اوږده مهال کې په پام کې ونيول شي: لومړی د افغان مهاجرينو بېرته ستنېدل به پر ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه پر پاکستان او ايران فشار کم کړي. دويم، دا چې د مخدره توکو کمی به د سيمې له هېوادونو او په ځانګړې توګه له ايران سره مرسته وکړي. دريم، د افغانستان د طبيعي زېرمو راسپړل او کارول به د ټولې سيمې په خدمت کې وي او د ګاونډيانو له پرمختيا او ودې سره به مرسته وکړي. او څلورم د افغانستان د ترانزيت او سوداګريزو لارو بيا احيا به د ورېښمو د لارې له احيا او ټولې سيمې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي.او په افغانستان کې د بې طرفۍ سياست به د دغو ټولو موخو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي.
البته په افغانستان کې د بې طرفۍ سياست دومره اسان نه دی. پخوا به لاسوهنې د نن په پرتله ډېرې څرګندې وې. نن ټول هغه هېوادونه چې په سيمه کې پوځي واک لري، کولای شي له انکار سره په افغانستان کې له غير دولتي ډلو او ټپلو ملاتړ او مرسته وکړي. او په واقعيت کې يو شمېر هېوادونه، لکه پاکستان او ايران اوس هم عملاً همدا کار کوي.
پاکستان د افغانستان د بې طرفه کولو په سياست کې تر ټولو لوی خنډ دی او تر ټولو زیاته ګټه به هم له دې سياسته ترلاسه کړي. ايرانيان هڅه کوي د افغانستان په لوېديز کې د دې لپاره اړودوړ رامنځته کړي، چې بهرنيو ځواکونو ته ستونزې پېښې کړي او په نورو سيمو کې د ايران پر ضد د امريکې او اسراييلو د اقداماتو مخه ونيسي.
د ايران او امريکا اوسنيو اړيکو ته په کتو سره په سختۍ داسې بېلګې موندلی شو، چې ايران دې د سپمتبر د يولسمې نېټې تر بريد وروسته له امريکې سره د طالبانو په پرزولو کې مرسته کړې وي. ايران په خپلو ختيزو پولو کې يو امن او با ثباته هېواد غواړي او په عين حال کې د فارسي ژبو قومونو لکه تاجېکانو او هزاره ګانو پر خونديتوب ټينګار کوي. ايران نه غواړي په خپلو پولو کې يو بل افراطي سني حکومت وګوري، په ځانګړی توګه داسې حکومت چې له سعودي عربستان سره نږدې اړيکې ولري. د ايران لپاره تر ټولو غوره حکومت يو غير افراطي او باثباته هېواد افغانستان دی او دا موخه د بې طرفۍ له لارې ښه ترلاسه کېدای شي  او په ځانګړې توګه چې ايران په افغانستان کې د ناټو د پوځي لاسوهنې مخالفت کوي او وايي چې ستونزې بايد د ګاونډيو هېوادونو په مرسته حل شي.
له بله اړخه، سعودي عربستان ښايي د ايران د نفوذ د مخنيوي لپاره د سني ډلو له مرستې سره لېوالتيا ولري، خو د افغان مجاهدينو له امله د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ داسې زيانونه ليدلي دي، چې ښايي اوس دې پايلې ته رسېدلې وي چې د ۱۹۹۰ پېښې بايد بيا تکرار نه شي.
د امريکې لپاره افغانستان د هغې له منفي اړخ پرته کوم بل ستراتيژيک ارزښت نه لري. افغانستان بايد سيمه بې ثباته نه کړي او يا هم بايد د غير دولتي افراطی ډلو د لوبو خوندي ډګر ونه ګرځي. او دا ګواښ هغه وخت زيات دی چې افغانستان له پاکستان سره متحد شي. امریکا په کابل کې يوه ځواکمن مرکزي حکومت ته اړتيا نه لري، بلکې يوه داسې باثباته او خپلواکه هېواد ته اړتيا لري چې په نورو سيمو کې له خپل نفوذ او ځواک څخه کار وانخلي او يا هم د کوم بل ځواک له خوا استعمال نه شي.
مقاله په پای کې ليکي: د افغانستان د بې طرفۍ امکانات د سړې جګړې تر مهاله اوس ډېر دي. په اوږده مهال کې د افغانستان د بې طرفۍ او ناپييلتوب لپاره اوه کليدي هېوادونه (پاکستان، ايران، هند، چين، روسيه، امریکا او سعودي عربستان) باید په خپلو کې يو تړون لاسليک کړي. بې طرفي په اوږده مهال کې د افغانستان د ستونزې لپاره تر ټولو غوره لار ده، خو بې طرفي داسې نه ده لکه نوشدارو او  ښايي د بې طرفۍ له امله په افغانستان کې ننه د سويس په څېر د پخوانيو يا اوسنيو حکومتونه د تشدد بڼې بيا راڅرګندې شي، خو بې طرفي به د وخت په تېرېدو سره تر ټولو ګټوره لاره ثابته شي او د افغانستان له خپلواکۍ سره به مرسته وکړي.
·        مېرمن (Audrey Kurth Cronin)   د جورج مېسن په پوهنتون کې د عمومي سياست استاده ده.
·        د نړیوالو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز (CSIS) يو دوه ګوندي او غير انتفاعی سازمان دی، چې مرکز يې په واشنګټن کې دی، په ۱۹۶۲ کال کې تأسيس شوی او له ۲۲۹ تنو څېړونکو او شنونکو سره د نړۍ پر مهمو سياسي مسايلو څېړنه کوي.