غـــــــزل

زړه ؤ جانان ؤ اوس هغه هم نشتـــــــه
عجب دوران ؤ اوس هغه هم نشتــــه

ستوري ، سپوږمۍ وه د چينې غېږه کې
اوربـــل يې وران ؤ اوس هغه هــم نشته

سکڼی ماښام ؤ څه مخموره ساقيان
شوم مو شېخان ؤ اوس هغه هم نشته

د غــــــــزل توري ورېـــــدل به ترېنـــــه
حسين اسمان ؤ اوس هغه هم نشته

فـدا چې لار به له اغــــــزو ډکـــه وه
شوخ رقيبان ؤ اوس هغه هم نشتهٍ