دخيالونوجزيره

 کله چې یو انسان له یوې سترې خوښۍ او یا کړاو سره لاس اوګریوان شي نوخپل هغه ملګري سره یوځای کیږي چې تل ورسره په هرځای اوهرمحل کې مل وي ،هغه ملګری خیالي او له فکرونو ډکه نړۍ ده.
هرهغه انسان چې د ژوند په هره شیبه کې له لویو اوسختو ازمیښتونو سره مخامخ شوی وي،هغه حتما یوه خیالي جزیره او فکري دنیا لري،چې د یوازیتوب په وخت خپلې خیالي جزیرې ته ننوزي چې ګرد چاپیره پکې راګیر وي.
ژوند هرچاته تجربه شوی، هم ښه اوهم بد، څوک له خوښیو په ډکه خیالي جزیره کې اوسي او ځینې کړاو ځپلي بیا له ناهیلیو،مایوسیو او د ناکامیو څخه په ډکه خیالي نړۍ کې اوسي،خوتل نه، کله چې بریا ترلاسه کوي نو خپلې هغې خیالي نړۍ ته درومي، چې هغه کې، خوښۍ، هیلې، ښکلاګانې،د ژوند رنګونه، خوندونه او ارامښت وجود لري، چې د خوښۍ په بدرګه دغه خیالي جزیرې ته وردننه کیږي، خو هغه چې برلاسی شوی نه وي،ازموینه یی بې نتیجې وه، هغه نو بیا له خپل یوازیتوب،زړه ماتوالي،او بې وسۍ سره مل هغه جزیرې ته د خپګان په ملګرتیا ورداخلیږي،چې ټوله فضا یی د ناهیلیو تورو لوخوړو پوښلې،چې ساه اخیستل یی هم هره شیبه وژل کیدل دي،چې د بیرته راوتلوپایله یی هم ښه نه وي، هغه داسې چې دمایوسې خیالي جزیرې قانون دی چې څوک له هغه ځایه برلاسی نه شي وتلی، که ووځي هم نو څه ډول چې رادننه شوی و، په هماغه شان به له نړۍ، نړۍ ناهیلیو ووځي.
نو دوه ډوله خیالې نړۍ یا جزیرې لرو چې یوه د خوښمنو شیبو او بله یی د بایلل شویو شیبو جزیره.