انتظار

 
داوښــــــکو پرخه مــــې بــې ګله راځي
زمـــــــــا د ګـــــــــــــل کډې به کله راځي
تشې جونــــــــګرې مې د سترګو پاتې
ورتــــــــه به کـــــــله ډيــــــوه بلــــه راځي
بــــې تا نه مـــــــړارمان مې غږ نه کوي
کــــــه مسيحـــــــا ورته څو ځله راځي
زه يــــــــــې د يــــــار د ﻻسه زر بــــولمه
کــــه مات کچکول ته مې خزله راځي
مـــــــا په زړګــــي کې ورته ځاله جوړه
خــــــوکه په نـــــاز ورتـــــــه بلبله راځي
د دارکړۍ کې جوټې څومره خوندکا
چــــــې نــندارې ته يـار په خـپله راځي
زه بــــــــه له تـــــندې زاره چاودی ومه
د ســـــاقي ﻻس کـې به جام هله راځي
جــــــــرس به ډيــــــــر په چيغو وژړيږي
ســـــــتړی کاروان چې تـر منزله راځي