
د محتوا له اړه دغه برخه ښايي وروستي وای، لومړی هم کېدی شوای، چې د پلان له مخې مې وروستۍ هغه ګڼله، خو د ځينو اندېښنو د لرې کولو او ځينو پوښتنو ته د ځواب په مخه دغه دی دلته درېيم ځای نيسي.
مخکې له دې چې درېيمه برخه پيل کړم، تېره برخه به لږ وغځوم.
د مدني ټولنې غړي وايي: په پکتيکا ولايت کې چې ښځې لا ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي، د ښځو چارو رياست هم په فساد کې ښکېل دی. همدغه رياست خپل جنراتور ښاغلي محب الله صميم ته ورکړی او هغه په خپل استوګنځي کې ځای پر ځای کړی دی او د ښځو چارو رياست ته يې د برېښنا يو مزی غځولی دی.
له ګډونوالو مو چې وپوښتل: دا ټولې ناخوالې ولې نه رابرسېره کېږي، ولې مدني ټولنه خپل غږ نه پورته کوي.
ځواب يې زغرد و: د مدني ټولنو که غږ پورته کوي هغه به د مطبوعاتو له لاري وي او مطبوعات داسې دي چې ښاغلی محب الله صميم ورته پيسې ورکوي او تطميع کېږي، د دې پر ځای چې د پکتيکا د مدني ټولنې د غړيو غږ خپور کړي، د ښاغلي والي په صفتونو او (کړنو) [فعلونو] شخوند وي. په ډېر درد يې ګيله وکړه. مالګه مو خوسا شوې.
له مدني ټولنې بحث په خپله لمنه کې دغه برخه هم رانغاړله چې ښايي د اشخاصو له بدنامۍ څخه ډډه وشي. زموږ بحث د فساد پر مخنيوی و، نه د فساد پر کشف. د فساد مخنيوی داسې دی لکه د ناروغۍ وقايه چې هر څوک يې کولی شي، د ارزانۍ تر څنګ مسلکي او متخصص شخص ته اړتيا نه شته. پر عکس د فساد کشف او راسپړل د عدلي او قضايي اورګانونو دنده ده چې مسلکي او متخصصو اشخاصو ته اړتيا ده.
له مدني ټولنې سره بحث ډېری په دې مورد راڅرخېده چې څه ډول په نادولتي موسساتو او ادارو کې د فساد مخنيوی وشي، کوم موارد دي چې هلته فساد ډېر رامنځته کېږي. د تدارکاتو برخه، د قراردادونو څانګه، په مزايده او منقاصه کې فساد څنګه رامنځته کېږي. د ګټو تضاد او ټکر څه وخت او څنګه رامنځته کېدی شي او مخه يې څنګه نيولی شو.
په موسساتو کې بايد کوم ګامونه واخېستل شي چې د فساد مخنيوی وشي او مدني ټولنه په دې برخه کې څه ډول رول لوبولی شي.
کېدی شي حاضري او په دفتر کې د شخص حضور او غيابت ځينو اشخاصو ته هغومره ستر فساد نه وي. ايا همداسې ده؟ د جرم پېژندنې له اړخه که يو شخص کوچنی فساد کوي، نو د ستر او لوی فساد احتمال د دغه ډول شخص څخه څومره متصور دی.
د فساد، ټګۍ، تقلب کاري موندل هغسې نه دي لکه يوه کور غلا د بانک غلا چې ټول يې کتای شي او ليدای شي، د تقلب، ټګۍ او فساد داسې يو ناسور دی لکه سرطان چې پته يې وروسته لګي، هغه مهال چې هر څه يې په اوبو لاهو کړي وي. په افغانستان کې يې د کابل بانګ مثال ډېر ښه دی. په بانکونو کې د فساد او تقلب کارۍ له نويو لارو چارو کار اخلي او په دې اړه په ځانګړې ليکنه وکړم.
له مدني ټولنې سره د بحث پر مهال په بېلا بېلو ولايتونو کې ګډونوالو د فساد بېلګې رابرسېره کړې او د بحث د محراق ټکی يې د همدې په رڼا کې د فساد وقايه وه.
د بحث پېچلی پړاو دا دی چې د فساد د بېلګو او د متهمو اشخاصو د نه تعقيب په نتيجه کې د فساد وقايه ستونزمنه او ان ناشوني کېږي ځکه دغه حالت بيا د مقاومت بڼه خپله کوي، کټ مټ هغسې لکه يو مېکروب يې چې د درمل په وړاندې مقاوم کېږي، هلته بيا اړتيا وي چې کلچر وشي او بديل درمل ورکړل شي تر هغه چې د مېکروب مقاومت له منځه لاړ شي. دغه کار زيات وخت، لګښت او زغم ته اړتيا لري او د دې وېره هم وي چې په دغه زماني واټن کې د درملنې لاندې شخص خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د مدني ټولنو غړيو پر رسنيو نيوکه کوله چې ځينې يې تطميع کېږي، په دې اړه پېښې هغسې نه منعکوسوي لکه څنګه چې دي او څومره يې چې اړتيا ده. په ځينو خبريالانو او ليکوالو نيوکه کېده چې د دربارونو او مقامونو په چوپړ کې دي.
حقيقت او واقعيت دا دی چې په دې برخه کې د ملت درد ژور او ټپ لوی دی. جرئت او قرباني ته اړتيا لري، تر دې تر څنګ دقت ته اړتيا ده چې شخصي غرضونه په کې ځای و نه نيسي.
په هر حال بحث کې د اشخاصو نومونه اخېستل کېدل او ما ځکه په خپله ليکنه کې په څرګنده د هغوی نومونه کټ مټ بحث د بحث له منځه راواخېستل. دا به موږ ته وښيي او خپله شخص ته وښيي چې په اړه يې په ټولنه کې څه تصور دی او هلته کوم ځای لري او په مجموعي ډول د چارواکيو په اړه مدني ټولنه څه موقف لري.
د ښرنې په اړه څرګند وړانديزونه شوي، دغه وړانديزونه د بحث په رڼا کې شوي او هيله ده چې پلي شي. د دې تر څنګ د مدني ټولنې غړي بايد خپل فردي او ټولنيز مسووليت ترسره کړي او د فساد په ګرداب کې د دوبېدونکي ولس د ژغورنې لپاره خپل غږ پورته کړي. په دې غږ کې حق وويل شي او له هېڅ شي وېره ونه شي.
د هغو اشخاصو سره چې په بحث کې يې نومونه ياد شول او ما را نقل کړل او په راتلونکيو ليکنو کې يې هم را اخلم، د څو لاملونو له مخکې مې ورسره رابطه و نه کړه او د موضوع په اړه يې نه ورسره کوم:
- ځينې اشخاص مې شخصي او نژدې ملګري دي، دا احساسوم چې د نه رابطې په حالت کې راڅخه خوابدي شوي او خوابدي کېږي، خو که اتهام غلط وي، ځواب ويلی شي. د بحث له خپرواي وروسته به رابطه کوم.
- بحث د مدني ټولنې سره و، کېدی شي د رابطې په حالت کې د مدني ټولنې غړي ځان ارام احساس نه کړي.
- د فساد شومه پديده پر سترګو پرده غوړوي، د مدني ټولنې د غړيو تر منځ د جرئت د زيږون په خاطر رابطه نه ده شوې او نه هم کېږي.
- که د اشخاصو نومونه په بد نيت اخېستل کېږي او اتهام بې اساسه وي هيله شته د هغوی عکس العمل وروسته وکتل شي او خپله دفاع وکړي.
- بحث ښايي په دې هيله پيل او پای ومومي چې مدني ټولنه د فساد په مخنيوي کې خپله ونډه واخلي.
- بحث د نورو له اغېز وساتل شي.
- د موسساتو او نادولتي ادارو او شرکتونو له لوري قراردادونو په لوړ نرخ ترسره کېږي، د مدني ټولنو غړي په دې کې هم دولتي اداري ښکېل ګڼي.
- قراردادونه لاس په لاس کېږي او په دې ډول د پروژې کيفيت کمېږي، په قوانينو کې بايد تعديل شي چې د دغسې يوه حالت مخه ونيول شي.
- يوه فرانسوي ليکواله [ان نيوا] او خبرياله چې ډېر وخت يې په چېچنيا، روسيه، عراق او افغانستان کې تېر کړی، او کتابونه يې ليکلي دي، د کار طريقه يې دا ده چې ډېری وخت د خلکو تر منځ اوسېږي، له چاوراکيو سره نه ګوري او د خلکو له منځه پر مسايلو او موضوعاتو کار کوي. دا يوازينۍ خبرياله او ليکواله نه ده، بلکې د نړۍ نور خبريالان او ليکوال همدغه طريقه کاروي.
- ځينې خلک دغه ډول ليکنې شخصيت وژنه ګڼې، خو په ژور کاته د دې عکس دی. بې مورده او مغرض اتهامونه په اسانۍ لرې کېدای شي او په اسانۍ يې دفع کېدای شي او د شخص حقيقي بڼه را څرګندېږي چې اتهامونه بې ځايه دي.
نور بيا