
بعد: لکه څرنګه چه زموږ ګران وطن ډيري ناخوالي ګاللي دي ډير شهيدان يي ورکړي دي ډيري خويندي کونډي،ميندي بوري او کوچني ماشومان يتيمان پاتي شويدي چه دا هر څه د کورنيو او باندنيو وحشتناکه ظالمانو د مخنيوي په مقابل کې زموږ ګرانو وطنوالو د لاسه وطنوال د دې ناولو او وحشتناکه ظالمانو د ظلم او ستم څخه خلاص شوي نه دي، ځکه د ولسمشر حامد(کرزي) د حکومت په راتګ سره که د بيارغوني کارونه شوي او د بشر د حقونو دفترونه خلاص شوي خو هغه ظلمونه او ناخوالي چه د نوموړي د اداري څخه وطنوالو ليدلي او زغملي دي شايد په هيڅ بل وخت کې نه وي شوي چه په څو لنډو ټکو کې د کندهار په ولايت کې د شوو ظلمونو او د اوسنيو واکدارانو لخوا د دولتي ادارو د شخصي کولو څخه يادونه کوم.
- د کندهار اوسنى سرپرست امنيه قومندان جنرال رازق چه مطلق يو بي سواده شخص دى د دې حکومت د راتګ څخه مخکې حتى د يو موترسايکل د خريدارۍ طاقت نه درلود او فعلآ د هيواد داخل او بهر په عربي ممالکو کې مارکيتونه او منزلونه لري چه دا ټوله په غلا،چور او د مخدره موادو د قاچاق له طريقه لاسته راوړي دي،همدارنګه نوموړي پر دندو هغه کسان ګمارلي دي چه د دولت په نفعه نه بلکه خپله د ده په نفعه کار وکړي او قانون ته نه بلکه مطلق ده ته وفاداره وي او بل دا چه نوموړى په سپين بولدک او معروف ولسواليو کې شخصي محبسونه لري چه بغير د قضا او محکمي څخه د مظلومو افغانانو د ژوند او مرګ فيصلي په کې کيږي، د معروف ولسوالۍ امنيه قومندان نادرخان چه هم مطلق يو بې سواده شخص دى او د تيرو لسو کلونو راهيسي د ذکر شوي ولسوالى امنيه قومندان دى چه هم د جنرال رازق د خاصوډنډه مارانو څخه دى چه په دې لسکلنه موده کې د ولسوالۍ دې امنيه قومندان د جنرال رازق په دستور د طالب په نوم دوه تنه مظلوم افغانان چه يو د ماذدا دريور او بل تن بزګر وو د معروف ولسوالۍ په محبس کې په شهادت رسولي دي، څلور تنه يي عام بزګر چه دغنمو په لو بوخت وو د سکندرزو په کلي کې په شهادت رسولي دي، درې تنه مظلوم بزګر يي د دې ولسوالۍ د اسحاقزو په کليو کي په شهادت رسولي دي او داسي پيښي هم شويدي چه ديو عسکر لاسونه د ماين ښکار شويدي دوى يي د غچ اخيستلو لپاره د ي بي ګناه مظلوم افغان لاسونه پريکړي او سترګي ورڅخه ايستلي دي چه خپلوانو پاکستان ته د تداوۍ لپاره وړى خو هلته په روغتون کې په شهادت رسيدلى دى.
د دا مظلومو شهيدانو چه ميرمني يي کونډي او کوچني ماشومان يي يتيمان پاتي شويدي خپلوان يي د دې ويري څخه د دولت د شکايت اوريدلو ادارو ته شکايتونه نه وړاندي کوي چه د دوى لخوا دا اختارونه هم ورکول کيږي چه د شکايت کولو په صورت کې به ستاسو انجام هم ستاسو د خپلوانو په څير وي،چه له دې کبله زيات شمير د ولس هغه خلګ چه پخوا د دولت تر څنګ ولاړ وو اوس د دښمن د ليکو سره يو ځاى شويدي.
چه د دې مظلومو افغانانو د دفاع په خاطر د جناب جمهورريس څخه په ډير درنښت هيله کيږي تر څو د دې موضوعګانو د څيړني لپاره يو باصلاحيته هيئت مقرره کړي او عاملينو ته قانوني جزاګاني ورکړي.