له كوره بهر د ښځې كار او د لوېدېځوالو دريځ


د لوى څښتن په نامه، چې پراخه ځمكې او اوچت اسمانونه يې جوړ كړي دي .
لوېديځوال له كوره بهر د ښځې په دندې ترسره كولو كې كه يوه خوله نه دي، نو ډېر اختلاف هم نه سره لري، خو د ځينو دريځونه موږ دلته د دوو څيزونوله امله را اخلو:
لومړى دا چې له لوېديځوالو پرته ځينې خلك شته، چې د غرب فرهنګ پرې غلبه كړې، او د انسانيت له پولې يې اخوا پورې ايستلي، عقل او سول يې ترېنه سلب كړي، پر زړونو يې واكمن دي، د هر څيز په اړه له غربي منظور پرته بل نظر نه لري، دې ډول خلكو ته، چې د اسلام ادعاوې هم كوي، زموږ پيغام دا دى چې تاسو په كوم خوله واياست چې ښځه دې له كوره ووزي او له نارينه وو سره دې په يوه ځاى كې دنده ترسره كړي، په تېره داسې دنده چې د نارينه وو او ښځينه وو اختلاط په كې اوج ته رسېدلى وي؟
دويم دا چې دا ډول خلكو ته له كوره د ښځې د وتلو تجربه هم څرګنده شوې، بدۍ يې ليدلې او خطرونه يې ورته په ډاګه شوي، لكه چې وايي نېكمرغه هغه دى چې له بل چا نه پند واخلي .
يو انګرېز علامه (ساموېل سمايلس)، چې د انګريزي نهضت له مشرانو يو دى، وايي چې (... د ښځې له ريښتينو دندو دا ده چې يوازې د كور كارونه وكړي، لكه د كور منظمول، د اولاد روزنه، په موجوده ژوند قناعت لرل، او د كور د ننه د دې اړوند چارې ).
اوګست بيا وايي چې : (د ښځې دنده بايد تر كور پورې محدوده وي او د نارينه وو كارونه ونه كړي، په دا
چې د نارينه وو كارونه يې د طبيعي دندې په ترسره كولو كې خنډ كېږي،فطري موهبه يې له منځه ځي، نو ښايي چې نارينه پر خپلو ښځو سخت كارونه ونه كړي، او د دوى مادي كارونو ته زړه ښه نه كړي)
د امريكا د يوه فضانورد د. دون ليزي لينډ مېرمن (كاتلين لينډ) وايي چې : (زه ډېرى وخت په كور كې تېروم، د يوې ښځې په توګه دا نظر لرم، چې هره ښځه بايد خپل ټول وخت د خپل كور، خاوند او اولاد لپاره وقف كړي... په دې مانا چې كور ته لومړيتوب وركړي، او  له ضرورت پرته له كوره ونه وزي)
دا زياتوي: (د يوې پوښتنې په ځواب كې د يوه ديني عالم دا خبره مې تر اوسه هم په ذهن كې ده چې ويل يې: كه ښځه يوازې تر كور پورې محدوده وي، نو د ښځينه وو د زده كړې څه ګټه ده؟ ده په ځواب كې وويل: كه يو نارينه وروزل شي، يو فر روزل كېږي، خو كه يوه ښځه وروزل شي، په حقيقت كې يو نسل او ولس وروزل شو، دا وايې چې د ژوند په سختو شېبو كې هم پر كور ناسته ده، د خپل اولاد پر روزنه به بوخته وه، داسې وخت پرې راغلى چې پيسو ته به يې ضرورت و، خو له كوره بهر يې كار نه دى كړى، خو دا يې نه شواى زغملى چې اولاد يې دې بې تربيې شي. )
او په پاى كې،
  د امريكا د كانګرېس غړي په يو وخت كې پر دې راټول شول، چې له كوره بهر د ښځې پر دنده ترسره كولو وغږېږي، په تېره بيا هغه ميندې چې اولادونه ورپسې وي، ځينو وويل چې ښځۀ په دولت كې كار كولاى شي، او دولت حق ورباندې لري، چې كار ورته وكړي، خو ځينو ويل چې دا حق لري، چې پر كور كښيني او خپل اولاد وروزي ، ځينو نور به ويل چې الله تعالى چې ښځې ته د اولاد زيږولو توان وركړى، دا يې ترېنه نه دي غوښتي چې دوى پرېږدي او له كوره بهر كار وكړي، بلكې پر دې يې ګمارلې چې په كور كې كښېني او د خپلو بچيانو پالنه وكړي او سم يې وروزي .
د كانګرېس غړي په پاى كې پر دې سلا شول، چې ښځې ته، د كار لپاره نه، بلكې يوازې د تعليم لپاره بهر ته اجازه وركړي، څو خپل اولاد ښه وروزي .
د برتانيا وليعهد چارلز د (نېكمرغه كورنۍ) په مجله كې ويلي چې : (د هغو ښځو په اړه، چې له نارينه وو
سره د برابرو حقونو غوښتونكې دي، فكر كوم، دوى غواړي چې خپل ځانونه نارينه ثابت كړي، د دوى لپاره د نسل او اولاد روزنه تر هرې بلې مهمې دندې ضروري ده)
د جنوبي افريقا د ولسمشر مېرمن په وضاحت سره ويلي چې كور د ښځې طبيعي ځاى دى (په ټولنه كې دا زموږ دنده ده، چې پر كور كښېنو، بايد ورباندې ووياړو، ځكه چې همدا ښځې دي چې بريالي نارينه او پر هر څه برابر نسلونه روزي)