۲۰۱۴ کال ته څوک ډیر اندېښمن دي؟

  له کله نه چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لپاره مهالويش ټاکل شوی دی، له هغه وخته بیا تر دې دمه له خلکو سره ګڼې اندېښنې دي.
يو شمېر افغانان وايي چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي افغان امنيتي ځواکونه د دې جوګه دي چې د هېواد امنيت وساتي، دا خبرې تر ډیره ولس کوي، ځکه چې ولس له بهرنيو ځواکونو دومره خېر نه دی ليدلی لکه څومره يې چې شر ترې ليدلی دی.
افغان ولس پر دې خوښ دی چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، د دوی په اند که بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي د وسله والو طالبانو هغه بهانه به ورکه شي چې وايي وطن مو اشغال شوی دی او  سولې خبرو اترو ته به کېني.
له دې ها خوا بیا ځينې غربي رسنۍ مخکې له مخکې د دې خبر ورکوي چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې د نويمې لسيزي په څېر جګړې پيل شي او یا به بیا وسله وال طالبان د کابل تر دروازو ورسيږي.
د غربي رسنيو په خوا کې ځينې هغه افغانان چې په بهرنيانو کې يې ګټې خوندي دي د غربي رسنيو شننو ته هوا ورکوي او وايي چې افغان امنيتي ځواکونه د دې جوګه نه دي چې د هېواد امنيت دې وساتلی شي، دا خلک تر ډیره د سیاسي اپوزيسيون او یا د شمال ټلوالې غړي دي.
د سیاسي چارو شنونکی مطیع الله خروټۍ وايي له دوه زره څوارلسم کال ورسته هيڅ اندېښنې نشته دی ولس له بهرنيو ځواکونو په تنګ دی هره ورځ په همدغه نوم چې وطن مو بهرنيانو اشغال کړی دی د وسله والو لیکو ته خلک درومي او که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي نو وسله والو طالبانو ته هيڅ د جنګ بهانه نه پاتې کېږي، او وسله وال د همدې هېواد بچيان دي او د سولې خبرو ته به غاړه ږدي.
خروټۍ وايي دا تشويشونه هغه څوک جوړوي چې په بهرنيانو کې يې ګټې خوندي وي او دا په شمار کسان دي.
ټاکل شوې د ۲۰۱۳ کال تر نيمايی پورې به د ټول هېواد امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، او د ۲۰۱۴ کال تر پايه به ډیر شمېر بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
افغان امنيتي ځواکونه د دې ډاډ څرګندوي چې د هېواد امنيت ساتلی شي او دوی هغه وسایل او تجهيزات لري چې د ناټو ځواکونه یې لري.
دوی د دوه زره څوارلسم کال اندېښنې د دښمن تبليغات بولي او وايي چې په دوه زره څوارلسم کې به هيڅ داسې څه رامنځ ته نه شي چې خلک یې په اړه فکر کوي.