د بهرنيو چارو وزارت په کوم لوري؟

له کله نه چې ښاغلی ډاکټرزلمی رسول د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده پيل کړې، له هغماغه ورځې راهيسې د ياد وزارت ټولې کړنې ورځ په ورځ له سقوط او ګونګستيا سره مخامخ کېږي، په وزارت کې بې بندوبارۍ، دندو ته نه توجه، پروخت د کارونو نه خلاصون، په لوړو او ټېټو پوستونو کې د پښتون قوم بچي له دندو ګوښه او پرځای یې نوي دري ژبي ګمارل، په بهرنيو هېوادونو کې د ډيپلوماټيکو دفترونو (سفارتونو او کونسلګريو) له احوال څخه ناخبري، په ګاونډيو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د احوال نه اخيستل، د سفارتونو او کونسلګريو له مصارفاتو ناخبري او چپ حالت هغه څه دي، چې نن ورځ يې نه يوازې دا چې افغان شنونکي، د نظرخاوندان، ډيپلوماټان، سياسي څټې، سياسي تحليګران او چارواکي په تشویش کې اچولي بلکې عامه افغانانو سره يې هم دا ويره پیدا کړې، که د وزارت له لوري پورته ذکرشوي کړنې همداسې دوام وړکړي ليرې نده، چې په نورو هېوادونو کې ميشت افغانان به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.   د اوسني حکومت له لوري د پښتونو او په ځانګړي ډول د لوی قندهار اوسيدونکو سره لويه جفاء وشوه، له مهمو او کليدي پوستونو څخه په بهانو ليرې کړای شول، چې اوس یې ځای ناستي دري ژبي وروڼه دي، موږ د دري ژبې سره چې ولې يې ويونکي په لويو او مهمو پوستونو کار کوي ستونزه نه لرو، دري هم زموږ ملي ژبه ده او بايد هر افغان یې په يادولو او ويلو کې هلې ځلې وکړي، خو دا چې د پښتو په مقابل کې ولاړه ده او هره ورځ د پښتونو ځايونه نيسي اړينه ده، چې دې ټکي ته بايد جدي پام وشي، د نورو وزارتونو او مستقل رياستونو ترڅنګ په سفارتونو او ډيپلوماټيکو ځايونو کې هم د پښتون ټبر پرضد مرموزه مبارزه روانه ده، ورځ تربلې سفارتونه او ډيپلوماټيک ځايونه د پښتونو څخه له لاسه وځي او د وزارت مقام يې چوپله خوله ناست دی، دا چې د بهرنيو چارو اوسنی وزير ښاغلی ډاکټرزلمی رسول په خټه پښتون او د لوی کندهار اصلي اوسيدونکی دی، هېڅ يې ياد قوم ته خدمت ونکړو، موږ پدې اند هم نه يو چې زلمی رسول دی، يوازې د لوی قندهار اوسيدونکو ته خدمت وکړي، دا چې ښاغلی رسول د بهرنيو چارو وزیر دی، ټول افغانانو ته د خدمت حق لري، خو هغه حق چې بايد پورته ذکرشوي قوم ته ورکړل شوی وای، ترې اخيستل کېږي او نه پرېښودل کېږي، چې پرمختګ وکړي او د پښتونو بچيانو لپاره د خدمت مصدر وګرځي.   د افغانستان اسلامي جمهوري دولت فرامين، احکام او هدايات بايد په ټولو ادارو کې په پوره ډول پلي شي او سرغړونکو ته يې بايدسخته سزا ورکړل شي، خو په بهرنيو هېوادونو کې چې د افغانستان ډيپلوماټيکي نماينده ګۍ شته، د ښاغلي رسول له لوري ورته اشخاص پيشنهاد شوي او ولسمشر د ځانګړي حکم له لوري مقرر شوي تر اوسه ترې ښاغلی رسول معلومات نه لري، چې ايا په نورو هېوادونو کې افغان سفارتونه د ولسمشر فرامين، احکام او هدايات ترسره کړي کنه؟ په هر پوست کې کار کول د هر افغان چې اهليت يې ولري حق ګڼل کېږي، مګر دا چې ولې د ځينو هدفونو په خاطر د لوی قندهار اوسيدونکو سره داسې چلند کېږي، اروزل او جدي پلټنه ته ضرورت لري.   موږ پر ولسمشر او د بهرنيو چارو پر وزير ښاغلي رسول باندې غږ کوو، چې د لوی کندهار اوسيدونکو په تېرو لسيزو کې ډېرې ستونزې او مشکلات ليدلي، د هېواد په ازادولو او د اوسني نظام په تقويه کولو کې يې د سرونو په بدل کې هلې ځلې کړي، خو اوس ورته پام نه کېږي او له پامه غورځول شوي، پکار ده، چې دوی ته توجه وشي، او اهليت لرونکي کسان يې په دندو وګمارل شي.   په همدې هيله   امجدالله احساس