
ګر انو هیوا د وا لو !
د ۲۰۱۴ کال په دوهمه نیما
یی کښی د نړیوالو څوا کو نو په وتلو او د جګړه ایز فعالیت د ځیری په بدلو لو په
ټولیز ډول د افغا نستان و دولت ته د امنیتی،اقتصادی او سیاسی چارو په سپارلو د
افغا نستان دولت اود یوی لسیزی په شا وخوا کښی د نړی والی ټولنی په هر اړخیزو
مرستو د اساسی قا نون پر بنست جوړ سوی نظام د خپل پا یښت او با ثباته کار د دوام د
ستر او برخ لیک جو ړونکی ازمایښت سره مخامخ دی. پدی ازمایښت کښی بر یالیتوب او د
۲۰۱۴ کال نه وروسته د تحول او بدلون کړکیچن پړاو ته د بریالی ور تیر ید نه او تر
۲۰۱۴ کال پوری سخته لار طی کول پدی پوری اړه لری چه همدا اوس موږ څه کوو او تر هغه
وخته پوری موږ په عمل او نظر کښی څنګه اماده ګی نیسو او تمرین کوو ؟
د افغا نستان حکومت او د
هغه سیاسی مخا لفین خو د اساسی قانون پلوی ځواکونه څه باید وکړی ؟؟
تر ټولو لمړی اقدام د
ازمایښت د پاره د تیاری او عملی تمرین په منظور دیوی سیاسی خط مشی ( تګلاری) او د
لاری د نقشی تر تیب او اعلا نول ضرور دی . پدی سیاسی خط مشی او د لاری په نقشه کښی
با ید دوی برخی شا ملی وی :
لمړی برځه ـ کورنی سیا ست ( کار خانه ګی)
دوهمه برخه ـ بهرنی او سیمه ایز سیا ست
لمړی برخه
کورنی سیا ست ( کار خانه ګی )
په کورنی سیاست کښی باید
د عمل دا لاندی میدا نو نه او دهغو د پاره تمرین شا مل وی :
۱ – د سیاسی عمل او تمرین
میدان
۲ – د اقتصادی عمل او
تمرین میدان
۳ – د امنیتی عمل او
تمرین میدان
د داسی سیاسی خط مشی ا و
تګلاری د ترتیب د پاره ضرور ده چه د ره یس جمهور په مشری یا د ده په خوښه د حکو مت
په کار پوه او با صلا حیته لسو استازو ، په همدی تعداد د مد نی ټو لنی، د ملی شورا
، سیاسی ګو ندو نو او خپلواکو کار پو هانود انتخابی استازو په ګدون د تګلاری د
ترتیبولو داجماع یوه جرګه را ټوله سی .
کله چی دا جرګه خط مشی ترتیب او اجماع پر وکړی نو دا خط مشی باید د حکو مت، ملی
شوراو مد نی ټو لنو، سیاسی احزابو او خپلواکو سیاسی شخصیتو نو لخوا تصویب سی او د
نظام د ګډی خط مشی او تګلاری د سند په ډول په عمل کښی د پلی کو لو او تمرین د پاره
کار پیل سی
پداسی تګلار کښی د شا ملو
بر خو د محتویا تو او دهغو د عملی کو لو د کړنلاری په با ب زموږ وړاندیز په لاندی
ډول دی:
۱ – د سیاسی عمل او تمرین
پروګرام :
ـ د ملی مستقلو شخصیتو نو څخه د یوه په مشری د ښی
حکو متداری د پاره د اصلا حا تو د پروګرام د ترتیبولو او عملیا تی پلان د اداری او
نظارت کمیسیون جوړول
ـ د یوه بل کار پوه مستقل
شخصیت په مشری چی غړی یی د حکومت،
پارلمان،سیاسی ګوندو نو، مد نی ټولنی او په کار پوه خپلواکو اشخاصو په وړاندیز
استازی وی د افتصا دی ودی او عواییدو د لوړولو په منظور د پروګرام د ترتیبولو او د
هغه د عملیا تی پلان د اداری اونظارت د کمیسیون چوړول او پکار ګمارل
ـ د یوه په کار پوه شخصیت
په مشری چه غړی یی د یا د سوو بنستو نو په وړاندیز استازی وی د امنیتی چارو د
بهتره کو لو او پرا خولو په منظور د پروګرام د ترتیبولو او عملیاتی پلان د اداری
او نظارت د کمیسیون جوړول او په کار ګمارل
ـ د ټول ټا کنو د پاره د
تیاری د پروګرام د ترتیبولو او عملیاتی پلان د اداری او نظارت د کمیسیون جوړول او
پکار ګمارل
ددی ځلور ګو نو کمیسیو نو
نو مشری به د یوی دری کسیزی جرګی د لاری چه مشری
یی د اولس مشر یا دده په خوښه یوه شخص پلاس کی وی او دوه نور غړی یی په کار
پوه مستقل اشخاص وی چه د یا د سوو بنستو نو د دګډو غونډو او مشورو
دلاری په شفاف ډول وړاندی کیږی
د ټو تا کنو د پاره د تیا ری سیاسی پروګرام :
په اصل کی ټا کنی د اساسی
قا نون پر اساس د افغا نا نو د یوی خوا حق او د بلی خوا مکلفیت دی چی د یوی سیا سی
عملیه په ترڅ کی عملی کیږی او تحقق مو می پدی عملیه کی دری خوا وی او دری ګډون
کونکی شامل اوګډون کوی که دوی د یو سیا سی تفا هم پر اساس لاس پلاس عمل وکړی او یو
د بل شتون و منی، لازمی او ضروری یی و ګڼی نو ویلا ی سو چه دا پرو سه او عملیه
بریالی ده او د خلګو د حق او مکلفیت ښه او مکمل تمثیل کو لای سی ثبات او تفاهم را
ولی او نظام ته نوی انرژی ، سا او هوا ور کوی که داسی نوی نو نظام د سا ایستلو او
انرژی اچوی بحران او بی ثباتی را ولی .
د ټولتا کنو شا مل لو بغاړی دا دی :
۱ – د ټول تا کنو اداره،
پر هغو نظارت، د پا یلو د اعلان او د پریکړی صلاحیت در لودونکی بنستو نه ( چه د
انتخا باتو ښه قانون او ددی بنست د تشکیلا تو او صلا حیتو نو د قا نون شتون د حتمی
تخنیکی اجزاو څخه شمارل کیږی) د ټولتاکنو لمړی ضروری او مهم لوبغاړی دی
۲ – د انتخا با تو په
پروسه او لوبه کښی کا ند یدان یعنی د رایی اخیستلو د پاره ولاړ مستقل یا د سیاسی
ګوندونو او تیمونو بازیګران بل مهم اړخ دی
۳ – رایه ور کوونکی ا و
عام خلګ
لمړی لوبغاړی د ټولتا کنو
مستقل کمیسیون دی چه د قا نون پر اساس یی با ید استقلا لیت تضمین وی د اولس مشر
پواسطه یی تر لمړی ځل مقرری وروسته خپل تعینات او مقرری د قانون پر اساس خپله پر
مخ بوزی ، د شکا یا تو د ځیړنی د با صلاحیت بنست شتون چه د انتخا با تو به باب وروستی
پړیکره د دوی پلاس کی وی ، دخپلی بود جی منظوری بیله دی چه د اجراییه ځواک نه
اجازه واخلی پخبله مستقیم د ملی شورا څخه
واخلی ( کورنی بودجه او بهرنی مرستی) د ټولټا کنو محال ویش د قا نون پر اساس خپله
تر تیب کړی او اجراییه خواک دهغه پراساس د
امن تامین وکړی د انتخا باتو په قانون کښی باید داساسی قانون پر اساس د پراخوو عادلانه او شفافو
انتخا با تو د اجرا ا و پلا ر اچولو ضما نتونه شتون ولری ا و په قانون کی د ۳۰ نه
تر ۴۰ په سلو کی تناسبی سیستم چه سیاسی ګوندونه پکښی ګدون وکړی ضمانت شتون ولری د
انتخا باتو د مستقل کمیسیون مسیولین باید نوی داسی اشخاص مقرر شی چه د د ری واړو
لو بغاړو تفاهم پکښی وی.
ـ د ټولتا کنو دوهم ډ یر
مهم لو بغاړی کا ندیدان او لوبه کوونکی دی چه دوی کیدای سی مستقل اشخاص یا د سیاسی
ګو ندونو او تیمونو کا ندیدان وی دوی دانتخا باتو د بریالی توب او قا نونی پر مختګ
اصلی او عمده ضمانت کو نکی اړخ او لوبغاړی دی دوی دی چه د انتخا باتو د پروسی او
لوبی د پاره خلګ را هڅوی او د ښه پر مختګ ضمانت یی کوی، په هره لو به کښی چه لو
بغاړی د بازی مقررات عملی کړی هد فمند وی ، ښه لوبه مخته بوزی ، په پای کښی د حکم
فیصله ومنی اوخبل سیال ته مبارکی ور کړی دا د انتخا باتو د پروسی د بریا لیتوب او
شفافیت ضمانت کوی ، د دی دپاره لازمی ده چه کا ندیدان که مستقل او یا د ګوندونو
نمایندګان وی باید هرو مرو سیاسی تیم او سیاسی پروګرام ولری یعنی انتخا باتی پروګرام
تر تیب او جوړ کړی د دوی د سیاسی تیم او انتخا باتی پروګرام د جوړولو د پروسی ځرنګوالی
او جریان چه په پایله کی به یی د کا ندید د ملاتړ تیم جوړیږی او داشخص به د خپل
تیم لخوا نوما ند یږی او د ده انتخاباتی پرو ګرام به جوړیږی دا تعین او مشخص کوی
چه دا کا ندید شخص او تیم دی ته جوړ دی چه د شفافیت سره مرسته وکړی، اما ده ګی او
تمرین لری چه د خپلی خوا د شفافیت سره مرسته وکړی، انتخاباتی پروګرام یی په جدی
ډول د خلګو د تشویق او هڅونی سبب کیږی چه هغوی به انتخا باتو کښی فعال ګدون او پر
سیالو کا ند یدانو او تیمو نو باندی باور وکړی او که نه لوبه به غیر شفافه ،خواشینوونکی او د
ستونزو ډکه وی چه دا به د بحران سسب سی او دا به پر امنیتی ځواکونو داسی تاثیر وښندی چه هغوی به
هم د کاند یدانو په پلوی ډله ډله شی او خدای مکړه په نظام کښی به د کورنی جګړی سبب
سی کا ندیدان او د هغوی سیاسی او ملا تړی تیمونه باید امنیتی عد لی او قضایی
ځواکونو ته په هر صورت دعد م مدا خلی
مشوره ور کړی او د خپلی خوا په شفاف ډول سیاسی تیم جوړ کړی د مشرانو د تعین د پاره
د تیم په د ننه کی انتخا بات په لار واچوی
او کا ندید یی باید دشفا فو انتخا باتو د لاری انتخاب سی او دا پروسه باید د همدا
اوس څخه پیل کړی همدارنګه انتخاباتی پروګرام یی هم باید په همدی شفافه پرو سه کښی
تصویب سی، دوی باید خپل ارزښتو نه کوم چی دوی ریشتیا باور پر لری ( دین ، د یموکراسی
،عدالت ازادی ، مساوات او خواخوږی ) په روښانه ډول څرګند کړی ،او د هغو منا بعو او
امکا نا تو په نظر کی نیولو چه پلاس کی یی لرو او یا امکان لری چی پلاس راسی په
مشخص ډول سره امنیتی ، اقتصادی او د سیاسی حکومتداری د بهتره کولو د پاره پروګرام
چه عملی وی مطرح کړی که دا کاندیدان د سیاسی ګوندو نو، جبهو او اییتلافو نو د لاری
وی نو تر هر څه لمړی باید د قا نون پر اساس خپل په د ننه کی دا لاندی اصلا حات عملی کړی :
ـ د داخل ګوندی شفافی د یموکراتیکی
پروسی په ترځ کی با ید خپل انتخا با تی پروګرام ترتیب کړی
ـ دوی با ید خپل په د ننه
کی مذهبی ، ژبنی، سیمه ایز او نور ترکیب اصلاح ، ملی او سراسری کړی
ـ خپل مشری مقا ما ت او
کا ندیدان د داخل ګوندی شفا فو انتخا با تو د لاری انتخا ب کړی
ـ خبلی اساسنا می داسی اصلاح کړی چه دهغی پواسطه د مشری دانتخا با تو ، د شکا یا تو د څیړلو عا دلانه
پروسی او د اجرااتو د نظا رت عا دلانه پروسی تضمین کړی
ـ د مالی عوایید و منابع او د هغه د مصرف چا ری یی
باید معلو می او شفافی وی
ـ همدا رنګه خپل ګوندی
پروګرام اصلاح او هغه ته نوی کتنه وکړی چه په هغه کښی
په ښکاره ډول اساسی قا نون ومنی ، جګړه وغندی خپلو تیرو تیر وتنو ته انتقا
دی کتنه وکړی ، د امنیتی ، افتصادی او سیاسی ستونزو د منخه وړلو د پا ره مشخص
تدابیر وړاندی کړی او هغه ارزښتونه چه دوی پری باوری دی په ښکاره ډول نښانی کړی،
کثرت ګرایی او د افکارو تفاوت ته احترام او په رسمیت و پیژنی او د خپلواهدافو د
پاره یکتا زی رد او د نورو سره تفاهم په رسمیت و پیژنی ، لکه څنګه چی په سیاست کی
یو اصل دادی چه هیڅ یو کا ندید ، تیم ، ډله او سیاسی ګوند حق نلری چه په انتخا باتو
کښی ګډون وکړی او و غواړی چه په عا دلانه ډول د انتخا بیدو چلند ور سره وسی تر څو
چه د خپلی خوا د سیاسی تیم یا ګوند لخوا د شفا فو ا و عا دلانه انتخا با تو ا و پروسو
دلاری مشری ته نوی راغلی یا په بل عبا رت هیڅ سیاسی ګوند او ډله په حکومت ا و
ټولنه کښی د یمو کراسی او عدالت نسی را وستلای تر څو چه پخپل ګوند او سیاسی تیم
کښی یی د یموکراسی او عا دلانه پروسی نوی حا کمی . د دی کار په مقصد باید د ټولتا کنو
د پا ره د ښی لوبی پخاطر دری یا ډیر سیاسی تیمو نه جوړ سی چه ترکیب یی ملی او
سراسری وی او د افغا نستان د مو جودو ستونزو د حلولو د پا ره دعملی کید و وړ
پروګرام ولری :
ـ د د ینی ارزښتونو پلوی
تیم
ـ د ملی ارزښتونو پلوی
تیم
ـ د د یموکراتیکو
ارزښتونو پلوی تیم
زموږ په اساسی قانون کښی
دری ا رزښونه ( اسلامی ،جمهوری او د یموکراسی) ځای لری ، دا دری تیمونه با ید پر اساسی قانون اجماع او تفاهم
ولری ، د یو او بل د سیاسی فعالیت حق او مو جود یت په رسمیت و پیژنی او ضروری یی
وګنی ، یو اوبل داساسی قانون د ارزښتونو د عملی کولو په با ب خپل سیا لان و بولی
نه د ښمنان . پدی با ب او په شفافیت سره
دانتخا با تو د تر سره کولو په هکله په رسمی
ډول عملی کیدونکی ژمنه وکړی چه په د رغلی
به لاس نه پوری کوی د انتخا باتو نتیجه به
منی او بریالی تیم ته به مبا رکی وایی ، بریالی تیم به د خبلی خوا خپل دوه نور
سیالان په سیاسی قدرت کی د کار د ګډون څخه نه محروموی ( بریالی تیم به ۷۰ په سلو کی او دوه
نور به به ګډه ۳۰ په سلو کی په سیاسی واک کی شریک وی ) او که دوی دا نه غواړی نو د
یو رسمی اپوزیسیون د حقو قو سره با ید په
رسمیت وپیژندل سی :
ـ د دفاع ، کورنیو چارو،
د امنیت ا داره ، د بهرنیو چاروو د مالیی او افتصاد وزا رت با ید د بریالی تیم
پلاس کښی وی
ـ د انتخا با تو وروسته که پا ته راغلی سیالان په سیاسی اییتلاف کښی ور
ګډ یږی نو دا اییتلاف با ید د راتلونکی انتخا باتو پوری د یو رسمی سیاسی سند د
لاسلیک پراساس چه په هغه کی د راتلونکی کلونو د پاره مشخص پروګرام او تدابیر شا مل
وی جوړسی. پدی اییتلاف کښی اخری پریکړه باید دبریالی رییس جمهور په واک کی وی ، د
پورته یا د شوی تیمو نو د بیرغ سمبولیک رنګونه به (شین، تور ، اوسور وی) چه دافغا
نستان د قا نونی ملی بیرغ شا مل دری رنګه او د دری ګو نو ارزښتونو نماینده ګی اوڅرګنده
ونه کوی.په ټولټا کنو کښی د دوهم لوبغاړی یعنی کا ندیدانو او سیاسی ګوندو نو په د ننه
کی د ذ کر سویو اصلا حاتو د عملی کو لو پرته او دهغو د پاره د تریننګ او تمرین پر
ته ټولټا کنی بد خونده او نیمګړی دی د بحران سبب کیږی
په ټولتا کنو کښی بل مهم
اړخ او لوبغاړی خلګ او رایه ور کونکی دی. که د اساسی قانون دی اصل ته ځیر سو ( چه
ملی حا کمیت په خلګو پوری اړه لری چه دوی یی خپله په مستقیم ډول او یا یی د خپلو
استا زو پواسطه تعمیلوی ) دا پدی معنی ده چه د سیاسی واک او رهبری موضوع په ټول تا
کنو کښی حل ا و فصل کیږی او دا خلګ دی چه د انتخا با تو په پروسه کی د خپلو
رایی د ور کو لو د لاری دا کار سر ته رسوی چه د یو قا نونی مصلحت او سیاسی اجماع
له کبله هر کا ند ید چه تر خپلو سیا لو کا ند یدانو اکثریت او ډ یره رایه واخلی په
سیاسی واک او رهبری کی د شا میلیدو فیصله به د هغو په ګته صورت نیسی دا با ید ددی
په معنی نوی چه اقلیت به د سیاسی ګډون څخه محرومیږی .خلګو ته پو هاوی ور کول ، د
انتخا بات ی پروسو سا ده کول ، دانتخا با تی مراکزو او حوزو اسا نتیا وی همدا ډول
د خلګو لخوا په سیاسی ا و تا کتیکی ډول د
رایو ور کول د انتخا باتو د بهیر پر ړونتیا او نتا یجو مثبیت اثر ښیندی.په اصل کی
لمړی او دوهم لوبغاړی د دریم لوبغاړی په خد مت کی دی او بیله دریم لوبغاړی دوی معنی
نلری پدی منظور خلګو ته انتخا باتی پوهه ور کول ا و په عملیه کی اسا نتیا وی ورته چمتو کول ډ یر مهم دی. . دی څرګندو نو ته په
کتلو سره دا نتیجه اخیستلای سو چه عا دلانه او شفا ف انتخا با ت ، په عملیه کی د دری ګو نو اړخونو او لوبغاړو د
تیاری ، همکاری او یو او بل ته د متقا بل احترام پرته هیڅ امکان نلری . د لو یو او
خورا مهمو انتخا باتو د پاره د تیاری او تمرین په خاطر او چه دا معلو مه سی چه ایا
پورته ذ کر سوی تیاری موثر دی او کار ورکوی حتما باید د قا نون پر اساس نور کو چنی
انتخا با ت په لار واچول سی دا دوخت ضا یع کول دی چه موږ د جمهوری ریاست ملی شورا
او ولایتی شورا ګا نو د انتخا با تو د پاره د تیاری خبری کوو او نه پوهیږو چه دا دری
ګونی لو بغاړی او اړخونه به ځنګه عمل او یو دبل سره چلند وکړی ؟ د دی د پاره چه هم قا نون پلی کړو او هم
پورته یا د سوی اصلا حا ت او دانتخا باتو د دری ګو نو لوبغاړو توا نا یی او تمرین
وسنجوو با ید د ښا روا لانو، دانجمنو نو او د اولسوا لی شورا ګا نو د ټا کلو د پاره انتخا با ت ژر تر ژره په لار واچوو .
د خپلواک کمیسیون د قا نو
نی استقلا لیت غو ښتنه دا نده چه په قانون کښی د حکم سوی انتخا با تو د په لار اچو
لو د پاره د حکو مت څخه اجازه واخلی د دی پر ځای حکومت باید په بو د جه کی لا پخوا د کمیسیون د
لګښتونو وړاندوینه کړی وی.و خپلو قا نونی مکلفیتو نو ته د وفاداری د اثبات د پاره
حکو مت او خپلواک کمیسیون باید ژر ترژره د ښا ر وا لا نو او انجمنو نو د ټا کلو د پاره
د انتخا با تو محال ویش اعلان کړی .
دوه همه بر خه
– بهرنی او سیمه ایز سیاست
د کورنی سیاست بریالیتوب
په یو موثر او د افغا نستان د ملی ګتو د سا تلو د پا ره په بهرنی او سیمه ا یز
سیاست او د مسلحو د ښمنانو سره د سو لی د تا مین د یوی عملی خط مشی په ترتیب او
تصویب پوری اړه لری او تړلی دی د۲۰۱۴ کال د پاره د تیاری د نیولو په مقصد د خط مشی
او تګلاری په محتوا کښی چه ملی اجماع به پر جوړیږی د بهرنی او سیمه ایز سیاست په
برخه کښی دا لاندی سا حی باید په وضا حت سره تشخیص سی :
د امریکا د متحده ایا لا تو ، ناټو او د هغه د غړو سره ا ړیکی
۱ـ افغا نستان با ید د نا
ټو سره په مجموع کښی ا و د دی سا زمان د هر غړی سره جلا جلا ا منیتی او ستراتیژیکی
عملی کیدونکی هوکړه لیکو نه لاسلیک کړی.
۲ـ د امریکا سره اوږد محا
له ستراتیژیکه موا فقتنا مه باید عملی سی ، او د دی موافقتنا می جز امنیتی تړون با
ید ژر تر ژره ترتیب او لاسلیک سی په هغه کی با ید لاندی مو ضو عا ت په ښکاره توګه
ځای ولری :
ـ د متحده ایا لاتو د
محدو دو ځواکو نو د پا ته کیدو سره با ید موافقه وسی هغوی ته با ید مناسب ځای او
موقع ور کړل سی
- دا ځوا کو نه با ید د
افغا نستان لپاره د وی د ندی پر غاړه واخلی :
۱ـ په دولت کښی د شا ملو
ځواکونو د ثبا ت سره مرسته وکړی
۲ـ او بل دا چه د افغانی
امنیتی قوا و د تجهیز او تعلیم او تربیی سر بیره د بهرنه د افغا نستان د دولت د بی
ثبا ته کولو او راغورځولو مخه به نیسی.
۳- امریکا ییان باید
خپلی سیمه ا یزی ګټی په افغا نستان کی د سولی ، ښی حکو متداری او ثبا ت سره د
مرستی د کار څخه جلا کړی د دواړو موخو پر لور پر مخ تګ به همزمان او موازی پرمخ
داسی ځی چه پا ییلی یی محسوسی وی، موږ افغا نان به ژمنه کوو چه زموږ سوله ، ثبات او دغښتلی دولت جوړول به د امریکا د سیمه
ایزو ګټو د تا مین د پاره د تلا ښونو خنډ نه ګرځی او که ممکن وی خپلی ملی ګتی به د
هغو په چوکاټ کی خوندی او تعریفوو، افغا نستان به په خپلو بهرنی سیا ستو نو کی د
امر یکا سره اړیکو ته لمړیتوب ورکوی.
د پا کستان سره د اړیکو په با ب :
۱ـ د پا کستان سره زموږ ا
ړیکی با ید د سیاسی مذاکرو د لاری پر نوی بنست ود رول سی پدی با ب دا لاندی ستونزو
ته د حل لاری موندل ضروری دی :
دافغا نستان غوښتنی څه دی
ـ پا کستان دی په
افغانستان کښی د سولی د تا مین او د ثبا ت د پراختیا او سا تلو سره خپل د خوا مرسته د هند سره د کشمیر د کړکیچ د حل
او فصل ځخه جلا کړی
ـ پا کستان دی په خپل نظامی
د کتورین کی افغا نستان د عمق ستراتیژیک په ډول د پکار اچو لو څخه وبا سی
ـ پا کستان دی زموږ سره
داجرا وړترانیزیتی چارو ټړون لاسلیک او عملی کړی او پدی با ب دی نړیوال ضما نت
تامین کړی . د دی ټړون په متن کی د افغا نستان د پا ره وازادو اوبو ا و بحر ته
ازاده لار او کوریدور باید شا مل وی
ـ پا کستان دی د
افغانستان د قا نو نی نظام د ښمنان په خپله خاوره کی نه سا تی او هغوی چه همدا ا وس
هم هلته شتون لری د ا برو مندانه راتګ او د سولی د موافقه سوی پروسی پراساس دی
زمینه ورته برابره سی
د دی به بدل کی افغانستان
څه ورکول لای سی :
۱ـ افغانستان به د حق او
عدالت پر بنیاد د کشمیر د خلګود ازادی ارادی د څرګندولو سره او بیا د هغه پر بنا د
کړکیچ د سوله ایزه حل سره د خپل وس ا و توان د اندازی سره سم مر سته وکړی
۲ـ موږ به د ډ یورند د کرښی
د ښه تنظیم او د هغه د حیثیت د بیا ټاکلو په با ب د پا کستان سره داسی مذاکری پیل
کړو چه داسی پا یلو ته ورسیږو چه د پا کستان د خلګو انګیرنی رفع سی او د کرښی د دواړو
خواو د اوسیدونکو د ارادی او غوښتنو سره مطابقت ولری
۳ـ موږ به د ازادو قبایلو
د راتلونکی په با ب د پا کستان سره داسی موافقی ته ورسیږو چه په پا یله کی او عملی
کو لو سره یی د دوی په غوښتنه او خوښه هلته حکومت او قا نون حا کم سی
۴ـ موږ به و منخنی اسیا
ته د پا کستان د پاره خاص ځانګړی ترانیزیتی اسانتیاوی برابری کړو
۵ـ افغا نستان به د خپلی
اقتصادی پراختیا پکار کښی د پا کستانی پا نګی اچونکو د پاره د ونډی اخستلو په
منظور خاصی ځانګړی اسانتیاوی برابری کړی
۶ـ موږ به پاکستان ته او
دهغوی په خوښه و هند ته دانرژی او منابعو دانتقال د پاره د افغانستان دلاری او
دافغانستان څخه خا ص رژیم او تسهیلات برابر کړو
۷ـ موږ به د اوبو د بهیر
په با ب او د هغوی نه د ښی ګټی پورته کو لو په منظور د دواړو هیوادونو په ګټه موافقی
ته ورسیږو
۸ـ افغا نستان به د پا
کستان د قا نو نی دولت د ښمنانو ته په خپله خاوره کی ځای نه ورکوی او کوم څوک یی
که شتون ولری د ابرو مندانه بیر ته تګ سره به مرسته کوی
۹ـ د دی مذاکرو د جریان
او تړون د لاسلیک سره باید د نړیوالی ټولنی او په خاص ډول د افغانستان د لو یو
متحد ینو ملاتړ مو جود وی
د ا یران د اسلامی جمهوریت سره د اړیکو په با ب :
د ایران اسلامی جمهوری سره با ید د سیاسی او مسا
وی الحقو قو مذاکرو پواسطه د نیک ګاونډی توب او متقا بلی همکاری او دوستی تړون
لاسلیک سی چه لاندی مو ضو عا ت په رو ښانه
او په صراحت سره د توافق د پاره ځای ولری :
د افغانستان غوښتنی او
ملی ګټی دادی :
۱ـ زموږ ملی ګټی پدی کی
دی چه ایران دی د امریکا د متحده ایا لاتو سره خپل د حسا ب تصفیه په افغانستان کی
پر مخ نه بیایی
۲ـ موږ غواړو چه ایران با
ید د افغا نستان د پاره و ازادو اوبو ته د لاسرسی د پاره ازاده ترانیزتی لار اود
کوریدور اسا نتیاوی برابری کړی او د چا بهار بندر کی دی ځای په اختیار کی راکړی
۳ـ موږ غواړو چه ایران حق
ولری چه د اقتصادی مو خو د پا ره د اتمی انرژی نه کار واخلی او د دی پر سر دی د نړیوالی ټولنی سره
خپل جنجال د خبرو اترو د لاری داسی حل کړی چه دوی د اتمی انرژی نه کار واخلی او د
اتمی بمب د نه جو ړولو په با ب نړیواله ټولنه مطمینه سی
۴ـ ا یران دی دافغانستان
حق د خپلو دوستانو د انتخاب د پاره په رسمیت و پیژنی او د امریکا د متحده ایا لاتو
شتون دی اشغال نه بولی
۵ـ موږ غواړو چه ایران دی
د ګوښی ډلو سره مذهبی اړیکی د دی د پاره پکار نه اچوی چه په افغا نستان کی د بی
ثبا تی سبب سی
۶- ایران دی د افغا
نستان د قا نونی دولت د ښمنان پخپله خاوره کی نه سا تی
افغا نستان د دی ژمنو به
بدل کښی لاندی عملی ژمنو په با ب خبرو ته تیا ر دی :
۱ ـ د افغا نستان د لاری
منځنی اسیا ته د ترانیزیتی لارو اسا نتیاوی برابرول
۲ ـ افغانستان به د خپلو
او بو د سر چینو د ښه تنظیمولو په نتیجه کی ایران ته د اوبو د عا دلانه اندازی د
جریان د دوام تړون ته بیا کتنه اوهغه به لاسلیک کړی
۳ ـ افغانستان به دایران
د قا نونی دولت د ښمنان په خپله خا وره کی نه سا تی
۴ ـ افغا نستان به خپلو
متحد ینو ته د قناعت ور کولو تلا ښونه
جاری وسا تی چه زموږ له خاوری ا یران تحد ید
نسی
۵ ـ موږ به د افغانستان د
اقتصاد د پراختیا او په نورو میدانو کی د ایران د پا نګی اچونی ا و فعالیت د پاره
ښه امتیازی اسا نتیاوی برابری کړو
۶ ـ موږ د غرب او امریکا
سره تړونو نه د خبلو ملی ګټو به سا تلو کی مهم بو لو نا بییلی هیوادونه او ایران
با ید دی ته زموږ د حق به ډول احترام وکړی
د ترکمستان سره د اړیکو په با ب
ترکمستان نیک ګا ونډی او د طبیعی منا بعو څښتن او
د انرژی د تولید خورا ښه او بډای هیواد دی نفتی توکی ، ګاز او بریښنا د انرژی هغه
منابع دی چه دا هیواد یی د افغانستان د پا ره او د دی لاری د جنوبی اسیا او نورو
هیوادونو د پا ره د لیږد لیوال دی .ترکمستان د مو ټری ترانسپورت او د اوسپنی د
لارو له کبله د افغا نستان د پا ره و منځنی اسیا ، قفقا ز او د هغی لاری د کسپیین
بحیری او ا رو پا ته که څه هم اوږد مسیر دی خومساغد ترانیزیتی لارده دلار و اسانتیاوی ا ما ده کولای سی دا هغه وخت
لا ډ یر اهمیت پیدا کوی که افغا نستان رو سیه او د هغی لاری ارو پا ته د اوسپنی او
موټری لاری څخه د استفادی موافقی ته ورسیږی ، افغا نستان کولای سی چه جنوبی اسیا او ا یران ته د افغانستان د لاری تر
کمستان ته د ترانزیت د اسا نتیا و د چمتو کو لو په برابر کښی پورته یا د سوی
تسهیلات پلاس راوړی
د ا زبکستان سره د اړیکو په با ب
ازبکستان دمرکزی اسیا یو
لوی هیوا د دی چه سربیره پر هغه اهمیت چه تر کمنستان یی زموږ د پاره لری نور ښه او
ا سا نه اسا نتیاوی چمتو کولای سی د حیر تان پل او د حیر تان بندر د ازباکستان د
لاری همدا اوس د مرکزی اسیا ، قفقاز ، روسیی ،تر کیه اروپا او قزاقستان څخه و
افغانستان ته د تجارت او ترانسپورت د پاره او معکوسی اسانتیاوی چمتو کو لای سی
افغا نستان به د ازبکستان
د قا نونی دولت د ښمنانو او مذهبی بنسټپا لو ته خپل په خاوره کی ځای نه ورکوی او د
ازبکستان پر لور به د هغوی او مخد ره موادو د قا چاق مخه نیسی د ا زبکستان د پاره به د انرژی د منابعو او مالو نو د انتقال د پاره
غوره اسا نتیاوی برابروی همدا رنګه د امو دریا د اوبو او غاړو د ښه استفادی او
تنظیم د پاره دازبکستان سره په همکاری کی لازم
تدابیر و نیسی
د تا جکستان سره د اړیکو په با ب
تا جکستان زموږ ګا ونډی او د منځنی اسیا یو بل
دوست هیواد دی چه سر بیره پر هغه اسا نتیا و چه د ترکمنستان او ازبکستان په با ب
وویل سول لا ډ یری نوری اسانتیاوی برابرولایسی
دامو در یا د اوبو او غاړو د ښه تنظیم کار د دی هیواد همکاری ته اړتیا لری
د بریښنا او انرژیتیکی نورو منابعو انتقال وافغانستان او لدی ځایه جنوبی اسیا ته د
لویو سا حو په لړ کی را ځی چه د دواړو هیوادونو د ښو ا ړیکو اساس پر ولاړ دی د تاجکستان
د قا نونی دولت د ښمنان به افغا نستان پخپله خاوره کی نه پریږدی د وریښمو دلار
احیا او اداره د دی هیواد سره د ښی همکاری بل میدان دی
د چین سره د اړیکو په با ب
چین یو لوی صنعتی او د
غښتلی افتصا د او پوهی خاوند هیواد دی چه ممکن دی دافغانستان د نیکمرغی او اقتصا دی
ودی د پا ره خدای(ج) پدی وخت دا لازمه ګنلی وی چه په ګاونډی توب کی قرار را سره
لری او ګډه پوله ور سره لرو
موږ د افغا نستان د
اقتصادی ودی او طبیعی منابعو څخه د ښی استفادی د پاره د چین د تخنیک، اقتصا دی
امکا نا تو او (نو هاو) څخه ګته پورته کولای سو د چین سره د اوسپنی او موټری لارو
جوړول د ا بد د پاره و پراخو با زارونو او
بندرونو ته زموږ لاس رسی ته اسا نتیا وی برابرولای سی چه د وریښمو دلاری په
بشپړیدو سره به یوځای د افغانستان د مو جودیت د دوام تاریخی پروژه او ارمان پلاس
را وړی او عملی کړی د افغانستان په تجارت ، صنعت، تخنیک او اقتصاد کښی د چین د ا رزانه
او با کیفیته بنستیزو پروژو په لار اچول خورا مهم رول ا دا کولای سی
ـ موږ د چین د پا ره د
اومو موادو او انرژی د منابعو د برابرو لو ښه هیواد او په نیزدی فا صله کی قرار لرو
ـ افغانستان به ژمنه کوی
چه د چین پر خوا د مخد ره تو کو او مذهبی افراطیت مخه ډ به کړی
د روسیی د فدراسیون سره د ا ړیکو په با ب
روسیه د افغانستان د پا ره
د تجارت، اقتصا د، صنعت ، پوهی او ترانزیت په منظور یو لوی او مساعد هیواد دی دا
هیواد د وچی، د کسپیین دبحیری ، د توری بحیری او فارس د خلیج د لاری موږ ته لاسرسی
او زموږ د لاری جنوبی اسیا ته لارلری ، همدا رنګه زموږ لار د مرکزی اسیا دلاری و
روسیی او د روسیی دلاری ازادو او بو او اروپا ته تا مینوی . د دی هیواد سره ښی
اړیکی د دی سبب کیږی چه د مرکزی اسیا هیوادونه نه یوازی چه د ځان د پاره د
اسانتیاو په خاطر زموږ سره ښه ا ړیکی وسا تی بلکه د روسیی پخاطر هم اضافی تسهیلات
برابر کړی د روسیی تجر به د افغانستان په زراعت، لارو جوړولو ، اقتصا د ، پوهنه ،
سا ختمان، انرژی او د طبعی منا بعو څخه د ګټی اخیستلو د پاره او هم په امنیتی او د فاعی چارو کی ډ یری
مهمی دی هغه ته باید د خپلو نړیوالو دوستانو سره په مشوره په احتیاط سره نوی کتنه
وکړو ، روسیی ته د قا چاقو او مذهبی افراطیت مخنیوی د افغانستان وظیفه ده
د هندو ستان سره د اړیکو په با ب
هندوستان د افغانستان د
پا ره په هر میدان کی یو عنعنوی او نه بد لید ونکی هیوا د دی د هندوستان صنعت،
تجارت، تخنیک او پوهی ته موږ داسی اړتیا لرو چه بی له هغی دافغانستان کا رو با ر په
شوق او ښه پر مخ نه سی تللای موږ د پا
کستان د لاری و هند ته د مځکی د لاری لاسرسی لرو د لته دی چه پا کستان یو ځلی بیا
اهمیت بیدا کوی بله لارمو د فارس د خلیج ،
کراچی او ګوادر د لاری وهند ته د اوبو لار ده چه د دی تا ثیر پر ایران باندی د دی سبب کیږی چه ا
یران خپل کړه او وړه زموږ سره بهتر کړی د دی لاری موږ د هندوستان د پا ره و مرکزی
اسیا ته اسا نتیاوی چمتو کولای سو
-
موږ د هندوستان پوهی ،
تخنیک، صنعت او تجارت ته اړتیا لرو په برابر کی موږ خپلو میوو طبیعی نبا تاتو او
نورو د پاره د هند وبا زا رونو ته د رسیدلو د پاره سخت اړتیا لرو د افغا نستان د
لاری د هند د پا ره د منخنی اسیا څخه د انرژی ، بریښنا او طبیعی منا بعو د انتقال
د پاره موږ اسانتیاوی برابرولای سو زموږ د طبیعی منابعو څخه د ګتی اخیستلو د پا ره موږ د هندوستان پوهی او امکا ناتو ته
اړتیا لرو
-
ـ که هندو ستان د ایران د
خو شحالی د پاره زموږ د او بو د تنظیم او د هغو څخه د بریښنا د تولید د پاره د ګټی
اخیستلو په خاطر په غربی سیمو کی زړه نسی ښه کو لای د وی با ید نو رو سیمو ته څیر
مه سی
نتیجه ګیری او د وړاند یزونو لنډ یز :
که پور ته ذ کر سوی او یا
هغو ته ور ته اصلا حات همدا اوس پیل او جریان پیدا نکړی نو په نظام کښی د مو جودو
ګروپ بازیو ، ا داری او سیاسی فسا د تر
رنځ او عذا ب لاندی به کله چی په ۲۰۱۴ کال کی نړیوال ځواکونه د افغانستان څخه بهر
وزی او مرستی لږیږی افغانستان دامنیتی مسیو لیتونو د په غاړه اخیستلو څخه ډیر لیری
دی دا د اولسمشری دانتخا با تو او و
بریالی رییس جمهور ته د واکو دانتقال د پاره تر ټولو ډارونکی سیاسی ننګونه جوړوی .
د اولسی جرګی د تیرو انتخا با تو د ګډوډی او حیله بازی تکرار به د قا نونی بحران
سبب سی د هغو څخه زده کړه، د مو جودو سیاسی فرصتونو څخه ګټه پورته کول او اصلاحات
عملی کول د انتقال پروسی ته مر سته رسولای سی، په اوسنی ما حول کښی د شفا فو، بی
پری انتخا باتو او د ا رام انتقال د پاره لیر لید ډ یر تنګ دی.انتخا با تی پروسی
او بنسټونه په ا داری درهم او برهمی ، موازی ا دارو جوړولو او سیاسی د سیسه سازی
کی غرق دی، د ارام او بی سر خوږی انتقال و خوا ته پر مخ ګا مو نه همدا اوس با ید
پورته سی تر څو چه د دولت د د سقوط پر لور د خوځیدو څخه مخنیوی وسی ، وخت پر خلا صید و او تیریدو دی ، ا داری سر کښی ، د محلی واکداری پر سر با ندی
اختلا فات ، جنجا لونه ا و په نیژ دی لسو
کلو نو کښی په دولت کښی د اسلام پر تفسیر او رول با ندی نا ند ری ، نه توافق ا و ټکرو نه هیواد د یوه قانونی بحران څخه وبل ته سر ګر دان
کړیدی
ـ د دولت دری ګو نی ځوا کو نه با ید خپل تر منځه
دا معلوم کړی چه دانتخا با تو اخری فیصله په چا پوری اړه لری
ـ د انتخا با تو د کمیسیون
قا نونی شخصیت او واضح صلا حیتونه با ید بیله غلط فهمی په قانون کی داسی را سی چه اجماع مو
جوده سی
ـ د انتخا با تو تر مخه
با ید معلومه سی چه پر شکا یا تو د څیړنی او پر هغه باندی اخری پریکړه د کوم بنست
په واک کی ده
ـ د ستری محکمی او د قانون
اساسی پر تطبیق باندی د نظارت د کمیسیون تر منځ صلاحیتونه ( د قانون د نقض ،او
مطابقت د مو ضوعاتو د فیصله کولو صلاحیتونه) باید معلوم سی
ـ د ستر محکمی اعضا او
رییس ، د بشری حقو قو د کمیسیون اعضا با ید تکمیل سی
پر یا د سوو موضو عاتو د
افغانستان د دولت د سیاسی مشرانو د تفاهم اواجماع نه شتون او د اساسی قانو ن پر
تطبیق با ندی جنجال ، اختلافا ت او د یا د
سوو اصلا حات په عملی کو لو کی د مصلحت اواجماع نه موجو د یت به د مسلحو د ښمنا نو
په ګټه تمام سی ، خورا بد حالت یی دادی چه دا به د پراخو نا ا رامیو او د امنیتی
ځوا کو نو او خد ماتو د ټوټه ټوته کیدو او په پا یله کی به د کورنی جګړی سبب سی.د
يا د سوو اصلاحا تو په عملی کولو او د تیاری د نیولو په مټ د پر مخ تګ د پراختیا د
پا ره نازک امکا نات او جود لری خو د عمل د پاره کړکی ډ یره تنګه ده.
په ۲۰۱۴ کال کښی د سو له ایز انتقال د پا ره د وړاند یزونو لنډ یز :
د انتخا با تو خپلواک کمیسیون با ید:
ـ د انتخا با تو د پا ره د قا نون پر اساس دعملی کیدونکی محال ویش (
۲۰۱۴ کال کي د اولس مشری ، په ۲۰۱۳ کال کی د ښاروالانو،انجمنو نو ، ولایتی او
ولسوالیو د شو را ګا نو د پاره انتخا با ت په لاراچول)جوړ اواعلان کړی ، د سر
شماری پر اساس د رای ورکونکو د قناعت وړ ثبت نام تکمیل او دانتخا باتو تناسبی
سیستم قا نونی کړی .
د افغانستان ملی شورا با ید:
ـ تر ۲۰۱۳ کال پوری د یو
کورنی تفاهم پر اساس د انتخا با تو د
خپلواک کمیسیون د تشکیل ا و صلاحیتونو قا نون او د انتخا باتو قانون تصویب کړی. د
جمهور ره یس او سیاسی او مد نی ټولنو سره پر هغه مسا یلو چه پر انتخا باتی پروسو
تاثیر اچوی موافقی ته ورسیږی ( د کو چیا نو، ښځواو د سیاسی ګوندونو د سهم او د
انتخا باتو دکمیسیونو د شکا یاتو د کمسیون دترکیب او صلاحیتون پر سر) ، د اساسی قا
نون د تفسیر او د هغه د نقض پر سر د حکم کولو په با ب د ستری محکمی او د قا نون پر
تطبیق باندی د نظارت د کمیسیون د واک پر سر واضح هوکړی ته و رسیږی
ـ سیاسی احزاب او مد نی ټولنی با ید:
ـ په خپلو پروګرا مو نو،
ترکیب ، اساسنا مو او د داخلی انتخا باتو په مقرراتو کی اصلا حات عملی کړی
نړیواله ټو لنه با ید :
ـ د اصلا حا تو د پا ره
پر افغان حکو مت با ندی خپل فشار داسی پا یدار وسا تی چه مرسته وکړی چه اصلا حات
عملی کړی او دا اصلا حات وکړای سی چه د شفا فو انتخا با تو د پاره چاری چمتو کړی ،
خپل خا ص او ځانګړی ځوا کو نه د ټول ټا کنو د ښه امنیت د پاره تیار او ا ما ده باش
وسا تی تر څو چه امن تا مین ا و د اضطرا ر د حالت داعلان یا د انتخا با تو د نا ببره لغوه
کولو د بلا نه خوندی پا ته سو .
پای
محمد یونس فکور