
آیا ولسي جرګه به وکولی شي چې ځیني سلب اعتماد کړی؟
افغانستان کې داداري فساد کلمه دهرچا په خوله اوژبه ده .هرڅوک لدې ناولې پدیدې نه سرټکوي اودهغه په وړاندې دمبارزې ټټر وهي .هسې هم افغانستان په اداري فساد کې نړیوال ریکارد ټینک کړی.دکرزي دحکومت په راتلوسره خوپه دې هیواد کې اداري فسادخپل اوج ته رسیدلی او پر وړاندې یې مختلف کمیسونونه اومختلفې ادارې رامنځ ته شوې .خوله بده مرغه نه دوی اداري فساد کم کړای شو،اونه هم کوم لوړ پوړی چاوراکی داداري فساد په وړاندې دمبارزې په نوم له خپلې دندې ګوښه شو.زمونږوزارتونه خوهسې هم په قوم اوسمت ویشل شوي اوهروزیر چې وزارت ته لاړ شي نوهغه بیاخپل میراث ګڼي هلته ټول خپل خپلوان مقرروي بس هغه وزارت په یوې ولسوالۍ اویوه قوم پورې اړوند کړي .څوک دسلاکارپه نوم څوک دسکرتر په نوم اوڅوک هم دکارپوه په نوم لوړ ډالري معاشونه اخلي .وزیرصاحبان هم لکه دسطرنج دانې کله هم په یوه وزارت اوکله هم بل وزارت ته بدلیږي.دوی په ډیره اسانۍ سره له ولسي جرګې نه دباور رایه اخلي اوکله ناکله خوهغه وزیران چې مالي معاملې ونکړي ددوی لخوا ورته دباوررایه نه ورکول کیږي. .دوزیرانواستیضاح خوهم هسې خلکوته یوه ډرامه ښکاري ځکه هرشی چې خپل ماهیت له لاسه ورکړي هغه بې ارزښته کیږي .دافغانستان ولسي جرګه چې ځینې غړي یی ددرغلیوله لارې دې جرګې ته لاره موندلې دوی هم تراوسه کومه غټه لاسته راوړنه نلري .دوی هره ورځ ګواښونه کوي چې سباته فلانی وزیر را غواړوسلب صلاحیت کوویی اوبل سباته به فلانی.بس هغه ورځ بیا په رسنیوکې ډنډوره وي چې ولسي جرګې ته فلان وزیر غوښتل شوي اوهلته به له ده نه پوښتنې وشي اوصلاحیتونه به ترې واخیستل شي .دسیاسي شنونکوخوهسې هم بازارتود دي یوشنوونکی هره موضوع څیړي سیاسي ،حقوقي،اقتصادي بس رسنیوکې ډنډوره وي څوک یې دافغانستان لپاره یوزیری ګڼيي اوڅوک یې هم هسې ببولالې .ولې مونږاوتاسې ولیدل چې ولسي جرګې هغه وزیران چې دوی په یوه وزارت کي سلب اعتماد کړي وه دوه ورځې ورسته یی په همغه سکتورکې په یوه لوی وزارت کی داعتماد رایه ورکړه .له دوی نه هم باید ګیله ونشي ځکه ددوی لخوا څوځله سلب اعتماد شوي وزیرانو هسې هم خپل کارته دوام ورکړی څوورځې کیږي چې په ولسي جرګه کې بیا دځینو وزیرانوداستیضاح خبره راپورته شوي اوپریکړه یې کړې چې هغه وزیران چې خپله پرمختیایې بودیجه یی په سلوکی پنځوس نه وي لګولي هغه به ولسی جرګې ته دپوښتنولپاره راوغواړې.اوس پوښتنه راولاړیږي چې آیا ولسي جرګه به په رښتیاهم هغه وزیران چې په خپلوکارونوکې پاتې راغلي سلب اعتمادکړي؟ اوکه به دتیر په څیر بیامعاملې وکړي اودوی ته به دپیسوپه مقابل کي په ډیر درناوي سره رایه ور کړي .ترکومه چې مونږلیدلي اووینویی دولسي جرکې زیاتره غړي قومي،سمتي ،اوژبنیواړیکوته په پاملرنی سره خپلې ملي ګټې ترپښولاندې کوي.اوکله ناکله خوهم ځینې وکیلان له ده نه هم پورته معاملې کوي.بس دوزیرانوداستیضاح خبره چې کله را پورته شي بیا نودځینووکیل صاحبانوغوا لنګه شي ټوله ورځ ددوې اووزیرانوترمنځ معاملې وی کله خوورته قيمتي موټر اخلې. ځینې وکیلان خوهم بیاپه یوه میلمستیا بسنه کوي اودیوې ګیډۍ ډوډۍ په خوړلوسره هرڅه ترپښولاندې کوي. اوکله خوبیا پرې خپل اوخپلوان په لوړوچوکیوکې ګماري. کله چې بیا وزیردولسي جرګې له کانکوره بریالی راوځی نوبیا وچ اولامده ټول سره ګډ وړه کوي دوزارت بودیجه خپل پلرنی میراث ګڼي اووایې چې هسې مې رایه په پیسواخیستې.نوهمدالامل ده چې فساد دهیواد دقانون جوړولوله خونې نه پیلږي ځکه وکیلان خو هسې هم بیاوزیرانوته هیڅ هم نشی ویلی.په اخرکې دولسي جرګی له محترمو غړونه هیله ده چې نورددې مظلوم ملت په درد ودردیږي اونورپرینږدي چې دغه مظلوم ملت داسې بدبخته وي.اوهغووزیرانوته چې په خپلودندوکې پاتې راغلي سلب اعتمادکړي.
په درنښت
شریف الله شرافت امرخېل