افغان ملي فوځ تقدير ته اړتيا لري!!!

هره ورځ په لسګونه ځوانان د افغان ملي پوځ ليکو ته داخلېږي، غواړي چې په خپل سر د ملت خيال وساتي، د وينې په بدل کې دوی ته ارام ژوند وبخښي، د سرپه بدل کې د ولس زړونه لاس ته راوړي، دنګو غرو ته چې سرونه يې په واورو پوښل شوې وي، دوی ورځي او د دښمن په مقابل کې يې خپله مورچه ګرځوي، دوی دي، چې په سرحدونو پراته دي او کوښښ کوي، چې د پولو له غاړو افغانستان ته مخدره توکي، قچاق، چاوديدونکي توکي او ځانمرګي بريدګر راوانوړي، همېشه يې تلفات ورکړي او د خاورې ساتنې په موخه يې سرونه قربان کړي، د دښمن هرې ګولۍ ته یې سينه لکه د سپرنيولي او عام ولس يې ورځينې بچ ساتلی دی، په درې وخته ډوډۍ کې يو وخت ډوډۍ هم هغسې ورته نه رسي لکه څنګه يې چې حق دی، سرونه خپل قرباني کوي خو امتيازات او لاسته راوړنې يې د مشرانو او د اړونده اداره لومړني مسوولين اخلي.   بايد يادونه وکړو چې د همدې بېچاره عسکرو په سر چې سرونه يې په لاسونو کې نيولي امتياز يې د اړوندې ادارې مشران اخلي، د عسکرو په لوژستيکي، البسې، روغنياتو، ودانيزو او بيارغنيزو قراردادونو کې سهم اخيستل اوس ډېر عام شوي او حتی چې هېڅ قرارداد د سهم اخيستو څخه بغير نه شي تېرېدای، د خوراکي موادو له قرارداد څخه نيولې بيا تر بيارغنيزو چارو هر وړوکي او غټ قرارداد کې سهم اخيستل اوس مهال عام ټکی ګرځېدلی، هغه سرتېري، چې په سرحدونو کې د خاورې ساتنې په موخه په یخو او سړو هواو کې ولاړ دي، هغه عسکر چې هر قدم يې د مرګ له ګواښ سره مخ  دی، هغه عسکر چې قدم په قدم خپله ستونزي ګالي خو د ولس لپاره يې د  آرام ژوند هيله درلودلې ده، د هغوئ د خدماتو په سر سودا کېږي، د مشرانو يې جيبونه نه ډه کېږي، هغه عسکر چې په ليرو پرتواو سرحدي سيمو کې پراته دي، د نورو امتيازاتو د ورکړې پرته خپل حق هم ځینې په مرکز کې د قراردادونو په سر خوړل کېږي، تاسف بايد په داسې مشرانو وويل شي.   افغان ملي، سرحدي، نظم عامه، د مخدره توکو پرضد د مبارزې پوليس، ملي امنيت کارکوونکي او د ملي اردو سربازان شپه ورځ پدې هڅه کې دی، چې ښه خدمت ترسره او پرېنږدي، چې افغانانو ته کور دننه ستونزې جوړې شي، کله چې د همدې ځواکونو مسولين او منسوبين په پېښو کې ژوند له لاسه ورکوي، د وزارت له مقاماتو هېڅ څوک هم د هغوئ خوا ته نه ورځي، نه یې د کورنۍ سره د زړه خواله کېږي، نه ورته د مرستې لاس اوږدېږي، او نه يې په راتلونکي کې پوښتنه کېږي، چې روغ رمټ او په څلورو اندامو روغ و خو افغان ملي پوځ و، خو چې سريې وخوړه بيا يې نوم هم د ترو خاورو خوراک شي، څوک يې پوښتنه نه کوي، چې دې چارې د ډېرو پیاوړيو سرتېرو زړونه مات کړي.   اوسمهال افغان ملي پوځ پياوړی شوی، د پخوا په پرتله ډېرې رنګينې اودنګې ښکلې قرارګاوې، ځايونه او پوستې لري، چې پخوا يې هېڅ نه درلودې، دوی اوس ډېرې اسانتياوي او امکانات لري، چې د هېواد په تاريخ کې د هېڅ يو سرتيري په برخه نه و، خو دې سرتېرو ته یې د ساتنې، پالنې او سالمې ګټې اخيستنې درس چا ندی ورښوولی، د اړونده ادارو مسوولين بايد خپل پرسونل ته تعليم نامه او عسکري نامه سمه ورزده کړي، او  ورته وښايي، چې د شته امکاناتو څخه بايد په څه ډول ګټه واخيستل شي، او څنګه کولای شو د شته امکاناتو څخه پوره ګټه واخلو.   پکار ده، چې د افغان ملي پوليسو، ملي امنيت او ملي اردو مسوولين هر يو په داسې تګلارې کار وکړي، چې پورته ذکر شويو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او په آينده کې داسې څه وکړي، چې ورځ تربلې د افغان ملي پوځ روحيه پیاوړې کړي، ويې هڅوي، چې د دښمن په مقابل کې نور هم سنګرونه کلک ونیسي او د هېوادوالو د هوساينې لپاره لکه د تل په شان شپه ورځ منډې ترړې ووهي، خو دا هله ممکنه ده، چې د کورنيو چارو، ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنيت لوي رياست لومړي مسوولين له پورته ذکرشويو او نورو تشو څخه لاسونه واخلي.   عارف