د پارلمان څو پرسنټه (فيصده) وکيلان؟!!!

 
  په نړۍ کې دولتونه پر پارلمان يا ملي شوراء ډېره تکيه کوي، اوسېدونکي يې هم په دې هڅه کې وي، چې په کار پوهه او تکړه اشخاصو ته رايه ورکړي او خپل استازی يې وټاکي، دوی له ټاکل شويو استازو سره هر وخت کتلی شي، ستونزې ورسره شريکولی شي، په رېښتني ډول يې خپل استازي حسابولی شي ، په ملي او نړيواله کچه د نيول کېدونکو پرېکړو څخه يې همېشه د ولس ملاتړ ترلاسه کړی وسي، ټاکل شوي استازي ډېره کمه برخه په اداري فساد، ناوړه کارونو او کميشنکاريو اخته وي، چې په نشت حساب وي، د نړۍ پارلمانونه د حکومت پر چارو په کلکه توګه نظارت کوي او همېشه د يو ناظر په حیث ورسپارل شوې دنده پرمخ وړي، کله چې په کوم وزير يا چارواکي کې ستونزه ګوري بيا يې د رايو په اکثريت عمومي جلسې ته غواړي او په اړونده برخه کې ورځينې پوښتنې ګروېګنې پرته له کوم امتياز غوښتو کوي، که استیضاح شوي چارواکي د پوښتنو ځواب ويلی شي، ځواب يې وايي او که يې نه شي ځوابولی د ملت څخه بخښنه غواړي او خپله دنده په خپله خوښه پرېږدي.   خو د نړۍ په يو رګ او د اسياء په زړه کې داسې يو پارلمان شته، چې پورته ذکر شوې خبرې پکې برعکس دي، د افغانستان پارلمان کې د ځانګړې محکمې د پلټنو وروسته معلومه شوې، چې شاوخواء اويا تنه يې په جعل او فريبکارۍ دې جرګې ته لار پيدا کړې، تر پلټنو وروسته درې، څلور تنه له جرګې وويستل شول او پاتې نور یې په سپين سترګۍ همدا ځای خوښ کړ، وروسته د ولسمشر له لوري رسماً پرانيستل شو، ټولو انتخاب شويو وکيلانوپرپاک قران قسم وکړو، چې خاورې، ملت او ولس ته به رېښتنی خدمت کوي، د پارلمان له شروع څخه تراوسه پورې چې دوه کاله تېرېږي کوم مثبت کار ترسره کېدا ترسترګو نه شو، سږکال شاوخواء يوسل څلويښت وکيلان د حج فريضې د اداء کولو لپاره بيت الله شريف ته ورغلل، بيت الله شريف چې څوک ورشي، له ګناهونو څخه داسې پاکېږي، لکه يو ماشوم چې نوی وزېږي، خو تر راتګ وروسته بيا يې په هغه څه لاس پورې کړلکه د حج له تګه مخکې يې چې کول، د حکومت له کړونو څخه په جديت نظارت نه کول، د شخصي غوښتنو د نه منلو په صورت کې لومړی وزير ګواښل، وروسته یې اړونده کميسيون ته غوښتل او که بيا یې هم د وکيل شخصي غوښتنه د وزیر له لوري ونه منل شوه، بيا يې عمومي غونډې ته غواړي، خو کله چې وزير د وکيلانو شخصي غوښتنو ته ځواب وايي ډېره ګرانه تمامېږي چې زور يې ټول ملت ته مخامخ کېږي، د وکيلانو له لوري غوښتنو کې (قراردادونه (خوراکي او بيارغاونې)، سهم، مهم او کليدي پوستونه، او نور...) شامل وی.   کله چې وزير جرګې ته استیضاخ کېږي، په فرسينډ (فصيدۍ) ورسره خبره خلاصېږي، ځيني وکيلان ورڅخه د دوه زره امريکايي ډالرو نيولې بيا تر پنځلس زره امريکایي ډالرو پورې غواړي، خلکه چې وزير له استیضاح څخه روغ ووځي، بيا د وکيلانو له لوري په هر قرارداد کې په فيصدو سهم اخيستل کېږي، ځيني وکيلان ورڅخه ۸ فرسنټه (فيصده)، ځيني شل فرسنټه، ځني ديرش فرسنټه او ځیني نور بیا تر پنځوس فرسنټه پورې سهم غواړي، کله چې په قراردادونو کې سهم واخيستل شي بيا په مهمو او کليدي پوستونو نظر اچول کېږي او داسې اشخاص وزيرانو ته معرفي کوي، چې د اهليت پرځای وکيلانو ته ډېر نږدې وي، کله چې ورپيژندل شوی شخص په دنده وګمال شي بيا له هغه څخه په فيصدۍ مياشتنی سهم اخلی او په هغه کې هم لکه د پورته ذکر شويو سهمونو په شان سهمونه شامل وي.   د ملت له استازو که په رېښتني ډول په رايه ټاکل شوي او که په جعل کارۍ يې دې جرګې ته لار پيدا کړې ولس ورڅخه هيله لري، چې نور دې خپلې دندې د ورسپارل شويو لایحو په مطابق عيارې کړي، په رېښتني ډول دې د حکومت له کارونو نظارت وکړي، له سهم اخيستو او فرسنټ نه دې ډډه وکړي، کار دې اهل ته وسپاري، په هر کار کې دې ملت له لاسه ونيسي او هېڅکله دې ملت نه هيروي.   ایمیل مجاهد