د بوديجې نه مصرف زياتې ستونزې زېږولي!!!

 
  د روان دوه زره دولسم کال د دولسمې مياشتې په دولسمه نېټه د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کميسيون يو تحليلي راپور د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ، چې پکې يې د هغو وزارتونو نومونه ياد کړي و، چې د روان کال مالي بوديجه یې تر پنځوس سلنه کمه مصرف کړې وه، په راپور کې راغلي چې،   له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت خپله ۲۰ فیصده    د لوړو زده کړو وزارت ۳۵ فیصد    د اوبو او انرژۍ وزارت ۴۹ فیصده    د کورنیو چارو وزارت ۴۴ فیصده   د ښاري پراختیا وزارت ۴۷ فیصده    د اقتصاد وزارت ۴۰ فیصده    د پوهنې وزارت ۴۸   د ټولکټو وزارت   زراعت وزارت   د عامې روغتيا وزارت   اود سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره   هغه ادارې دې، چې د پنځوس سلنه څخه يې بوديجه کمه مصرف کړې ده،   د مخدره توکوپرضد مبارزې وزارت؛ له تېرو څو کلونو راهيسې په اړونده برخه کې هسې چې لازم و، کارونه ندي ترسره کړي، خو دا دی اوس یې د بوديجې دنه مصرفولو په موخه د ولسي جرګې جيب خوښې وکيلان غواړي، په هېواد کې د نشه يي توکو زياتوالی، د معتادينو د شفاخانو نشتوالی، د عامه پوهاوي د کچې ټېټوالی او نور هغه کارونه دي، چې دا وزارت يې په مخ بيولو کې پاتې راغلی.   د لوړو زده کړو وزارت؛ د نوي وزير عبيدالله عبيد په ګمارنې  که څه هم ډېر ګمان کېده، چې د نوموړي په مشرتوب به د هېواد د پوهنتونونو اوسنی حالت ښه شي او ښوونيز مرکزونه به د سياسي فعاليتونو څخه لاس واخلي، درسي نصاب به يې لوړ شي، د استادانو کچه به یې لوړه شي، تحصيلي بورسونه به په مستحقو کسانو وويشل شي، او د مسافرو محصلينو د ستونزو د هواري په موخه به کوټلي ګامونه پورته شي، خو متاسفانه چې نوی ټاکل شوی وزیرصاحب هم د پخوانيو په څير د څو وکيلانو په منګولو کې ګير دی او نشي کولای چې خپله بوديجه هم مصرف کړي.   د اویو او برېښنا وزارت؛ په هېواد کې  د سرشارو اوبو زياتوالی، د هېواد معتدله او نرمه هواء، د هېوادوالو غوښتنې او د شته امکاناتو په کارولو سره زيات امکان موجود وه، چې په هېواد کې د شته ذخيروي بندونو څخه په استفادې ټول هېواد ته د برېښنا سهولت ورکړل شوی وی، چې د هر بند د کار په شروع سره په زرګونه اوسيدونکي په کار بوختېدل، چې د دې کار په کولو سره امکان و چې ډېرې لاسته راوړنې مو درلودلي وای، خو متاسفانه چې وزيرصاحب د خپل کاري لايحو په نه مراعت کولو او په شخصي غونډو د مصروفيت له کبله دا دی اوس يې د ورکړل شوې بوديجې څخه پنځوس سلنه هم نده مصرف کړې   د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره؛ دا اداره چې د هېواد واليان، ولسوالان، ښاروالان او نور مامورین ټاکي هم په خپلو کړونو او کارونو کې پاتې راغلې، ولسوالۍ او د ولسواليو ښاروالې په چورلټ ډول سقوط دي، چې لوی لامل یې هم د ځينو ولسوالانو او ښاروالانو څخه د همدې ادارې د مشرانو ملاتړ په ګوته شوی، دا اداره هم نده توانېدلې، چې د ورکړل شوې بوديجې نيمه هم مصرف کړي او د هېوادوالو غوښتونو ته مثبت ځواب وايي؛ ويل کېږي، چې د ولسواليو مشران د خپلو ستونزو د حل لپاره مرکز کابل ته رادرومي  او ډېر کوښښ يې همدا وي چې له ولسمشر سره وګوري او هغه کار چې د يو ولسوال پورې تعلق لري ولسمشر یې واوري او هغه مشر بيا ورته د حل لاره پيدا کړي، چې دا کړنې نه يوازې مرکز تر مصروفيت لاندې راوړي بلکه راغلي مشران د ډېرو او مشکلاتو سره مخامخ کېږي، ولسوالان او ښاروالان بيا ادعا لري، چې د يادې آدارې مسوولين يې خبر پروخت نه اوري او دا اداره ملامتوي چې د کارونو په منظمتيا او پروخت کارونو په کولو کې پاتې راغلي، د دې ترڅنګ چې دا اداره په خپلو کارونو کې پاتې راغلي بلکه نده توانېدلې چې بوديجه هم مصرف کړي.   د ټولګټو چارو وزارت؛ دا وزارت چې د نورو وزارتونو په پرتله زياته بوديجه او زيات مسووليتونه لري ندي توانېدلي چې د بوديجې څخه پنځوس سلنه مصرف وکړي، د دې وزارت په رغنده کړنو چې د مرکز څخه ولاياتو او له ولایاتو څخه ولسواليو پورې تر خپل پوښښ لاندې راولي کېدای شي، چې زياتې بنسټيزې او د ولس د غوښتونو سره سمې پروژې پلي کړي او هغوئ ته يې وړاندې کړي، خو متاسفانه چې دا وزارت هم د پلان په جوړولو او د پلان په مطابق د بوديجې په مصرف کې پاتې راغلی.   د عامې روغتيا  وزارت؛ په هېواد کې د ناروغيو زياتوالی، په اعلی کيفيت د دوايي (درملو) نشتوالی، په منظمه توګه د ټيسټونو نه ترسره کول او روغتيايي مرکزونه کې د لازمو سهولتونو نه شتون هغه څه دي، چې زيات شمېر هېوادوال ورڅخه په تنګ شوي، د مرکز او ولاياتو شفاخانې زيات کار او ډېرو امکاناتو ته په کتو حل کېدای شي، مګر دا وزارت بيا هم د بوديجې په شتوالی ندي توانيدلي چې مصرف يې کړي او هېوادوالو ته د خدمت ښه مصدر وګرځی.   د پوهنې وزارت؛ د پوهنې وزارت هم ندی توانيدلی چې د پنځوس سلنه څخه زياته بوديجه مصرف کړي، نوموړی وزیرصاحب هم لکه د ابو او برېښنا وزير په شان په شخصي غونډو مصروف شوی، د بې المقطع استادانو په پروسه کې يې هم هغه چا ته اوليت ورکړی، چې د اهليت پرځای دې ته وفدار وسي، او په اينده کې يې په کار راشي، بې المقطع پروسه هغه ده چې يو استاد يا ښوونکي ته شاوخواء پنځه ويش  زره افغاني معاش ورکول کېږي مګر هغه استاد يا ښوونکی چې يوه ورځ کار کوي لس زره افغانۍ معاش نه ورکول کېږي.   د پورته ذکرشويو وزارتونو ترڅنګ نور وزارتونه هم دي، چې د وظايفو په ترسره کولو کې پاتې راغلي او هسې چې لازم ده، د هېوادوالو خدمت يې ندی ترسره کړی، چې دا مسووليت يې مستقيماً همدوئ ته راجع دی.   ولسي جرګې ته په لومړۍ وينا کې هر وزير غوټې غوټې خبرې کوی، داسې خبرې چې غرونه غوښې او سيندونه خوروا کړي چې دوی يوازې د درد درمل کيدای شي او بس!!! د وکيلانو په خوشحاله ستالو د اعتماد رايه واخلي او کله چې حلف اخلي (قسم کوي) نو لومړی خبر يې دا وي، چې قسم په خدای(ج) چې زه به د هېوادوالو خدمت په پاک نيت او يماندارۍ سره کوم، په حلف نامه کې ټولې هغه خبرې موجودې وي، چې د هېوادوالو په ګټه او افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون په رڼا کې وی راغلي وي خو دوی د ټولو رسنيو په مخ کې قسم کوي او بيا یې وروسته ماتوي، چې دا یې د خپل ځان، ايمان او اخرات سره لوی جفاء ده.   پدې هيله ده چې بيا ځل وزيرصاحبان د خپلو کړنو د منظمتيا او د انکشافي بوديجې په مصرف کې پاتې رانشي، د هېواوالو د غوښتنو سره سمې خپلې برنامې جوړې او د دوئ په خوښه پروژې پلې کړي.   امین الله امرخیل