
هانس کرستیان اندرسن د دنمارک هغه لیکوال دی، چې شهرت یې ټولې نړۍ ته
رسیدلی دی. د ده کیسې د نړۍ په ۱۲۰ ژبو ژباړل شوې دي. د پاچا نوې جامې، د اوبو
ښاپېرۍ، د واورې ملکه، اورلګېټ پلورونکې نجلۍ، بدرنګه مرغابي او ډېرې نورې داسې
کیسې دي، چې ترننه لوستونکي لري. دا چې ده خپله لومړنۍ کیسه څه وخت لیکلې او کومه
کیسه ده، په دې تر څو ورځې دمخه پورې څوک نه پوهېدل.
د ډنمارک په Odense
سیمه کې، چې د کرستیان د زیږیدو ځای دی، د Esben Brage په نوم یو تاریخپوه د خپلو څېړنو لپاره د دې
سیمې یوه ارشیف ته لاړ. ده په دې ارشیف کې یو پخوانی صندوق، چې پېنځلس کیلو وزن یې
درلود او د Plum
نوم پې لیکلی و، ولید. د صندوق په منځ کې یې په یوه لیکل شوې خطي
نسخې سترګې ولګېدې. د نسخې لاندې د کرستیان نوم او لاسلیک کښل شوي وو. په پیل کې
کرستیان څېړونکي د دې نسخې په لیدو متردده
وو. خو وروسته له څېړنو په دې باوري شول، چې دا لیکنه دهانس کرستیان اندرسن په لاس
او د ده په بڼکه لیکل شوې ده.
دا د ده لومړنۍ کیسه وه. اندرسن په
څوارلس کلنۍ کې یوازې له اودنس څخه کوپنهاګن ته په کډه شوی و. ده نوموړې کیسه
مېرمن Bunkeflod ته ورکړې وه.
مېرمن Bunkeflod د یوه راهب
کونډه وه. ده به خپلې لیکنې همدې مېرمنې ته لوستې. د کرستیان څېړونکی Askgaard وايي، چې مېرمن Bunkeflod خپل کتابونه د Plum کورنۍ ته ورکړې وو. چې
د دې د کتابونو په منځ کې د کرستیان نوموړې کیسه هم خوندي شوې وه. تاریخپوه Esben Brage د تصادف له مخې دا صندوق موندلی دی. نومړې کیسه
۱۹۰ کاله وروسته وموندل شوه. کرستیان د ۱۸۰۵کال د اپریل په ۲ مه زېږیدلی او ۱۸۷۵ کال د اګست په
۴ مه مړ شوی دی.
د شمعې رڼا
خم د اور پر لمبو تودیده. له منځه یې د لم د ویلې کېدو سغ، سغ اواز ورو،
ورو اوچتیده. له وېلې شوې غوړیو شمع جوړیده. شمع له رنګه سپینه، نرۍ، بې داغه او
بې نښانه وه. هر چا به چې وروکتل، داسې به یې وانګېرله، چې شمع د راتلونکي رڼا وعده
کوي. داسې وعده، چې پوره کول یې لیدونکي ته حتمي برېښيدل.
د شمعې مور هغه پسه و، چې دا یې له وازدو جوړه شوه. او پلار یې هغه خم و، چې د اور په لمبو یې ځان
او شمع دواړه پاخه کړل. شمعې ته یې مور
سپین وجود او د راتلونکي وړاندوینه او پلار یې روښانه لمبې ورکړې. او دې ته یې
وویل، چې دا دواړه به د ژوند ترپایه ستا ملګرې اوسي.
په دې ډول شمع نړۍ ته راغله. رالویه شوه او له ځان سره سم یې د راتلونکي
امیدونه رالوی کړل. شمع له عجیبه عجیبه شیانو سره مخ کېده. دې به د دوی په اړه فکر
کاوه. ځکه دې غوښتل چې ژوند وپېژني او هغه ځای پیدا کړي، چې دې د ځان لپاره مناسب باله.
شمع نړۍ ته خوشبینه وه او له حده زیاد اعتبار یې پې کړی و. خو نړۍ داسې نه وه لکه
د شمعې خیال. په نړۍ کې هر څه د ځان په غم کې وو. دا داسې یوه نړۍ وه، چې څوک د
شمعې په اصلي ارزښت نه پوهېدل. دوی یوازې د خپلو کارونو لپاره شمع کاروله. دوی به
شمع غلطه ونیوه او په ککړو ګوتو به یې د شمعې په سپین وجود تورې لکې پرېښودې. دشمعې په سپین وجود تور تپي غټیدل. یو وخت شمع
ټوله تکه توره شوه. دا نو داسې وخت و، چې شمعې نور د سپینوالي او توروالي تر منځ
توپیر نه شو کولای. له پاسه شمع ټوله خیرنه او توره وه. خو دننه لا هم د پخوا په شان پاکه او سپینه وه.
د شمعې غلطو ملګرو داسې ګومان کاوه، چې نورله شمعې کار نه اخیستل کېږي،
باید وغورځول شي. د شمعې پاسني خیرن پوښ ټول نېک او ښه شیان له دې لرې کړې وو. دوی
ټول له تورو لویو ډاریدل، چې دوی به هم د شمعې په شان خیرن او تور شي. ځکه خو له
شمعې لرې لرې ګرځېدل.
شمع غریبه په یوازیتوب کې حیرانه پاتې وه، چې څه وکړي. کله چې دا له نېکو
او ښو شیانو لرې شوه، له ځان سره په خبرو وه، چې ښو او نېکو، ته خپله نه کړې لکه
چې دا دومره وخت دې د بدو ملګرتیا کړې وه. شمع په دې خپه شوه، چې خپل ژوند یې د ښو
لپاره نه و کارولی. دا په فکرونو کې ډوبه وه، لا هم په دې نه پوهېده، چې د څه لپاره نړۍ ته راغلې
ده او په چا پورې تړلې ده. هسې نه ، چې زما راتګ زما او دنورو د بربادۍ لپاره وي.
شمع په فکرونو کې ډوبه وه. څومره یې چې ژور فکر کاوه، هومره خپه کېده. دې
په خپل ځان کې هېڅ ښه شی نه شو پیدا کولای. دې په خپل وجود کې هغه څه لټول، چې مور
او پلار یې دې ته ورکړې وو. شمعې ته هر څه تور ښکاریدل. له ځان سره یې ویل، زه د
کوم هدف لپاره دلته راغلې یم. داسې خو به نه وي، چې تورو لوګیو زما سترګې هم تورې
کړې وي.
شمعې د باروتو ډک یو وړوکی لوښی ولید، چې ورو ورو بلېده او رڼا یې کوله.
دومره شمعې هم خپل ځان نه وپېژندلی لکه څومره چې د باروتو لوښي دا پېژنده. د بارتو
د لوښي رڼا ډېره رڼه وه. هر څه یې داسې روښانه کړې وو، چې د شیانو منځونه هم جوت
ښکاریدل. ده خپله رڼا د شمعې خوا ته کړه. ده د شمعې په منځ کې ډېر ښه شیان ولیدل. دی شمعې ته دومره
ورنږدې شو، چې له لمبو یې شمع بله شوه. وځلیده او زړه یې په اوبه کېدو شو.
د دوی دواړو لمبې د واده د مشالونو په څېرځلیدې. د دواړو لمبې ډېریدې. ان
تر دې چې لمبو یې ټوله سیمه او ټوله لار رڼا کړه. د شمعې ريښتیني ملګرو د شمعې په
رڼا کې د دې حقیقت ومونده.
د شمعې وجود ډېر غښتلی و، دې په
خپل وجود لمبې بلې ساتلې. او له تودوخې یې یو یو څاڅکی په بدن رابهیده. لکه تخم چې
په ځمکه کې نوی ژوند کري داسې دشمعې په وجود هر یو څاڅکي د نوي ژوند پیغام ورکاوه.
څاڅکو یو پر بل پسې د شمعې وجود داسې پټ کړ، چې د لوګي د توروالي هېڅ نښه پرې ونه
برېښیده. د لوګي توروالی او د شمعې وجود سره ګډ شوې وو. د دوی اروا د یوې واده
پایله وه.
په دې ډول شمعې په ژوند کې خپل ريښتینی ځای وموند. دې خپله وړتیا وښوده، دایې
په ډاګه کړه، چې هغه یوه ریښتیني شمع ده. د دې هدف رڼا ده. دې په خپلې رڼا سره ځان
نېکمرغه او خپل چاپیریال یې روښانه کړ.
دا ژباړه په خدمتګار کې خپره شوې ده.