غزل

 ها پخوا په شانتی شور هغسی زور می نشته
ښار کی ژوندون کوم کلی په شان کور می نشته
 
داسی ورځ هم راشی ماشوم غوندی  په چغو ژاړم
بس د سینی پوری می نیسی خو مور می نشته
 
بی وسی خیر بی کسی سړی په ملا ماتوی
نن د رشتو ارمان راغلی سکه ورور می نشته
 
زه می خپل خړ څادر ته نور نور پيوندونه ګنډم
لیونئ وایې چې د خوښي کالی تور می نشته
 
هغی په ډکه خوله رقیب ته دا ځواب ورکړی
یو د غورځنګ غوندی اشنا  لرم  نور می نشته
+++++++++++
لا ستړی ندي د ټوپګ او جنګ خبرې کوي
دا نشه شوې د کوکنار او بنګ خبرې کوي
 
خبره نده چې ګلاب دده نه رنګ اخیستی
سم چې سپرلی شی د ګلاب په رنګ خبری کوی
 
زما پری شک دی چی دی شیخ هم چیرته زړه بایللی
نن یو عاشق سه د بنګړو د شړنګ خبری کوی
 
اوس چی میئن شوم اوس پدغه ژبه ښه پوهیږم
مطرب په کوم یو ساز په کوم یو ترنګ خبری کوی
 
په نیم کښو ور کی را ګوری ددی څه مطلب دی
خیرات کچکول کی ورکوم ملنګ خبری کوی
 
خدای خبر ولی او په څه یی رانه زړه بد شوی
ډیر په غصه ډیر په جدی غورځنګ خبری کوی
 
 
صداقت غورځنګ
انعکاس راډیو جلال اباد