د ویب پاڼو پر مخ د پښتو لیکنو نیمګړتیاوې او کمزورتیاوې



په پښتو لیکنو کې د اِملا ، اِنشا او ګرامر بیړه بیخي غرکه ده د لیک ادبي ارزښت او د سرلیک او د لیک د موضوع سره تړاو خو پخپل ځای پریږده ، زه د ورځې په اوږدو کې د دفتر له کاره د لږې دمې په فرصت کې د پښتو ژبې ویب پاڼو دیدن ته ورځم خو هغه څه په کې ګورم چې له يوې ورځې مې بلې ته په زړه تیاره زیاتوي .
جوته ده چې د پښتو ویب پاڼو شمیر ماشا الله ګڼ دی او ځینې یې د پښتو او پښتنو د پخو سټو  په نامه نومول شوي دي خو له بده مرغه دغه ویب پاڼې د خپلو پاڼو تورولو له پاره داسې څه خپروي چې د مخ توري لامل ګرځي .
ما ته هسې خدای دا د زړه وینې څښل را په برخه کړي ګنې دا لیکنې به ګڼ شمیر ادیبان ، ژبپوهان او لیکوالان لولي خو هیڅ چا یې هم د سمون لپاره غږ  پورته نه کړ او نه چا د ویب باڼو چلوونکو ته ددې مشوره ورکړه چې لیکنې د خپرولو تر مخه یو ځل له نظره تیرې کړي ، داسې لا تر اوسه نه دي شوی.
ما تیر کال یوه انتقادي لیکنه د پښتو یوې ویب پاڼې ته استولې وه څو ورځې پرې واوښتې خو لیکنه خپره نه شوه د ویب پاڼې چلوونکو ته مې بریښنا لیک واستاوه هغوی راته په ځواب کې ولیکل چې ستا په لیکنه کې د پښتو (ی) ګانو مراعات نه دی شوی نو ځکه خپره نه شوه ، ما چې خپله لیکنه له سره ولوسته ریښتیا هم پکې د پښتو (ی) ګانو کارولو ته پام نه وو شوی ، په دې خبره خوشاله شوم چې لیکنه مې د غلطۍ سره نه ده خپره شوې او داسې څوک هم شته چې لیکنې د خپریدا مخکې د ګرامري ، املایي او انشايي اړخه له نظره تیروي . ژر ژر مې تصحیح کړه او بیا مې ور واستوله ، بیا هم خپره نه شوه خو دا ځلې حال د ویلو نه وو ( ما چې په خپله لیکنه کې په چا انتقاد کړی وو په هغه کس انتقاد ددې ویب پاڼې د خپرونو د پالیسۍ خلاف وو) .
له هماغه ورځې را په دې خوا د لوستلو په وخت د لیکنو پورته یادو شوو نیګړتیاوو ته ځیر کیږم خو تاسو باور وکړئ تر ننه مې ډیرې لږې داسې لیکنې لوستي دي چې ګرامري ، املایي او انشايي نیمګړتیا او یا کمزورتیا وه نه لري .
نن سبا پښتو ته د خدمت په نامه هر څوک له ځانه نوې کلیمې او نومونه جوړوي او لیکي یې چې دا له ټولو غټه ستونزه ده . د نن ورځې لیکوالان د پورته یادو شوو معیارونو هیڅ خیال نه ساتي او چې څنګه “پیش آمد خوش آمد” .
زما ددې شکایت د سپیناوي لپاره تاسو کولای شې د هرې پښتو ویب پاڼې پر مخ  یوه لیکنه غوره کړئ او ويې لولئ ، بیلګې ډیرې زیاتې دي خو زه له دې ویرې چې د کوم لیکوال سره په کړس وانه وړم داسې یوې لیکنې ته ستاسې پام اړوم چې د کوم معین کس په نامه نه ده خپره شوې او پرون مې د بینوا ویب پاڼې پر مخ ولوسته . د غه لیکنه د ( روغ لیونی زابل ته دچورلپاره راغلي ) تر سر لیک لاندې د ( زابل ویښ زلمیان ) په پته خپره شوې چې د زابل د امنیه قوماندان روغ لیوني څخه یې په کې شکایت کړی وو ، روغ لیوني خو کیدای شي خپله روغتیا په کابل کې د وزیر صاحب سره پرې ایښي وي او  یواځې لیونی زابل ته تللی وي ، همدا غر او همدا یې ځناور ، د لیکنې پر محتوا زما څه اعتراض نه شته او زما خبره د لیکنې په ګرامري ، املایي او انشايي نیمګړتیاوو او کمزورتیاوو ده هیله من یم چې تاسې قدرمن لوستونکي یې پخپله ولولئ او قضاوت و کړئ .
په درنښت .
صاحبزاده مطیع الله مراد
سه شنبه د لیندۍ ۲۸