د مرګ په وخت كې واقعا څۀ پېښېږي؟

په شمالي امريكا او اروپا كې ځينو ډاكترانو  هڅه پيل كړې  چې د مرګ په وخت كې د انسان د تجربې په اړه معلومات تر لاسه كړي. د انګلستان د ساوتامپتن پوهنتون استاد ډاكتر سام پارنيا چې د څېړنې د دې پروژې مشري كوي، وايي چې د عام تصور برخلاف مرګ يوه خاصه شېبه نۀ ده بلكې دا يوه پروسه او يو بهير دى چې د زړۀ په درېدو، د سا په بندېدو او د مغز د فعاليت په بس كېدو سره پيلېږي.
  د تهران ټايمز له رپورټ سره سم، ډاكتر پارنيا وايي چې كله دغه درې نخښې وليدل شي نو له بيولوژيكي نظره دغسې كس مړ بلل كېږي خو په دې شېبې پسې، له څو ثانيو رانيولې تر يو ساعت يا حتا ډېر وخته پورې دا امكان شته چې د طبي مرستې په بركت د دې كس زړۀ بېرته په حركت راشي او د مرګ پروسه په شا راوګرځي. د ډاكتر پارنيا په قول، د بيولوژيكي مرګ د دغو شېبو د تجربې په باره كې معلومات هغه څۀ دي چې مونږ د مرګ د تجربې په اړه په ډېرڅۀ خبرولاى شي.
  په تهران ټايمز ورځپاڼه كې له خپارۀ شوي رپورټ سره سم، د مړينې د شېبو په اړه د معلوماتو د ټولولو د علمي پروژې د مقدماتي مطالعې په اساس، د بيولوژيكي مرګ په ذكر شويو شېبو كې په هرو لسو كسانو كې د يوۀ يا دوو كسانو ذهن بېدار وي، حافظه يې فعاله وي، فكر يې كار وركوي او كله كله خو له مرګ سره د مخامخ كېدو د شېبو جزييات هم وريادېدلاى شي.
 په دې سلسله كې دا پته هم لګېدلې چې د مرګ له درشله په راستانۀ شويو كې هغه كسان، چې وايي ډېره كراري يې احساسوله او داسې ورته ښكارېده لكه د دوى له بدنه بهر چې څۀ پېښېږي، په عادي ژوند كې هم ويښ ويدۀ غوندې كسان وو. دوى لكه څوك چې په ويښه ويدۀ وي او سترګې رپوي دغسې د مرګ په درشل كې هم غالبا سترګې رپوي.