په افغانستان کې دامريکا لوی دښمن(له سيوريو سره جنګ)

 
د وسله والوطالبانويومهم قومندان ملا نصرالله په افغانستان کې له خپل مرکزه په غرونيو اوپېچلولاروپاکستان ته لاړ. د ده له لوري دا په نښه شوې لار وروسته د نوروطالبانود تګ راتګ لار شوه . ملانصرالله په دې نيت پاکستان ته رهي شوچې له سراج الدين حقاني سره وويني چې په پاکستان کې اډه لري اوله وسله والوطالبانوسره مالي اوپوځي مرستې کوي .
حقاني(سراج الدين) چې توره اوږده ږيره لري داسي ښکاري چې يا به يې دعمر درې لسيزې پوره کېدونکي وي اويا به يې تاره په درېمه کې پښه ایښې وي .
هغه په حقيقت کې دافغانستان په ختیځ(جنوب ختیځ) کې د وسله والوطالبانود خونړيو حملوتنطيموونکی دی .په دې سيمه کې دامريکايي ځواکونوتلفات دافغانستان تربلې هرې سيمې زيات دي .
نصرالله پاکستان ته له رسېدو وروسته د طالبانوپه اډو راګرځي.هغه په قيمتي اولوکس موټر کې چې لوړانتن ورباندې نصب دی ،د طالبانوپه مرکزونوراګرځي .
څلور پيک اپ موټرونه چې وسله وال کسان پکې سپاره دي ،ورپسې روان وي .د ده دموټروکاروان په ځلونود پاکستان دحکومتي ځواکونود تلاشۍ له پوستوتېرېږي .
هرکله چې  د تلاشۍ کومې پوستې ته نژدې کېږي ،مخابرچي يې له يوچا سره چې ډګروال نيازی نومېږي ،تماس نيسي ،ورته خپل ځای ښيي اود نصرالله دموټرود کاروان د تېرېدو لاره پرانستل کېږي .
که څه هم نصرالله ډګروال نيازی نه پېژني خوغالباً هغه د پاکستان دپوځ يوصاحب منصب دی يا ښايي د پاکستان داستخباراتي شبکې آی ايس آی کوم مقام وي .
نصرالله چې د حقاني له لوري په مخکې ترمخکې تنظيم شويو ترتيباتودافغانستان اوپاکستان له کړکېچنوسرحدي سيموتېرشوی اودپاکستان په خاوره کې ډاډه زړه ګرځي ،له حقاني سره د ای ايس آی د کلک ملاتړخبرې کوي .
واشنګټن ترډېره له دې نظر سره موافق دی چې د حقاني ترمشرۍ لاندې شبکې سره مبارزه بايد په افغانستان کې دامريکا د پوځ دقومندانانو لومړيتوب وي .
سره له دې چې ټول شواهد اواسناد ښيي چې آی ايس آی دحقاني ملاتړکوي ، امريکايی چارواکي غوره ګڼي د دې حساسې موضوع ديادولوپه وخت دخپلونومونوله څرګندولوډډه وکړي .
همدا شی سبب شوی چې امريکا د ډيورنډ کرښې پورې غاړه دپاکستان په قبايلي سيمو کې چې حقاني اونورې طالب ډلې پکې ځای پرځای دي اود روزنې مرکزونه پکې لري،حملوته مخه کړې .
دې چارې دامريکا اوپاکستان ترمنځ په اړيکو کې ستونزې پيدا کړي اوحتی له تروريزم سره په مبارزه کې يې د دوی همکارۍ له خطر سره مخامخ کړې دي .
ترټولو ممکن بد وخت
د پاکستان د پوځ جګپوړي مقامات وايي چې اوس د حقاني پرضد داقدام مناسب وخت نه دی .ځکه چې د دوی ځواکونه لږدي زيات پام يې د طالبانونورومهمو قومندانانو لکه بيت الله مسيد ته اړولی چې د پاکستان په خاوره کې ډېرځانمرګي بريدونه د ده په لارښوونه کېږي اوله اټکلونوسره سم د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بېنظيربوټوپه وژلو کې يې لاس درلود.
آی ايس آی اود پاکستان پوځ په دې خاطر چې د امريکا پرمتحدوايالتونواوهند سخت بې باوره دی حقاني او نوروطالبانوته په افغانستان کې د نفوذ لپاره د يوې بالقوه وسيلې په سترګه ګوري اود پاکستان د چارو کارپوهان باوري دي چې که دا کسان د پاکستان کورني امنيت ته خطرپېښ نه کړي پاکستان دهغوی مخه نه نيسي .
د روان کال د جولای په مياشت کې دامريکادپوځ قومندانانواو دسي آی اې جګپوړو مقاماتوپاکستاني قومندانانوته دحقاني د شبکې اودآی ايس آی داړيکوپه باره کې مستندشواهد وړاندې کړل .
له طالبانوسره دپاکستان داستخباراتي چارواکود ملاتړپه خاطرجورج بوش په افغانستان کې خپلوخاصوځواکونوته اجازه ورکړه چې له پولې پورې غاړه د پاکستان په خاوره کې عمليات کولی شي .
تردې مخکې پينتاګون اجازه نه لرله چې د پاکستان په خاوره کې حمله وکړي مګردا چې په سلو کې نوي مطمين وای چې د پاکستان په خاوره کې کوم مهم هدف يې په نښه کړی دی  خو اوس خبره داسي نه ده .اوس کافي ده چې يوڅه هم ډاډه وي چې دپاکستان په خاوره کې په کوم ځای کې ممکن سخت دریځي پټ وي ،دوی ورباندې حمله کوي .
د ولسمشربوش په نوي حکم کې د امريکا خاصوځواکونوته همداراز اجازه ورکړای شوې چې د تېښتې په حال کې سخت دریځي د پاکستان په خاوره کې تعقيب کړي حال دا چې پخوا جورج بوش د دې لپاره چې د پروېزمشرف حکومت کمزوری نه شي ، ددې کار اجازه نه ورکوله .
د سپټمبر په درېمه دامريکا د پوځ خاصوځواکونو دافغانستان له پولې يوکيلومترورهاخوا د پاکستان په خاوره کې د لومړي ځل لپاره مځکني عمليات وکړل .
له دې وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستيزاشفاق کياني خبرداری ورکړچې پاکستان په خپله خاوره کې امريکايي ځواکونوته دعملياتواجازه نه ورکوي .
د جولای په مياشت کې دامريکا اوپاکستان لوی درستيزانواميرالبحرمايک مولين اواشفاق کياني سره وليدل خود دوی کتنه چندانې دوستانه نه وه .کياني له دې کتنې وروسته هڅه وکړه چې د امريکا غوسه اوقار کم کړي .هغه د همدې لپاره د اګست په مياشت کې په باجوړکې د پراخوپوځي عملياتوامروکړ.
داګست وروستۍ ورځې وې چې کياني بيا له مايک مولين سره د ملاقات غوښتنه وکړه .هغه وو چې پينتاګون کياني ته بلنه ورکړه چې په خلیج کې دامريکا په يوه الوتک وړونکې بېړۍ کې له مولين سره وويني .په دې خبروکې دامريکا دپوځ ځينې نورجګپوړي قومندانان هم حاضرول ؛ لکه بريدجنرال ډيويدپترويس چې په عراق کې دامريکايي ځواکونوقومندان دی اواريک اولسن چې د امريکا دخاصوځواکونوقومانده په غاړه لري .
په دې کتنه کې پرکياني فشارراوړل شوچې د حقاني اود طالبانود نورو لويوقومندانانوپرخلاف اقدام وکړي خو کياني په ښکاره اعتراف وکړچې دی اود پاکستان پوځ د طالبانوپه نوم د سخت دریځودځپلولپاره په يووخت د څوپراخو حملولپاره کافي توان نه لري .
کياني له امريکا وغوښتل چې د پاکستان پوځ ته د نويو جنګي هيلي کاپټروپه شمول پرمختللې وسلې ورکړي خوامريکايي قومندانان تيارنه ول چې د کياني غوښتنوته مثبت ځواب ووايي يا به يې صلاحيت نه درلود . 
په دې ملاقات کې کياني ته وويل شول چې امريکايان دا حق د ځان بولي چې پرسخت دریځوحتی مځکني عمليات وکړي اوپه دې کار کې داسلام اباد ست وسلا ته اړتيا نه لري .
له دې کتنې کابويوه اوونۍ وروسته دامريکاپوځ دسپټمبر د درېمې نېټې دعملياتوامرورکړچې دامريکا د دفاع وزارت دچارواکوپه ادعا پکې په لسګونوطالبان ووژل شول .
کياني اودپاکستان دپوځ نوروقومندانانوته چې د دغوعملياتوپه خاطرځانونه سرټیټي ښکارېدل په توندوڅرګندونوخپل عکس العمل څرګندکړ.پاکستانيان وايي په دغوعملياتوکې دښځواوکوچينانوپه ګډون عام خلک ووژل شول اود پاکستان د پوځ وقارته يې زيان ورساوه .
د پاکستان له اعتراض سره سره دامريکاپوځ څلورځلې بيا دحقاني ترکنټرول لاندې شمالي وزيرستان کې د بې پېلوټوالوتکوپه وسيله حملې وکړې چې په يوې کې يې دحقاني يوه مدرسه وويشتل شوه چې له هغې څخه افغانستان ته دتلونکواو ورڅخه راتلونکوطالبانود دمه ځای په توګه کاراخيستل کېده .
دامريکا دباندنيوچارو د وزارت يوه مقام په دې شرط چې نوم به يې نه اخيستل کېږی ، د دې حملې په اړه ويلي وو چې دامريکايي ځواکونوپر بريدونود پاکستاني چارواکو احتجاجونه ترډېره حده ساختګي دي ځکه چې دياغيانوپرضد د نويوتاکتيکونودعملي کولوپه باب دپاکستان دپوځ دجګپوړو قومندانانواوامريکا ترمنځ شوی تفاهم يوازې د خولې خبره نه ده .
پردې اساس ويل کېږي چې داسلام ابادچارواکو له افغانستان څخه پاکستان ته د تښتېدونکوسخت دریځوله تعقيبېدو سره سلا کړې خوپه عين حال کې يې ويلي وو چې دپاکستان حکومت له دغوحملومخکې ترمخکې نه وو خبرکړای شوی اونه يې په دې باب کومه موافقه کړې ده .
امريکايي مقامات سره له دې چې پرحملوټينګارکوي،ښه پوهېږي چې په دې برخه کې سستي اوزړه نازړه توب منفي نتیجې لري .خوکه دا تاکتيک سم اودقيق تطبيق نه کړي د ملکي خلکود مرګ ژوبلوزياتېداممکن سبب شي چې لا ډېر شمېرافغانان اوپاکستانيان د وسله والوسخت دریځو ترڅنګ ودرېږي .
له بلې خوا دا لړۍ دجګړې لمن نوره غځوي،دپاکستان نوی کمزوری حکومت لا کمزوری کوي اودپاکستان په پوځ په تېره بيا آی ايس آی کې د سخت دریځوپلويان ډېروي .
خو له دې ټولوسره سره داسي ښکاري چې واشنګټن تيار دی چې درست خطرونه ومني .دامريکايانويودليل دا دی چې حقاني دافغانستان اوپاکستان دپولوپه اوږدو کې دطالبانوترټولوپه غښتلي اوخطرناک قومندان بدل شوی دی .سراج د خپل پلارله تاکتيکونواستفاده کوي .جلال الدين حقاني په اتيايمه لسيزه کې دشوروي پوځونوپرخلاف په جهادکې د مجاهدينونامتو اوافسانوي قومندان وو،دهغه له ماهرانه تاکتيکونه د طالبانولپاره الهام بخښونکي دي .
نصرالله د سراج الدين حقاني په هکله وايي : هغه ورين ،دروند اوپه عين حال کې بې کبره سړی دی چې د بل چا خبره ترپايه اوري .
نصرالله د سراج صفتونوته دوام ورکوي او وايي : ترخپل عمرډېرهوښيار اورسېدلی ښکاري .
د سراج په مشرۍ د حقاني شبکې، له ۲۰۰۴ ع کال راوروسته، چې ځواکونويې سپکې اوچريکې وسلې لرلې ،اوږده لار کچ کړې  ده .
دالقاعده کارپوهان ،د دې ډلې ستراتیژي جوړوونکي اوحتی جګپوړي مشران اوس دحقاني ترچترلاندې اودهغه ترکنټرول لاندې سيمه کې فعاليت کوي اوداشبکه اوس د سخت دریځوپه ليکو کې د رضاکاروجنګي کسانوپه جذبولوکې ترټولواساسي رول لري .
سراج ته همداراز د خلیج له عربي هيوادونوڅخه مالي مرستې رسېږي .۴۲ کلن سالم جان چې د شوروي د سروپوځونوپه وړاندې دجهادپه کلونوکې د جلال الدين حقاني ترمشرۍ لاندې جبهې قومندان وو او په ۲۰۰۵ کې په دې خاطر چې فکريې کاوه طالبان دامريکايي ځواکونوپه وړاندې دبرياليتوب چانس نه لري ،ايتلافي ځواکونوته پناه يووړه .هغه وايي : موږ هیڅکله دومره پياوړي نه وولکه څومره چې اوس يو.دی سراج الدين ته په اشارې وايي : که پوهېدای چې هغه به دومره ژر داسي پياوړی کېږي ،هیڅکله به تسليم شوی نه وم.
ډګرجنرال جيفري  شلويير چې له پاکستان سره په پوله کې د پنځلس زرو امريکايي سرتېروقومانده په غاړه لري ،دافغانستان پولې ته څېرمه په پاکستان کې د فعالوسخت دریځوشمېرداوو اولسو زروترمنځ اټکلوي .دا شمېرپه دې سيمه کې دسخت دریځو د شمېرپه هکله ترمخکينيواټکلونوپه ځلونوزيات دی .
دغوکسانوچې دحقاني ترامرلاندې دي ،په خوست کې دامريکايي ځواکونوپراډې څوځانوژونکې حملې هم کړي دي .
د شلوييرپه باوردا حملې له دې پلوه مهمې وې چې ترسره کوونکي يې عربان اوچچنيايان ول حال دا چې د طالبانوپه ليکو کې موجود بهرنيان عموماً د حملود تنطيمونکويا تريننګ ورکوونکو رول لري .
هغه وايي د تېرکال په پرتله سږکال د طالبانوحملې په سلوکې له شلو تردېرشو زياتې شوې دي ځکه خو ولسمشربوش پرېکړه وکړه چې افغانستان ته څلورزره نورپوځيان ولېږي .
دامريکا دمتحدوايالتونواوافغانستان داستخباراتي اداروپه نظر دجولای په مياشت کې په کابل کې د هند د سفارت بمي حمله حقاني طراحي کړې وه چې د دوو هندي ديپلوماتانوپه ګډون څلوېښت افغانان پکې ووژل شول .
امريکايان وايي د حقاني د پلويانوټېلفوني مکالمه يې ثبت کړې .هغوی په دې خبروکې چې له آی ايس آی سره يې کوي دهندپرسفارت دحملې دپلان په هکله ږغېږي .
دامريکا د تروريزم ضد مقامات ډېرلږ احتمال ويني چې د پاکستان پوځ  يا آی ايس آی دې له حقاني سره مرسته بنده کړي .
يقيناً وسله وال طالبان له پوځيانو(پاکستاني) سره قوي ارتباط لري .۲۵ کلن شاه محمد چې دحقاني لپاره جنګېده.په وروستيو کې دشمالي وزيرستان په يوه سيمه کې د دولتي ځواکونوپه تصفيوي عملياتوکې نيول شوی .هغه وايي پاکستاني ځواکونود ټولونيولوکسانو د پېژندنې کارتونه وکتل اوکه به څوک افغان وو اودحقاني د ډلې غړيتوب به يې ثابت کړ، هغه پرېښودل شو اوڅوک چې د بيت الله مسيدپه ډلې پورې تړلي ول ،بنديان شول .
د طالبانود کابينې يوپخوانی وزيرچې لا هم د دې ډلې کلکه دفاع کوي، په دې شرط چې نوم به يې نه اخيستل کېږي وايي : حقاني دآی ايس آی د سترګوتور دی.دهغه په وينادحقاني اډو ته هرڅه موده پس يوشمېرمقامات دليدو لپاره ورځي چې ګومان کېږي دا کسان دآی ايس آی مقامات دي .هغه همداراز وايي هرکله چې دامريکا پوځ غواړي دحقاني پرضد بريد وکړي ،هغه مخکې ترمخکې خبر وي .
که څه هم د پاکستان چارواکي له طالبانوسره دآی ايس آی اود پاکستان د پوځ د نوروڅانګوارتباط ردوي خود پاکستان دپوځ ويندوی بريد جنرال اطهرعباس له حقاني سره دآی ايس آی ارتباط نه ردوي .
عباس وايي : ايا په دنيا کې داسي استخباراتي اداره شته چې له داسي تنظيم سره چې دلچسپي ورسره لري ،خپلې اړيکې پرې کړي .هغه زياتوي : هغوی بايد په طبیعي ډول يوه لار يا کانال پرانيستی پرېږدي چې دخپلواقداماتونتیجې وويني اود طالبانوله حاله ځان خبر کړي .
د طالبانواو آی ايس آی د اړيکومانا دا نه ده چې طالبان په پاکستان کې يومخ خوندي اوپه امن کې دي .د طالبانو د پخواني وزير(چې مخکې يې يادونه وشوه )په باورحاضردمه آی ايس آی د ټولوطالبانوله پناهځايونو، دهغوی د روزنې له کمپونو اود طالبانود قومندانانواودهغوی د کورنيود اوسېدوله ادرسونوخبردی .
دی همداراز وايي: له همدې کبله که د پاکستان پوځ په يوه ورځ کې موږ ټول ونيسي راته حيرانوونکې نه ده .هغه يادونه کوي چې طالبان لا هم په پاکستان کې د ټېکې مضبوط ځای نه لري ځکه خوډېرلوی قومندانان غواړي چې په سږني ژمي کې په افغانستان کې پاته شي .
جنرال شلوايي د طالبانوله دې تکله خبر دی اوغواړي چې په ټول ژمي کې دافغانستان اوپاکستان په پولوکې خپل ځواکونه فعال وساتي ګوندي د دوو هيوادونوترمنځ د وسله والوطالبانودبېغمه تګ راتګ مخه ونيسي .