واوره، د ژوند او مرګ پيغام را وړونکې

 بريالی پښتون
اوس د افغانستان ډېره برخه په سپنو وارو پوښلې ده. د ژمي ساړه د افغانستان مرکزي برخه په غېږه کې رانيولې ده. همدا يوه وراره ده، چې ځينو ته د مرګ زېری ور کوي او ځينو ته د ژوند زېری دی.
يوه واوره او يخني د يوه هېواد د وګړو لپاره دوه بېلابېل پيغامونه لري، يو واورې ته د ژوند په سترګه ګوري او د بل لپاره د واروې له هر بڅرکي سره مرګ را ټيتېږي.
اوس به تاسو ته پوښتنه پيدا شوې وي، چې ولې واوره هم مرګ کېدای شي او هم ژوند، آيا د وچکالۍ له امله مرګ ده او د اوبو لپاره ژوند دی؟ نه دا هېڅ يو هم نه دی. نه په يوه لوېشت واوره اوبه ډېرېږي او نه هم کمېږي او نه هم تر اوسه څوک له تندې مړه شوي دي.
په کابل او نورو سيمو کې هغه کډوال، چې د جګړو له امله يې خپلې سيمې پرې ايښې دي د ژمي د يخنۍ د را رسېدو له امله د مرګ شېبې شماري او په دې فکر کې دي، چې بيا به څو بوډاګان او ماشومان د ژمي د يخنۍ له امله تر خيمو لاندې خپل ژوندونه له لاسه ور کوي. دوی ته هم ګرمي مرګ ده او هم يخني په دواړو کې نه خوشاله کېږي.
بل هغه ډله کسان دي، چې د ژمي واورې ته خوشاله کېږي؛ ځکه د ژمي د سړو څپو په را رسېدو سره د هغوی په سيمه کې جګړه هم سړه شي، جنګيالي او جګړه ماران ټول د پاکستان د ګرمې ځمکې په لور و خوځېږي او په افغانستان کې جګړه کمه شي، که څه هم درېږي نه؛ خو بيا هم په هغو سيمو جګړه يوه سسته شي، چې هلته واورې وي او د طالبانو موټر سايکلونه پکې نه ځغلي او د امريکايي الوتکو او افغان ځواکونو د عملياتو له بريده تېښته نه شي کولای؛ نو جګړه هم نه کوي، د طالبانو مشران پاکستان او ايران ته ځي او دا ټيټ پوړي طالبان په مسجدونو کې ناست وي او له خلکو سره بحثونه کوي، له ځانونو يې سم دم ملکي خلک جوړ کړي وي او د واورې د ويلې کېدو لپاره شېبې شماري، چې بيا جګړه پيل کړي، خلک و تښتوي، د ناټو له اکمالاتي قطارونو موټر را و ګرځوي او جيبونه يې له پيسو ډک شي.
د کابل په شاوخوا سيمو کې چې د اوړي په ګرمو ورځو کې پکې سخته جګړه وي، هر وګړی په ډېر ډار سره ژوند کوي، د شپې پر مهال څوک له خپل کور څخه نه شی را وتلی؛ ځکه يا پرې د طالبانو له لوري د امريکا د جاسوس ټاپه لګول کېږي او يا له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د راغلو ترهګرو له لوري په ګوليو سوري سوري شي. آن دا چې په دغو سيمو کې هره ورځ جګړې روانې وي. د کابل کندهار په لويه لار داسې ورځ نه وي، چې جګړه نه وي پرې شوې، يا د امريکا پر اکمالاتي کاروان بريد کېږي، يا د ملي اردو په قطارونو او يا هم د سړک په سر وسله وال طالبان ولاړ وي او خلک له موټرونو ښکته کوي. مګر کله چې د کابل د کډوالو قاتله واوره را ټيټه شي، نو په کليو کې په خلکو کې د ژوند ساه وچلېږي؛ ځکه هلته نور جګړه کمه شي او طالبان د پاکستان په لور مهاجر شي او هلته تر پسرلي پورې تمرينونه کوي. کلی يې له شره په امان شي.
نو اوس خو دا مالومه شوه، چې دا سپينه واوره، د يوه هېواد د وګړو لپاره هم ژوند ده او هم مرګ. کډوال مو د مرګ له ګواښ سره مخ کوي، ځکه سرپنا نه لري.
کليوال مو ژوند ته هيله من شي؛ ځکه له کليو يې طالبان ورک شي او جګړه هم ور سره ختمه شي.
نو ای سپينې واورې را و اورېږه! ښه ډېره را واورېږه؛ مګر په کابل کې مېشت د جګړو له وېرې د تښتېدلي کډوال ژوند مه اخله؛ بلکې په کلي کې پرتو کليوالو ته د ژوند هيله ور کړه.