
کابل .
د ١٣٧٤ سرطان
(( نثر ليکنه يوه اړتياده ؟ ))
گران اوقدرمن استاد بختانى صاحب !
کلونه وړاندې ( په ١٣٣٦ کال کښې ) داسې يوه طرحه شوې وه چه (( نثر ليکنه يوه اړتياده )) له همدې امله ستاسو گران استاد نه هيله لرم چه د پښتو په روان ادبي بهير کښې په دغه باب د خپل درانه نظر ( په ليکلي ډول ) پر مونږ پيروزينه و کړئ .
ستاسې قدردان او مخلص
صديق الله بدر .
ځواب :
کابل _ خيرخانه
د ١٣٧٤ د اسد ٢٢مه .
گرانه قدردانه صديق الله جان بدره!
د صديقيت د ډگر قهرمان او د انسان د خدمت لپاره ، د علم وادب د آسمان بدر منير شې !
تاسو پوښتنه کړې ده :
• آيا نثر يوه اړتيا ده !
نوزه وايم :
• هو !
وشوو ؟ بس دى ؟
تاسو خو د نظم پوښتنه نه ده کړې . که رښتيا دا پو ښتنه دي په زړه کښې نه وي ، نو زما ځواب هماغه (( هو ! )) و منئ او تر دې وروسته کاغذ څيرې او دوطن د فاتحو مجاهدانو په پيروئ يې تر چايجوش لاندې اور لگوونى کړئ .
او که د نثرپوښتنه ، د نظم په مقابل ، يا د هغه په نسبت ، يا د هغه په تناسب کوئ ، نو لطفاً زما عرض ته توجه وکړئ ! :
زه خو (( نثر )) د (( نظم )) په مقابل کښې ، د هغه ضد نه گڼم . بلکه د هغه تر څنگ يې بولم او وايم :
ليکوال خپلې خبرې ، يا په نظم يا په نثر ليکي . دا نظم او نثر يا
(( شعر )) وي يانه وي . نو خبرې څلور ډوله شوې :
١.چه هم نثروي هم شعر .
٢.چه نثروي او شعر نه وي .
٣.چه هم نظم وي هم شعر .
٤.چه نظم وي او شعر نه وي .
نو د هرې برخې په باب زما په قاصر فکر دا نظر دى :
١_ هغو ليکنو ته چه هم نثروي هم شعر ، (( ادبي نثر )) ، (( منثور شعر )) ، (( لطيف ادب )) _ (( ادبي ټوټه )) او (( ادبي پارچه )) ويل شوي او خارجي ادب پيژندونکو (( ميناتور )) بللى دى .
زه پخپله د (( ټوټې ) او (( پارچې )) سره جوړنه يم . په غوږ ، ذهن او نظر مې د تيږو لوټو د ټوټو او پارچو په شان ستوغې لگيږي . نورنومونه لطافت لري او خوندرا کوي .
دا هغه نثردى چه پرته له وزن ، سجع ، رديف او قافيې نه ، شعري ارزښتونه ، شعري جو هر ، بديعي ښکلا او عاطفي تاثير او د نثر په رنگ کښې د شعر خوتدلري ، پند او ژوند يې په خوند کښې نغښتى وي . د راحت زاخيلي ، محمد حجازي ، گل پاچا الفت ، قيام الدين خادم ، عبدالرء وف بينوا ، صديق الله رښتين ، عبدالرحمن پژواک ، محمد دين ژواک، يوسف آئينه ، محمد موسى شفيق ، آغـــــــــــا مــــحـــــمـــــــد کرزي ، فناساپي ، کبرا مظهري صاحبانو او نورو ښاغلو په نثرونو کښې يې غوره مثالونه موندلى شوو . ما هم د غرورد ځوانئ يا د ځوانئ د غرور په دوران ، خپلو بې ارزښتو کودړو ته (( مرغلرې )) ويلي دي . اوس عفوه غواړم او ځان ته په دغه صف کښې د دريدلو حق نه ورکوم .
دې ډول شعر ، در ديف او قافييې ، وزن او آهنگ له قيدونو او تقليدونو نه آزاد د (( نوي شعر )) يا (( آزاد شعر )) په نسبت ، د آزادئ خواته ، مخ په وړاندې ، يو بل قدم هم آخستى دى .
زمونږ ملي ادب ، ددې منثور شعر ډېرې ښې نمونې لري . بايد نور کار هم وشي . د ژبې د ادبي غناء لپاره زه ورته ډير ضرورت احساسوم .
٢. چه نثروي او شعر نه وي .:
د دين ، دولت ، سياست ، قانون ، علم ، ژور ناليزم او ټولنې په پراخو ډگرونو کښې ټولې ليکنې ، چه په نثروي ، په دې برخه کښې راځي .نو تر هغه پورې او په هغه اندازه ، چه مونږ او زمونږ ټولنه ، داسې موضوعاتو ته ضرورت لرو ، دا ضرورت په (( نثر )) په ښه توگه رفع کيدى شي . نو بايد ورته ډيره توجه وشي .
که په دې برخه کښې ماته د مشورې ورکولو اجازه وي ، نو به پيشنهاد وکړم :
_ ليکنه بايد د ژبې او ليک په اصولو او قواعدو برابره وي . ان تر دې چه د ليک نخښو پوره رعايت دې هم پکښې وشي او يو ټکى زياتى کمى ونه لري .
_ دا به غوره وي ،چه تروسې ، ژبۀ خوږه ، ساده او روانه وي .
_ که په داسې نثرونو کښې ، ادبي کيفيت او بديعي نزاکتونه هم رعايت شي . نو تاثير ، خوند او د افادې قوت به يې يو په دوه شي . خو په دې شرط چه دا ډول (( ادبيت )) د ليکنې د اساسي مطلب له رسايئ او وضاحت سره مرسته وکړي او د ځينو معاصرو سمبو ليکو شـــــعــــــرو نـو
په شان ، اصلي هدف پکښې پټ ياورک نه شي .
ددغه وروستي ډول نثر يوه ډيره لوړه نمونه ، د ( محمد در شير خوار گى وخرد سالى . . . ) کتاب دى . دا کتاب د مصر دانشمنداديب محمد شوکت التوني ليکلى او زمونږ اديب دانشمند صلاح الدين سلجوقي په فارسي ترجمه کړى دى . د سيرت او تاريخ ددغه کتاب عربي متن او فارسي ترجمه په ادبي ښيگڼو او گېڼو پسولل شوى او په دواړو ژبو د ادبي نثر ډير ښکلى مثال دى . او که ما څوک په کفرونه نيسي نو و به وايم چه په ډيرو خو کښې شعر دى . ښکلى ، عالي ، خوندور ، بديعي او رنگين شعر . داسې شعر چه د مولف علمي هدف يې لاروښان کړى دى . د ښاغلي سلجوقي (( افکار شاعر )) بې له شکه شعرنه ، بلکه د شعر څيړنه ده ، مگر د شعر په شان په ساحرانه ژبه . د گل پاچا الفت زياتره اجتماعي او سياسي ليکنې هم ، همدغسې دې .
٣_ چه هم نظم وي هم شعر .
په نظم شعر ، يا منظوم شعر ، زمونږ په ادبي نړئ کښې څرگند او اوچت مقام لري . ډير مقبول او معروف دى او هم دا عموماً او درايو په اتفاق (( شعر )) گڼل کيږي ، چه په دريو ډولو ويشل شوى دى :
• کلا سيک يا پخوانى تحريري شعر .
• اولسي شفاهي شعر .
• نوى ( آزاد ) شعر .
د منظوم شعر په دې درې واړو ساحو کښې ، ډېر اعلى او اعلى ترين شعرونه او شهکارونه موندلى شو . دا زمونږ دادبي ابداعاتو اساسي پانگه ده .څومره چه زياتيږي خوند کوي . په دې پسې بايد حريصان و اوسو نه محتاطه بخيلان . هو ! معيار او ابتکار پکښې شرط دى . شعر بايد شعر وي . نه هسى گپ ، چه (( له گپ نه مې زړه تور دى ! )) .
٤. چه نظم وي او شعرنه وي .
زمونږ په کلاسيک ، اولسي او آزادو نظمونو کښې يې نمونې ډيرې دي . ډير ځله شاعران او ناظمان څه ، چه ادب څيړنکو هم شـــــعــــر
بللى . ما هـم ، د ادبياتو د يو شاگرد په حيثيت ، د تيرو استادانو په پيروئ،په (( پښتانه شعراء )) کښې د ناظمانو تذکرې هم ځاى کړي دي .
نظم پخپله د شعر په شان يو هنر دى . تر نثر فرق لري . ليکل يې کار ، کړ او ، استعداد ، مهارت او صلاحيت غواړي . لکه څرنگه چه هر سور ږيرى ملا شاه گل کيدى نه شي ، دغسې هر ناظم هم شاعر کيدى نه شي . او همداسې د څو بيتونو يا د سوو بيتونو هر ويونکى ناظم .
نظم د منظوم شعر په شان وزن ، آهنگ ، رديف ، قافيه او مختلف شکلونه لري .د ژبې ادبي پانگه ده . د ادب د توجه وړ برخه ده . په ادب څيړنه او د ادبي تاريخ په ليکنه کښې تر مطالعې لاندې راځي . په ټولنه کښې لوستونکي ، اوريدونکي او منونکي لري .
نظم عموماً په دوه ډوله دى :
لومړى _ د شعر په تقليد نظمونه . مثلاً :
زه قلم را اخلم چه غزل ليکم . وزن ، رديف او قافيه ورته ټاکم . گل او بلبل ، زلفې سنبل ، شمع پتنگ پکښې ستايم . د آشنا له بيوفايئ او د رقيب له سپيتوب نه شکايت کوم . د عشق له تاوه او د بيلتانه له درده ژاړم . له سمبولونو او اسطورو ، تشبيهاتو او استعارو ، کنايو او اشارو نه کار اخلم . په بديعي پسولونو يې سينگاروم . ښه خواري کوم . په پاى کښې راته ښه غزل ښکاره شي . ځکه چه زما غزل دى ، نو ښه غزل دى . ښه غزل څه چه هر بيت يې بيت الغزل دى . هر چاته خپل مزى مرغلين ښکاري . زما څه گناه ده ؟ دا هيڅ گناه نه ده چه ماته هم خپل غزل ښه غزل ښکاري . نو يارانو دوستانو ته يا د مشاعرو په محافلو کښې يې ښه په ناز وانداز اوروم . اوريدونکي راته داد او ډاډ را کوي . زما زړه خوشحالوي . زما حوصله زياتوي . ماته يې توصيف کوي . . . . .مگر ، بيا هم شعر نه وي . .. نظم خووي . نظم هم خوښوونکي او ستايونکي لري . هغه چه له منافقت ياله مسخرو يې ستا يې نه يادوم . په ټولنه کښې د نظم ستايوال هم شته .
زمونږ د عنعنې له مخه ، د غزل هر بيت مستقل دى او ځانله موضوع لري . کله تصادفاً ، ياد پخو استادانو له خوا قصداً د ټول غزل يوه موضوع وي . دا خو ښه کار دى . زه يې طرفداريم . مگر په نظر کښې . عمل مې له وينا سره تفاوت لري . او کله لا د (( يقولون مالا يفعلون )) له رټلې او کږلې دايرې نه خو شکر ووځم . . . په هر صورت خبره زما په قول او فعل کښې نه ، د ښار په دود کښې ده . (( له ښاره ووځه له نرخه مه ووځه )) هم د هوښياراتو متل دى . نو زمونږ د ښار پخوانى او جاري نرخ دادى چه د غزل هر بيت ، د لنډيو په شان ، خپله ځانله معنا او مستقله محتوالري . په دې صورت زياتره ، او په هغه صورت کښې چه د ټول غزل يو مضمون وي هم ډير ځله داسې شوي چه د غزل يو بيت شعر وي او بل يې نظم . حتى دا توپير کله لا په دواړو مصرعو کښـې هم څرگندوي . دلته شاعرانو هم کرښې نه دي ايستلي او د تورخم په شان زنځير يې پکښې نه دى اچولى ، خو که منتقدو شعر څيړونکو ورته يو ځل چپه پوستين واغوست، نو بيا راشه که يې گورې ، هغوى خو زر له مسو بيلوي او له غوړونه ويښته و باسي . او که د نو کارو نو مايه و ناديده و متعرضانو گيرته ورغلې ، نو خداى دې ترې ساته ، هغوى خو د آنوبانو په لړمون کښې هم هډو کي لټوي او د تورخم د مزي پوليس او جلال آباد _ کابل د سړک ټو پکوال پاټکوالا د سړي نه هيروي .
دوهم _ په علمي مسايلو ، تاريخي پيښو ، د شخصيتونو د ستاينو ، کيسو او حکايتونو حاوي نظمونه :
دا پخوا ډير رواج و . زمونږ په ادبي پانگه کښې د سيرة النبى ، د انبيا ء و اوليا ء و ، امامانو او بزرگانو د کيسو او منا قبو ، د فقهي مسايلو ، د تجويد او ميراث د ضابطو ، د صرف او نحوې د قواعدو ، د طبي او تاريخي آثارونه نبولى تر خوابنامو او فالنامو پورې ، د مثنوي ، غزلو ، قصيدو ، چهار بيتو او داستانونو په شکلونو ، د وړو او غټو کتابونو په حجم ، منظومې شته . ځينې يې شعري تومنه او قوت هم لري او يو نيم يې دا على شعر نمونه او مثال هم کيدى شي . دا هر څه زمونږ د ادب شتمني ده . زمونږ فرهنگي ميراث دى . زمونږ د اولس د ډيرو وگړو په ذوق برابر دى . د ادب څيړونکو، ژب پوهانو ، ټولنپوهانو او مؤرخانو د څيړنو لپاره د توجه وړ مواد لري . مگر ، اوس يې رواج کم شوى دى . د ملنگ جان ، محمد نور او ملا مهتدين مکتب تړل شوى دى . د ملا نعمت الله ، سيدابو عليشاه او راحت زا خيلى په گدئ څوک نه دي ناست . بينا صاحب له نړئ سترگې پټې کړي دي . حافظ صاحب د غزل په مزل کښې گړندى پر مخ ځي او د جرار صاحب ژبه او قلم چليږي مگر ښپې يې بې د مه بې قدمه دي . نو بويه چه دلته هم داشمعه په سلگوده . زه خو ددې بهير د چور بندولو په طرف نه يم . که څوک يې په ښه ډول ، ښه په ډول ، رنگ ، خوند او ښايست کولى شي ، نو مونږ يې څله منع کړو ؟
ما خو ووې : په دې نظمونو کښې شعرونه هم شته . که مې څوک لغړ سر په کوتک ماتوي هم ، نو يوه رښتيا خبره به هم وکړم :
ماته خود حميد مومند تر غزل ، د هغه مثنوي ( نيزنگ عشق ) ډير خوندرا کوي . د فياض د شهزاده بهرام و گل اندام کيسه خو لا پريږده . تاسې خود حميد غزل شعر بولئ او دا نورې کيسى پيسى نظم . زه بيا هم اما او معافي غواړم او په ډاگه وايم چه دغسې کيسې هم شعرونه دي .
پاس ما ، د نظم او نثر له يوې خوا او د نظږ او شعر له بلې خوا ، د دوه په دووله ضرب نه ، څلور ډوله ليکنې را وايستلې او په رياضئ کښې مې هم خپل مهارت درته وښود.دلته يو بل ډول څيز هم شته چه نثر دى .
خو له نورو ذکر شوو نثرونونه بيل دى . دا پنځم ستون هغه منثور ادبي تخليقات او آثار دي چه خورا ډير ارزښت او اهميت لري . يعنې : نوي هنري لنډ ، منځني او اوږده داستانونه او داستاني طرحې ، ادبي ليکونه ، سفر نامې ، خاطرې ، او چير کونه ، فلمنامې ، ډرامې ، ټوکې ټکالې ، ادبي _ ژور ناليستيکي طنزونه او . . .
پخوا کيسې زياتره په نظم وې . اوس داستانونه ، ليکونه او سفر نامې بيخي په نثر دي . نور ژانرونه هم په نظم دي هم به نثر . ددې ډول نثرونو ژپه زياتره ساده ، مگر خوږه وي . کله نا کله ځينې ليکوال ، د هنر په نامه ، پکښې د رنگينئ د پيدا کولو کوښښ کوي . دا ډېره مبارکه هڅه ده . په (( آواره )) او ځينو نورو داستانونو کښې ، د عبدالرحمن پژواک هڅه ، ډيره کاميابه ده . په نثر کښې ادبي بداعت او شعري کيفيت پيدا کول خو هنري ارزښت يې يو په دوه کوي . مگر په دې شرط چه عام فهمئ ته يې ضرر پيښ نه کړي .
دلته زه د ز ړه يوه بله خبره هم کوم : زه خو په شعر کښې هم دغسې خوښوم او د ټول شعري جمال او کمال سره د وينا عام فهمي ضروري گڼم . ستاسې خوښه . زما پر هغه شاعر زړه ډير خوږيږي ، چه په خپل زعم ، حتى زما په گمان يې هم ، ډير اعلى شعر جوړ کړى وي . پرسټيژ يې ووايي . مگر د حاضرينو په سلو کښې نهه تنه يې استقبال و نه کړي . له سټيژه کوز شي . کورته ولاړ شي او بيا د هماغه ډول بل اعلى شعر په جوړولو بوخت شي . حمزه صاحب دې خداى و بخښي ، د ښه شعر په باب ويلي دي :
څوک پرې پوه شي په يــو رنگ څوک پرې پوه شي په بل رنگ
که څوک پوه پرې نه شي هم شي پرې مست لکه پـــــــتــنـگ
که د شاعر په وينا ، څوک په يورنگ او بل رنگ پوه هم نه شي او پرې مست هم نه شي ، نو دغسې اعلى شعرونه به په څه درد وخوري ؟ _ يو زه به ووايم : ډېراعلى ! نو څه فايده ؟
گرانه بدره !
ما و بخښه ! ما د نثر خبره کوله او د شعر (( معترضه )) پکښې راغله . نو د پنځم ډول نثري ليکنو په باب به په لنډو درته ووايم :
ددې ډول نثر ضرورت هم زيات دى او رواج هم . اللهم زد فزد ! !
ښاغلى بدر صاحبه !
دا خو يو ډول تقسيمات او دا صولنامو د مواد و په شان ، لږ څه منظم او ډير څه محترم ، مگر غير عملي چټيات وو . ستا خو ښه چه منې يې او که نه ؟ ساتې يې که اور ورپورې کوې ؟ _ او که زه د چا غــــونــــدې ټيــــــم ورکـــــــړم . نوو به وايم (( دا خـــــو د مــــــــوضوع يو ډول کلاسيفيکيشن و. )) نو دا به کفايت وکړي . علماء خو همدغسې کــــوي
. مگر زه خو عالم نه يم . د علماء و د ښپو خاورې يم . ما د هغو پېښې کړې دي . تا اصلاً زما نظر ) غوښتى دى . نو :
زما د هغه علم ، چه نه يې لرم ، نه . بلکه د ليو نتوب اصلي خبره داده :
مونږ ، په خپل ژوند کښې ، هم نظم ته او هم نثرته هڅول شوي يو . د پوهانو ، پوهاندانو ، استادانو ، ډاکټرانو ، پروفيسورانو منتقدانو له خوا ، راته ډير ځل ويل شوي :
نظم نه ، نثر ! يا _ نثر ، نه نظم .
د هغو زيات سپارښت په نثرو .
ځينو به دا هم ويل :
نظم نه ، شعر ! يا _ شعر ، نه نظم .
ددوى زيات سپارښت په شعرو .
دا خبرې په ځاى دي . بلا د لايل لري . زه يې ردوم نه . ردولى يې شم هم نه . فقط دومره د (( خپل نظر )) په نامه او د خپل عمري ليونتوب د څرگندولو په نامه پرې زياتوم :
مونږ ( د لويو استادانو په شمول ) په استبدادي ټولنه کښې پيدا شوي او لوى شوي يو . د پيړيو په پوړيو کښې زمونږ ټولنه استبدادي وه ، ده او الى ماشا ء الله وي به . که استبداد غم وي ، نو دا غم ورځ په ورځ را باندې زيات شوى دى او کم شوى نه دى . يو مثال :
دالمتوکل على الله محمد ظاهر شاه په دوران کښې ، مونږ په خپلو غاړو کښې د استبداد حلقه حسوله . مگر هغه د غاړې د يو مودنه لويدلي امېل په شان و چه د نورو په نظر بد غوندې ښکارېده او مونږ پرې لږ شرميدو . د سردار محمد دا ء ود په وخت يې حلقه تنگه شوه او هغسې نکټايى ترې جوړه شوه چه لږه کلکه تړل شوې وي ، ډول يى کاوه خو پرې ځوريدو .. تر هغه وروسته ، د ورځې مود سره برابره ، سره زندئ
شوه او اوس خو شنې زندئ سره مو سترگې بقې ختلي دي . !
نو ، ته ، دې شپېتو کلونو باندې زمونږ ټول تاريخي ضايع شوى عمر حساب او قياس کړه !
که د بلې معترضې اجازه وي ، نو له تا بدر صاحب نه ، به پوښتنه وکړم :
په دې حالت کښې ، خير خو دى چه د نثر د اړتيا او نه اړتيا سودا درته پيښه شوې ده ؟ ؟
خير ! ته مه خپه کيږه ! ستا اميدد ستاينې وړدى . دنيا په اميد خوړله کيږي . مونږ خو داستبدادي دنيا د فرهنگ او تاريخ پيداواريو . بيا هم زمونږ زړونه او ذهنونه ، له استبدادي خصلتونو ، تاثيراتو ، تاثراتو ، تفاعلاتو او انفعالاتو څخه نه دي آزاد شوي . زمونږ ذوقونه او روشونه ، زمونږ فکر ونه او قضاوتونه ، زمونږ عواطف او احساسات ، زمونږ کړه وړه او زمونږ عملونه او عکس العملونه د استبداد تر تاثيراتو لاندې پيدا شوي ، انکشاف يې کړى او زمونږ د شخصيتونو د تشکل او تکامل بنسټ يې ايښى دى .
که مونږ په خوله استبداد بدگڼو او نه غواړو چه د مستبد په نامه ياد شوو، دا د عصر او چاپيريال اثر دى . مگر ، پخپله ، په ټوله معنا ، در ايې او عمل استبداد لرو . او دا زمونږ د ماضي او حال اساسي خصلت دى . همدارنگه د يو آفاقي او انفسي تضاد په حالت کښې مونږ (( آزادي )) ستايو مگر ، نه پخپله آزاد يو او نه د ځان لپاره او نه د بل لپاره،آزادي غواړو . زمونږ رسمونه او دودونه ، زمونږ اخلاق او کرکټر ، زمونږ مننې او انگيرنې دغه تومنه لري .
مونږ د هرې خبرې لپاره په امر او فرمان عادت شوي يو .يا فرمان صادروو يايې عملي کوو . او که نه ، د فرهنگ په نړئ کښې ، د علم په جهان کښې او دادب په د نيا کښې خو داستبداد زنځيرونه نه دي په کار . خو افسوس چه زمونږ لاسونه او ښپې څه ، زمونږ ذهنونه او زړونه ، زمونږ عقل او احساس ، زمونږ شعور او لا شعور ، زمونږ جسم او روح ، زمونږ نَفْس او نَفَس
لاپه دغسې تورو زنځيرونو تړل شوي دي .
گرانه بدره !
ته ځوان يې او تر ما ښه احساسوې چه تر عشق او محبت ، بل لطيف احساس په نړئ کښې نشته ، مگر مونږ په عشق کښې هم زور چلوو . د مقابل لوري د لطيف احساس هيڅ رعايت او انتظار نه کوو . زمونږ بابا به ويل :
زه خوشحال کمزورى نه يم چه به ډار کړم
په ښکاره نارې و هــم چه خوله يې راکــړه :
بابا کمزورى نه و . نه ډارېده او په ښکاره نارې وهلې... مگر مونږ ؟
د (( عشق )) او (( زور )) په ډگر کښې ، په ډير جابرانه او جار حانه ډول ، تر بابا زر کيلو متره وړاندې يو . واوره ! !
خــــــولـــــگــــــئ پــــــه زوره درنـــــــــه اخلم
ټـــــوپــــــک شـــــاهى ده څوک پوښتنه نه کوينه .
مونږ د علم و ادب په ټولنه ، يا څيړنه کښې ، په ډير فخر وايو چه ښه شعر هغه دى چه ابتکارو لري . مگر ، که کوم ساده شاعر ته ، زمونږ دې خبرې خوندورکړ او په ابتکار بريالى شو ، بيا نو سل خبرې ورپسې کوو ، له گيډې نه دلايل ورته تراشو چه دستاينې وړ اثر يې وغندو .
مونږ داسې پوزنيسو چه گواکي انتقاد خوښوو ، نو په خپل زعم ، انتقاد کوو . خو په انتقاد نه پوهيږو . د انتقاد د اوريدو تاب خوبيخي نه لرو . په بل انتقاد خوندراکوي ، مگر د ځواب اوريدوته يې حاضر نه يو . په ځان لا انتقاد پريږده . مونږ د ښکنځلو ، توهين او انتقادفرق نه شوو کولى . بل سپکوو ، خو خپله خبره د کاڼي کرښه بولو .
مونږ يوازې هم دې خبرې ته ډير کلک يو چه خپله رايه د کاڼي کرښه وبولو ، رښتيا هم زمونږ را يې د کاڼي کرښې دي ، ځکه چه زمونږ ماغزه د کاڼي په شان دي . د کاڼو په شان نه ، بلکله پخپله کاڼي دي . د (( متحجر )) اصطلاح زمونږ د مغزو په باب کښې سمه ده . کومه کرښه چه زمونږ د مغزو په کاڼيزه ساده لوحه کښې وايستل شوه ، بيا نو مرگ او شيطان يې هم نه شي ايسته کولى .مونږ کروړ خلک يو او په خپلو خبرو ډير کلک . زمونږ ذهنونه ډير کراړ دي . د (( ښه )) او (( بد )) په تشخيص کښې ، زمونږ معيار ، زمونږ خپل ذوق دى . مونږ ډېر ذهني گرا خلک يو . مونږ په خپلو ځانونو مينان يو . غواړو چه خپله هره خبره په نورو په زوره ومنو . او پخپله هم د بل د خبرو اوريدوته په رضا حاضر نه يو . زور ته تسليم يو . فقط د زر اوزور بتانوته سرونه ټيټوو . نورې خبرې هسې د تشريفاتو لپاره کوو . زمونږ اصلي خبره د (( زور )) خبره ده . مونږ دغسې وو او دغسې يو ،.نو د پنځو زرو کلونو دتهذيب او تمدن په نتيجه کښې ، کلا شنيکوف را باندې حاکم شو . اوس لا هم همدغسې يو . خداى پاک دې خير را پيښ کړي . !
وگوره گرانه بدره !
اول دازه څومره په خپلو خبرومين يم ؟ څومره په حاشيه کښې ولاړم ؟ څه ضرور ؟
نو داته ووايه ! !
مونږ ولې د قلم خاوندانو ته دستور ورکړو چه دا وليکه او دا مه ليکه ! شعر وليکه او نظم مه ليکه !نظم مه ليکه او نثرو ليکه ! نثر ته اړتيا لرو او نظم ته يې نه لرو . هغه ډير کړئ او دا کم.بيا په خپلو خبرو بې درکه ټينگ شوو هم ؟
زور ووهو او اثبات ته يې دلايل وترا شو .
اوولې تر قيامته پورې په دې فکر واوسو چه که فلسفه نه وي نو سفسطه خو شته . که ژبې او قلم کار نه ورکاوه نو کوتک خو زمونږ قانون دي . چه زمونږ کلتور ، کل توره ده نو د منطق ضرورت نشته . که رښتيانى دليل را سره نه وي ، نو پسې شا خبرې ، بدې ردې او ښکنځلې خو زمونږ رواج دى . که د چا علمي او فرهنگي کار زمونږ د فکر او فهم نه او چت و ، نو شخصي کړه وړه خو يې ډانډس کولى شوو او که د چا شخصي عمل او اخلاق زمونږ تر هغې لوړ وو نو په سياسي افکارو يا اعمالو خو يې لگيدى شوو .
مونږ ولې داسې يو او داسې کوو ؟
_ زه چه ځان ته فکر کوم ، دا ځکه چه زمونږ پر ذهنونو او ضميرونو ، له فرعوني زور او قاروني زر نه درازيږيدلي مستبد شيطان حکومت دى . هغه شيطان نه چه په دې لنډئ کښې ياد شوى دى :
ستا په نتکئ کښې شيطان زانــــگـــــي
هره شـيـبـه مې ستا خولگئ ته لمسويـنه
بلکه دا بل :
ستا په مغزو کښې شيطان ناست دى
هره شيـبه دې زما مرگ ته لمسوينه
نو راځه بدر صاحبه ! چه ولاحول ولاقوة الا بالله العلي العظيم ووايو . د شيطانانو مخونه تور کړو . د علم ، فکر ، رايې ، ادب او فرهنگ آزادي ومنو . د شعر او شاعر آزادي وغواړو . د قلم آزادئ پسې هڅه وکړو . د قلم خاوندان پريږدو چه څه ليکي هغه دې وليکي . څه چه وايي هغه دې ووايي . څنگه چه يې ليکي او څنگه چه يې وايي هغسې دې يې وليکي او ودې وايي . سندر غاړي دې ته مجبور نه کړو چه مونږ نه د فرمايش پوښتنه وکړي . هنر مند پخپله د سندرو وخت او مقام پيژني . (( فرمان )) او (( فرمايش )) د هنر او هنرمند د آزادئ مخه نيسي .
زه علمي ، ژبني ، بديعي او هنري قوانين نه ردوم . خو د بل په کار ، ابتکار او ذوق کښې مداخله مې نه خوښيږي .
تاسې وگورئ ! يو ديني متقي رسيدلي عالم او مولوي ته د خداى اورسول لار پخپله معلومه ده . هغه سترگې لري او ويني چه په ټولنه کښې قتل او قتال ، غلا او داړه ماري ، رشوت او اختلاس ، بغى ، فحشا ء او منکر ډير شوي ، نو اولس ته په دې باره کښې او رول په کار دي . نو زه څوک يم چه ورته ووايم : استاذه ! په لمانځه کښې د موعظې له ښنگرو نه پايڅې جگول ثواب لري او ټيټول يې د جبابره و خصلت دى . نو ته په دې کښې امر بالمعروف و نهى عن المنکر وکړه !
نو همدارنگه زه وايم : زمونږ دستورونه او مشورې خو زياتره زمونږ درايو او نظر ياتوپه شـــــــان عندي او ذهني څه چه تر ډيره حده پورې غرضي او مرضي دي .نو شــاعر
پريږدئ چه په خپله طبع شعر ووايي . اديب پريږدئ . چه څنگه يې خو ښه وي هغسې قلم وچلوي . د ژور ناليست آزادي ومنئ چه خبرونه ، او گزارشونه له پيښو سره مطابق په واقعي او رښتياني ډول وليکي . همدارنگه د رسام ، عکاس او د سندرو د هنر مند خپلواکي .
په هغه صورت بيازه څه حق لرم چه تاته ووايم :
هلکه بدره ! غزل مه ليکه نوى شعر وليکه ! يا نوى شعر مه ليکه زړې بابولالې وليکه ! يا تاريخ مه ليکه جغرافيا وليکه ! يا د ملا محمد اکبر ارزاني او سلطان علي خراساني په شان د طب کتاب په فارسي نثر مه ليکه او د خوشحال خان خټک او ميا تجمل شاه خټک غوندې يې په پښتو نظم وليکه يا د حافظ مرغزي ، حميد کشميري او مير حيدر ناظم کندهاري په څير دتاريخ کتاب په نظم مه ليکه او د محمود الحسيني ، ملا فيض محمد ، قاضي عطا ء الله خان او احمد علي خان کهزاد غوندې يې په نثر وليکه .
زما پرې څه ؟ زه څوک يم ؟ او زه څه حق لرم ؟
هو ! که زه ستا د آثارو يو وفادار او صميمي دايمي لوستونکى شم ، نو دا به زما نيکمرغي وي . په هغه وخت کښې به داجرء ت او جسارت وکړم چه درته ووايم :
څه چه ليکې او څنگه يې چه ليکې هغه او هغسې يې وليکه !
مگر : له قلم نه دې جار شم !
ښه يې وليکه !
ښه يې وليکه !
ښه يې وليکه !
او که ووايې : (( ښه )) يعنې (( څه ؟ ))
نو بيا به درته عرض کړم :
مخ په وړاندې :
د آزادئ ، ابتکار ، رنگ ، خوند او ژوند
پر لوري ! !
والسلام . ستاسو خدمتگار عبدالله بختانى