ولسوالۍ او ښاروالۍ د فساد جرړې.

 
د روان ۲۰۱۲کال د ۱۲مياشتې په ۵نېټه د شفافيت نړيوال سازمان اعلان کړه، چې افغانستان په اداري فساد کې د نړۍ لومړی درجه ځای ګټلی، او زياته کړې يې ده، چې تېرکال همدې هېواد درېيم ځای درلود، په هېواد کې اداري فساد ورځ تربلې اوج ته رسېږي، هېوادوال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، فقر هم خپل لمن پراخه کړې، په مرکز کابل سربېره په ولاياتو کې زرګونه کورنۍ د کډوالۍ شپې ورځې په خېمو کې تېروي، غريب ورځ تربلې غربت خوا ته روان دی او پيسدار ورځ تربلې زياتې پيسې پيداکوي، اوس د کپيټليزم نظام خپل وزرونه خواره کړي، په مرکز کابل، ولاياتونو او ولسواليو کې د رشوت نه بغير څه نه کېږي ، هر کار پیسې غواړي که قانوني وي او که غير قانوني، پدې برخه کې بيا ښاروالۍ او ولسوالۍ ځانته سيستمونه لری او رشوت د مرکزي ادارو څخه هم زيات غواړي، يوژورناليست راته کيسه کوله، چې يو پښتون مېشته ولايت ته لاړم ترڅو يې په ولسوالۍ کې د خپلې پروژې په اړه پوښتنه وکړم او معلومه کړم چې هلته زموږ کارګر څومره مفيد دي او څومره کار يې کړی؟ د همدې موخې ترسره کولو لپاره مې له ولسوال څخه چې د هماغه ولسوالۍ حاکم غوښتنه وکړه، نوموړي ولسوال چې نه يې غواړم ولسوالي او نوم يې ذکر کړم، راته يې وويل دا کار نه کېږي، ستونزې زياتې دې، هلته خلک له دولت څخه ډېره فاصله لري، حتی چې رنجينر موټر وګوري سملاسي پسې ماين الوځوي، ژورناليست ويل يوه ورځ مې د ولسوالۍ په مقر کې تېره کړه، ډېر مې ورته وويل، خو هغه همدغه یوه خبر کوله، چې نه کېږي، اخير يې راته کړه، چې (ځه نو چې ته مې تنګوي، کوښښ به وکړم خو مشکلات لري)، ژورناليست وويل دا کلمه (چې وبه شي خو مشکلات لري) په هېواد کې د پيسو غوښتلو نوې کلمه ده او موږ پرې ډېر ښه پوهه شوي يو،  ده وويل دا چې زه ډېر ستړی شوی وم، ولسوال ته مې وويل (ښه ولسوال صاحب څه غواړې) ولسوال راته مخ راواړو راته يې وويل ۲۰۰۰۰۰ (دوه لکه کلدارې)، ترڅو پرې زه خپل مصارفات وکړم، ژورناليست ویل چې سبا مې ورته دوه لکه کلدارې ورکړې او بيا يې اجازه راکړه چې خپل کار وکړم. قدرمنو! تاسو فکر وکړئ، چې يو ولسوال یوازې د يو شخص څخه د يوې ورځې رسمي سروی يا ټول پوښتنې لپاره دوه لکه کلدارې غواړي له نورو به څو غواړي او څومره پیسې به ټولوي، د ژورناليست ورور د کيسې يادولو ترڅنګ مې د خپلې ولسوالۍ کيسه ياده شي، زه ولسوالۍ ته لاړم ترڅو په ولسوالۍ کې قانوني بند کار خلاص کړم، زما کار چې په ولسوالۍ کې د يو دوکان د جوړېدل و، ولسوال زما عريضه ښاروالۍ ته راجع کړه، ښاروال لومړی راته ډېر په تونده لهجه وويل، ولې دې عريضه ولسوال ته وړله او زياته يې کړه، چې سبا ته راشه، سبا چې لاړم ښاروال مصروف و، مامور يې راته وويل بله ورځ راشه په همدې شکل يوه اونۍ راباندې تېره شوه، يوه اونۍ بعد مې چې ښاروال وليد راته يې ویل کار دې دی، ځوان يې مرسته به درسره وکړم خو ولله(ج) لږه ستونزه لري، په ټکه پوهه شوم، چې ښاروال هم پيسو ته سترګه خړه کړې، ماورته وويل ښاروال صاحب خير دی د موټر تيلو ټانکۍ به درته ډکه کړم، ښاروال وويل نه بچی، ټانکۍ ډکه ده، خو نور مصارفات مې زيات دي او راڅخه يې پنځوس زره روپۍ واخيستې. يو ساعت کې مې کار خلاص شو. تېره شپه له ملګرو سره ناست وم، او پورته دواړه کيسې مې ورته بيان کړې، دا چې زماټول ناست ملګري د قلم خاوندان او تکړه ژورناليستان و، راته يې وويل، اوبه له پاسه نه خړې دي، ولسوالان او ښاروالان، واليان او مامورين د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري مقررېږي او هغه چاته اوليت ورکوي چې خپله حصه پدې ادراه کې له چارواکو سره شريکې کړي، هر نفر د لياقت پرځای په پیسو مقررېږي او هر سيټ ځانته ځانته قيمت لري، خو ويې ويل چې د لومړي فيس وروسته مياشتنی فيس چې د رشوت د پيسو څخه ترلاسه کېږي په سيمه ييزو ارګانونو اداره کې يې له چارواکو سره شريکوي، ترڅو څوکۍ يې په امن کې پاتې شي، او که برخه ورنکړي په لنډ وخت کې يې له دندې ګوښه کوي، نو ولسوالان  او ښاروالان مجبوراً بايد د مشرانو خولو ټپولو لپاره هره مياشت سهم راولېږي. واليان، ولسوالان او ښارولان د پيسو په مقابل کې څوکۍ ترلاسه کوي، د هرې مياشتې سهم په اخيستو د همدې چارواکو له لوري حمايه کېږي او کلک ملاتړ ترې ښايي، د ولاياتو او ولسواليو په سطحه اوسنۍ حکومتداري، ښه چوپړ، مرسته او همکاري چورلټه له منځه تللې، ځکه چې ياده شوې اداره داسې نه غواړي، چې د ولسواليو په سطحه دې حکومتداري تقويه شي، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې اوسنۍ حالت رېښتيا هم په اداري فساد او د کارونو په نه منظمتيا کې ريکارډ جوړ کړ، دوی چې اصلي دنده يې د ولاياتو، مرکز او نړيوالې ټولنې ترمنځ د پل حيثت لري اوس په اداري فساد او د کارونو په خنډتيا کې ډېره مصروفه شوي، دوی چې له ښاروالانو او ولسوالانو پيسې اخلي هغوئ هم مجبورېږي، چې له عام ولس څخه پيسې واخلي، په همدې چارې سره عام ولس د رسمي کارونو د خلاصون لپاره رشوت ورکولو ته اړ کېږي زړه ماتي شي او له دولت څخه فاصله واخلي، لکه څنګه چې ژورناليست ورور ته ولسوال صاحب ويلي و. د دې لپاره چې هېواد مو له روانو ستونزو او بدبختيو ژغورلی وي، لازمه ده، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، وزارتونه او رئيسانو په مشرانو دې له سره کتنه وشي، هغه څوک دې مقرر شي، چې اهليت ولري. په درناوي. ق. بدر