په میدان وردګو کښې  وروستۍ نا امني !!؟؟ میدان وردګ و ژغورئ !

سیف الله  عشرت  امرخیل
میدان وردګ یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کلونو کښې  د یو شمیر سیاسي او افراطي ډلو تر منځ د بز کشۍ میدان ګرځیدلی ، له بده مرغه چې په دې نا امنیو کښې  د هغو کسانو لاس تر ستر ګو کیږي چې هم له دولت نه امتیاز اخلي او هم له مخالفینو سره اوږه په اوږه په سیمه کښې  وحشت او نا امني رامنځ ته کوي .
له بده مرغه چې میدان وردګ د هیواد په کچه یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د څو قومي ټیکه دارانو په لاس کښې  د وزلوبې د خوسي په ډول پروت دی له یوې خوا هزاره کان کوښښ کوي چې په یو ډول نه یو ډول ټول امکانات د خپل ځان کړي له بلې خوا د وردګو قومي ټیکه داران ځانونه  ددې مستحق ګڼي چې دوئ په دې ولایت کښې  تر نورو قومونو نه په اکثریت کښې  دي نو چې په دې ولایت کښې  هر څه کیږي لومړی خو باید د دوئ له پاټک نه تیر شي .
پاتي کیږي د میدانیانو ټیکه داران دوئ کله په یو او کله په بل نوم سره وران شي تر اوسه په دوئ که نه نیم منی پیدا شو اونه هم د دنیا موړ. دوئ چې کله په شخصي ګټو سره وران شي یا ورته قومي رنګ ورکوي او یا ورته تنظیمي اویا هم کله ناکله بیا د مجاهد اوکمونیست خبره سره را پورته کړي خو ټول اختلافات یې  دشخصي ګټو په مبنا وي ، یوه ورځ هم په دوئ کښې  داسې کس پیدا نه شو چې د ولس ګټي یي په نظر کښې  نیولې وي .
په دې لس کلنه دوره کښې  یو شمیر یې نه  د امریکایانو په پیسو ماړه شول نه د کرزي د ملي روغې جوړې ، سولې ، بیا رغاونې او داسې نورو بې حسابه امکاناتو ، نه د ای ایس ای په کلدارو ماړه شول او نه او نه هم د ایران په کڅوړو ، د ځکمو غصب خو پریږده چې هغه په ټول هیواد کښې  یو موډ ګرځیدلی دوئ آن د هیواد په ملي سرمایه (معدنونو) یې هم صرفه ونکړه په دې ولایت  کې یې د کرومایټو  کانونه هم چور کړل اوتالان کړل ، د الغتا له تاریخي ښارګوټي نه یې بوتان او تاریخي اثار هم پټ کړل خو بیا هم ځانونو ته مسلمان ، مجاهد او وطن پرست وايي.
په دې ولایت کښې  د نوي والي په راتګ سره حالات نور هم کرکیچین شوي ، له نوی والي په اړه مې  چې  لږ او ډیر اوریدلي  او تر اوسه خو د خدای فضل دی لیدلی مې هم نه دی کاملا یو ملنګ سړی راته ښکاري حالات یې ورځ تر بلې له کنټرول نه وځي ځکه له یوې خوا د عمر په لحاظ هم ډیر سپین ږیری دی او بل لور ته  تر اوسه قومي ټیکه داران له ده نه  د امتیازاتو د غوښتلو په سیالیو کښې  دي او له والي نه یې هم لاره ورکه کړې .
پخواني والي حلیم فدایي په خپل ټول توان او قدرت سره کوښښ وکړ چې په دې ولایت کښې  په خپل ځای پاتې شي خو په خپلو ټولو مشروع او نا مشروع امکاناتو په دې ونه توانید چې پاتې دې شي .
فدایي ډیر کوښښ وکړ چې سیمه تر پخوا نوره هم ناامنه کړي څو بل کس دې ولایت ته زړه ښه نه کړي ، هغه یو شمیر قومي ټیکه داران په منقولو او غیر منقولو امکاناتو ونازول چاته یې نقدي پیسې ورکړي چې دده لپاره په حکومت کښې ورته سفارشونه وکړي ، چاته یې دولتي ځمکي په لونګۍ کښې  ورکړې او یو شمیر یې بیا د حج په سفرونو هم ونازول خو بیا هم په خپلو هڅو کښې  بریالی نشو ځکه ولس ډیر ترې تنګ شوی وو .
د والي د تګ له اوازې سره سم قومي ټیکه داران او یو شمیر سیاسي ډلې ټپلې په دې هڅه کښې  شول چې د ولایت لپاره خپل وړ کس حکومت ته ور و پیژني په دې کښې  د دعوت تنظیم له خوا د حاجی حضرت جانان ، د حزب اسلامي له خوا عزت الله نوري ،  د افغان ملت ګوند له خوا عبدالله شیرزی ، د حرکت تنظیم له خوا عبدالقادر طارق ، د پخوانیو چپي ډلو له خوا ضیا بومیا او د محاذ ملي تنظیم له خوا عبدالمجید خوګیاڼی ور معرفي شول په نتیجه کې د دوئ د څو میاشتو سیالیو څخه وروسته عبدالمجید خوګیاڼی چې د کریم خرم له خوا یې سخت حمایت کیده په دې و توانید چې د ولایت څوکۍ تر لاسه کړي.
خو پخوانی والي فدایي چې په میدان وردګو کښې  په پراخه غلاوو او د قومونو تر منځ د جنګونو او بې اتفاقیو په تور تورن دی ، ددې لپاره چې دی د خلکو له ذهنونو وغورځي د خپلو پخوانیو ملګرو په مرسته غواړي په ولایت کښې  نورو نا امنیو ته پوکی ورکړي .
شا او خوا دوه میاشتې کیږې چې نوي والي په دندې پیل کړی او ددې تر څنګ په دې ولایت په خاص ډول په مرکز، نرخ ، جلریز او چک ولسوالیو کښې  په مظلومو خلکو ډول ډول ظلمونه روان دي ، ویل کیږي چې پخواني والي خپلو پخوانیو همکارانو ته دنده سپارلي تر څو د ولایت امنیت نور هم له خنډ سره مخ کړي یوه مجهول الهویه ډله چې نه د ولایت د والي زور ورسره رسي او نه هم د مرکزي حکومت چندان پروا کوي د خلکو په زورونه ، بې مسوولیته تالاشیو ، د کورونو سوځول ، په ماینونو د دروازو الوزول او آن څو بې ګنا ه کسان یې په شهادت هم رسولي .
سره له دې د دولت مخالیفینو هم له څو کلونو راهیسې په ولایت کښې  وحشت خپور کړی او په کار خو دا وه چې  وحشت باید  په وحشت له منځه یوړل شي خو ولس ډير مظلموم دی او  زورونه بیا د تحمل وړ نه ده ځکه ولس  د جنګي ډلو تر منځ یرغمل شوی دی نه دطالب او حزب اسلامي مقابله کولای شي او نه هم د حکومت او امریکایانو بس یوازې د خپل مظلومیت اوښکې  تویوي .
ما یې مخکې هم یادونه کړې په دې وحشت کښې  یو شمیر هغه مافیا يي دلالان لاس لري  چې هم مسلح ډلې لري ، هم له حکومت نه په یو او بل نوم باج اخلي او هم په ولایتي ، قومي او د سولې په شوراګانو کښې  غړیتوب لري او له دې لارې ډول ډول امکانات تر لاسه کوي .
زما غوښتنه په سر کښې  د ولایت له والي نه داده چې ایا ستاسو د ملي امنیت اداره فعاله ده او که څنګه چې ددې کسانو په پیژندنه کښې  اقدامات وکړي ایا تاسو  په دې خبر یاست چې ستا د ولایت اداره کښې   داسې کسان هم ځای په ځای شوي چې هم د دولت په مخالفینو کښې  مسلح ګروپونه لري هره ورځ ورسره په تماس کښې  دي او هم ستا په غونډو کښې  برخه اخلي، دوئ خو ایمان ، وطن او هر څه د پیسو په مقابل کښې  خرڅ کړي تاسو څه کوئ!
 له ولسمشر نه هم د میدان وردګو د ولس غوښتنه دا دي چې دې ناورين ته د پای ټکی کیږدي او هغه کسان په ګوته کړي چې ددغو فجایعو تر شا لاس لري څو د هیواد عدلي او قضایي ارګانونو ته ځواب ووایي.
دوستانو د لا ډیرو معلوماتو لپاره دغه لینکونه هم درسره وګوری.
http://rohi.af/fullstory.php?id=22295
http://www.tolafghan.com/posts/26204
http://www.tolafghan.com/posts/26342