چاته فرياد وکړو ؟!

له ناورين د پاسه ناورين ، له تورتم د پاسه تورتم او د غم له پاسه غم !!! دلته خو په رښتيا ، چې غم هېڅ له غمه نه شرميږي او هغه کور او کلي ته ورروان وي ، چې لا دمخه په وير اخته وي .
نه پوهېږم ، چې ولې زموږ په کاله کې هيلې ګلان نه راوړي ؟ نه پوهېږم ولې دلته هيله لا سمه غوټۍ نه وي ، چې بيا د غم او ناهيلۍ سېلۍ پرې نازله شي او تر سپړېدو د مخه يې وچه کړي ؟ نه پوهېږم دا د چا شامت دی او د چا قصور ؟
هره ورځ بې شماره هيلې دي ، چې خاورې کيږي او هره ورځ بې شمېره سرونه دي ، چې بې درېغه قلم کيږي . له يوې خوا اورو ، چې نن مو دومره طالبان ووژل ا و له بلې خوا اورو ، چې دومره مو پوليس او دومره هم ملي اردو ووژل . خو دا چې طالب څوک دی او پوليس څوک ؟ او دا چې د دوی کونډې او يتيمان بيا د چا تر غاړې دي ؟ د دې خو څوک نه فکر کوي او نه هم تپوس . که د حالاتو له هغو مجبوريتونو او لاملونو څخه ، چې دوی يې پوليس کېدو او طالب کېدو ته اړايستلي تېر شو ، نووبه وايو ، چې دوی پخپله د جګړې لار ټاکلې هم بل وژني او هم ځان وژنې ورته ورکوي . خو دهغو انسانانو څه ګناه ده ، چې نه يوازې جګړه نه کوي بلکې تر ې کرکه کوي او ترې په تېښته دي ؟ د خدای ( ج ) د شنه اسمان تر چتر لاندې دومره ځای نشته ، چې دوی پناه وروړي ، نه خو يې د اسلامي ورورولۍ مدعي ګاونډیان مني ، نه خو يې د الله (ج ) د لارې طالبان اونه هم د بشري حقونو او دموکراسۍ ټېکه داران پخپلو جونګړو کې په کرار پرېږدي . هو ! جونګړې يې ورته ورانې کړي ، ښځې ، پلرونه ، ميندې او ماشومان يې ورته ووژني ؛ بيانو يوې خوا ته د الله د لارې هغه طالبان ، چې د همدوی پرکورونو ورننوتي او د دوی له جونګړو يې مورچې جوړې کړي وايي ، چې ملکي خلک دې له پوځي ځايونو او کاروانونو څخه لرې اوسي ! او د دموکراسۍ ټېکه داران وايی ، چې که څه هم په جګړه کې حلوا نه وېشل کيږي ، خو بيا به هم موږ د پېښې په اړه پلټنه وکړو او که چېرې ډېره خواخوږي يې درلوده ، نو بيا پخپلو کې سره وايي ، چې بايد د ملکي خلکو د تلفاتو مخنيوی وشي ، هغه هم پدې دليل نه ، چې دوی د ژوند حق لري بلکې پدې دليل ، چې دا به د طالبانو ليکې نورې هم پياوړې کړي . دملي ( !؟) دفاع وزارت هم ، چې ډېره باتوري وکړي نود وژنو د مخنيوي لپاره طرحه وړاندې کړي او بس .
خو همدا چې دوی د ملکي خلکو له ژوند سره د پام ساتنې ژمنه وکړي پر سبا يې د هغې دوه چنده بياووژني . همدا څو ورځې د مخه ناټو په بروکسل کې پرېکړه وکړه ، چې هماغه د پورتني لحاظ له مخې به د ملکي خلکو له ژوند سره پام ساتي او دفاع وزارت هم خپله طرحه ورته ورکړه ، خو دادی لا يې اوونۍ پوره نه ده ، چې په پکتيکا کې يې تنکي ماشومان او د ارزګان د چوره په ولسوالۍ کې په لسګونو بې ګناه انسانان له خاورو سره خاورې کړل .
نه پوهېږو ، چې موږ چاته مخ ورواړوو او چاته استغاثه وکړو ؟ هغه حکومت ته ، چې يوازې د څېړنې هيأتونه ټاکي ، هغه ولسي جرګې ته چې يوازې د خپلو معاشونو د زياتوب په فکرکې دي او يا هم ګوري ، چې پر چا خپله رايه وپلوري او يا هغه ملي ګوندونو ته ، چې نوم يې شته خو نښې يې نه ! که نه آيا دغه په سلګونو انسانان ، د دې ارزښت نه لري چې له امله يې د دفاع وزير ، د داخلې وزيراو يا هم د ولايت والي استعفا وکړي او يا لږ ترلږه د استعفا ګواښ وکړي . ايا دهمدې بېګناه افغانانو وينه د دې ارزښت نه لري ، چې وکيلان د پارلمان له غونډو سره تر هغوپرېکون ( بايکاټ ) وکړي ، مګر داچې :
۱ ـ د وژنوعامل ځواکونه رسماً بښنه وغواړي .
۲ ـ عاملينو ته د نړيوالو قوانينو له مخې سزا ورکړل شي .
۳ ـ دقربانيانوکورنيو ته د نړيوالو معيارونو له مخې تاوان ورکړل شي ( نه دا چې د دوی دقرباني بيه به دوه مليونه وي او زموږ د قرباني بيه به پنځوس ډالره ) .
۴ ـ رسماً ژمنه وکړي ، چې دا ډول بې پروايي به بيا نه تکراريږي .
نو بيا کېدای شي ووايو ،چې زموږ پارلمان ملي او غړي يې په رښتيا د ولس استازي دي . خو له بده مرغه دا ټول د کنګل پر مخ د هيلو کښل دي . له بده مرغه په موږ کې هم دومره تومنه نشته ، چې خپل غمونه په ګډه وژاړو او خپل فريادونه سره شريک او همغږي کړو .
نو اې لويه خدايه ! موږ نه پوهېږو ، چې ستا له دربار پرته چاوته فريادکړو ؟