د زړور سمندري غله تقليد کول



ليكوال :  ( هايس روبرټ )
            
   
سمندري غل ، مودي يوه ورځ له مور سره د يوه كار لپاره دباندې  ولاړ.
 
دوى د عطارى په دوکان كې څه واخيستل ، بيايي په خپل ځانګړې رستورانت كې نخود وخوړل .
 
تر هغه  وروسته د موډي مور وويل : ( اوه ! موږ بايد ډاكټر ته ورشو.)  
 
ډاكټر د مودې زړه ، فشار او ګونډې وكتلې.
 
وروسته ډاكټر وويل (مودي- دې بله ورځ د پيچكاري لپاره راشي ، چې د ناوړه ناروغيو څخه وژغورل شي.)
 
د مودي پيچكاري نه خوښېده .
په هماغه شپه د مودي پلار كورته راغى ، او پلار ته يي د ډاكټر په هكله ټوله كيسه وكړه .
د مودي پلار وويل : ( مودي ! له پېچكارى څخه د ژغورنې لپاره يو څه درښییم ، خوهغه د يوې نقشې له مخې پیدا کولی شې . اوس نو دغه نقشه او زما چټكه بېړۍ واخله اوهغه پيدا كړه . كه ته ارامه شي نو كولى شي چې ايسكريم وخورې .)
مودي د نقشې له مخې سمندر تر هغه ځايه چې د اوبو څپې پسې زياتېدې ،وڅاره.
د نقشې له مخې دى د اتشفشان د هغه غره پرسر چې له لاوا ( اور لمبې ) څخه ډك وو، وخوت.
نوموړى د غلا پرلاره  له وحشي او خطرناكو حيواناتو تېر شو .
ترڅو چې ده خپل ځان هغې ماڼۍ ته چې دغره پرسر له يخ څخه جوړه شوې وه، ورساوه.
مودي په ماڼۍ كې يو پاړو ګرچنګاښ ولید ، چې د شاهي تخت پرسر ناست وو .
چنګاښ ده ته وويل : ( ته له ډېرو ستونزمنو لارو څخه تېر شوى يې ، نو زه به دغه پاړوګره ډبره درته ډالى كړم . او هركله چې تا ته پيچكارى دركول كيږي  ، نو ته به دغه ډبره کیکاږې ، بيا به تر دريو پورې وشمېرې . څو شيبې به په هېڅ ونه پوهېږې او ستا د پېچكارى درمل به حلاص شوي وي ، له دغه كار وروسته كولى شې چې ايسكريم وخورې . )
مودي له چنګاښ څخه ډېر خوشحاله شو او مننه يي ورڅخه وكړه ،او د كور پر لور روان شو ،
د دې لپاره چې ستوماني يي له منځه لاړه شي ،ویده شو.
بله سحار ده هماغه کوډګره ډبره له ځانه سره واخيسته او ډاكټر ته ورغى .
ډاكټر د سندرو په ويلو سره د مودي پېچكارى له درملو ډكه كړه .
مودي خپلې سترګې پټې كړې ، ډبره یې کیکاږله او وې يي ويل : يو ، دوه
 (...)
درى !
چنګاښ رښتيا ويلي وو ، د پېچكارى درمل خلاص شوي وو . اوس نو مودي له خطرناکو ناروغيو او له نورو دردونو څخه ژغورل شوى وو .
ده په لاره كې ايسكريم وخوړل .
 
 
دكيسې پاي
 
 
roshansahar.lp@live.com