خاورې دې په سر شی

 حکيم روان
زمونږ هر هېوادوال که ليکل او لوستل يې زده وي او کنه ، دښار اوسيدونکی ، د کلو بزګران د دښتو غرونو او سرونو شپانه ، ټول په دې پوهيږي چې يوې سترې او وژونکی بدمرغۍ ددې هېواد او د هغه د اوسيدونکو لمن نيولی ده . داسې بدمرغۍ زمونږ هېواد او خلک تر ستونی نيولی چې د هېواد هيڅ برخه او د خلکو هېڅ توکم ، ډله او طبقه يې له شره خلاصه نه ده . څوک په دې نه پوهيږي چې د دېرشو کالو نه په زياته موده کې دلته د بې ګناه انسانانو وينې په بې سارې بې رحمۍ سره توييږي ؟
که پردي د افغانانو وينې تويوي نو سړی فکر کولای شی چې البته په دې کې به د هغوی ګټې وي . خو ددې پردو په منځ کې تر ټولو زيات زمونږ وينو ته زمونږ ګاونډيان تږي دي . هغوی چې د افغانانو سره د مشترک دين ، کلتور او نژاد خبرې کوي . ټوله دنيا وايی چې نور د استعمار دور تېر شوی دی . خو مونږ يې د سر په سترګو وينو چې د انګليسی استعمار نا خلفه ځوی پاکستان تر ننه د خپل پلار په څېر په افغانستان کې له شيطانيو او ورانکاريو لاس نه آخلی او په دې ډول زمونږ ويني تويوي . ايران هم همداسې درواخله . د پاکستان اسلامی حکومت ، د ايران اسلامی حکومت ، مونږ خو يې چې ګورو دوی هر څه دی خو اسلامي نه دی . په افغانستان کې هم غلو او ورانکارو په خپل حکومت د اسلامی حکومت نوم ايښی دی . مانا دا چې که حکومتونه غله ، ورانکار ،  وينی تويوونکی مداخله ګر او شرير وي نو اسلامی دی او کنه برعکس  . نو د داسې مفسدو، ورانکارو ، تش په نامه اسلامی حکومتونو دې خاورې په سر شي  !
له پردو به څه ګيله کوو ، پردی نه زمونږ سره مسلمانی ګالی او نه وروری . دا ټولې هسې خبرې دي ، دا مسلمانان نه بلکې هسې  ټګان دي چې افغانان يې ساده موندلی دي او دخپلو ګټو د پاره يې استعمالوی ، وسلې ورکوي او پيسې ورکوي چې خپل افغان وروڼه ور باندې ووژني . دا چې افغان د افغان په لاس وژل کيږي ، دا زمونږ د اوږدې غميزې او روانې بدمرغۍ تر ټولو ناوړه او منفور اړخ دی . مولوی جلال الدين حقانی ګوندی افغان دی ؟  ګوندې مسلمان دی ؟  د خدای د پاره ، سپي او پيښو ګانې به هم پر داسې افغان او مسلمان و خاندي . د کرزی د حکومت اکثريت غړی که د پاکستان او ايران او نورو د استخباراتو غړی نه دی او دهغوی د ګټو لپاره کار نه کوي ، نو د افغانانو لپاره خدمت خو يې مالوم دی . د ملا کرزي او ملا صلاح الدين ربانی په وروستيو ليدنو کتنو کې پاکستان په ډېره بې شرمی او جرأت سره  د پاکستان د رول او د سولې له پاره د يوه شرط په توګه د افغانستان د راتلونکو حکومتونو په ترکيب کې په خپل سهم ټينګار کړی دی . داسې وی د کمزورو حکومتونو برخليک ! پاکستان د انګريزی استعمار بچی په ډاګه وايي چې د افغانستان د دفاع ، امنيت او داخله وزارتونو د پاره د کانديدو وزيرانو په هکله بايد د پاکستان سره مشوره وشي او افغان وسله وال پوځ ته هم بايد  د دوی له مشورې پرته وسلې ورنه کړل شی . پاکستان بايد د افغان پوځ د وسلو نوعيت او مقدار وټاکی . همدارنګه پنجابی واکداران غواړي چې  افغانستان بايدد خپلو  کانونو د ليلام وروسته د پاکستان د اوليت  حق  وساتی . هغه پاکستان چې تر ننه يې خپل ولس د انګريز بچی پولی ، نن په آزاد افغانستان کې د ستراتژيک عمق خيالونه لري  .
ددې د پاره چې ملا کرزی داسې وښيي چې ګوندې دی د امريکا د متحده ايالاتو په واسطه ديسانت شوی نه دی ، نو د امريکا پر ضد په اپلاتو پيل وکړي . ددې واکمنانو بدمرغی په دې کې ده چې دوی داسې فکر کوي چې اولس ته چې دوی څه وايي هغوی يې منی . خبر نه دي چې د ولس جاغور لوی دی او هر څه جاغور ته اچوي او يوه ورځ به يې پر مخ راوباسی . د غلو او مفسدينو د حکومت ټولې ناکردې د لويو او سترو  نه نيولی تر کوچنيو د خلکو له سترګو پټې نه دي . تر يوه حده زمونږ جنګسالاره  ليډران هم په دې پوهيږي ، ځکه هره ورځ د غلا شوو پيسو او ډالرو بکسونه د باندې تښتوي .دوی د خداي له قهره نه ويريږي خو د ولس له قهره ويريږي . د خدای په حضور کې رشوت آخلی او ناروا کوی ، د بل مال لاندې کوي ، د آپينو او هيرويينو تجارت کوي او د خدای په حضور کې د يوه مسلمان مرګ ته پلانونه جوړوي او د پرديو د استخباراتو اجنتوری کوي ، خو د خلکو له سترګو او حضور نه يې پټوي .  دې ته وايی مسلماني  !  نو د داسې مسلمانۍ او مسلمان دې خاورې په سر شي .
دا دی بيا ژمی خپل تور او ساړه وزرونه  زمونږ په جګړه ځپلی هېواد وغوړول . وار د واره د کابل کوډلې د سړی سترګو ته مخامخ ودريږي ،  په کوموکې چې بې علاجه  مريضان بې دوا او بې  درمله ، بې ډاکتره او بې مواظبته پراته دی . چېرې چې په زرګونو ماشومان وږی او په نيم نس شپې او ورځې سبا کوي اود ژمی په واورو کې بربنډ او پښې ايبلې ګرځی . ددې ماشومانو د ښوونې او روزنې غم خو يوې خواته پرېږده ، خو ددوی د پاره ددې ژمي  د اوبو ، خواړو ، کاليو او سکرو غم چا خوړلی دی ؟  تنظيمی رهبران او واکمن قوماندانان چې ددوی د بچيانو د وينو په قيمت اوس په ډالرو کې لامبی او په خارجی نقشو يې د ځانونو او کورنيو لپاره بنګلې جوړې کړي دي ، د رنګارنګ فيشنی موټرو او باډيګارډانو په بٍيروبار کې ورک دی ، ددې مسلمانانو په هکله يې ديوې شيبې له پاره فکر کړي دي ؟  ايا د اسلام ستر لارښود ( ص )   هم  زمونږ د تنظيمی رهبرانو او جهادی قوماندانانو په څېر وو ؟  او ايا هغه به هم زمونږ د اسلامی ليدرانو په څېر د خپل بدمرغه اسلامی امت ، د هغو د وږو ماشومانو او مريضانو  د بويناکو کوډلو  تر څنګ  د چور او چپاول په زور جوړو شوو بنګلو کې بې تفاوته   ناست واي ؟  هغه لوی حضرت ( ص ) چې شوروا يواځې نه خوړه او د خپل مسلمان او نامسلمان ګاونډی سره يې شريکوله ، اوس  د هغه د دين په نوم او د هغه د ځای ناستی په نوم څوک ناست دي ؟
 د داسې تش په نامه جهادی ليدرانودې خاورې په سر شی  !
نن په افغانستان کې د دکان تر خلاصولو د ګوند جوړول آسان شوی دی .  له سلو زيات ملی او انجويي  رسمی او غير رسمی سياسی ګوندونه موجود دي . د انجويي ګوندونو حساب بېل دی . راځو هغو ګوندونو ته چې په رښتيا سره د يوه ملی ، دموکرات ، مترقی ، عدالت غوښتونکی ګوند تمه ترې کيدای شی . د داسې ګوندونو شمېر هم تر لسګونو زيات دی . په داسې حال کې چې ددې ګوندونو سياسی او تشکيلاتی اصول نږدې ټول سره يو شان دی ، خو د ګوندونو تر منځ همکاری ، متقابل باور ، يوه بل ته تېريدنه ،درناوی اويو د بل سره مرسته په ذره بين هم نه ليدل کيږي . ددې کرښو د ليکونکی له نظره د ملی ، مترقی او وطنپالو ګوندونو تر منځ د همکاری ، متقابل باور ، يو بل ته د ګذشت ، درناوی او مرستې د نشتوالی اصلی علت ددې ګوندونو د غړو او رهبرانو په فرهنګی وروسته پاتې والی کې ريښه لري . لاپې او غرتې هيڅکله د حقيقت ځای نيولای نه شی . ددې ګوندونو د رهبرانو زړونه يو بل ته د کينو څخه ډک دي ، هره شيبه د يوه او بل څخه د انتقام په فکر کې دي . دا په داسې حال کې ده ، چې له دېرشو کالو نه د زياتې مودې خونړۍ جګړې په پايله کې د شهيدانو نه پاتې  په لکونو کونډې او يتيمان ، د لوږې او بې کورۍ ، مرضونو او نورو تنګسو بر سېره هره ورځ او هره شيبه د مرګ له وېرې ريږدي .  په مليونونو خلک مو لا تر اوسه بې وطنه او مهاجر، بې کوره ، بې اوره ، وږی ، تږی  او بربنډ په پرديو په ځانګړي توګه په  بدنيتو ګاونډيو هېوادو کې د ذلت شپې تېروي ، بچيان او ماشومان يې د ښوونځيو پر ځای د پاکستان  د جمعيت العلماء او جماعت اسلامی د ځانمرګو بريدونو مدرسو ته سوق کيږي . او دا په داسې حال کې ده چې هر افغان او با خبره  نړيوال په دې پوهيږي چې پاکستان او ايران په افغانستان کې د جنګ په اور تېل پاشی او د تېر په څېر په ډاګه او سپين سترګی سره د خپلو افغانی ګوډاکيانو په زور مداخلو او لاسوهنو ته د نظامی تيريو تر بريده دوام ورکوي . پاکستانی او ايرانی واکداران په ډاګه ملا کرزی ته ، د هغه د سنا جرګې ته د امريکاد متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون د لاسليک کولو په اړه ګوته ښوروي . ملا کرزی په داسې حال کې چې غواړی ، هر چېرې خپله کلاه کيږدي ، خو د پاکستان سره يې تر هر چا د مخه ايښی ده ، د امريکا د متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون د لاسليک کولو په برخه کې په يوه سترګه د پاکستان او ايران په لور ګوري او په دې برخه کې د افغانستان ملی ګټې ، راتلونکی او زمونږ د هېواد برخليک نه بلکه د پاکستان او ايران انديښنې په نظر کې نيسي . له کرزی بايد تپوس وشی چې آيا پاکستان او ايران د افغانستان د خلکو روا غوښتنو  ته د يوه توت په ارزش قايل دی چې کرزی يې بايد دومره خيال وساتي ؟ او آيا زمونږ د ټولو ناامنيو اصلی سرچينې د همدې په اصطلاح مسلمانو ګاونډيانو په خاورو  کې نه دي ؟  افغانستان خپلو مسلمانو ګاونډيانو ته زړه وروړي او هغوی چاړه . مونږ غواړو چې د هغوی دوستان اوسو ، خو هغوی غواړی چې مونږ غلامان کړی . له دې امله  زمونږ د هر امنيتي تړون چې د هر هېواد سره وي بايد اصلی زړی يې د مسلمانو ګاونډيانو د شر او مداخلو څخه خلاصون وي . پاکستان پخپله د بل  غلام دي ، که مونږ د امريکا سره امنيتی تړون ونه لرو ، هغه هم داسې تړون چې مونږ سره د             « مسلمانو ګاونډيانو» د شر او مداخلو په وړاندې ودريږي ، مانا دا چې مونږ بيا د غلام غلامۍ ته پاتې کيږو .  دادی يو کال وروسته نړيواله ټولنه هم له افغانستانه وځي او هغه سياست بازان چې ټول اميدونه يې د امريکا او لويديځوالو په حضور پورې تړلی وو، او د افغانستان د ولس رول  يې په روانو او راتلونکو انکشافاتو کې د داخلی اصلی عامل په توګه هېراوه،  اوس چې هغوی وځي ، لا هم  خپل ستوني د خپلو عقدو له خپسو نشی خلاصولای د اتحاد ، تفاهم او همکاري پر خوا محسوس او په مسؤليت سره ګام نه آخلي . آيا دا سياست بازان د تېرو يولسو کالو د لاسته راوړنو د برخليک او هېواد د راتلونکی په هکله فکر کوي ؟ هلته پاکستان د طالب ، حقانی او ګلبدين سره ، بل خواته ايران د خپلو تهديدونو او ناندريو سره ، دلته  د ملا کرزی اختاپوتی مافيايي حکومت . تر دې زياتې سختې او ستونزمنی ورځې پر هېواد او خلکو راتلای  شی ؟  له هرې خوا وطن او خلکو ته ګواښ او خطر ، خو سياسی ګوندونه هر يو بېل او جدا هڅه کوي چې د نفاق اور مړ نه شی ، ددوی اختلافات د مرامی او تشکيلاتی اصولو د پوره  ورته والی سره سره  ډېر او بې شماره دی ، خو د وليخان خبره چې په يوه خبره کې ټول په اتفاق دی ، چې اتفاق به نه کوي . نو د داسې سياسی ګوندونو دې خاورې په سر شی  !
دا څو ورځې د مخه يوه ډېر قدرمن دوست خبره را ته کوله چې د سياسی ګوندونو له جملې څخه يې د يوه ګوند له مشر سره خبرې درلودې ، د خبرو آترو په منځ کې دې دوست « رهبر »
ته ويلی وو، چې که دا لسګونه او سلګونه ګوندونه د وطنی او ملی موخو له پاره سره يو نه شی ، په يواځېتوب او نفاق کې دا ګوندونه هيڅ نه شی کولای ، « رهبر »  ورته ويلی وو ، چې اتحاد او يووالی امکان نه لري .
ما سره پوښتنه پيدا شوه چې که دا ګوندونه هاغسې لکه چې له نومونو څخه يې ښکاری ، په رښتيا سره د وطن ، خلکو ، دموکراسی ، عدالت ، سولې ، امن او عامه نظم ته د خدمت د پاره جوړ شوی وي ، نو ولې يې دې موخو ته د آغېزمن خدمت لپاره يووالی ناممکن دی ؟
که موخې د يووالی ايجاب کوي ، چې کوی يې او بېلې يوه ستر او سراسری ملی يووالی د سراسری ، عادلانه او مضبوطې سؤلې ، ټيکاؤ او امن رامنځته کيدل ، په هېواد کې د قانون واکمنی ، د بياجوړونې ، دموکراسی او ټولنيز عدالت د تأمين سترې چارې امکان نه لري .
نو ولی زمونږ د سياسی ګوندونو رهبران  اتحاد او يووالی ناممکن بولی ، آيا هغوی پوهيږی چې ددوی خبره دا مانا لري چې په دې هېواد کې د سؤلې او امن راتګ ناممکن دی ؟ د قانون حاکميت ناممکن دی ؟ بيا جوړونه ، دموکراسی ، عدالت ، دا ټولې هسې عبث خبرې دي ؟
که داسې وې ، نو سياسي ګوند يواځې د کوم تجارت د پاره کارول کيږي ، نه د لوړو انسانی موخو د پاره  !
 د سياسی ګوندونو غړو !
ځانونه او خپل ګوندونه ددې ډول سياسی ليډرانو له شره خلاص کړی . تاسو چې د سترو انسانی او وطنی موخو له پاره سرونه په ورغوو کې نيولي دي ، او هغو موخو ته چې ستاسو مشران ورته عقيده نه لري ، له هر څه تېر ياست ، ولې سياسی سوداګرو ته ددې اجازه ورکوی چې ستاسو له زور او شور څخه د شخصی ګټو له پاره استفاده وکړي .هغوی چې د خلکو او ګوندونو د يووالی مخه نيسي او په مختلفو بهانو تاسو تېر باسی ، تاسو سره هيڅ مشترکه وجه نه لري . هغوی د رهبرانو کانې او اکټونه کوی ، خو واقعی رهبران ستونزې هواروي ، اود ستونزو سره د مبارزې او په هغو د بري او غلبې توصيه کوي . د ګوندونو او خلکو تر منځ د فاصلو د کمولو ، د پخلاکيدو ، تېريدنې ، تحمل او زغم ، همکاری او متقابل باور او يو بل ته د درناوی له پاره هڅې کوي . په هېواد کې ښي ګوندونه او چپ ګوندونه او همدارنګه معتدل او ميانه رو سياسی ګوندونه ټول ددې هېواد په لمن کې زيږيدلی دی او ددې هېواد بچيان بلل کيږي او په ټولو د وطن مور د خدمت حق لري . د افغانی ګوندونو تر منځ دښمنۍ او همدارنګه د افغان ولس تر منځ دښمنۍ ته لمن وهل د افغانستان د دښمنانو کار دي . هغه  ځان غوښتونکی سياسی رهبران چې د افغانی سياسی ګوندونو تر منځ  يووالی او اتحاد ناممکن بولي او يا هغه ځان غوښتونکی چې د نورو د ګټو لپاره  غواړي  زمونږ ولس په  توکميزو ، ژبنيو ، مذهبی او سيمه ايزو توپيرونو وويشی  او زمونږ د خلکو او قومونو د پيړيو پيړيو دوستی تر پوښتنو لاندې راولي ، بېلې شکه يا ناپوه دي او يا هم زمونږ د هېواد او خلکو دښمنان دي .  نو دداسې تش په نامه رهبرانو او نفاق غوښتونکو تش په نامه روشنفکرانو  دې خاورې په سر شی  !
کله کله چې د ملګرو ملتونو ماڼۍ د تلويزيون له لارې ښيي، د مختلفو غړو هيوادونو بيرغونه يې تر مخ په رپيدا نندارې ته کېږدي ، د بېرغونو په سر سر کې د ګران افغانستان زمونږ د تاريخی او لرغوني هېواد بيرغ  رپيږي ، د انسان غونۍ زيږ شی او د يوه ډول وياړ احساس انسان ته لاس ورکړي چې د هېواد نوم او بيرغ يې د هيوادونو په سر سر کې راځي . يا د المپيک په لوبو کې زمونږ د هېواد بيرغ او لوبغاړي د هېوادونو د بيرغونو او لوبغاړو په سر سر کې ځای نيسي ، دا ځکه چې زمونږ د هېواد نوم له نېکه مرغه د نړۍ د هيوادونو د نومونو په سر کې راځي . مونږ داسې په اصطلاح  روشنفکران لرو چې د خپل تاريخی هېواد د نوم سره زمونږ د دښمنانو په څېر حساسيت څرګندوي . په اصل کې خو پردي زهر کار کوي ، خو نوم د قوم ورکول کيږي . دې په اصطلاح حق پر جانبه پروفيسرانو چې ځينې يی بيلې شکه د خارجي استخباراتو سره په اړيکو کې دي ، چېرې داسې يو هېواد ليدلی دی چې هلته يواځې يو توکم ميښت وي ؟ په جرمنی کې څومره توکمونه ميښت دي خو ټول اوسيدونکی يې بې له توپيره ځانونه جرمنان او د جرمنی اوسيدونکی بولی . يا د روسيې  هېواد د څومره توکمونو ميښت ځای دی ، خو ټول اوسيدونکی يې ځانونه د روسيې اوسيدونکی او روسان بولي . اوس چې زمونږ هېواد او خلک د جنګ او ناامنی سره لاس او ګريوان دی ، د پاکستان  او ايران د اسلامی حکومتونو د مخامخ مداخلو او تېريو سره مخامخ دی ، د توکميزو ، ژبنيو او مذهبی توپيرونو لمسول پر هېواد او خلکو د شا له خوا ګوزار بلل کيږی . د پنځم ستون ماهران دې خبر وی چې ملتونه د تل د پاره پرېوتي نه پاتې کيږي او يو وخت را پاڅيږي او را ولاړيږي او پدې دې هم خبر وي چې دوی د اوبو په سر ځګ دی ، افغان قومونو د تاريخ په اوږدو کې د خپل پلرنی ټاټوبي څخه ددوی پر خلاف ، اوږه په اوږه ، د وروڼو په څېر په مشترکو سنګرونو کې وينې تويې کړی او په مشترکو قبرونو کې خښ شوی دي . شريکې وينې او ژينيتيکو مشترکاتو د افغان وروڼو قومونو د دوستی تانسته ( تاروپود ) اوبدلی دی . متل دی وايي : اوبه په ډانګ نه بېليږي . دې هوښيارانو په اوبو پسې ډانګونه را اخيستی دی . دوی هېروی چې دنسلونو حکمت ثابته کړيده چې اوبه په ډانګ نه بېليږي . تر ټولو جالبه يې داده چې سترو افغان سياسی شخصيتونو چې د هېواد په مختلفو وروڼو قومونو پورې يې د قومی اړيکو له لحاظه تعلق درلود ، ټولو په يو شان خپل ګران هېواد افغانستان ته خدمت کاوه او د اوسنی افغانستان بقاء د ددوی د سرښندنو محصول دی او دوام به يې د اوسنيو رښتينو وطنپالونکو ( صرف نظر د هغوی له قومی تعلق څخه  ) د سرښندنو پايله وي ، دا بيچاره ګان  نور خيالونه په سر کې لري . دا چې وطن د جنګ په اور کې لولپه شو او هره ورځ ماشومان ، بې ګناه ښځې او سپين ږيری ، پېغلې او ځوانان وژل کيږي ، دوی يې ګناه پر افغانستان او د افغانستان په نوم ور آچوي . پاکستانی  او ايرانی مداخلې نه يادوي . همدارنګه د پاکستان د مداخلو علت د ديورند تحميلی کرښه بولي . آيا د ايران سره هم د پولې او سرحد مشکل دي ، چې د افغانستان په چارو کې مداخله کوي ؟  دوی دا حقيقت هېروی چې زمونږ په اصطلاح مسلمان ګاونډيان د لرغوني افغانستان په وړاندې  د پراختيا غوښتنې سياستونه تعقيبوي . پاکستان په افغانستان کې  ډيورنډ پسې نه بلکې په ستراتژيک عمق پسې ګرځي . که زمونږ دا « هوښياران » ژر خپلو اشتباهاتو ته متوجه نه شی  وخت به له وخته تېر وي اود اشتباهاتو جبران به يې مشکل کار وي . د ډيورنډ تحميلی کرښه زمونږ د ستونزو څخه يوه ستونزه ده د افغانستان د ټولو دولتونو موقف ددې کرښې په هکله تقريبأ ورته دی او همدارنګه د سياسی ګوندونو موقف تل جوړوونکی او منطقي دی . دا چې د اوريدو غوږونه نه شته دا د مسألې بل اړخ دي . د افغانستان ټولو دولتونو د ملګرو ملتونو د منشور او ټولو نورو نړيوالو معيارونو او اصولو سره سم د هېوادونو او ملتونو د سرنوشت د ټاکلو له حق څخه ملاتړ اعلان کړی دی . د ډيورنډ د کرښې آ خوا پښتانه او بلوڅ وروڼه هم د خپل برخليک د ټاکلو حق لري چې متأسفانه انګريزي استعمار او د هغه ځای ناستی مزدور پاکستانی دولت د هند د ويش په مهال له دې مسلم حق څخه سترګې پټې کړي دي . ددې سيمې پښتنو او بلوڅو ته يواځې د يوه انتخاب حق ورکړل شو ، يا د هند سره يا د پاکستان سره . بې عدالتی داده چې کله چې پاکستانی دولت  نوي منځته راتلای شی ، ولې پښتانه او بلوڅ  ددې حق څخه محروم شول ؟  همدا علت دی چې تر ننه پورې د بلوڅو پاڅونونه په وسله واله توګه ټکول کيږي ، د پښتنو پاڅونونه سرکوب شوی دي  . آيا مونږ د انسانانو په څېر ددې حق نه لرو چې د خپلو بلوڅو او پښتنو وروڼو د حقوقو د اعادې او ملاتړ غږ پورته کړو ؟  مونږ وايو چې که د کرښې آ خوا پښتانه او بلوڅ غواړي چې د پاکستان سره د هغوی د حقوقو د تأمين او تضمين په صورت کې پاتې شی ، مونږ ددې غوښتنې ملاتړ کوو . همدارنګه که هغوی غواړي مستقل دولتونه ايجاد کړي ، دا هم ددوی طبيعی حق دی او مونږ يې ملاتړ کوو. که دوی وغواړي د نورو دولتونو سره له هغه جملې له خپل پخوانی هېواد افغانستان سره يو ځای شی ، دا انتخاب هم د دوی حق دی او مونږ بيا هم ددې حق ملاتړ کوو . لاکن تر پرونه پورې زمونږ د پښتنو وروڼو د دوامداره غوښتنو پر خلاف د پښتنو سيمه  شمال  لويديځ  سرحدی ايالت بلل کېده . پاکستان د پښتون نوم نشو زغملای . آيا په داسې حال کې له خپلو وروڼو څخه  زمونږ د ملاتړ غږ بايد ګناه وبلل شی . کله چې د دېرشو نه د زياتو مليونو خلکو بچيان په ښوونځيو کې په مورنۍ ژبه د زده کړې حق ونه لري ، آيا دداسې يو محروم او مظلوم ورور د حق څخه د ملاتړ غږ ګناه ده ؟
 د ډيورنډ مسألې ته يو شمېر کسان عامدانه لمن وهي . دوی  پوهيږی چې هم په افغانستان کې داسې دولت نه شته چې د کرښې ددې خوا خلکو د استازيتوب وړتيا ولري او د خلکو د اعتماد او باور څخه برخمن وي او د هېواد د ملی منافعو پر بنسټ دا مسأله هواره کړي  . دوی غواړی په دې ډول افغانستان ايل کړي . همدا رنګه  د کرښې آ خوا پاکستانی نظاميګر دولت ددې وړتيا نه لري چې د کرښې د  آ خوا خلکو د غوښتنو او ارزوګانو واقعی ترجمانی وکړي . بيا هم د ددې دولتونو پرېکړو ته  په دې باب د کرښې د دواړو خواو خلک ارزښت نه ورکوي .
 له بلې خوا دا ډول مسألې ، ملی دولتونه هغه وخت را پورته کوي چې دولت په ځان متکی وي او د خلکو د عام او تام ملاتړ څخه برخمن وي ،  په ملی اراده او د هېواد د ملی مصالحو پر بنسټ ، د هر ډول فشار او ګواښ پرته د خپلو ملی او نړيوالو ستونزو دحل لارې چارې پيدا کړي . د ډيورند کرښه له دې امله هم تحميلی ګڼل کيږي چې د وخت د پاچا امير عبدالرحمان خان خارجی سياست د انګريزانو په لاس کې وو، نو د هغه پرېکړې هم د انګريزانو تر مستقيم آغېز لاندې وې . ځکه خو د افغانستان د خلکو د پاره هېڅ اعتبار نه لري . اوس که بيا داسې يو څوک د ډيورند د کرښې په باب پرېکړه کوي چې د افغانستان د ولسونو په وړاندې واقعی  اعتبار ونه لري ، بيا ستونزه نوره هم پيچلی کيږی ، خو حل نه پيدا کوي . نو دداسې ماجراء غوښتونکو دې خاورې په سر شی چې د هېواد سود او زيان ته نه ګوري ، په پوره بې مسؤليتۍ او بې پروايۍ سره د هېواد او خلکو د يووالی پر سپيڅلی حريم وردانګی .
 
تل دې وی افغانستان
تل دې د افغانستان د ټولو غيرتی قومونو يووالی او پيوستون