
دوخت په تېرېدا ورځ تربلې لوړې زده کړې ګرانېږي ، په تېره بیا طب ، انجینیرۍ او نورو ساینسي برخو کې زدکړیالان مجبور دي چې په لکهاوو پیسې مصرف کړي ترڅو لوړې زدکړې وکړي ، چې غریب او د منځني اقتصاد والا زده کوونکي دډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي ، خو اوس انټرنټ ددې ستونزې په هوارۍ کې د یوې مرستندویه لارې په توګه ثابت شوی ، ځکه چې اوس تاسو دانټرنټ په مټ وړیا زدکړې کولای شئ .
http://www.udacity.com/ اوسمهال تر ټولو ستره ویب پاڼه چې دا چاره سرته رسوي
ده چې بنسټ یې د ۲۰۱۲ کال اپرېل میاشت کې اېښودل شوی ، بنسټ اېښودونکی یې سیباسټرن توهرن نومېږي ، چې د کمپوټر په برخه کې پروفیسر دی ، نوموړی په دې ګروهه دی چې هر انسان د زدکړو بنسټېز حق لري نو پکار ده چې زدکړې یې وړیا وي ، د همدې نظریې د پلي کولو لپاره یې ددې ښوونېزې ويب پاڼې بنسټ اېښی .
د تمې سره سم د نړۍ د ۱۹۱ هېوادونو نه تر اتو لکو کسانو پورې ددې آنلاین پوهنتون په بېلابېلو برخو کې داخلې اخستي او زدکړې کوي ، دوی ته داسې طلایي موقع په لاس ورغلې چې په خالي لاس د انجینیرۍ ، طبیعي علومو ، ریاضي او کمپیوټر ساینس په برخو کې د ډېرو پوهو پروفیسورانو نه زدکړې وکړې چې په اروپا ،امریکا او نورو پرمختللو هېوادو کې محصلین په دې برخو کې د زدکړو لپاره په زرهاوو ډالره فیس ورکوي .
Amaraپه نوموړې ویب پاڼه کې تر پنځو زرو ويډیوګانې په بېلابېلو برخو کې شته چې اوس یې د
په نامه د یوې کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی چې ویډیوګانې به یې د نړۍ بېلابېلو ژبو ته ژباړي ، او دا ژباړې به دوړوکي په څېر د ویډیو سره راځي(Subtitle) عنوان
ورو ورو ددې پروسې مېنه وال مخ په ډېرېدو دي ، په امریکا کې خیریه مؤسسې ورسره مالي مرستې کوي ، او په دې توګه به دا آنلاین پوهنتون نور پرمختګ هم وکړي ، ډېری کسان یې د یوویشتمې پېړۍ پوهنتون ګڼي ، ددې پروسې له لارې زدکړې وړیا دي ، یاده ویب پاڼه ډېر لږ فیس هم اخلي چې وکولای شي خپله پروسه په پوره ډول پلې کړې او په دې پروسه هم کار کوي چې داسې یوه لاره چاره رامنځ ته کړې چې د نقل کولو مخه ونیسي .
په يوډسټي پوهنتون یا پاڼه کې زدکړې په دې ډول دي چې زدکړیالان د درسي نصاب سره سره د پاڼې لخوا ورکړل شوې ویډیوګانې هم ګوري ، که کومه ستونزه وي د مسؤلو کسانو لخوا ورته ځوابونه ویل کېږي ، د زدکړې په دوران کې وخت په وخت ترې آزموینه هم اخستل کېږي چې مالومه شي درسونه په سم ډول وايي او کنه ؟
د زدکړو په پای کې سرټیفیکېټ یا سندونه هم ورکول کېږي چې په درلودلو یې کولای شي دنده هم ترلاسه کړي ، نو څه ته ګورئ ! همدا اوس پورته آدرس سره ملتیا وکړئ او له فیس بوک پرته لوړې زدکړې وکړئ .