ایا رښتيا هم  د اسلام او  سیاست  تر مينځ  بيلتون  شتون لري؟( لمړۍ  برخه)

 
بسم الله الرحمن الرحيم
 
 
 
 
 ډالۍ:
دخپل  ننګيالي مسلمان ولس ټولو هغو  باتوره  او وياړلو روڼ آندو سرښندونکو  ته ، چې په  هيوادکې  په  سولې ، عدالت اوانصاف ولاړ نظام د پلي کولو  په هلو ځلو کې هڅې او هاند کوي، په ډيره مينه ډالۍ  کوم.
قريب الرحمن سعيد


 
د پيغام خپرندوى مركز
موخى او اهداف
درنو لوستونکو !
مونږ د ستر خښتن تعالى جل جلا له شكر ادا كوو چى د پيغام خپرندوى مركز له لارى خپلو درنو هيوادوالو ته فرهنگى خدمت كوو .
دغه مركز به انشاء الله داسي اّثار خپروى چي زمونږ د درانه اولس دينى او ملى جذبى او احساسات يي هيله لري .
پيغام يوه سوچه خپلواكه او افغانى اداره ده چي يو شمير با احساسه فرهنگيالو يې بنسټ ايښى دى هر افغان ليكوال يي د غړيتوب وياړ تر لاسه كولى شى او يوازينى  موخه يي د اسلامى - افغانى فرهنگ وده او غوړونه ده.
انشاء الله موږ به هڅه وكړو چى داسى اّثار خپل درانه اولس ته وړاندى كړو چى د نن او سبا نسلونو ته پر غوره پيغام برسيره يو معيار ولرى چي د علم او فن خاوندان پرى قانع وي .
له ستر پرودگار څخه غواړو چى خپلو درنو قلموالو په مرسته او ملاتړ (پيغام خپرندوى مركز) د هيواد په يوه لوى او با اعتباره فرهنگي مورچل بدل شى .
محمد زبير "شفيقى"
د پيغام خپرندوى مركز سرپرست
 
 
 
 
 
دبخښونکي او مهربان ذات  په نامه
 
څوخبرې:
نړيوال سياست د پخوا څخه د څو زبر ځواكونو ترمنځ ويشل شوى  و، او نړۍ دوه قطبي ګڼل كيده. د هغوى په وړاندې  پخوا هم او اوس هم د سياست تعريف د كمزورو ملتونو استثمار او د هغوی په شتمنيو باندي پوره ولکه  پيدا كول وو او دي.
غربي  سياست لكه د پخوا په څير د هغوى له پاره د چل ول او غولونې هغه لاره ده چي دوی د هغې په واسطه   په نورو د غلبي واك ترلاسه كوي.
  سياست، استقلال او ازاّدۍ    د هغوی   په وړاندې څه ځانګړي تعريف نه درلود او څنګه به يي چې خوښه وه تعريفول به يي.
دوه قطبي نړۍ په دې معني چې يو اړخ ته د كمونيزم سور سيلاو و چې د امريكايي امپرياليزم ټغر يي  ټولولو ته ورنژدې کړې و او د بله اړخه امريكايي امپرياليزم و چى هڅه يي كوله ترڅو نړۍ د ډيموکراسۍ د شعار په واسطه    تر خپل اغيز لاندې  راوړي  او په غربي تهذيب او کلتور كى   پالل شوي وګړي   د خپلو جاسوسي ادارو په زور په اړوندو ملتونو ورووتپي .....
د افغانستان مسلمان ولس، د اسلام او اسلامي سياست د پتنگانو په څير، د خپلو مجاهدانه سرښندنو په واسطه د كمونيزم  سورسيلاو نه يوازي دا چي بند کړ بلكه دهغه چينه يي هم وروچه کړه او د شوروى سره امپراطوري يي لكه د انگليس  د امپراطورۍ په څير دړى وړى کړه اود  هغې لمن  يې هم  تر  ورستى روسى يې پورې  ورونغاړله .
خواوس  غربى سيا ستوال   د افغانستان د ولس دغه ستر برياليتوب د خپل ځان او خپلې تکنالوژۍ  وياړ ګڼي ،نه د افغانانو د سرښندنو او ځانځارونو پايلې.
 دروس دزبرځواک د ماتيدو   وروسته چې اوس نړۍ دامريکا يي بې واګو ښيکلاکګرو  په زنځيرونو کې  را نغښتې او  يو قطبي حيثيت  يې پيدا کړې  نو اوس دغه ښيکيلاکګر زبر ځواك غواړي د پخواني كمونيستي ښكيلاك ميراث هم په خپلو  پنجو کې  را و زبيښي. هغوې خپل دغه شوم پلان پيل کړې او دا دي نړۍ‌ يي د خپل شيطاني او درواغژن سياست په واسطه ترډيره ځايه  تر ولکې لاندي راوړي او لا لگيا دي راوړي يي.
نن د اسلامي هيوادونو ټوله شتمني ،چى د همدوى د شيطاني سياست په واسطه يي امران او ديكتاتوران د ديمو كراسۍ تر عنوان لاندي ټاكل كيږى ،په مكمله توگه د دوي په ولکه كي پرته ده . د امريكا نفوس چي د نړۍ په سلو كي څلورتشكيلوي د نړۍ   په سلو كي  تر شپيتو   زياتې طبيعي زيرمې مصرفوي او د دي زيرمو زياته برخه د اسلامي هيوادونو د طبيعي زيرمو څخه د ديموكراسي تر عنوان لاندي د برچي په زور اخستل كيږي.دامريکايې فوځې ځواک  ډيره  زياته   برخه  په همدې  اسلامي  هيوادو کې د خپلو  ګټو د خوندې ساتلو په  خاطر  پراته دې او سمندرې  ځواکونه  يې د  نورځواکمنيدو په خاطر  تر شا  ګزمې  وهي.
نن د ازاّدۍ، استقلال او ديموكراسۍ معني په مكمله تو گه تغير کړې ، پخوا به چي د كمونيزم سرو لښكرو كوم هيواد د خپلې  ولکې  لاندي راوست نو هغه به يي مستقل او ازاد هيواد  گاڼه، خو نن هر هغه هيواد چي د امريكايي او انگليسي عسكري قواو په ولکه كي راځي دوى يي ازاد او مستقل  گڼى. پرون به د كمونيزم پلويانو د كمونستي لښكرو تسلط ته ازادي ويله خو نن غرب پالي، بي مفكوري  او په جاسوسي  شبکو  کې روزل  شوي عناصر چي د امريكايي او انگليسي عسکرو په اوږو سپاره په   خپلو  خپلو ولسونو حاكم  شوي  خپلي دغي واكمنۍ ته ازادي او استقلال وايي .
ددې اشغالګرو او استعماري  ځواکونو څخه  د استقلال او ازادۍ  اخستل يو ځل بيا همغسې ځان ځارني ته  اړتيا  لري لکه څنګه  چې پخوا ورته اړتيا ليدل کيده او زمونږ نيکونو يې مونږ ته  درس  را کړې و . دځانځارنې پرته داستقلال تر لاسه کول هسې خوب او خيال دې.
  د افغانستان د ستر دينى عالم، او پوه سياستوال  سيد جمال الدين افغان خبره چي: "ازادى  اختسل كيږى وركول كيږي نه.» په دې اساس  به د ازادۍ د اخستلو له پاره ميړني قدم پورته کولو ته اړتيا  وي .
پرون هغوې ته  چې د انگليس او بيا د روس څخه  يې د ازادۍ په خاطر فدا كاري کړي وه  او خپل ولس يي د هغوي د عسكري ځواكونو د بيرحمانه او غاصبانه تسلط نه ازاد کړي و مجاهد او قهرمان ويل کيده ، خو نن هغه چا چي خپل ولس د څو ميليونوډالرو او پونډو په مقابل كي پلورلي او يا يي پلوري او  د غلامانو په څير د هغوي هر امر ته په لوړ غږ هو صيب وايي د مجاهد او قهرمان نوم ورکول  كيږي او دا ټول د همدغه شيطاني سياست يوه برخه ده چې د پرون قهرمان  او سرښندونکي   نن دټروريسټ  په نامه  ياديږي .  
غواړم خبره لنډه کړم او لوستونكو ته عرض کړم چي د اسلامي سياست تر عنوان لاندي دغه كتاب چي څه موده پخوا د اسلامي تحريك د غړو د فكري روزنې په خاطر ژباړل شوې  و او بيا يي په لږ وخت كي د هجرت په ځينو پوهنتونونو كي   د تعليمي نصاب ځاي ونيو په لنډه او عالمانه توگه يي نه يواځي د اسلامي سياست تشريح کړي بلكه اسلامي سياست يې د شيطاني سياست سره په پوره مقايسوي توگه تشريح کړې.
ما هڅه کړې چي ژباړه يي ساده او روانه وي ترڅو د اسلامي سياست مينه وال او زمونږ د ټولني ټول وګړي تري پوره ګټه واخلى.
زه د پيغام نشراتى مركز څخه چي د دي كتاب د بيا خپرولو له پاره ئې قدم اخستې   يو عالم ممنون يم او د لوي خداي جل جلاله نه د دوي له پاره د خير او بركت دعا كوم او لوستونكو ته پري د پوهي توفيق غواړم.
يه درناوى
قريب الرحمن " سعيد "
 
 
 
 
بسم الله الرحمن الرحيم
  سريزه : لوي قادر الله جل جلاله د عرش نه تر فرشه پورى دټولې نړۍ پيدا كونكي او خالق دې چي د دې حقيقت څرنگوالې نه يوازى په قراّن كريم او اّسمانى صحيفو كي ليدل كيږى، بلكه بشري فطرت، سليم عقل ،انسانى تاريخ د پخوانيو اّثارو پيژندونكو پوهانو څرگندونې او نوي ساينسي اختراعات  ټول ، د مخلوقاتو د پيدا كوونكي او پالونكي ذات الله جل جلاله شته والې ثابتوي .
پاك خداى جل جلاله د خپل مخلوق څښتن او واكمن دې هغه د خپل مخلوق د نظم د چلولو له پاره نه خو كوم پيرى، انسان او ملك ته داسې اختيږر ورکړيدې چې څه ډول چې وغواړي د واكمن او ټولواك بادشاه په څير د كائناتو نظم او نسق وچلوي او تصرف په كي وکړي او نه ئى طبعيت [ نيچر ] ته حواله کړى چې څنګه وغواړي په هغه لور ئى روان کړي بلكه د كائناتو ټول نظام يوازى د همدې يوه الله جل جلاله په قبضه او قدرت كى دې ،الله رب العالمين پخپله تشريعى حاكم دې لكه څنګه ئى چې د انسان د جسماني ژوند د جوړښت او پايښت له پاره د خپلو نعمتنو خزانى پيدا کړيدي په  همدې توګه ئى د انسان د روحاني، اخلاقي او تمدني ژوند د پرمختګ له پاره د عدل او انصاف په بنستټ ولاړ د ژوندانه نظام هم جوړ کړيدې چې په هغه کې د ژوندانه د هر اړخ له پاره ځانگړى لارښووني او قوانين شته دې .
د الله تعالی ذات د كمال په ټولو صفاتومتصف او د هر عيب او نقص څخه پاك دې.
ماضى، حال او مستقبل ټول د هغه په علم کې دې- څرنګه چې د هغه ذاتى اغراض او غوښتني نشته نو لدې امله د هغه له لورى راليږل   شوي قانون يعني د اسلام مبارك دين هم د هر ډول عيب او نقص څخه پاك او د هر دور او وخت له پاره  وړ او مناسب دې .
د دې حكمونه او قوانين دكوم خاص فرد اويا ځانگړى ډلې او قوم د  غوښتنو تابع نه بلكه د ټول بشريت د انسان د مصلحت او ښيگڼو  په بنسټ ولاړ دې.  د دنيوي او اخروي ژوندانه ښيګڼو دواړه د الهى نظام په پيروي پورى تړلىدې ځكه چې دا د ژونديو نړيوډله او هراړخيزه تګ لاره ده .
د دې بشپړ او پاك نظام د اصولو سرچينه د  الهى وحى او رسالت دې. رسول او نبي د حقيقي حاكم ، باوري نماينده او سفير دې ، د نبوت د پاى ته رسيدو نه وروسته ، اوس د اسلامي نظام د تشريعى قوانينو ماخذ قراّن او سنت دې او په دې دواړو ماخذونو کې د ژوندانه د هراړخ له پاره اصول، احكام او لاُرښوونې شته دې .
هيڅکله داسى تصور او خيال هم نه پيدا کيږي چې الله جل جلاله د خپلو معصومو او سپيڅلو انبياوْ او رسولانو په واسطه يوازى د عقيدې او عباداتو احكام خپل مخلوق ته راليږلي او ټولنيز، اقتصادي، سياسي او تمدني احكام او قوانين ئى نه وي راليږلي . 
هغه خلك چې دا ډول فكر او تصور ولري نو هغوي يا په اسلام پوره باور نه لري اويا ئى په دې هكله د پوهى كمي ده .
انسان مدني الطبع يعنې اجتماعيت خوښوونکې دې. د انس او يو د بل سره د ميني او محبت د ژوند تيرول د هغه فطرى غوښتنه ده، مدني او ټولنيز ژوند له پاره د سياسي نظام شته والې اړين  دې، نو اسلامي نظام هم يو سياسي نظام لري چې د همدې سياسي نظام د تشريح او توضيح له پاره دا كتاب ليكل شويدې .
په اصل کې دا كتاب په پينځو بابونو مشتمل و چې لومړنۍ مسوده ئې  د1401 هجرى قمرى كال د محرم الحرام په 12 مه  چې1980عيسوي كال د نومبر د میاشتى د21 مې سره سمون خوي پاې ته رسيدلى وه چې د هغوی عنوانونه  ئى په دې ډول وو : خالقيت ، مالكيت ، حاكميت ، رسالت ، سياست چې د پاڼو شميره  ئى په منځنۍ كچه  تر800 مخونو پورى رسيده، خو يو ځاې چاپول ئې مناسب هم نه و او د مالي وسائلو د کمښت له امله  ستونزمن هم و، نو ددوهم ځلي كتنې پر مهال مناسب وګڼل شول  چې كتاب په دوو برخو وويشل شي چې لومړى برخه ئى د خالقيت ، مالكيت او رسالت د درى فصلونو څخه جوړه شي او په دويمه برخه کې سياست پورى اړوند موضوعاتو را ټول کړاى شي ، څرنګه چې حاكميت هم د سياست پورى تړلى اړخ دې نو له دې ا مله مو هغه دكتاب په همدې دويمى برخه کې شامل کړ او هڅه مو وکړه   چې دا دويمه برخه چې د سياست پورى د اړوندو موضوعاتو څيړنه كوي لومړى چاپ او نشر شي ځکه چې نن ورځ په نړۍ کې همدا موضوعات ډير زيات تر بحث او څيړنې لاندې دي، او د اسلام د سياسي نظام په اړه ډول ډول خبرى روانې دي نو كه الله جل جلاله توفيق راکړ لومړى برخه به هم نشر کړو. مونږ دا دويمه  برخه په دريو لويو بابونو ويشلى ده
لمړې باب : د سياست تعريف او اقسام .
دويم باب : غير اسلامي سياسي  آندونه.
درېيم باب : اسلامي سياست يا اسلامي خلافت .
مونږهڅه  کړى چې د ټولو څيړنو د ثبوت او تشريح لپاره د قراّن كريم اّياتونه د رسول كريم صلى  الله عليه وسلم احاديث د خلفاو  راشدينو، صحابه كرامو رضى الله تعالی عنهم او تابعينو رحمة الله عليهم ويناوې اود فقهي پوهانو حوالې ورکړو- په ليكنه کې د احاديثو او تفاسيرو د مستندو او باوري كتابونو څخه ګټه اخستل شوې ده ځکه چې د تاريخ او د مغازي په كتابونوکې كمزوري روايات هم راغلي دي، په همدې توګه د فقهاو  اقوال هم د فقهې د مستندو او مروجو كتابونو څخه رانقل شوي دي .
د كتاب لمړې او دوهم باب  په لومړنيو څيړونو مشتمل دې خو د كتاب  درېيم باب يعنې اسلامي سياست اويا اسلامي خلافت د كتاب اساس تشكيلوي، نو ددې كتاب اصل موضوع د اسلامي نظام د اصولو او بنسټونو څيړنه ده.
اللهم ارنا الحق حقا و ارزقنا اتباعه و ارنا الباطل باطلاًُو ارزقنا اجتنابه و صلى  الله على قائد المهاجرين و المجاهدين و على اله و اصحابه اجمعين.
 
گوهررحمن
دارالعلوم تفهيم القراّن مردان.
د1401   هجرى قمرى كال د محرم الحرام ميږشتى 16 مه
 (د1980عيسوي كال نومبر ميږشتى 25 مه)
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
لمړې باب  
د سياست د كليمى لغوي معنا : سياست د امارت په وزن د «سَاسَ ،يَسُوٌسُ» څخه د «قَال ،يَقُوُلُ» په وزن د مصدرصيغه ده، د دې فعل مصدر «سوس قولٌ» په وزن هم راتلای شي، نو د ”سياست» او ”سوس» اصلى معنا دا ده " اصلاح كول او ښائسته كول." د همدې لغوي معنا په اساس دا دواړه كليمى د رياست، حكومت او د هيواد د چارو د سنبالولو په ځاې استعماليږي ځکه چې د رياست هدف او مرام هم د خلكود حالت اصلاح ، بهتر والې او سوکاله  ژوند دې .
ابن منظور افريقي رحمه الله عليه چې په( 711 هجرى) كال کې وفات شوې په دې هكله  ليکي :
[والسياسة القيام على الشئٍ بمايصلحه والسياسة فعل السائس ... ورجل ساس من قوم ساسة و سٍٍواس . انشد ثعلب .]
«سادة قادة لكل جميع    ساسة  للرجال يوم القتال»
[والسوس  الرياسة يقال ساسوهم  سوسا و اذا راسوه قيل سوسوه واساسوه]
[سست الرعيه سياسة وسوس فلان امربنى فلان اى كلف سياستهم وسوس الرجل امورالناس على  ما لم يسم فاعله اذا ملك امرهم ويروي قول الخطيئة]
[لقدسوست امر بنيك حتى - تركتهم ادق من الطحين[1] .]
د يوه شي د اصلاح له پاره هڅواوهاند ، ملاتړلو او كلكو دريدلو ته سياست وايي چې د يو مدبر او لارښود كار دې، نو هغه څوك چې د قوم د سردارانو او لارښوونكو له ډلې څخه وي هغه ته« سائس» ويل کيږي .
ثعلب په خپل شعرکې ويلى دي :
[ هغه د هرلښکر لارښود او قوماندان دې او د جنګ په وخت کې د عسكرو رهبر او رهنما ]
”سوس» په منظمه توګه د حكومت او رياست پرمخ بوتللو ته وايي ، د «ساسوهم ، سوسوهم ،سوسا »معنا ده هغه په خلكو حكومت کوي ، كله چې خلك كوم وګړې خپل سردار او قائد وټاکي نو هغه ته ويلى کيږي «تسوسوه و اساسوه» [ هغوی هغه خپل مشر وټاكه ] ، «سست الرعيه سياسة» معنا ده :[زه د خپل رعيت نظم و نسق چلوم او په هغو حکمراني كوم] ، ”سوس فلان امر بنى فلان »معنا ده : [هغه وګړې د هغى قبيلى د معاملاتو  مسئول وګرځول شو، هغه ته د سياست او حکمرانۍدروند پيټې وروسپارل شو] .
كله چې څوك د خلكو حاكم او پادشاه وټاكل شي نو ويل کيږي چې : ”سوس الرجل امورالناس »
حطيئة په خپل يو شعر کې ويلى دې :
[زه ئې ستاسى د اولادو او کوچنيانو پالونکې او مسئول  ټاكلى يم.
نو ما هغوی د دلول شويو غنمو د اوړو څخه زيات ميده کړل]
په صراح اللغات کې يى په فارسي ژبه د سياست ژباړه " رعيت داري كردن " کړې ده
 امام غزالې رحمة الله عليه چې په 505 هجرى كال کې وفات شوي د سياست په هكله داسى وايي :
(استصلاح الخلق وارشادهم الې الطريق المستقيم المنجى فى  الدنيا والاخرة) [ د خلكو اصلاح او هغى لارى ته دهغوی  لارښوونه، چې د دنيا او اّخرت د خلاصون يوازنۍ  ذريعه ده ، سياست ويل کيږي ] .
په بل ځاې کې ليكي چې :
(وهى التاليف والتعاون و الاجتماع على اسباب المعيشه وضبطها) [سياست هغه تدبير دې چې د ژوندانه د وسايلو د تنظيم او د هغى په محور دوګړو د را ټوليدو ،د هغو ترمنځ د محبت او تعاون سبب ګرځي[2]] .
د سياست معنا مكر، فريب ، غولول او جنګول نه، بلكه سياست د هغى پوهى او حكمت  نوم دې چې د خلكو تر منځ  ورورولي، محبت، يووالې او اتفاق را پيدا كوي.  هغه  څوك چې د طبقاتى كشمكشونو او جګړې جوړولو سبب  ګرځي  هغه  ته سياستپوه نه ويل کيږي   بلكه ريښتونې سياست پوه هغه دې چې د ښه مدبر او منتظم تر څنګ نامتو مصلح او د اخلاقو معلم هم وي .
د سياست تعريف: د مسلمانوسياسى پوهانو په  آند: علامه ابن خلدون رحمة الله عليه چې په( 808 هجري) كال کې وفات شوې د سياست په هكله داسى ليكلى :
(فالسياسة و الملك هى كفاله للخلق و خلافة لله فى العباد لتنفيذ احكامه فيهم )
[ سياست او حكومت د بندګانو د ساتنى او د هغوی د ګټو د ساتنى او كفالت او په بشري ټولنه کې د الله جل جلاله د احكامو د تطبيق له پاره د الله جل و على شانه نيابت او استازيتوب دې ][3] .
امام راغب اصفهانى رحمة الله عليه چې په( 502 هجرى) كال کې وفات شوي د سياست په تعريف کې درى څيزونه په ګوته کوي :
(عمارة الارض) [ د ځمکې آبادول اود هغى تعمير اوجوړول] ،
( تنفيذ احكام الله )[ د الله جل جلاله د حكمونو نافذول ]،
(مكارم الشريعه) [ د ښو اخلاقو خپلول [4]] .
ابوالوفا ابن عقيل بغدادې رحمة الله عليه چې په( 513 هجري) كال کې وفات شوي د سياست په هكله ليکي چې :
(السياسة ما كان من الافعال بحيث يكون الناس معه اقرب الې الصلاح و ابعد من الفساد)
[ سياست د هغه تدبيرونو نوم دې چې د هغه په واسطه خلك د صلاح او شيرازۍ او ټولنيزو ګټو په لور نږدې او د فساد او ورانۍ  څخه ليرې کيږي[5]] .
ستر  دهلوي  محدث شاه ولى الله رحمة الله عليه دا ډول فرمايلى دې:
( وهى الحكمة الباحثة عن كيفية ربط الواقع بين اهل المدينة)
 [ سياست او حكمت د هغه فن نوم دې چې د يو هيواد د وګړو تر منځ د ټولنيزو اړيكو د څرنګوالي څخه بحث کوي ] .
د پورتنيو ټولو تعريفونو څخه داسى پايلې تر لاسه  کيږي  چې : [سياست يو فن او حكمت دې چې موضوع ئى د حكومتي چارو سنبالول او تنظيمول ، او مرام ئى د عامه ګټو ساتنه او د خلكو ترمنځ اړيکې او ارتباط د يوي قاعدې او قانون په واسطه كنترولول دي .]
سياست د فقهې پوهانو له نظره : فقهې پوهانو د سياست عام مفهوم په دې ډول بيان کړې  دې :
[د اصلاحي تدبيرونوخپلولو او د حكومت د نظم ونسق پرمخ بوتللوته سياست  ويل کيږي. لكه څنګه چې ابن عابدين شامى رحمة الله عليه او ابن نجيم رحمة الله عليه د دې هر اړخيز مفهوم يادونه کړې ده[6].]
خو د فقهې په كتابونوکې د سياست كلِمه په عمومى توګه د
[ تعزيري   سزاګانو] له پاره استعمال شوي ده، هغه چې د قراّن او سنتو د ښکاره نصوصو څخه ثابته نه وي، خو د شرعي قواعدو مطابق وي او مقصد ئى د ټولنيز مصلحت مراعت اود فساد د منځه وړل وي .
سياست هغه تدبيرونو ته ويل کيږي چې د هغى په واسطه د ټولنيزو ګټو او مصالحو ساتنه  وشي، او د جرائيمو د سزا نه مقصد هم د مجرمينو اصلاح او د خلكو د مال ، ځان ، ابرو، او عزت ساتنه ده، همدا علت دې چې د سياست د لغوي معنا مفهوم  په دې سزاګانو باندې تحقق پيدا کړې .
[حدود هغه سزاګانو ته ويل کيږي چې د قراّنكريم د ښکاره نصوصو اويا د صحابه و رضى الله عنهم د اجماع  نه ثابت او ټاكل شوي وي لكه د زنا، غلا،  لارى شكونکي، شرابوڅښل ،د قذف حد....]
[د قصدي وژلو او ټپي كولو سزا ګانو ته په شرعي اصطلاح کې قصاص ويل کيږي او د بعضى جرمونو سزاګانو ته كفارات ويل کيږي  لكه د قسم كفاره، د ظهار كفاره، د روژى كفاره، د سهوي د قتل كفاره، خو په اصولي توګه په حدودو، قصاص اوكفاراتو ټولو باندې د سياست اطلاق کيږي ځکه چې د دې شيانو مقصد هم د ټولنيزو ګټو او مصالحو ساتنه او د ټولنى اصلاح ده .]
ابن عابدين رحمة الله عليه فرمايى : (وهذا تعريف للسياسة العامه الصيادقه على جميع ما شرعه الله تعالی لعباده من الاحكام الشرعيه)
 دا [ د بندګانو د ګټو او اصلاح تدبيرونه ] د هغه عام سياست تعريف دې چې د الله جل جلاله په ټولو احكامو صدق کوي ، هغه احكام چې الله جل وعلا شانه د خپلو بندګانو د ګټو له پاره مقرر کړي دي[7]] .
خوپه فقهې ژبه کې سياست هغه جزاګانوته ويل کيږي چې د قراّن ، نبوي سنتواو د صحابه كرامو رضى  الله عنهم د اجماع څخه نه وي ثابتې شوي.  دې ډول سزاګانو ته تعزيري سزاګانې  هم ويل کيږي چې په درى ډوله  دي :
لومړې : په سلګونو هغه ګناهونه اوجرمونه دي  چې د هغى سزاګانى منصوص نه دي د دې ډول جرائيمو له پاره د اسلامي شريعت د پرهيزګارو پوهانو يوه اداره يا دقانون پوهانو ډله  [ د شورى مجلس ] چې د سزا تر ټولو كمه او لوړه كچه او څرنګوالې، تعينولاې شي او قاضى ته دا واک  ورکړي چې د هغه تعزيري قانون په چوكاټ کې كومه سزا چې مناسبه وګڼي ورکړي،كه چيرى د شورى مجلس يا بلى كومى مجازى ادارى لخوا دغه ډول قانون  نه وي  نافذ شوی، نو بيا هم محكمى ته دا حق ورکړل شوي چې د شرعي اصولو په رڼا کې چې هره سزا لازمه وګڼي مجرم ته ورکړي .
دوهم : هغه غوڅ ثبوت چې د منصوصه حدودو او د قصاص د نفاذ له پاره ضروري وي خود قانوني شرائطو په بنسټ موجود نه وي، مګر عدليى ته د ښکاره شواهدو په رڼا کې ډاډگيرنه پيدا شوي وي  چې په يوه رنګ  نه يوه رنګ د جرم ارتكاب صورت نيولى وي، نو په دې حالت کې د حدودو نفاذ نشي كيداى، خو محكمه چې د عدل په رڼا کې هره تعزيري جزا خوښه کړي  مجرم ته ئې وركولاې شي ځکه چې حدود په شک او شبه ساقطيږي او تعزيزى سزا دګمانې او ظنى ثبوت  په اساس هم وركول كيداى شي .
درېيم : شكل ئى دا دې چې د حدودو د تطبيق له پاره خو قطعي ثبوت موجود وي ليكن د جرم مرتكب هغه دولتي كارکونکې وي چې په خپله د جرمونو د مخنوي مسئول وي اويا جرم كوونکې په مكرر ډول د جرم ارتكاب وکړي يا د جرم ارتكاب په ډيره دردناكه او وحشت ناكه طريقه شوي  وي ، نو په دې حالت کې قاضى ته دا اجازه ده چې د ټاكلى جزا نه پرته نوره جزا هم د تعزير په ډول ورکړي خو په دې شرط چې په دې کې ئى  كوم مصلحت په نظرکې نيولى وي[8] .
د عبدالرزاق رحمة الله عليه په كتاب «مصنف» کې دي چې : سيدنا  على رضى  الله عنه د روژى په مباركه مياشت کې شراب څښونكو ته د ټاکل شوو اتيا دورّو نه علاوه شل دورّى  سزا نوره همه وركوله[9] .
ابن شهاب زهرى رحمة الله عليه فرمايى :  څوك چې د روژى په مياشت کې د شرابو د څښلو مرتكب شي نو اتيا دورّى سزا به وركول کيږي او په كوڅو کې به ګرځول کيږي ترڅو خلك يى د جرم څخه خبر شي او د رسوائى څخه يى عام خلك عبرت واخلى.
همدا راز د لمانځه نه كونكوته هم ابن شهاب زهري رحمة الله عليه همدا ډول  د خلکو تر منځ د رسوا كولود تعزيري سزا وړانديز کړې دې[10].
پورته ذكر شوو درى واړوسزاګانو ته د فقهې  پوهانو تعزيرهم ويلى دې او د سياست اطلاق ئى هم په همدې سزاګانوکړې دې  .
مشهورحنفي فقيه شيخ علاوالدين طرابلسي رحمة الله عليه د خپل كتاب معين الحكام درېيمه برخه د تعزيري سياست د بيانولو له پاره ځانګړې کړې ده، ځينې خلكو نيوکه کړې وه چې د غير منصوصو سزاګانو وركول  ظلم دې ، او دا څرګنده ده چې منصوص سزاګانې يوازى يو څو دي او د جرائمو اقسام سلګونو ته رسيږي ، نوكه چيرى د هرى سزا له پاره د نص وجود شرط  وګرځول شي ، نو د خاصو مجرمانو پرته به ټول مجرمين بى له كومې ويرې او خطرې ، په كاملې اّزادۍ سره د خلكو د مال ، ځان  او اّبرو په لوټولو پيل وکړي دا نيوکه كونکي په يوه  اړخ کې وو خو په بل اړخ  کې  ځينې خپل غرضي سياسي مشران  او حكمرانان  و چې د خپلو ذاتي ګټو په خاطر بې له كوم ثبوت څخه خلكو ته سزاګانې ورکولي او هغوی تعذيبول او ربړول ئې ، خو بهانه  ئې دا وه  چې دا د سياست او مصلحت غوښتنه ده، دغه  حيوان صفته  وګړي كله د مصلحت او سياست په نوم حتې د منصوصو احكامو په بدليدو هم صرفه نه کوي .
په دغه دواړو افراطي  ډلو د تنقيد په خاطر علامه طرابلسي ليکلي دي چې : سياست تعزيري او تغليظي قانون دې چې په دوه برخوويشل شوې :
لمړې ظالمانه سياست دې چې اسلامي شريعت يې حرام ګڼي او دويم  عادلانه سياست  دې چې د هغې په واسطه د مظلوم حق هغه ته سپارل کيږي او د مفسدينو مخه پرې نيول کيږي .  او د همدې لارې  د اسلامي شريعت اصلې موخې تر لاسه کيږي ، نو د داسې ډول شرعې سياست خپلول  واجب دي .
د عادل سياست نه سترګې پټول روا نه دي ځکه د هغه په پريښودلو د خلكوحقوق ترپښو لاندې کيږي، جرم كونكو ته دجرم لارې پرانيستل کيږي ، د وينې تويولو،اّبرو او عزت لوټولو، او د خلكو په مالونو د غاصبانه قبضې له پاره لاره اواريږي ، نود داسې شرعې سياست نه منكريدل او دهغې  نه منل  د شرعې نصوصو او راشدينوخلفاوْ رضې الله عنهم د اعمالو پرخلاف   عمل  دې.
اما ځينې خلكو په دې هكله د افراط بل مخ غوره کړې دې هغوی د شرعي حدودو نه د تيرې په كولو سره د ظلم مختلف ډولونه او سياسي بدعتونه ايجاد کړي دي، دا خلك په  دې باور لري چې شرعي سياست د امت د مصلحت او عامه ګټو د ساتنې څخه  عاجز دې [ نعوذبالله] .
دا ناپوهي او ستره  غلطي ده ، ځکه چې الله جل جلاله فرمايلي دي " مونږ ستاسو له پاره دين  پوره کړې دې»، پدې دين کې د انسانانو ديني او دنيوي ګټې په پوره توګه موجودې دي ، رسول اكرم صلې  الله عليه وسلم فرمايلي دي " ترڅو چې تاسې د الله جل جلاله په كتاب او د رسول اكرم صلې  الله عليه وسلم په سنتو عمل کوئ  بې لارې به نشئ [11]
د حافظ ابن قيم رحمة الله عليه ويناهم د لږ څه مخکې وروستوالې سره په همداسې  بڼه  را غلې  بلكه داسې معلوميږي چې علامه طرابلسې رحمة الله عليه دا ټول عبارت د ابن قيم رحمة الله عليه دكتاب نه راخستې  وي  خوحواله ئې نه ده ورکړې [12].
شيخ الاسلام مرغنيائې رحمة الله عليه چې په( 593 هجري) كال کې وفات شوي په هدايه کې ئې د زنا د حد تشريح د حنفي مسلك سره سم په دې ډول کړې ده :« د بي  واده مسلمان د زنا په حدکې دورِّې او د وطن نه شړل دې  يو ځاې نه كړاې شي خوكه چيرې امام [اميرالموْمنين يا قاضې ] ته په دې کې كوم مصلحت په نظر راځي نو د خپل آند په اساس  ئې د څه وخت له پاره د وطن څخه شړلاې شي چې دا زياته کړل شوي سزا[د وطن څخه شړل ] تعزير او سياست دې .
ځکه چې كله دا تعزيري او سياسي سزاء ګټوره ثابيتږي ، خو فيصله د وخت د امام د نظر پورې تړلې ده د ځينې صحابه كرامو رضې  الله عنهم نه د( زانې) د وطن څخه د شړلو روايت په همدې  سياسي او تعزيري سزا باندې بناء دې[13] .
ابن عابدين شامې رحمة الله عليه چې په( 1352هجرې) کې وفات شوې  ليکي:«د سياست لفظ د هغه سزاګانو له پاره هم استعماليږي چې د هغه په ذريعه دمجرمينو ځپول او اصلاح  شوني وي»، لكه فقهاړ  چې ويلي :« كه چيرې يو سړې په لواطت  Homosexeuality) )او غلا عادي شوې وي نو سياسةً هغه وژل كيداې هم شي لكه څنګه چې د يو بدعتې په اړه دا خبره مخکې بيان شوې ده ».
ځينې فقهاوْ د سياست تعريف داسې کړې دې چې «سياست هغه تعزيري او تغليظې سزا ده چې د اسلامي شريعت دقواعدو او اصولو په رڼا کې ټاکل شوې وي  كه څه هم په ښکاره ډول د هغه  په اړه  په  نصوصوکې څه نه وي راغلي.
ځکه چې د اسلامي شريعت بنسټ ، د ايمان څخه وروسته، د ټولنې څخه د فساد په  له  منځه وړلو  و لاړ دې .
(ولذا قال فې البحر و ظاهركلامهم ان السياسة هې فعل شيئ من الحاكم لمصلحه يراها و ان لم يرد بذالك الفعل دليل جزئې[14].)
په بحرالرائق کې يې ويلې دې چې : «د فقهاء د ويناوْڅخه په ښکاره همدا څرګنديږي چې سياست د يوه حكمران هغه فعل [كړنه] او تدبير دې چې د خلكو ګټې او مصلحت ورته په کې تر سترګو کيږي كه څه هم ددې فعل له پاره د هغه سره كوم ځانګړې دليل موجود نه وي خوکړنه  يې د شرعي اصولو په بنسټ ولاړه وي او د منصوصو او اجماعې احكامو  خلاف نه وي .»
دا ډول عبارتونه د فقهې په كتابونوکې بې شميره راغلي چې ورڅخه ثابيتږي چې تعزيراتو ته سياست ويل کيږي او د فقهې په كتابونوکې دا لفظ د همدې مقصد لپاره استعمال شوې دې .
د سياست تعريف : د نوي عصر د پوهانوله نظره : د عربي ژبې د سیاست كليمه د انگليسي ژبې د[Politics] د كليمې سره هم معنا نه ده. د عربي ژبې د سیاست كليمه هراړخيزه مفهوم لري لكه د نفس اصلاح كول،كورنې سیاست، تعزیري سیاست. بلکه ټول اصلاحي كارونه د همدې كليمې په مفهوم کې شامل دي . خود انګلیسي ژبې[Politics]كليمه يوازې د ملکي، ملي اوحكومتي سیاست له پاره استعمالیږي چې په عربي ژبه کې ئې مرادف كليمه السیاسة المدنية ده .
[Politics]  پوليټكس يوه يوناني  كلیمه ده چې د پولس نه اخيستل شوي او معنا ئې مدني حكومت دې چې دا لفظ په يونانې معناګانو سره د دیارلسمې پيړۍ په پيل کې په فرانسوي ژبه کې هم استعمال شوي و .  په هغې وخت کې د سیاست تعريف داسې  كيده:
د سیاست معنا ده د ښاري حكومت پوهه او فن ترلاسه کول دي ، خو د عمومې مفهوم په لحاظ سیاست ټولو هغو فنونو ته وایي چې د انساني ټولنې له پاره د اهميت  وړ دي .
د دیارلسمې پیړۍ وروسته دا كليمه و غوځیده او  د پوليټكس [Politics] لفظ يوازې د حكومت کولو په فن پورې وتړل شو.
په( انسائيكلو پيډیا الكبيرة) کې د سیاست اصطلاحي تعريف دا ډول شوې چې :
(فن حكم الدولة اودراسة المبادي التې تقوم عليهاالحكومات والتي تحدد علاقاتها بالمواطنين وبالدول الاخرې)
 [ د حكومت كولو پوهې ته سیاست ويل کیږي یا په بل عبارت دا د هغه بنسټيزو اصولو علم دې چې د هغې په واسطه حكومتونه جوړيږې او د حكومت او خلكو ترمنځ پرې اړيکې جوړښت مومي اوله مخې یې  د نورو هيودانو سره د اړيكو د ټينګولو پولې   ټاكل کیږي ] [15].
په 1870كال کې ويل شوي و  چې :
( السیاسة علم حكم الدول)
 [سیاست په خلكو د حكومت كولو علم او پوهه  ده ] .
خوپه( 1962 )كال کې ئې دارنګه تعريف وشو:
( السیاسة فن حكم المجتمعات الانسانيه)
 [ سیاست په انسانې ټولنو د حكومت كولو فن دې ][16]
په المنجدکې ئې دا ډول تعريف  شوې دې :
( فن الحكم و اداره اعمال الدوله الداخلية والخارجية و منها السیاسة الداخليه والخارجيه)
 [سیاست د حكومت كولو فن او د حكومت د داخلې او خارجې چارو اداره كولو ته وایي چې داخلې او خارجې  سیاست د هغې يو برخه ده ][17] .
د اوسني عصر سیاست پوه بلنچلې لیکلي دې چې :
[سیاست هغه پوهه ده چې د بحث اومذاكرې موضوع ئې سلطنت وي .]
ايډورډجيمز د سیاست تعريف په دې ډول کړې :
[د حكومت د دندو  پرمخ وړل  اود هغو خلكو نظم وضبط  ساتل چې د يوي ټولنې په شكل کې را ټول شوي وي .]
د ادیانو او اخلاقو انسائيكلوپیډیا د سیاست د تعريف په باب داسې لیکي :
[د سیاست نه مقصد د حكومت نظم و نسق دې [18].]
دسیاست په برخه  کې د نوي عصر د علماو تعريفونه  هماغه ډول دي كوم ډول چې د اسلام سپیڅلو دينپوهانو څو پیړۍ ترمخه په  خپلوكتابونوکې درج کړي دي.
 خلك د اروپا غټو غټو نومونو څخه ویریږي او كه  نه  نو په  تيرو شوو پاڼوکې چې  د مسلمانو لغت پوهانو ، سیاست  پوهانو، او د فقهې د پوهانو څخه د سیاست په اړه كوم تعريفونه رانقل شوي .  هغه  ډیر زیات    ښکاره ، روښانه  او هراړخيزه  دې .
عملې سیاست : پورتني تعريفونه د نظري سیاست او علمي سیاست پورې اړه لري خو د عملي سیاست بنسټ په سیاسي تجربو ايښوول شوې دې ،د سیاسي مفكر اوسیاسي قائد ترمنځ  توپیر همدومره دې لكه د علم او عمل ترمنځ اویا د فكر او تجربې ترمنځ . ځکه يوازې د سیاست د فلسفې په زده کړې يو وګړې سیاسي مشر نه  شي ګرځيداې .
د مثال په توګه يو وګړې  د طب د پوهنځي  په پاې ته رسولو اویا د طبي  كتابونو په مطالعې تر هغې دډاډ وړ ډاكټرنه   شي  جوړیداي ترڅو چې د ناروغتیاو د تشخيص او دارو وركولو اوږده  تجربه  یې  نه وي پیدا  کړي .
ځینې دينپوهان داسې دي چې په كتاب الله ، نبوي سنتو او فقهې باندې ښه پوهیږي خو نه وينا كولاې شي او نه د دوه كسو ترمنځ سوله. په  همدې ډول د انسانې ټولنې د پرمخ بيولو فلسفه او د حكومت کولوپه اصولو او قواعدو پوهيدل شوني کوي چې یو سړې سیاست پوه [PoliticalScience] او پروفيسور وګرځي، مګر تر هغې  سیاسي لارښود اود نظم او نسق قائد كيداې نه شي ترڅو پورې   یې چې په عملي توګه سیاسي تجربه نه وي تر لاسه کړي  .
ابن خلدون رحمة الله عليه د علمي او نظرئي سیاست توپير په ښه ډول واضح کړې  دې :
[علماء او مفكرين چې په خپلو آندونو کې عادي شوي دې د معنا په دریابونوکې غوټې وهي او د محسوساتو څخه معقولات اخلي، خو په ذهن کې قواعد اوكلیات په مجرده توګه ساتي، ترڅوئې په عمومې شكل سره نافذکړي. د ځانګړو وګړو او ولسونو لحاظ ساتل د هغوی عادت نه وي، دا مفكرين د خپلو ذهني قواعدو او فكري  نظریاتو پرته بله  هیڅ عملي تجربه نه لري .]
[خو سیاسي  مشران   بيروني   واقعي حقايق او حالات هم په نظرکې لري ځکه كيداې شي چې په حالاتو او واقعاتوکې كوم داسې  ریښتونې  خنډ شتون ولري چې د هغې له امله یې قیاس  په هغه حالاتو نه شي كيداې چې په ښکاره هغه ته ورته تر  سترګو کیږي  او دا خنډونه د هغې سیاسي نظریې چې د هغې نفاذ اړین دې، پر خلاف وي. ]
[همدا راز  يو ټولنه په بلې ټولنې نه شي قیاس كيداې ځکه چې كه دواړه ټولنې په يو شي کې سره ورته وي نو په ډیرو شیانوکې به یو له بله سره  توپير ولري . څرنګه چې مفكرين د عمومي احكامو په صادرولوکې  په يو بل باندې په قیاس كولوکې عادې  ګرځیدلي  نو كله چې دوي د عملي سیاست په هكله تفكر کوي نوبیا خپلې پایلې د خپل فكرپه قالب کې ځاې په ځاې کوي او د خپل ځانګړي  استدلال په اساس عملي سیاست تلي، خو په پایلو کې په عملي ډګر کې د سختو غلطيو سره مخ کیږي، نو همدا علت دې چې په عملي سیاست کې په  هغوی باور او ډاډ  نه شي كيداې .]
افلاطون ډیرلوي سیاستپوه او فيلسفوف و، خو هغه حالات او پیښې  نه تجربه کولې ،بلكه ويل به ئې چې حالات د نظریاتو په واسطه پيداکیږي، ارسطو د افلاطون د شاگردانوله ډلې  څخه و،خوهغه په تجرباتي  او عملي سیاست اعتقاد درلود. هغه د مختلفو قومونو او حكومتونو د تجربو وروسته خپله سیاسي نظريه څرګنده كړه. همدا علت دې چې ارسطو  ته د سیاست امام او لومړې ښوونکې ويل کیږي او د هغه كتاب [السیاسیات] ډیر ستايل شوې هم  دې .
 د نظریاتي  پوهې سره عملي پوهه اړینه  ده ځکه چې د نظریاتو په بنسټ  يوخیالي حكومت جوړيداې شي  خويوځمكنې واقعي  حكومت منځ ته  نه شي راوړلاې.
د يو شان سیاسي فكرسره سره د هغې عملي تطبيق او هغې ته عملي بڼه وركول او د يو نظم  په چوكاټ کې  یې  راوستل به ډیر ستونزمن کار وي  ځکه  د خلكو په عادتونو او غوښتنوکې د توپير په اساس  د هغه په تطبیق  کې پوره  اندازه واټن كيداې شي شتون  ولري ، خو دا توپير همداسې بڼه لري لكه ديوې ماڼۍ د ظاهرې ډيزائن او نقشي ترمنځ چې  توپير شته  وي ، د نمونې په  توګه  د امريكا ، انگلستان، فرانسې ، جرمني او نورو هیوادونو جمهورې ریاستونه يو ډول قانون  لري  يعنې «بې دینه یا سیکولار جمهوريت» ، خو د دې جمهوريت عملي انځور او   نظم چوكاټ یې په دې هیوادونوکې يو له بل سره پوره توپيرلرې.
بله نمونه یې  د روس او چين  سوسیالیستي  نظامونه دي چې د يوې  نظرئې [كمونيزم اوماركسيزم ] خاوندان ګڼل کیږي  ، خو په  حكومتي چوكاټ او اداره کې ئې ډیر زیات بيلتون  شتون لري - په همدې توګه د پادشاهی فكريو دې چې د ټولو  واکمنیوسرچینه   بايد په خپله شاه وي، خو په عملي توګه ئې  په كړنه کې ډیر توپير ليدل کیږي .
عقلي سیاست او شرعي سیاست : علامه ابن خلدون رحمة الله عليه سیاست د قانون له مخې  ویشلې ، هغه ليکي چې:
ا } پادشاهي د قانون په ځاې دمطلق العنان پادشاه په زور او قوت باندې ولاړه وي، چې په هغه کې د غضب او حيوانيت ننښې او اّثار ليدل کیږي. داسې حكمرانان په خپل رعيت باندې د يو دروند بار حيثيت لرې او د هغوی د تباه كولوپه هڅه کې وي ، نو د داسې حالاتو د اصلاح له پاره د سیاسي قوانينود وضع كولو د ضرورت احساس پيدا کیږي، چې د هغې وفاداري  په حكامو او رعيت دواړو باندې لازمي ده .
2 } كه چيرې دا قوانين د قوم دپوهانو، د حكومت د مسؤلينو او نورو  اړوند قانونپوهانو په واسطه وضع شوي وي ، نو بیا پدې قوانينو ولاړ سیاست ته عقلې سیاست ويل کیږي .
3 } اوكله چې دا قوانين د الله جل جلاله له اړخه  ټاکل شوي او د هغې  د رسول صلې الله عليه وسلم په واسطه نافذشوي وي نو دې ته ديني سیاست ويل کیږي چې د دنیا او اّخرت دواړو له  پاره گټه  ور دې .
نو ظالمانه پادشاهي هغه حكومت ته ويل کیږي چې په کې خلك د پادشاه د ذاتي  غوښتنود پوره كولولورې ته اړباسي .
سیاسي حكومت [ عقلې سیاست ] هغه  حکومت  ته ويل کیږي چې خلك د عقلي نظریاتواو قوانينو پابند کړي  او مقصد ئې دنيوي ګټې او اّرام ژوند، او د دنيوي تاوانونو او ستونزو څخه  نجات اوخلاصون  وي .
خلافت [ دیني سیاست ] له هغه حكومت څخه عبارت دې چې  په کې خلك د اسلامي انګیرونو او شرعي قوانينو پابند اوسي او هدف يې  د دنیا او اّخرت د ژوند ګټې او مصالح   تر لاسه کول  وي، ځکه چې اسلام کې د دنیا د ټولو حالاتو قيمت او ارزښت   د اّخرت د ګټو په اعتبار سره دې .
د ابن خلدون رحمة الله عليه د سیاست  د ویش، شننه  په دې ډول هم كيداې شي چې سیاست په اصولي توګه په درې ډوله دې :
(۱) حيواني سیاست ،(۲) عقلي سیاست ،(۳)  ديني سیاست .
(۱):حيوانې سیاست نه د عقلي قانون تابع دې او نه د شرعي قانون ، بلكه د بادشاه اود هغه د درباریانو د نفس  د غوښتنو  قانون دې اویا د حاكم نظام اویا حاكمې طبقې د حيوانې  غوښتنو پوره کول د هغه مقصد وي. د دې ډول  سیاسي نظام مثالونه بادشاهت ، اّمريت ، عسكرې حكومت او اشتراكيت (Communism (  دې . دا ډول  نظامونو په  ولسونو باندې  د ډیر لوي لعنت په څیر بار وي . او  دغې  ډول سیاست او سیاسي نظام ته  دحيواني سیاست نوم وركول بالكل په ځاې او مناسب   کار دې .
عقلي سیاست  د هغې قانون پابندوي چې د عاقلانو، پوهانواو د قوم د شريفو خلكو په واسطه جوړشوې وي، او مقصد ئې د خلكو د دنيوي ګټو او مصالحو ساتل وي چې  مثالونه ئې په قانوني  پادشاهی ، او غير مذهبې جمهوريتونوکې ترسترګو کیږي، خو په عقلي سیاست کې  هم  د اخروي او ابدي ژوند د فلاح او ښیگنړې لورې  ته كومه پاملرنه نه ده شوې .
دیني سیاست يوازې هغه حقيقي، هراړخيز او ګټور سیاست دې چې په هغه کې د انسان ریښتونې او تلپاتې نيك بختي  هم په نظرکې نيول شوی او د دنيوي فلاح او ښیگنړې ضمانت هم ورکوي ، او همدې نظام ته اسلامي خلافت  هم ويل کیږي .
غوره سیاست او جاهلي حكومت : ابونصر فارابې رحمة الله عليه، چې په( 349 یا343 هجري قمري) كال کې وفات شوې، سیاست او ریاست په دوه برخوويشلې:
(۱) الریاسة الفاضله [غوره ریاست] او(۲)الریاسة الجاهليه [جاهلي ریاست] .
 هغه د خپل كتاب« اَحصا ء ا لعلوم» په پنځم فصل کې د العلم المدني ترسرلیک  لاندې داسې لیکي :
[ د مدني علم یا ټولنيزاوتمدني علم اصلي موضوع دا ده چې  د انسان د اختیارې افعالو د ډولونو تعريف دې وکړل شي .
 د هغه فطري ، رغبتونو او اخلاقې بنسڼونو پلټنه دې وکړل شي چې د اختیاري افعالوسرچينه تشكيلوي .
 هغه غوښتنې او مقصدونه دې  په ګوته کړل شي چې د هغې د لاس ته راوړو د پاره دا اختیاري افعال تر سره کیږي .
 د حقیقي نيكبختۍ او خیالي او وهمي نيكبختۍ ترمنځ توپير څرګند او ډاګیزه شي.
 د حقیقي او واقعي نيك بختيو او خوشحالېو لاس ته راوړل په دې دنیا کې شوني نه دي او دا يوازې د دنيوي ژوند څخه ورسته ، د اّخرت په ابدي ژوندکې تر لاسه  كيداې شي.
 خیالي او فرضي نيكبختي او سعادت په دې دنیاکې،د دولت،شتمنۍ، عزت او شهرت او نورو ورځنیو خوښیو او خوشحاليو نوم دې .
د حقیقي سعادت او ریښتونې نیک بختۍ د لاس ته راوړو   له پاره چې كومو اخلاقو او افعالو [سنن فاضله] ، بهترينو او غوره  رواجونو او قوانينوته اړتیا ده  هغه د ریاست نه پرته نه شي نافذ يداې اوكه چيرې دمخه نافذ شوي  هم وي نود هغې خوندیتوب اوساتنه د ریاست نه پرته نشي ترسره كيداې .
(والریاسة ضربان : ریاسة تمكن الافعال والسنن والملكات الاراديه التې شانها ان ينال بها ما هو فې الحقيقه سعاده و هې  الریاسة الفاضله، و المدن و الامم المنقادة لهذة الریاسة هې المدن والامم الفاضلة، و ریاسة تمكن فېالمدن هې الافعال والشيم التې تنال بها ماهې مظنونة انها سعادات من غير ان تكون كذالك و هې الریاسة الجاهلية)
[ حكومت په دوه ډوله دې : لومړې هغه حكومت دې چې په هغه کې عاداتو او وړتیاو ته پیاوړتیا وركول کیږي د كومو په واسطه چې حقیقي سعادت ترلاسه  کیږي همدې ته غوره حكومت یا فاضله ریاست ويل کیږي ،يعنې بهترين حكومت، او هغه ټولنه او قومونه چې د داسې حكومت مطيع اوتابعدار وي د غوره ټولنو او غوره  قومونه په نوم یادیږي .
 دوهم ریاست هغه دې چې په ټولنه کې د هغو کړونو او عاداتو د كلكوالي او رواجوالوهڅه  کوي چې دخیالي اووهمي نيك بختۍ اوخوښۍ ذريعه ګرځي خو حقيقت  یې  بل منګه  وي ، دې ډول حکومت  ته جاهلې حكومت یا [ریاست جاهليه] ويل کیږي [19].
د فارابې د څیړنو له مخې د حكومت او سیاست اصل مقصد او هدف بايد د خلكو حقیقي خوښي او تلپاتې نيكبختي وي چې يوازې په دنيوي خوښۍ اوخوشحالۍ پورې نه وي تړلې بلكه د روحاني او اخلاقي معیارونو لوړوالې ئې لازمي او اړین شرط وي، نوپه دې اساس  فاضله ریاست  هغه حكومت ته ویل کیږي  چې د خلكو د ټولنيزې خوشحالۍ سره سره د هغوی د روحاني او اخلاقي معیارونو د لوړولو فكر ئې هم کړې وي او د دنيوي کامیابیو په څنګ کې ئې د اخروي  کامیابیو  له پاره هم څه اهتمام کړې وي .
انسان په فطري توګه ښه اخلاق خوښوي، خو شر او بد اخلاق د هغې د حيوانې غوښتنو څخه را پيداکیږي اوكه نه نو هغه د انسانيت په اساس د غوره او ښو اخلاقو خوښونکې دې ، نو لدې كبله دا اړینه  ده چې يو سیاسي رهبر د سیاسي  پوهې ترڅنګ د ښو او لوړو اخلاقو او كره كړنې  په درلودو سره په ټولنه کې د تقليد وړ نمونه وي – هغه وګړې چې سیاسي واك هم ولري او د ښو اخلاقو څښتن هم وي او په ټولنه کې د نيکۍ او ښه اخلاقو د خپرولو كار هم کوي تر څويوه صالحه او ښه ټولنه جوړه شي نو داسې وګړې ددې مستحق دې چې د الله جل جلاله خليفه شي او حكومت ته ئې اسلامي خلافت  وويلې شي.
مګركوم حكومت چې د خیالي او عارضي خوشحالۍ په لورمتوجه وي او د حقیقي خوشحالۍ او ابدي ژوند په اړه  هیڅ فكر نه کوي او د بدو اخلاقو او قبيحو افعالو د ترويج له پاره هڅې  کوي  او د ښو اخلاقو او د الله جل جلاله او د هغې د رسول اكرم صلې  الله عليه وسلم د اطاعت په لارکې خنډونه پيداکوي نو دې  ډول  حکومت  ته د بې عقلوحكومت یا جاهلي ریاست  [ ریاست جاهليه] ویل کیږي .
فارابې رحمة الله عليه چې كوم سیاست ته د[ ریاست فاضله] نوم ورکړې نو ابن خلدون رحمة الله عليه ، ابن تميميه رحمة الله عليه اونورو دیني پوهانو هغه ته د [سیاست دينيه] یا [ سیاست شرعيه] اصطلاح استعمال کړې ده .
شرعي سیاست د اسلام د سپیڅلي دين يو فصل دې :  
(حَدَّثَنِي مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ فُرَاتٍ الْقَزَّازِ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا حَازِمٍ قَالَ قَاعَدْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ خَمْسَ سِنِينَ فَسَمِعْتُهُ يُحَدِّثُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّې اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسوسهُمْ الْأَنْبیاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ قَالُوا فَمَا تَأْمُرُنَا قَالَ فُوا بِبَيْعَةِ الاول فَالاول أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُم .)
 [ ابوحازم سلمان الاشجعې رحمة الله عليه ويلي  چې زه پنځه کاله دسیدنا ابوهريره رضې  الله تعالی  عنه په مجلسونوکې شريك وم ،ما د هغه نه اوريدلې چې رسول الله صلې الله عليه وسلم فرمايلي دي د بنې  اسرائيلو سیاست د هغو د پيغمبرانو عليهم السلام په لاسونوکې و، كله به چې يو پيغمبر وفات كيده نوپه ځاې به ئې بل پيغمبر راته، زما څخه وروسته بل پيغمبرنه راځي- خو زما خلفاء استاذې به موجود وي دا خلفاء به كله ديوه نه زیات هم وي. صحابه كرامو (رضې  الله عنهم اجمعین)  ترې پوښتنه وكړه چې د داسې حالاتوپه اړه به مونږ ته ستاسو حكم څه وي؟ هغه وفرمايل : د هغه بيعت پوره کړې چې لومړې ځل ورسره بيعت شوې وي [ ترمخه ټاکل شوې وي] ، دخپلو خلفاو د اطاعت او فرمان  وړنې  حقوق اداکړئ    ځکه الله جل جلاله به د   هغوی نه د هغوی د رعيت په اړه پوښتنه وکړې[20] ].
د نبې اكرم صلې  الله عليه وسلم د دې حديث څخه دا را په ډا ګه   کیږي چې سیاست د انبیاء عليهم السلام او پيغمبرانو عليهم السلام دنده   او مسؤليت و خو د نبوت د پاې ته رسيدونه وروسته دا مسؤلیت د هغوی د خلفاو په اوږو ايښول شوې دې- نوښکاره ده چې هرهغه كار چې د انبیاؤ په فرايضوکې شامل وي نو هغه د اسلام يوه برخه وي. د نبیانو  او د هغو د خلفاؤ   اصلي وظيفه ددين قائمول دي نو هغه كار چې دين پورې نه  وي تړلې   هغه په انبیاؤعليهم السلام پورې هم نه تړل کیږي .
یو شمیر وګړي  چې د اوسنۍ  زمانې د سیاست لوبغاړي او د اخلاقو او تهذيب نه لرې سیاست  کې  ککړ دي  خلک  یې د سیاست د كليمې نه هم نفرت کولو ته اړ کړي دي ، خو د سیاستوال د خپل غرضۍ او ورانكارۍ په اساس د سیاست د كليمې  څخه نفرت كول د عقل او پوهې نه لرې خبر ده، لكه څنګه چې علم په دوه برخوويشل کیږي:
 (۱)نافع علم [گټه وره پوهه] او(۲)غيرنافع علم [بېګټې یا مضره پوهه].
 همدا راز علماء اوپوهان هم په دوو برخو ويشل کیږي ، (۱)ربانیين علماء  او(۲) سؤ علماء، نو همدا راز سیاست هم په دوه برخو ويشل کیږي، لومړې هغه سیاست دې چې د شريعت د اصولو او احكامو پابند وي، ددیني سیاست په نوم یادیږي اوبل هغه سیاست دې چې د دين او اخلاقو د قيد نه اّزاد وي نوهغه ته جاهلي سیاست ويل کیږي چې دغه دویم ډول سیاست په حقيقت کې د واك او قدرت په سر جنګ  او جګړې ته  ویل کیږي – نو د دې ډول سیاست  كونكو او سیاسي تجارانو چې څومره بدۍ بیان کړل شي بیا هم كمه ده. او په ځاې دې چې يومسلمان ددې  ډول سیاسي دلالانو څخه لرې او ترې کرکه وکړي او دا د ايمان غوښتنه هم ده .خو د شرعي اصولو په بنسټ ولاړ سیاست پخپله دين او د انبیاو فريضه ده، نو ددې ډول سیاست  نه نفرت كول اویا ترې لريوالې کول په حقيقت کې ددين ديوې څانګې څخه لريوالې کول دي .
په پورتنې مبارك حديث کې " د تسوسهم الانبیاء " دكلمو تشريح حديث پوهانو په دې ډول کړې ده :
( اې تتولې امورهم كما تفعل الامراء والولاه باالرعيه و السیاسة القیام علې الشيء بما يصلحه و ذالك لانهم كانوا اذا اظهروا الفساد بعث الله نبیا يزيل الفساد عنهم و يقيم لهم امرهم و يزيل ما غيروا من حكم التوراة)
[د بني اسرائيلو   پيغمبرانو عليهم السلام د هغوی د امورو نظم ونسق په داسې ډول جوړاوه   لكه څنګه چې حكام د خپل رعيت د امورو نظم او نسق جوړوي ، نو سیاست د يو شي د اصلاح له پاره د عزم او استقامت څخه عبارت  دې ،دا سیاست  پدې ډول و  چې كله به چې خلكو په فساد لاس پورې کاو ه نو الله جل جلاله به هغوی ته خپل نبي عليه السلام  ورلیږه ترڅود فساد مخه ونيسي، هغه به  د هغوی د حالت د ښه كولو هڅه كوله اود هغو تحريفاتو او تغيراتو تصحیح  به یې کوله  چې هغوی به  په تورات کې  راوړي و] .
امام ابن جوزې رحمة الله چې په ۵۹۷ هجري قمري كال کې وفات شوې دارنګه فرمايې :
[شيطان د وخت حاكمان غولوي او دې ته ئې هڅوي چې په سیاسي امورو کې د خپل نظر مطابق عمل وکړي ،هغوی هم د همدې شيطاني وسوسې په اساس د شريعت په ځاې په  خپل نظر او وګړېز فكر عمل کوي او دا غټه تيروتنه ده ځکه چې شريعت الهي سیاست دې او دا شوني  نه ده  چې په الهي سیاست کې دې كومه نيمگړتیا موجوده وي اود هغې نيمگړتیا په اساس دې د مخلوق جوړ کړي سیاست ته اړتیا  شتون  ولري. 
 الله جل جلاله فرمايي:
(مَافَرَطنَافِې  الكِتابِ مِن شَيءٍ)
[ مونږ په كتاب کې د هیڅ شي كمې او نيمگړتیا نه ده پرې ايښې ] [21]
هر هغه څوك چې د دې بې دينه سیاست دعوه كونکې وي نوهغه په اصل کې په شريعت کې د نيمگړتیا دعوه كونکې دې او دا د كفرخبره ده.
حافظ ابن قيم رحمة الله عليه چې په ( ۷۵۱) هجرې قمري كال کې وفات شوی لیکي : (ولا نقول ان السیاسة العادلة مخالفة للشرعية الكاملة بل هې جزء من اجزائهاو باب من ابوابها و تسميتها سیاسة امراصطلاحې والا فاذا كانت عدلا فهېمن الشرع)
 [ مونږدا نه وايوچې دا عادلانه سیاست دكامل شريعت په خلاف دې بلكه دا د شريعت د اجزاوْ څخه يوجز دې اود ابوابو څخه یې يو باب.   نو دې ته سیاست ويل يوازې يوه اصطلاح ده اوكه نه كله چې د عدل او انصاف خبره شي نودا د شريعت يوه برخه ده[22]].
د «معين الحكام»  اقتباس ترمخه نقل شوي چې ويلي یې و : [د شرعي سیاست خپلول واجب دي  او د هغه مخالفت كول د شرعي نصوصو او د راشدينوخلفاؤ  د نه منلو  سره برابر    دي  .]
ابن نجيم مصرې حنفي رحمة الله  د« مقريزې »د كتاب الخطط په حواله لیکي چې : ( والسیاسة نوعان سیاسة عادلة تخرج الحق من الظالم الفاجر فهې من الشرعيه علمها من علمها وجهلها من جهلها و قد صنف الناس فې السیاسة الشرعية كتبا متعدده و النوع الاخر سیاسيه ظالمة فالشريعه تحرمها)
 [ سیاست دوه ډوله دې،عادل سیاست چې ددې سیاست په واسطه د ظالم او فاجرڅخه د مظلوم حق واخستل شي او دا د شريعت يوه برخه ده - هغه څوك چې پوهیږي او هغه څوك چې نه پوهیږي ، که  پیژني ئې او که نه ئې پیژني. او ليكوالانو ددې شرعي سیاست په اړه ډیرې ليكنې   کړې بل ډول ئې  ظالمانه سیاست دې چې د شريعت لخوا حرام ګرځول شوي[23].]
د شرعي سیاست  ډولونه   :  
اوس نودا خبره پوره  روښانه   شوه چې[Poltics] پوليټكس يوازې د حكومت په چلولو پورې تړلې دې خو د عربي ژبې د سیاست په كليمې  کې ټول ښیګنړیز، اصلاحي او تأدیبې تدبيرونه شامل دي  په دې اساس دا په لاندې  توګه  په څو ډولونو ويشل كيداې شي. 
1.    سیاسة النفس : د نفس د اصلاح تدبيرونه، ترڅو خپله كړنه اصلاح کړې.
2.    سیاسة البيت : په ښه توګه دخپل كور د امورو د پرمخ وړلو تدبيرونه .
3.    سیاسة المنزل : په ښه توګه   دكورني  نظام د چلولو تدبيرونه .
4.    سیاسة الوعاظ: د ښوونې او روزنې او وعظ اونصيحت په واسطه د ټولنې د اصلاح كارپه غاړه اخستل.
5.    سیاسة مدينه : په ښه توګه د حكومت د نظم ونسق چلول .
6.    سیاسة الدواب : د حيواناتو تابع كول اود هغونه په ښه طريقې سره دكاراخستلو تدبيرونه .
امام غزالي رحمة الله چې په( ۵۰۵) کې وفات شوي د سیاست د اهميت او ډولونو په  اړه  لیکي :
[د انسان د اصولي اعمالو څخه تر ټولو لوړ او مهم عمل د سیاست هنر او فن دې ، د همدې عمل په واسطه په  خلكو کې محبت ، مينه او يووالې را پيدا کیږي او اصلاح ئې صورت نيسې ،او د همدې  لارې خلكوته هغه لارښوول کیږي چې په هغې باندې د تللو په اساس هغوی د دنیا او اّخرت بریاوې   لاس ته راوړې شي .]

  سیاست څلور مرتبې لري :

۱-(السیاسة العلیا) [ لوړاو اعلې سیاست ] :
 دا د انبیا ْو سیاست دې چې د هغې له مخې  د خلكوښکاره  او پټه  اصلاح کیږي ، دا سیاست په هرخاص او عام پورې تړلې دې، د دې سیاست په واسطه په ښکاره توګه د احكامو او قوانينو نفاذ او انتظام صورت نیسي ا ود هغې د ښوونې  او روزنې له مخې د خلكو په زړونوکې نيك صفات او غوره اخلاق   ځاې  پيدا کوي .
۲-(سیاسة الخلفاء والملوك) [ د حكامو سیاست ] :
كه څه هم د هغوی سیاست د هرخاص او عام وګړي له پاره وي خو د هغوی حكم ئې يواځې په ظاهري ژوندکې چلیږي ، خو په پټه او زړونوحكومت كول د هغوی په واک  کې نه دې [مګردا چې حاكم عادل، متقې ، زاهد او د نرم زړه خاوندوي ] .
۳-(سیاسة العلماء والفقهاء) [ علما وْ او فقهاو سیاست ] :
 د هغوی سیاست د مادي قوت نه پرته د ښوونې اوروزنې  په اساس صورت نیسي ځکه چې هغوی حاكميت نه لري  مګر ذهین خلك اود علم مينه وال ورڅخه گټه اخلي او د هغوی فقيري خپل ځانته پادشاهي ګڼي، د اسلام په تاريخ کې داسې علماء ډیر تير شوي دي او اوس هم شته چې خلك ئې د پاشاهانو څخه زیات احترام کوي او حكم ته ئې د حكمرانانو د حكم نه   ډیر اهميت ورکوي .
۴-(سیاسة الوعاظ) [ د خطيبانواو واعظانو سیاست ] :
 دوي د وعظ ، نصيحت او خطابت په واسطه د خلكو اصلاح کوي  او د خلكو زړونو تسخيروي او حكومت پرې کوي[24] .
 
د سیاست په هکله د « اخوان الصفاء» بیان کړې  ډولونه  :
په څلورمه پیړۍکې د اخوان الصفاء ټولنې، سیاست د يو ځانگړي  فن  په شكل معرفې کړې و  که  څه   هم  د هغوی ځینې افكار بې لارې  كوونکي هم و خو دې ټولنې د سیاست علم د اخلاقو د علم يوه څانګه ګرځولې ده ،ددې علت دا دې چې دا خلك تر ډیره  ځایه  پورې، «   د افلاطون( ۳۴۷ د ميلاد دمخه)  »، دنظریاتو  تر  اغیز لاندې وو .
افلاطون په خپل كتاب« الجمهورية» او په بل كتاب« النواميس» کې د سیاسي بحثونو او څيړونو په وخت  کې د اخلاقو یادونه هم کړې ده .  [د هغه په  آند، يو نمونه  سیاستپوه او مثالي حكمران هغه دې چې د علم اوفلسفې  له اړخه  هم په ټولو برلاسې وي اود اخلاقواو اعمالوپه اساس هم د ټولوترمخه وي .]
د اخوان الصفا د رسالو په اومه ګڼه  کې سیاست په پنځو برخو ويشل شوې :
۱-( السیاسة النبوية) [ دانبیاؤ  سیاست ] :
دا سیاست په پاكو او مقدسو اصولو بناء شوي چې د فاسدو افكارو او انګیرنو څخه د انسانې نفسونو د ساتنې لاره او علاج په ګوته کوي.
۲-( السیاسة الملوكية) [ دحاكمانو سیاست ] :
 دا سیاست د شريعت ساتنه کوي په نيکۍ حكم کوي او د بديوڅخه مخنيوي کوي. شرعي سزاگانې او حدود نافذوي ،د ظلم مخه نیسي ،د دښمنانو جرړې پرې کوي او د نيكو خلكوكومك اوبسپنه کوي . دا د پيغمبرانو ، خلفا ْو او نيك خويه عادلوحاكمانو سیاست دې كوم چې د هرې معاملې پریکړه  د حق او انصاف په بنیاد سره کوي .
۳-( السیاسة العامية) [ د پرگنو سیاست ] :
داهغه  سیاست او واك دې چې كوم سردار ته د خپلې قبيلې په خلكو،یا د ښار په اوسيدونكو د ښار واكدارانو ته ،اویا په عسكرو   د هغوی قوماندان ته ور په  برخه  شوې وي .
۴-( السیاسة الخاصية) [ دكورنۍ  چارو سیاست ] :
 دا هغه  واك دې چې هر انسان ته په خپل كورکې ور په برخه شوې ، هغه دکورنۍ د  نظم د جوړښت له پاره  هر هغه  تدبير تر لاس  لاندي نیسي  چې ورته  اړتیا  ولري ، اوهغه لارې خپلوي چې دهغوی  له مخې یې  اقتصادې اړتیاوې  پوره کیږي . دا په اصل کې وګړېز او كورنې سیاست دې .
۵-( السیاسة الذاتية) [ د خپل نفس داصلاح سیاست ]:
 دا سیاست د نفس او اخلاقو سره اړه لرې دا په اصل کې د خپل نفس محاسبه ده چې د هغې په اساس انسان هروخت د خپلوكړو او ويناړ ، پټو او ښکاره اعمالوحساب کوي[25] .
 امام فخرالدين رازې رحمة الله ،چې په ۶۰۶ هجرې كال کې مړ شوي، سیاست ئې په څوبرخوويشلې  دې :
۱- (سیاسة الملاك) [ دمالكانوسیاست ] :
دا هغه سیاست دې چې مالكانوته په خپلو ملكيتونوکې وربرخه شوې وي  يعنې د خپل ملكيت او جائيداد نظم اونسق پرمخ وړل .
۲-( سیاسة الملوك) [ د حاكمانو سیاست ] :
د مادي ځواك او حاكمانه واك سره د هيواد چارې او د رعيت د معاملاتو نظم او نسق پر مخ بوتلل .
۳-( سیاسة الملائكة) [ د پريښتو سیاست ] :
د الله جل وعلې شانه د حكم اود هغه دوركړل   شوي  ځواک په واسطه په مخلوقاتوکې د ډول ډول دندو ترسره کول..
۴-( سیاسة ملك الملاك )[ دپادشاهانود پادشاه سیاست ] :
 دكائناتو د پيداكوونكي تكويني نظام چې هغه ئې په خپل قدرت سره پرمخ وړي .
سیاست د انسانې فطرت غوښتنه ده:  (هوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا )
[د الاعراف سورت ۱۸۷اّيت]
[ همدغه « الله جل جلاله » هغه ذات دې چې پيداكړ يې تاسې له يوه نفس څخه، اوپيدا کړې ئې ده لدې نفس څخه ښځه،  ددې له پاره چې  تاسې د هغې سره اّرام پيداکړئ ] .
د« ليسكن »كلیمه په  دغه  رواني  حقيقت دلالت کوي  چې ټولنيز ژوند د انسان د فطرت غوښتنه ده. اّدم عليه السلام ئې جنت ته لیږلې و چيرته چې اّرام او سكون او هر ډول اسانتیاو شتون  درلود خو الله جل جلاله د انسان پدې فطري غوښتنې پوه و چې دا «انسان» يوازیوالې نه شي زغملائې، نوپه همدې خاطرئې د هغې جوړه «ښځه »د هغه د جنس نه پيدا كړه ترڅو دواړه  په ټولنيز ژوند  کې   آرام  او سکون  تر لاسه  کړي .
اّدم اوحوا عليهما السلام دواړو تر هر څه  د مخه  (سیاست البيت) [ د كور نظام ] برابركړ چې  بنسټ  یې  نه  د ودانۍ په   تړون ایښول شوې و، نه په ميراثي پادشاهۍ،اونه د ظلم او ناروا په حكومت ، بلكه دا د انسانې فطرت غوښتنه وه. د هغوی دواړو ترمنځ د ميړه او ښځې نه پرته د اّمر او مامورپه څیر تړون هم و- نوپه دې اساس یې  ځمکې ته د راليږلو سره سم   ور ته د سیاست او ریاست [كورنې ریاست ] اصول هم وروښوول- او د ځمکې په سرئې د شتو شیانو نومونه  هم ور په ګوته کړل- دهغوی ټولنه  د ځمکې په سر د انساني ټولنې لومړنې فطري او ساده حكومت و- خوكله چې د انسانانو شمير زیات شو نو "سیاست البيت " په " سیاست المنزل " [ دكورنۍ سیاست ] اوبیایې په   "سیاسة مدينة" [ولسي  سیاست]  بدلون و موند.
ترلسو پيړيو پورې همدا نظم د يوڅو وړو خرابيو نه پرته په ډیره ښه توگه پرمخ روان و  خو د هغې نه وروسته د شرك او دنیا پالنې ناروغتیا د  وبا په څیر  راگډه شوه چې د اصلاح له پاره ئې نوح عليه السلام راواستول شو.
ابن الائير رحمة الله عليه ،چې په(۶۳۰)هجرې كال کې مړ شوي، دارنګه فرمايي :  (وكان اّدم عليه السلام مع ما اعطاه الله  من الملك نبیا  رسولاً الې ولده و انزل الله عليه احدې  وعشرين صحيفه كتبها اّدم بيده علمه ایاها جبريل عليه السلام)
 [اّدم عليه السلام ته الله جل جلاله د ځمکې په سرحكومت ورکړې و، خوددې تر څنګ هغه د خپل اولاد له پاره نبي او رسول هم و، په  هغه   باندې الله  جل جلاله يوويشت صحيفې نازل کړي دي چې هغه د جبرائيل عليه السلام د ښوونې په اساس په خپل لاس لیکلې وې ] [26] .
(وصارت الریاسة من بعد وفاة  اّدم لشيث فانزل الله عليه فيما روي عن رسول الله خمسين صحيفة)
 [ د اّدم عليه السلام د مړينې څخه  وروسته د ریاست چارې د هغه زوی شيث عليه السلام ته وسپارلې شوی چې الله تعالی جل جلاله په هغه پنځوس صحيفې را نازلې  کړې وی  لكه څنګه چې د رسول الله صلې  الله عليه وسلم څخه روايت دې ] [27].
( وقام انوش بعد مضې ابيه شيث عليه السلام لسبيله بسیاسة الملك و تدبيرمن تحت يديه من رعيته مقام ابيه ولم يزل علې ما ذكرعلې منهاج ابيه لا يوقف منه علې تغيير و لاتبديل وكان جميع عمرانوش فيما ذكراهل التوراة تسع مائه سنة  وخمس سنين)
 [ د شيث عليه السلام د تلو نه  وروسته د هغه زوي انوش د ملکي سیاست او د رعيت د نظم ونسق دبرابرولو له پاره د خپل پلار په ځاې كيناست ، انوش د خپل پلار په لاره اوطريقه صحيح  روان و او د هغه په سیاست کې  د هیڅ ډول بدلون نښه را برسیره نشوه.  د تورات د پيروانو  وينا ده چې د انوش عمر د(۹۵۰)کاله و].  
د تاريخ په كتابونو کې د ملك ، ریاست، او سیاست كلیمات راغلي چې د هغې نه دا معلومیږي چې[ انسان په ځمكې د قدم ايښودو سره سم يو ساده حكومت جوړکړې و .]
د انسان د کلیمې لغوي څيړنه : د انسان دکلیمې په هكله د لغتپوهانو دوه ډوله نظرئې موجودې دي :
لومړې وينا دا ده چې ددې کلیمې اصلي  حروف "ن ،س ،ې " دې او دا د نسیان څخه اخستل شوي چې معنا يې هيريدل دي، يعنې د انسان معنا د هيرويدو خاوند دې . د ابن عباس رضې الله عنه نه هم يوروايت په دې ډول راغلي چې انسان خپله وعده او خبره هيره وي نو په همدې خاطر ورته انسان ويل کیږي او په دې اساس ددې كليمې اصل انسیان د افعلان په وزن دې اود نسي ينسي د باب څخه دې لكه څنګه چې د« ضحي يضحي» څخه  «اضحیان »لاس ته راځي يعنې «د سپوږمۍ شپه ».
خو د تهذيب اللغه ليكوال الازهري ، ابوالهيثم رحمة الله عليه او نورو لغت پوهانو او نحوي پوهانو وينا ده چې دا كلمه د " ا ، ن ، س " څخه ده چې د انس یا اَنس څخه اخستل شوی، معنا ئې، مينه ، محبت او تړون« ربط اوتعلق » دې او ضد ئې کرکه او «نفرت» دې، د دې اصل خو «انسیان» دې ليكن وزن ئې «فعلیان» دې چې د«افعلان » د ډلې څخه نه ګڼل کیږي . هغه همزه چې   د فعل د فاء په ځاې راغلې ، زائده نه  ګڼل کیږي  بلکه د وزن مثال ئې حرصیان راځي [ د څرمنې پورتنې  برخه ] .د صحاح اللغات د ليكوال جوهرې په  اند د دې وزن فعلان دې . د دې وينا د ثابتيد وپه خاطر ابن منظورافريقې رحمة الله عليه ډیر شواهد وړاندې  کړي اوهمدا خبره صيحح هم معلومیږي [28].
د پورتني لغوي او صرفي څیړنې  نه دا څرګندیږي  چې د انسان «تسميه»  هم «اَنس» اومحبت دې چې د کرکې او نفرت پر خلاف    استمالیږي ، د انسان فطرت ټولنيز دې،   منافرت اویواځیتوب په کې شتون  نه لري، او سیاسي ژوند د همدې نظم، اَنس ، محبت او يو ځاې ژوند تيرولو نوم دې .
 همدا  راز   په يو بل اّيت شريف کې د انسانې پرگنو په  ډلو دويشلوڅخه مقصديو د بل سره پيژندگلوي ښوول شوې ده :
(یاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنثَې وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا)
[ د الحجرات سورت ۱۳ اّيت]
[ اې خلكو! مونږ تاسې د يوه نراو  ښځې  څخه پيداکړي  یاست او بیا مو په قومونو او  قبيلو وويشلئ ترڅو يو د بل سره وپیژنئ ] .
« تعارف» يو د بل پيژندلو او یو د بل په خوي پوهيدلو ته وایي، او همدا ”تعارف» د ”اُنس» ، محبت او تعاون بنسټ دې نو د دې نه معلومیږي چې انساني خصلت، تنفر او کرکه  نه ده بلكه اُنس او پيژندنه ده او همدې ته مدني او ټولنيز ژوند ويل کیږي ]
 ارسطو چې خلك یې د سیاست پلار بولي ،او(۳۲۲) کاله وړاندې له ميلاد څخه مړ شوې، وایي  چې [ انسان مدنې الطبع دې ] يعنې انسان يو سیاسي او ټولنیز حيوان دې هغه وایي چې كه انسان سیاسي او تمدني ژوند و نه لري نو هغه یا ديوتا«الله جل جلاله» دې یا يو څيرونکې حيوان ، هغه ته بیا انسان نه ويل کیږي . د ارسطو دغه  كلیمات د يوه مشهور متل په ډول پاته شوي  دي.
ارسطو د كتاب «الاخلاق»  په لسم فصل کې لیکي :( ان الفلسفة التې تتناول الشئون الانسانيه تجدكما لها فې  السیاسة )
[ هغه فلسفه چې د انساني چارو سره تړلې وي د هغه پوره او هر اړخیزه  درجه تاسې د سیاست په  شكل کې موندلاې شئ ][29] .
د افلاطون او ارسطو په څير ټول يوناني  فيلسوفان سیاست يو فطري  عنصر  ګڼي .
ابونصر فارابې رحمة الله عليه ،چې په( ۳۲۹ هجري )كال کې مړ شوې، د اسلامي سیاست يو ځانگړې پوه گڼل کیږي.   هغه په خپل كتاب کې  چې د " السیاسته المدينة " په نوم یې لیکلې دې، وایي  چې[ د حيواناتو ځینې ډولونه  تل  يو د بل نه ليرې اوسیږي لكه یو شمیر بحري حيوانات، مګر ځینې حيوانات يوازې د پيدا كيدو په وخت کې جدا وي ليكن پاتې ژوند ئې ټول يو ځاې او ټولنیز وي ، ځینې نور حيوانات دخپل  عمرډیره  برخه  سره يوځاې تيروي لكه ميږ یان د شهدو مچۍ او هغه مرغان چې د ټوليو په څيرګرځي.]
(والانسان من الانواع التې لايمكن ان يتم لها الضرورې من امورها و لاتنال الافضل من احوالها الا باجتماع جماعات)
 [ خوانسان د هغې ډلې  څخه دې چې د ټولنيز ژوند پرته نه خپلې اړتیاوې  پوره كولاې شي  او نه د ژوند لوړو مرتبوته رسیداې شي] [30].
دامام غزالي رحمة الله عليه  نظر دادې چې : څلور ډوله فنون د انسان فطري اړتیاوې ګڼلې کیږي  چې( لاقوام للعالم دونها) یعنې [ د هغه نه پرته ددې دنیا نظام نه چلیږي ] :
۱- زراعت د خوراك له پاره – ۲-بناء او تعمیر دكورله پاره – ۳-حیاکول دكاليوله پاره – ۴-سیاست د نظم اونسق له پاره[31] .
د امام غزالي  رحمة الله عليه دآند موخې دا دي چې [لكه څنګه چې د انسان اړینې  اړتیاوې( كور،كالي او خوراك)  دې نو په همدې ترتيب سیاست اوحكومت هم د هغې د فطري اړتیاو  له ډلې  څخه دي چې د هغه د پیدایښت   سره  یو ځاې  را پيدا شوی  دي .]
 د پروفيسور هارون خان شرواني آند دا دې چې :[ په تاريخ کې شايد د داسې انساني ټولنې یادونه  نه وي شوي چې هلته سیاسي فكر له اساسه شتون  و  نه لري[32].
لنډه دا چې د حكومت او سیاست په هكله د تخليق  نظريه صحيح نظريه ده. په ټولو موجوداتوکې يوازې انسان د سیاسي نظم خاوند دې چې دا سیاسي نظم د انسان د پيدا كيدو سره سم منځ ته راغلې. په پيل کې د نفوسو شمير لږه  و  او خلك شريف او نيك وو نو د حكومت شكل هم ساده و ، نه لوئې لوئې ادارې وې او نه  پراخه  اداري  چوكاټونه ، نه د وزيرانو او مشاورينو دومره لويه شمیره  وه او نه د وسلې دومره ډیرې ذخيرې او زیرمتونونه ، وروسته  ئې پر مختګ وكړ او  پراخې  سیاسي ادارې، او انتظامي  چوكاټونه رامنځ  ته شول چې په کې كورني، عمراني تړونونو او زور و ځواک  خپلې خپلې نښې راښکاره کړې  خو دا به بالكل غلطه خبره او د انساني تاريخ سره نابلدتیا وي چې سیاسي فكر انسان ته وروسته ورکړل شوی اوكه نه نود دې پيل خو د وحشي حيواناتو په څير د  نا پرمخ تللي ژوند سره و. نه ، هیڅكله داسې نه و ، بلكه سیاسي فكر د انسان د پيدا كيدو سره سم پيدا شوی ځكه چې الله جل جلاله لومړې انسان په ځمکه   باندې د خليفه او حكمران په صفت راليږلې و .
  سیاست ته غيرفطري ويل جهالت او ناپوهې ده: ځینې   خام فكره تش په نامه مفكرين وایي چې انسانان د پيل د وخته را هیسي   د تمدن او سیاسي شعورنه خالي وو او دریاست  د اوسنۍ بڼې په څیر د نظم و نسق  دجوړښت  سره بالكل اّشنا   نه وو، دا فكرد ډیرې مودې وروسته د حالاتود بدليدو په اساس په دوي کې را پيدا شو .
خو دې مفكرينو د خپلې دعوې د ثبوت له پاره نه مستند تاريخي  شواهد وړاندې کړي  او نه د پخوانیو اّثارواو لیکنو  څخه څه  ثبوت  راوړاې شي، او نه د سيكالوجېکي  اصولو څخه كوم اصل وړاندې كولاې شي ، بلكه دا د هغوی   پوچه  او خیالي فلسفه ده دا د لويو لويو نومونو فيلسوفان نه يوازې د انساني  تاريخ سره نابلده وو، بلكه خپل نفس ئې هم نه و  پيژندلې ، ځكه د هغوی خپل نفس هم د انفرادي اوځانگړي ژوند په ځاې ټولنه او ټولنيز ژوند خوښوي ، د ځينو فيلسوفانو آند خو دادې چې انسان په پيل کې د امن وامان او خوښۍ او خوشحالۍ ژوندتير اوه، وروسته بیا جنګونه اوطبقاتي  یا پوړیزې  هڅې  پیل شوې . نو كله چې خلك ددې وضعې  څخه تنگ شول نو په خپلومنځوکې ئې يو تړون وكړ اود همدې تړون  له مخې یې د  حكومت بنسټ كيښود.  خو ځینې ددې پر خلاف خبره  کوي  او وایي  چې  د انسان لومړنۍ  دوره  د وحشت ، بربريت اوظلم  نه ډکه  وه ، بیا  خلك د هغې دورې څخه په تنگ  شول  او د حكومت بنسټ ئې كيښود. ددې ډول د آند د خاوندانو څخه څه په لاندې ډول څو نمونه  دیادولو  وړ  دي:
«ماتماګوتم بده» ، په( ۵۶۷)مخکې له ميلاد څخه مړ شوې   . نوموړې  د نيپال يو شهزاده وه خو وروسته يې د راهبۍ( ګوښه ناستې) او درويشۍ ژوند غوره اوپیل  كړ.  هغه فكرکاو ه چې[ د انسان  لمړنې ژوند د غم اودرد نه پاك و ، خو وروسته بیا كورنۍ را پيدا شوی اووګړېز ملكيتونه منځ ته راغلل ، قوم په پرگنواو طبقو وويشل شواو    دداړه مارنو بازار تود شو، هماغه وه چې خلك دد ې ګډوډیوڅخه په تنگ شول  او د حكومت بنسټ ئې كيښود اوكه نه نو انسان د پیلامې څخه د حكومت د فكر سره اّشنا  نه و .
«جان لاك»  ،چې په (۱۷۰۴) هجرې كال کې مړ شوې ،وایي :[دا د تړونونو او غير فطري سیاسي ادارو زبيښه ده ځكه چې پخوانيو خلكو په امن ، محبت او يو د بل سره د بسپنې او تعاون ژوند تيراوه ، فطري انصاف او انساني  شعور د هغوی قانون و او خلكو په خپله خوښه ددې فطري قانون پيروي كوله خو بیا به هم په هر وخت کې د امن او امان د خرابيدوګواښ  موجوده و،نو ددې  ګواښ  د مخنيوي او له منځه وړلو  په خاطرخلكو يو د بل سره تړون وكړ او د حكومت بنسټ ئې  كيښود، ترڅو د خلكو د غوښتنو  اود هغوی   فطري انصاف  په  مطابق پریکړې  وکړي .]
«روسو»، چې په (۱۷۷۸) زیږدیز كال مړشوې ، هم  په هماغه  فكر دې چې د انسان لومړني وختونه د خوښۍ، خوشحالۍ او بې غمۍ وختونه و يعنې د ځانگړېتوب اود[ څوک د چا سره کار نه لري ] وختونه و  ، هیچرې  هم  د جنګ اوبربريت  نښې نښانې نه وې د ژوند ټولې  اړتیاوې    په اّسانۍ  ترلاسه كيدې،دوگړيز ملكيت [ فردې ملكيت ] نوم  هم  چا نه اخست . خو دغه د خوښۍ نه ډكه فضاء دغو دوو عواملو پاې ته ورسوله :
 [لومړې د اّبادۍ  زیاتوالې او دویم وگړيز ملكيت:]
 زما او ستا د فكر پيدا كيدل  د خلكو  په منځ کې د جنګونو سبب وگرځيد ، نو خلك ددې وضعې نه په تنگ شول او د حكومت د جوړولو له پاره ئې قدم پورته كړ.
«كارل ماركس»، چې په (۱۸۸۳) ميلادې كال کې مړشوې او یو  يهودې  نسله  فيلسوف  و،  وایي  چې [ریاست او سیاسي ادارې د«متنازع للبقاء» اوطبقاتي  (پوړيز) جنګ زیږنده ده ،  ددې ریاست  په واسطه د پانګې لرونكو د شتمنیو ساتنه کیږي اود زیارويستونكو زبيښنه،اوكه نه په پيل کې نه حكومت و، نه وگړيزې پانګې اوملكيت و ،  او نه طبقات  وو او نه كورنیو شتون  دلود.]
دده په  اند  ګډ ژوند[ اشتراکې ژوندSocial life]  يوه نمونه ئې ټولنه ده چې په هغه کې وګړېز ملكيت او حكومتې ادارو ته  اړتیا نه وي، بلكه پوره مساوات ، برابري   او اّزادي  په کې شته  وي، خو نوموړې د طبقاتو د پاې ته رسولو له پاره دكارگرانو د اّمريت په بنسټ  د مؤ قت حكومت د جوړولو غوښتونکې و  .
د دویمې نظريې دخاوندانو څخه  يعنې د هغو خلكوڅخه چې وایي [ د انسان لومړنۍ دوره د ظلم او بربريت دوره وه] دوه كسه ډیرمشهوردي :
لمړې  «كوتلیا»، چې په (۳۰۰) قبل ميلادکې مړشوې دې او  د هندوستان يو پخوانې فيلسوف و وایي چې [ حكومت او سیاست غيرفطري او د حالاتو زيږنده ده] .  دهغه  د فكر لنډيز ئې په دې ډول دې : [د انسانې تاريخ لومړې دوره د طموطمیت  دوره  یا دكب د منطق دوره وه،  یعنې  د بحر د كبانو په څير به هر قوي كمزورې خوړ، د كبانو طبيعې قانون هم  همدا دې چې قوي كب كمزورې او ضعيف كب خوري .د طموطميت دوره د وحشت ظلم ،او بربريت دوره وه همدې د« كب منطق» انسان دې ته اړويست چې سیاسي ادارې جوړې کړې او د خپل منځ څخه يو كس د حكمران په حيث وټاکې .
«هابس»، چې په (۱۶۷۹) ميلادې کې مړ شوې او   يو لویدیزوال   مفكر دې وایي چې[ سیاسي ادارې د عمراني تړونونو د احسان تابع دي  دا د فطرت غوښتنه نه ده. هغه   د انسان د لومړنۍ دورې عكاسې داسې کړې چې د لومړنې دورې انسان،وحشي،غريب او بدترين انسان و ، غولونه، چالاکي او ځورونه  د هغې وخت د انسانانودطبيعې ځانګړتیاو څخه ګڼل کیږي .]
دهمدې تیاره او د وحشت نه د ډكوحالاتوغوښتنه وه چې انسان ئې  مجبوركړ، ترڅو د خپل منځ څخه يو کس  خپل حكمران وټاکي  او د هغه   په واسطه د خلكو ترمنځ امن اوامان ټینگ کړي  اوخلك  بايد د دغه حكمران تابع او فرمان  وړونکي اوسي . يعنې سیاسي تنظيم او حكومت  د ضرورت  زیږ نده ده چې د فطرت د غوښتنې پورې هیڅ اړه نه  لرې دا دواړه محترمين د انسانانو لومړۍ دوره ،په انسانې تاريخ کې بدترينه دوره بولي، خو د اسلام او انسان د تاريخ  څخه دا معلومیږي چې د انسان لومړنۍ دوره د توحيد ، عدل ، ورورولۍ قربانۍ او د نيكو او غوره اخلاقو دوره  وه . خو د انسانې ژوندانه  دچاپيریال د خرابيدو وروسته خرابې را پيدا شوه، چې د اصلاح له پاره ئې په هروخت کې انبیاء عليهم السلام ، مصلحين او مجددّين  پيدا شوي دي .
 
 
 
 

[1]  - لسان العرب دار صادر بيروت چاپ 6 ټوك 108مخ د سوس ماده - النهايه د ابن الاثير2 ټوک 192 مخ د سوس ماده - تاج لعروس شرح قاموس 4 ټوک 169 مخ د سوس ماده
[2]  - احياء علوم الدين كتاب العلم لومړى باب ا ټوک 9 مخ - المنجد364 مخ سوس ماده - كليات ابوالبقاء الحنفى د 1095هجرى كال 374 مخ
[3] - مقدمه ابن خلدون بيروت چا پ 113 مخ
[4]  - الذريعه الى مكارم الشريعه 8 باب 18مخ
[5]  - الطريق الحكميه فى السيا سه الشرعيه د ابن قيم رحمه الله عليه د 1961 كال مصر چاپ 15مخ - اعلام الموقعين 4 ټوک 460 مخ
 [6] - مجموعه شامى 3 ټوک 203 مخ كتاب الحدود - البحرالرائق لابن نجيم رحمه الله عليه بيروت چاپ 5 ټوک 76مخ په اّخرد كتاب سرقه كى .
[7] -  مجموعه شامى 3 ټوک 203 مخ كتاب الحدود
[8]  -  شامى 3 ټوک 247 مخ
[9] - مصنف لعبدالرزاق رحمه الله عليه 9ټوک 231 مخ  باب الشراب فى رمضان 1972بيروت چاپ
[10]- مصنف لعبدالرزاق رحمه الله عليه 9ټوک 231 مخ  باب الشراب فى رمضان 1972بيروت چاپ
 
[11] - معين الحكام فيما يتردد بين الخصمين من الاحكام  207 مخ  مصر چاپ 1310 هجرى قمرى كال
[12] - الطرق الحكميه 16،15مخونه - اعلام الموقعين 4 ټوک 462مخ
[13] - هدايه د فتح القدير شرح كتاب الحدود 5 ټوک 241 نه تر 144 مخونو پورى 1970 كال د مصر چاپ
-[14]  مجموعه شامى 3 ټوک 204 مخ – بحر الرايق 5 ټوک 11مخ
[15] - علم السياسه ډاکټر حسن  صعب د لبنان د پوهنتون استاد. لومړى فصل 20 مخ 1970كال د بيروت چاپ
-[16]  مدخل الى علم السياسه د أاكتگرجمال الاتاسى 7مخ د مشق چاپ
-[17]  المنجد 362 مخ د سوس ماده
[18]  د اسلامى حكومت نظام 200مخ د مولانا حامدالانصارى ليكنه 1956 عيسوى كال د هندوستان أهلى چاپ
[19] - احصاء العلوم پنحگم فصل 1949 عيسوى كال د قاهره چاپ د فارابى ليكنه
[20] -  صحيح بخارىكتاب الانبياء باب ماذكر عن بنىاسرائيل 2 ټوک 491 مخ - صحيح مسلم كتاب الاماره باب وجوب الوفا ببيعه الخليفه .
-[21]  تلبيس ابليس اوم فصل.
-[22]  الطريق الحكميه لابن القيم رحمه الله عليه 17 مخ - اعلام الموقعين 4 ټوک
[23] - البحرالرائق كتاب الحدود حد السرقه 5 ټوک 776مخ
-[24]  احياء العلوم كتاب العلم لومړى باب لومړى ټوک 9 مخ
[25] - رسائل اخوان الصفاوخلان الوفا 7 رساله 1957عيسوى كال د بيروت چاپ
[26]  الكامل لومړى ټوک 48 مخ 1965 عيسوى كال بيروت چاپ
[27]  تاريخ طبرى لومړى ټوک 74 مخ
-[28]  لسان العرب باب السين فصل الهمزه خگلورم ټوک 10 مخ
[29] - علم السياسه دډاکترحسن ليكنه 94مخ .
[30]  - السياسيه المدينه د ابونصر فارابى ليكنه 69 مخ د بيروت چاپ
[31]  - احياء العلوم لومړى ټوک 9مخ كتاب العلم لومړى باب
[32] - مباديات سياسيات  دريم باب 30 مخ د شروانى ليكنه