
هغه ورځ په طلوع ټلويزيون د داود مراديان بحث روان و، ښاغلی مراديان له تعليم سره د وسله والو مخالفينو په چلند خښمېدلی و. له مراديان سره لکه د نورو چپيانو په څېر د معارف په اړه ډېرې پوښتنې نه وې کره يې د خپل زړه خبره او تحليل په ډاګه کړ، چې دلته د طالب لپاره حکومتي لابينګ روان دی او د حکومت چارواکي له شرايطو سره د کوټې د شورا په توګه چلند کوي.
مراديان ته په کاپيسا کې د معصومې انيسې مرګ او د ښوونځيو سوځېدنګ دومره زړه بوږنوونکی نه و، لکه په هره ملي معضله کې چې د خپلو سياسي مخالفينو د ځپلو ماوويستي تاکتيک کاروي. انيسه ځوانيمرګه په داسې يوځای کې شهيده کړای شوه، چې طالب مرغه پکې پر نشي وهلای خو مراديان به دا ونه مني، په ضمن ددې کې چې په ښوونځيو او ماشومانو بريدونه يو غير انساني عمل دی سياسي رفتار هم حسابېدای شي.
لومړی خو داچې طالب ته برات نه ورکوو، دښمن چې هرڅومره سپېڅلی شي، د دروازې په نړولو تامل نه کوي، خو سوال دادی، چې د افغانستان طالب څنګه کرکټر تمثيلېدای شي.
د هرچا، هرې ډلې او هر جريان چې په افغانستان کې د ارزښتونو نړولو ته زړه شوی،د خپل کار تر انجامه يې طالبي بڼه خپله کړې ده. په تېرو يولسو کلونو کې موږ د عجيبو غريبو طالبانو د باالفعل او بالقوه بريدونو قربانيان يو. د کوټې طالبان، د غرونو طالبان، د نظار شورا طالبان، اربکي طالبان، د شخصي مليشو زيږېدلي طالبان، ږيره خريلي ماوويست طالبان، تلويزيوني متخصص طالبان، ستمي طالبان او له مطرح سياسي افغاني څيرو سره په سياسي رقابت اوښتي بې تاکتيکه طالبان، چې دا هيڅ يو هم له موږ سره ګنډلی، اسلامي، په ملي معيارونو ولاړ، مستحکم، له قومي، ژبنيو او سمتي تمايلاتو ژغورلی افغانستان نه مني.
د غره د طالب لاره معلومه ده، واک يې بايللی او حل لاره يې د ټوپک په شپېلۍ کې ويني، خو د هوارې ږيره خريلي د پوليسو او اردو په سيوري کې ويسکي ته ناست مصون فاشستي طالبان ډېر بد دي، چې د طالبانو د هر ناروا عمل په ترڅ کې په قربانيو جشنونه جوړوي.
د اوس مهال طالباني تفکراتو او طالباني خشونت پراختيا د هغه ښاري ديپلوماتيک مزاج او سياسي کارپوهانو د کردار محصول دی، چې د تخصصي مناظرو په توګه يې ولس ته د زهرو په ډول ورپيچکاري کوي. موږ د ملي ستم له يوې فجيع ډلې سره په اخ و ډب اخته يو، خو غم دادی، چې ولس لاهم دې کرکټرونو ته د نجات د فرښتو په سترګه ګوري. دا ډله له ارګه تر بهرنيوچارو وزارت، اپوزيسيونونو او د ملګرو ملتونو ترسياسي افغان نمايندګۍ رسېدلې ده. د جنګي مجرمنيو له منځه ديپلوماتيک اوازونه پورته کوي، له يوې ډلې غلو، لوټمارو او د کابل د جګړو له قوماندانانو سره يې هسته تشکيل کړې او په جنوب کې د بل دوزخي اور لمبو په ننداره دي. د پښتانه چې کور ورانيږي ددوی يې څه؛ ځکه صدمه يې دوی ته نه رسېږي. همدا د جنوب شاګرد چې مري او همدا د لوديځ ښوونځی چې سوځول کېږي دوی يې جشن لمانځي. ددوی له سولې سره هم جګړه ده. دوی ته قاتل ، خاين او ملي جنايت کاران وضاحت نلري.د کورنۍ جګړې قوماندانان يې اتلان دي، خو طالبان نابښوونکي مجرمين. ددوی مدني عاطفه همداده، چې د افغانستان دسولې مخه ډب کړي. ځکه نو غږ اوچت کړي: (( اګر طالب درقدرت سهيم شد ما شرمسار تاريخ خواهيم بود))اوسنی حکومت د ټول ولس په بيه له دوی سره تعاملات کوي او کله يې ونه پوښتل چې تاسو د حکومت څومه کټګوري چارواکي ياست او د څه څه ويلو اختيار درکړل شوی دئ؟
د افغانستان د معضلې د نه هواري يو سترلامل په حکومت کې دننه د سولې او پخلاينې د مخالف ځواک نفوذ دی. دوی جګړه غواړي او د ټانګونو په زور د کابل په مېلمستونونو کې د خمار فرصت ته پراته دي. ددوی هيڅ يوه زوی د موچي په تار ندی حلال شوی، د ښوونځي په لاره يې تنکۍ لور نده شهيده شوې، ددوی خوبونه د امريکايانو چاپو ندي ناارامه کړي او ددوی په کور د شپې مول وهلي ندي ورختلي. که له روانې جګړې څخه ددوی شخصي حريم ته لږ هم صدمه رسېدلې وای، نو به جګړه په دوزره شپږم کې درېدلې وای. له جنګسالارانو سره د واک دويش لپاره دوی ډير لابينګ کړی خو له مخالفينو سره د روغې جوړې تمايل يې صفر دی. په جيبونو کې يې انګلسي پاسپورټونه پراته دي، ددوی لپاره له سپينې ماڼۍ تر تلبيب، کرېملن، لندن هند او تهرانه لاره دوه ګامه ده. دوی ته په افغانستان کې سوله، جنګ،سواد او فرهنګ يوه پروژه ښکاري ځکه نو له هرڅه سره سليقوي چلند کوي.
د افغانستان د حکومت پروړاندې غټه معضله دانده، چې څرنګه طالب پيدا او راپخلاکړي، معضله داده، چې څرنګه د طالب ضد افکارو او دښمنۍ له روحيې او استثماره ځان وباسي. په يوه پښتون وزير، والي او قوماندان کې ددې جرات پيدا نشو چې په صفا ټکو ملت ته ووايي: چې د سولې دښمنان په ارګ او بهرنيو چارو وزارت کې ناست دي. يوه ملي مشر داغږ اوچت نکړ، چې د ملا دادالله او بغلاني قوماندان کمين د اعمالو څه توپير دی. زموږ مشران له دې اخلاقي جرات محروم دی، چې دسولې او ملي جوړجاړي مخالف حکومتي کرکټرونه رسوا کړي. حقيقت دادی، چې د سولې او ملي يوالي په حل لارو پسې تراسلام اباده دننواتو پرځای په خپل وجود کې غور پکار دی. حکومت دې په خپل وجود کې د سولې او جنګ متضاد غږونه غلي کړي، متضاد دريځونه دې توحيد کړي او حکومت دې له طالب سره ترجوړجاړي مخکې په ارګ او بهرنيوچارو وزارت کې سوله تامين کړي، په يووخت په سلو لارو د سولې په سهراب پسې ځغستل له ځان غولولو بله انګيزه نشي جوړولای. څومره چې د طالباني خشونت پرضد يو بايد په افغانستان کې په هماغه کچه (مدني ترهګري) هم وغندو.