مینه او مسلک که مینه او ماشوم؟

 
ایټالوی شاعر دانتې وايي، درې شیان له جنته راپاتې دي. د ورځې ګلان، د شپې ستوري او د ماشومانو سترګې. په ریښتیا هم که د څو شېبو لپاره د ماشومانو نړۍ ته ورننوځو او د دوی په سترګو دنیا ته وګورو، نو یقیناَ چې تېږې به هم وریښمینې وي. ماشومان له فطرته سپېڅلې دي. په دوی کې تکبر، غرور، ځانغوښتنه، کرکه، بخیلي او داسې نور منفي اوصاف، چې لویان ورسره لاس او ګریوان وي، نشته. که مو پام شوی وي، هغه خلک چې خپل ډېر وخت له ماشومانو سره تېروي، معمولاَ ارام او ژوند ته خوشبینه خلک وي.
د همدې ماشومانو په سلسه مې تېر کال له یوې داسې المانۍ مېرمنې سره وپېژندل، چې یوه اوونۍ وروسته یې د ۷۷ کلنۍ کلېزه لمانځله. جګه ونه، تک سپين ویښتان او ابي رنګه سترګو یې د مهربانۍ اغېز دوه چنده کړی و. دا مېرمن اوس هم په پوره شوق، مینه او حوصله مندۍ،  د تختې مخې ته ولاړه وي او وړو ماشومانو ته درس ورکوي.
یوه ورځ یې راته ویل، چې له تقاعد وروسته مې د نړۍ ډېرو ملکونو ته سفر وکړ. ډېر څه مې ولیدل او ډېرې نوې تجربې مې وکړې. لیکن له دومره تفریح سره سره مې یوه ورځ پام شو، چې خوراک، څښاک، خوب او صحت مې د پخوا په شان دي. مګر د زړه خوښي مې په بدلیدو ده. تر اوږده فکر وروسته دې پایلې ته ورسېدم، چې زه له ماشومانو لرې شوې یم.  دا دی له هغه راپه دیخوا په افتخاري ډول ماشومانو ته درس ورکوم. اوس مې د ښه صحت او ارامه ذهن ترڅنګ د زړه خوښي هم د پخوا غوندې شوې ده. ریښتیا یې ویلي، چې ماشومان د جنت نښې دي. زه هم د دوی په منځ کې ځان جنتي ګڼم.
له ځان سره مې فکر کاوه، ډېر کلونه ووتل، چې زه له ښوونځي راوتلې یم. زموږ ځینې معلمانې وې، چې له ماشومانو سره یې خورا ظالمانه چلند کاوه.  که ووایم، چې ماشومان یې نه خوښیدل،  نو دا خو د وهلو لپاره دلیل نه شي کېدای. که چېرې څوک د چا نه خوښېږي نو باید ووهل شي؟  او که ووایم چې ماشومانو به ښوونکي ځورول دا هم سمه خبره نه ده. وړوکی له ځانه ستر نشي ځورولی. که د ماشوم او ښوونکي د مینې خبره یوې خواته پرېږدو، نو ایا هغه ښوونکو له خپل مسلک سره مینه نه درلوده، چې لږ تر لږه یې د هغې د عزت لپاره خپل درنښت ساتلی وای؟
تېره اوونۍ له ښوونځي څخه لیک راغئ. او د نویو ښوونکو لنډه پېژندګلوي یې لیکلې وه. د یو ښوونکي په پېژندګلوی کې یې لیکلي وو، چې د کیما او فزیک په برخه کې ډوکتورا لري. پخوا په پوهنتون کې پروفیسور و .اوس یې چې تقاعد اخیستی په افتخاري ډول  زده کوونکو ته په ښوونځي کې درس ورکوي.  دی غواړي چې خپله پوهه او مسلکي تجربه له تنکیو ځوانانو سره شریکه کړي. ما مې خپل زوی ته وویل: ((نو څه، موږ ته یې هسې هم ګټه نه رارسېږي. ته خو تراوسه نه کیمیا لرې او نه هم فزیک)). زوی مې راته وویل: ( خیر که زه یې نه لرم نور خو یې لري). که ریښتیا ووایم په خپله خبره وشرمېدم. فکر مې وکړ، څومره ځانغوښتونکې یم. یوازې د خپلې ګټې په اړه فکر کوم. تر ما خو مې زوی ډېر ښه دی. لږ تر لږه  د بل په اړه خو فکر کولای شي.
تاسو څه فکر کوئ، ایا زموږ کدرونه به،  د ځان او یا هم د راتلونکي نسل د روزلو لپاره  د وړو زده کوونکو مخې ته ودرېږي او هره ورځ به له دوی سره سر وخوږوي؟ زموږ خلک که په ځان  ستونزه هم مني نو یوازې د هغه چا لپاره یې مني، چې نیغ په نیغه یې د وینې او یا هم د نوم تړاو وي.
څو ورځې دمخه بیا له هماغه  مېرمنې سره مخ شوم. تر روغبړ وروسته یې  په خندا کې راته وویل، ځینې خلک وايي، چې ماشومان سړی زړوي. خو زه د دوی د مفکورې برعکس وایم، چې ورځ تر بلې ځان ځوان احساسوم. او تاثیر یې همدا ماشومان دي، چې ما ته قوت راکوي. د خبرو په اوږدو کې یې راته وویل، چې خاوند یې وايي، له ماشومانو سره ناسته ولاړه، له دوی سره بحث د انسان ذهن فعاله ساتي.
دا ښاغلی د طب ډاکتر دی. ځان ته یې شخصي کلینیک درلود. له تقاعد وروسته یې په افتخاري توګه د طب محصلینو ته درس ورکاوه. یو وخت یې وویل، محصلین هماغه پوښتنې کوي، چې ځوابونه یې زما په ذهن کې تیار شته. زه نوې زده کړې ته اړتیا لرم. غواړم چې ذهن مې له پڅیدو راوژغورم. د دې لپاره یې اوس  وړو ماشومانو ته په ښوونځي کې درس پیل کړی دی.
دی وايي، ماشومان زموږ تر اټکله ډېر ذهین دي. دوی د انسان د اناتومۍ په برخه کې چې زما مسلک دی، داسې پوښتنې کوي، چې زما تجربه یې ځواب نه شي ویلای. زه د دوی د پوښتنو د ځواب لپاره په نویو زده کړو بوخت یم. اوس مې دومره څه زده کړې دي، چې تر دې دمخه مې نه وو زده.
 د پیکاسو په اړه مې لوستي وو، چې تر مسلکي زده کړو وروسته یې، چې کله په انځورګرۍ پیل وکړ، وویل: زه غواړم د انځورګرۍ په برخه کې یو ماشوم واوسم. ځکه د ماشومانو تخیل تر لویانو ډېر ژور وي. د دوی له ذهنه هره ورځ نوې څه راټوکېږي. او زه غواړم چې هره ورځ نوې څه راوپنځوم.
د پیکاسو ډېرې تابلوګانې د ماشومانو د رسمونو په څېر یوازې کږې وږې کرښې دي. چې لیدل یې اسان او پرې پوهېدل یې خورا ګران دي. څومره به ښه وي که موږ هم د خپلو ماشومانو ذهن ازاد پرېږدو. دوی ته د دې حق ورکړو، چې په خپله خوښه په خپله تخیلي نړۍ کې پاتې شي. او له هماغه ځایه خپلې مفکورې له موږ سره شریکې کړي. کېدای شي په دې توګه  به موږ هم په دې وتوانېږو، چې خپله مینه او مسلک دواړه له دوی سره شریک کړو.
* له خدمتګار ورځپاڼې نه مننه، چې دا لیکنه یې خپره کړې وه.