
مشرانو جرګې تېره ورځ په عمومي غونډه کې د بغلان ولايت د سيمه ييزو پوليسو هغه قومندان موضوع تر بحث لاندې نیولې وه، چې د روان کال د اکتوبر مياشتې په ۲۵مه نېټه يې پدې ولايت کې د ملي اردو پر يوې قطعې بريد وکړ او په پايله کې يې درې تنه افسران ووژل، له يادې پېښې يوه مياشت وروسته د محمدکمين قومندان د برطرفۍ حکم له کابله صادر شو، د حکم له رسېدو سره سم قومندان کمين د مرکزي بغلان ولسوالۍ پوليسو سره شخړه وکړه، چې دوه تنه نور پوليس يې هم ووژل، ويل کېږي، چې اوس مهال محمدکمين په مرکز کابل کې دی، او د ځينو چارواکو له لوري حمايه کېږي. مشرانو جرګې پر ټولو هغه چارواکو غږ وکړو، چې د قانون ماتوونکو، انسان وژنکو، قچاقبرانو او په اداري فساد ښکېلو کسانو له ملاتړه دې لاس واخلي، چا چې اوس مهال ياد کسان تر خپل حمايت لاندې نيولي، دوی په ډېر قهرجنو لهجو لدې چارواکو وغوښتل چې د هېواد د جوړېدو، ظالم ته د سزا ورکولو او د غيرقانوني کارونو د مخنيوي لپاره دې لاسونه سره يو کړي، چې هېواد مو له روان ناورين او بحران څخه وژغورل شي. لدې وړاندې قومندان ميرعلم د کندز ولايت پر کنم کلي بريد کړی وه، چې ۱۶تنه بېګناه کليوال يې وژلي و، او د قومندان ميرعلم وړاندې په ارزګان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو بل قومندان حکيم شجاعي هم ۱۷ تنه بېګناه کليوال وژلي وه، لدې وروسته قومندان شجاعي د پوليسو له لوري نيول شوی وخو ويل کېږي، چې د ولسمشر دوهم مرستيال کريم خليلي او محقق په ملاتړۍ له بنده خلاص شو او کابل ته يې پناه يوړه. دا يوازې څو افغان قومندانان ندي، چې خپل افغانان وژني د دې تر مخه او د يادو پېښو وروسته د نړيوالو له لوري هم زيات شمېر افغانان په بې رحمۍ وژل شوي، کورونه يې تلاشي شوي، په سپيو يې داړلي او د کور بکسونه يې سرچپه کړې دي. که کریم خليلي او محقق له شجاعي ملاتړ کوي، بسم الله محمدي او مارشال فهيم يې له قومندان ميرعلم ملاتړ کوي او د همدې ډلې نور غړي د بغلان انسان خوړونکي قومندان محمدکمين ملاتړ کوي، هغه حمايه کوي او په کابل کې ورته د پاتې کېدو لازم سهولتونه برابروي، دا د افغان بېچاره ولس د هغه روحونو سره ظلم دی، چې د همدې قومندانانو په ګوليو يې له لاسه ورکړی او اوس د هغه چا له لوري حمایه کېږي، چې په تېر کې يې هم د افغانانوو په سرونو لوبې کړي، په سلګونه افغانان يې يوځای وژلي او د وژولو يې خوند اخيستی. دا که کريم خليلي، محقق، بسم الله محمدي، مارشال محمدقسيم فهیم دي او که نور لوړپوړي چارواکي، وکيلان او وزيران دي بايد د داسې قانون ماتوونکو، غلو، لوټمارانو، اختطاف ګرو، قچاقبرانو او انسان خوړونکو د ملاتړ څخه دې لاس واخلي، افغانستان او د دې هېواد ټول قومونه پرمختګ، امن، ترقۍ، سوکالۍ ، علم او فرهنګ سره ډېره مينه لري، غواړي چې پدې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې ولري، خو که زمينه ورته برابره شي. افغانانو په تېرو څلورو لسيزو کې د ژوند ډېر تريخ پړاو تېر کړی، چې ټول يې سخت ځپلي، دوی اوس مينې، محبت او يووالي ته اړتيا لري، چې بايد ورکړل شي، ترڅو يوه ښکلې او آرامه اينده ولري، او که داسې حال وي، چې قانون ماتوونکي، ، غله، لوټماران، اختطاف ګر، قچاقبر او انسان خوړونکي د افغان چارواکو، وکيلانو او زيرانو له لوري حمائيه کېږي، بيا نو افغان ولس چا ته وژاړي او له چا خپل حق وغواړي؟ د پورته ذکر شويو چارواکو د ښه بدلون په هيله. صمد افغان 2012-12-03 کابل