ولسمشره دمیدان وردګودخلکوورستی فریاد واوره

 له کله نه چې په افغانستان کې دامریکا اودهغوئ متحدو غربي ځواکونویرغل پیل شوی. له هغه تراوسه پورې زمونږمسلمان ملت په یوه اوبل نوم ځورول کیږي. کله موپه ودونوبمبارکیږي کله هم ددې بشرپالولیونیوعسکرولخوا په خوب ویده لسګونه ملکي وګړي وژل کیږي. کله هم زمونږ ماشومان له خاورولاندی کیږي .ولې هرکله چې داسې یوعمل سرته رسیږي له هغه نه ورسته په یوه بښنه دغوټولوشیانوباندې خاوری اړول کیږي .دغه کارونوخوبیا هیڅ کومه نړیواله بشري موسسه هم نه غندي نه پرې ملګري ملتونه غوږ ګروي، اونه هم دبشرحقونونړیوال سازمان بس یوازې په یوه عادي بښنه یی بسنه کوي، اوکله ناکله خوپه ډیره سپین سترګی سره دغه بیګناه ملکي وګړي ددولت مخالفین ګڼي.زمونږددولتي چارواکوغبرګون هم دداسی پیښوپه وړاندې پڅ وی اوکله یی هم دیوه کمیسون په ټاکلوسره غندي. ځینې وختونه خودافغانستان چارواکي پداسې پیښوکی دخپلې بې وسۍ اوښکې تویوي اوخلکوته پدی سره تسئلي ورکوي..په هرصورت شاید زمونږچارواکي ددوی ددې کارونوپه وړاندي بې وسي وي اویاهم ځینې چارواکي دخپل قدرت دبقاپه خاطرپدې ځان ونه پوهوي.ولې ملت څه وکړي. آیادوی باید نورهم وځورول شې ؟آیا دوی باید نورهم ووژل شي؟ آیادوی ددی ملک اوسیدونکي ندي؟ زه ولسمشرته وایم چې ښاغلی ولسمشر ته خبریې اوکه نه داڅومیاشتې کیږي چی دمیدان وردګو بیګناه ملکي وګړي دامریکایی ځانګړوځواکونولخوا په ډیره بی رحمۍ سره وهل کیږي وژل کیږي. ښاغلی ولسمشره آیا دمیدان وردګوټول ملت باید ووژل شي؟ آیا دمیدان وردګوهغه مظلوم دهقان چې په خپل کرونده کې مزدوري کوي باید ددې ځواکونولخوا ترهغوووهل شي چی ترڅوخپله ساه ورکړي؟ دغه ځواکونه هرورځ بیګناه ملکي وګړي له خپلوکورونوراوباسې خپل موټرسایکلونه پرې تیروي دحیرانتیا خبره خولا داده چی دغه ځواکونه په کلیوکی هغه خلک چی ږیرې یی لویې وي پدې نوم سره وهي چې تا ږیره ولې لویه کړی، اوکه یی ږیره یی کمه وي پدې نوم یې وهي چې تاولې ږیره کمه کړې.څوورځی دمخه یي په نهر پولادکې یودوکان داریي په وهلووهلووواژه اودوه درې ورځې دمخه یی یوبل بی ګناه ملکي وکړی دخپل موټرسایکیل له ټایر لاندی وواژه. دوی هره ورځ په لاروکې هرڅوک چی په مخه ورځي وهی اوځان سره یی بیایي دوی هلته محلي ادارې ته ۍهم کوم ارزښت نه ورکوي اونه هغوی سره مشوره کوي اوحتی کله ناکله خوهغوی هم تهدیدوي .ولسمشره زه کوم تهمت نه کوم اونه کوم دروغ وایم زه دیوه ژورنالیست په حیث له تانه غواړم چې دخدای لپاره نورددی غریب ملت پوښتنه وکړه ته هلته اداره لرې دخپلې ادارې له چارواکونه دوپوښته چې دغه حالت په میدان وردګوکې رښتیاده اوکه دروغ اوکه داهم نه کوې دمسئلی دروڼتیالپاره یوه کمیسون موظف کړه ترڅوله نږدې له خلکوسره وګوري اوددی غریب ولس غږترتادرورسیږي.کنه نورنوددغه بیچاره مظلوم ملت حوصله ختمه شوې اومجبوردي چی دخپل ځان دخلاصون لپاره یا چیرې مهاجرشي اویاکومه بله لارومومي .په اخرکی زما دملي شورا له محترموغړواودرنوژورنالیستانوڅخه هیله ده چی راشي دغه وضیعت له نږدې وګوری اوددې غریب ملت غږنړیوالوته ورسوی .
 
په درنښت
 
شریف الله شرافت ًٌٍٍٍَُِّ‌