غزل

 پـــــورتــه سم روان شمه پرلار مورې
رادې شـــــــي یــــادونوته مزار مورې

وګــــــــــرځـــمه درشمــــه وقـــــبر تـــه
لپـــــــه مي وي لاس پـه استغفار مورې

تــــــاسره ستامینــــــه ګـــورتــــه لاړله
کـــورمواوس بیلتون کړلوحصارمورې

دلتــــه چـــــــي مـــــورووینم له چاسره
ودې کـــړي بیلــــتون پرماګوزارمورې

تـــه خـــو دبقـــاپـــرلـــــوري  ولاړلــې
زه هـــم دبقـــا  پـــــــه انتظـــار مــورې

تــــا دتفــــــاوت  بنـــدونـــه نــــه مـــنل
ووبـــه درتـــه ټـــول ګل ګلزارمـــورې

چـــاتـــه بــــــــه ورځي ستا عمری دلته
نـــــــې اوري خبـــري په تکرار مورې
۰۰۰
په درناوي
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com