د کاپيسا ولايت اوسيدونکو د وکيلانو پرخلاف مظاهره وکړه.

تېره ورځ آزادۍ راډيو د کاپيسا ولايت د يوې ولسوالۍ د قومندان د ګوښه کېدو په اړه راپور چمتو کړی و، کوم چې څو
ورځې وړاندې د وکيلانو په فرمايش او د کورنيو چارو د وزير په مستقيم امر له دندې ګوښه شوی و. په راپور کې راغلي و، چې په همدې اړه د يادې ولسوالۍ قومي مشرانو، د ولسوالۍ اوسيدونکو او د ولايتي شورا غړو لاريون وکړ، راپور زياتوله، د لاريون ګډونوالو له ولسمشر او وزيرانو څخه په کلکه وغوښتل چې له فرمايشي ګوښه کېدو او استخدامېدو څخه دې په کلکه ډډه وشي، دوی ویل چې فرمايشي ګوښه کېدل نه يوازې دا، چې په اوسني حساس وخت کې زياتې ستونزې زيږوي له بل طرف عامه خلک له دولت څخه فاصله پيدا کوي. د راپور په پای کې ويل شوي، چې لاريون کوونکو په کلکه  فرمايشي تبديلۍ وغندلې.
دا يوازې د کاپيسا ولايت وکيلان ندي، چې د خپلو شخصي ګټو د خوندي ساتلو په موخه  پر وزيرانو او لوړپوړو چارواکو فشار راوړي ترڅو د دوی په خوښه څوک ګوښه او څوک مقرر کړي، بلکه اوس شاوخوا ۹۰سلنه وکيلان په کمېشنکارۍ، مقرريو، قراردادونو او نورو غير قانوني کارونو په ترسره کولو بوخت دي،
د ننګرهار څخه نيولې تر هلمنده، د فراه څخه نيولې تر هراته او د بدخشان څخه نيولې تر مزاره ټول وکيلان په فرمايشي کارونو بوخت دي، او هڅه یې همدا ده، چې هغه مهم او کليدي پوستونه ترلاسه کړي، چې پکې يې شخصي جيب ته څه غورزي.
دوه  اونۍ وړاندې د ولسي جرګې رئيس ابراهيمي د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې، د رسنيو په مخکې پر وکيلانو غږ وکړو، چې دوی دې نور خپلو دندو ته متوجه شي، له غيرقانوني کارونو، کميشنکاريو، فرمايشي مقرريو، تحصيلي بورسونو خرڅولو او په قراردادونو کې د ګوت وهنې څخه دې لاس واخلي، ابراهيمي د وکيلانو دنده ډېره مهمه او حساسه وبلله او پر دوی د خدمت کولو غږ وکړو، نوموړي وويل؛ وکيلان د هېواد د ملات تېر دی، که چيرته دوی خپلې دندې قانوني چوکاټ ته برابرې کړي، ليرې نده، چې په هېواد کې روانې ناخوالې به پای ومومي او هېواد به مو
سوکالۍ او ابادۍ خواته روان شي.
په نورو هېوادونو کې پارلمان او يا هم ملي شوراء ډېره مهمه بلل کېږي او ويل کېږي، چې د پارلمان ټول غړي (حکومت پلوي او اپوزسيون) په ګډه هڅه کوي، چې هېواد له ستونزو وژغوري، هر قدم او په هر ډګر کې مشرانو ته نيکې مشورې ورکوي او همېشه يې د حکومت له کړنو نظارت ترسره کړي،
خو متاسفانه چې په افغانستان کې وکيلانو له ځانونو کمېشنکاران جوړ کړي، د ځاني ګټو په خاطر هېوادنۍ ګټې تر پښو لاندې او داسې څه کوي، چې د خپل شخصي جيب غوښتنه يې وي، په اوسني پارلمان کې د کمېشنکارانو او فساد ککړو وکيلانو ترڅنګ يو شمېر په هېواد مين وکيلان هم شته، خو بيا هم متاسفانه چې د هغوئ خبرو ته څوک غوږ نه نيسي،
د پارلمان اوسني جوړښت ته په ليدو ويلی شو، چې دوی به هېڅکله ونشي کولای چې هېواد او هېوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځي، دوی ته ډېر کار په کار دی، چې کثيف لاسونه  د اداري فساد، د ځمکو غصب، فرمايشي ګمارنې، ګوښه کېدو، جعل، د تحصيلي بورسونو خرڅلاو او غير قانوني کړونو څخه لاس واخلي.
اوس مهال پارلمان په ګروپونو او ټوټو ويشل شوی، هره ټوټه او ګروپ يې ځانته شخصي برنامې لري هېڅ يو د هېواد او د هېوادوالو په خدمت کې ندي، ځکه خو په هېواد کې داسې حال روان دی، چې د ټولو ناامنيو، بدبختيو، ستونزو، مشکلاتو، ناروا کارونو دترسره کېدو، غلاوو، او غيرقانوني کړونو د ترسره کېدو اصلي لاملونه دوی دي.
اصف کريمي