لوړه کوم، چې ولس، خاورې او وطن ته به خدمت کوم.!!!

 ويل کېږي، چې په هېواد کې اوس مهال ۱۱۰ سياسي ګوندونه، په سلګونو مدني ټولنې او اتحاديې فعاليتونه کوي، ځينې پخوانۍ او ځیني نورو يې نوی نوی په فعاليت شروع کړی، د هغه سیاسي ګوندونو له لوري چې د ولسمشرۍ انتخاباتي مبارزو پروخت يې له ولسمشر څخه حمايت اعلان کړی او د ولسمشر له لوري ورته د ځینو وزارتونو وعدې ورکړل شوې وې، ځيني اشخاص د وزيرانو او مستقلو رئيسانو په نوم وروپيژندل شول،د ولسمشر د پيشنهاد وروسته ولسي جرګې ته د اعتماد رايې د اخيستو په موخه وړاندې شول، وزيرانو د ولس استازو ته وعدې ورکړې او د خدای(ج) په پاک کلام الله يې قسم وکړ، چې دوی به خاورې، وطن او ولس ته وفدار وي، د وعدو او معاملو وروسته وزيران و توانيدل چې د اعتماد رايې ترلاسه او د وزير په صفت ولسمشر ۍ ماڼۍ ته ولاړ شي، د ولسمشر له لوري ورته حلف نامه ورکړل شوه، او پدې حلف نامې يې قسم وکړ، چې (موږ په پاک قران مجيد قسم کوو، چې وطن، خاورې، ولس او ملت ته به وفدار وسو).
ولسي جرګې وکيلانو د انتخاباتي مبارزو پر وخت هم له ولس سره ډېرې وعدې وکړې (سړکونه به جوړو، مکتبونه به فعالو، صحي خدمات به هېوادوالو ته رسوو، رېښتنی خدمت به کوو، د خاورې او ولس تر څنګ به ولاړ يو  او داسې نور...)، نوماندو په وار وار لويې لويې ميلمستياوې وکړې، خلکو ته يې تحفې او ډوډۍ ورکړې او په هر جلسه کې يې له دوکاندار څخه نيولې تر ملک او مشرانو پورې ټولو ته احترام کاوه حتی تر دې، چې ځينو نوماندو يادو خلکو ته بالښتونه جوړول، هغه وخت سخته ګرمي وه، په ګيلاسونو کې يې ورته اوبه اچولې او ورته یې ويلې چې موږ مو خدمتګاران يو، خو متاسفانه کله چې دوی ولسي جرګې ته لار پيدا کړه، ولس يې هير کړو، وعدې يې له ياده ووتې او هر څه ته يې شا کړه، په مزو چړچو يې سر شو، په رشوت اخيستنو يې پیل وکړ، وعدې ترې هېرې شوې، هغه دوکاندارانو او خلکو ته به یې چې په ګيلاسونو کې اوبه اچولې او د انتخاباتي مبارزو پروخت به یې ورته غوړه مالي کوله اوس هغوئ نه پيژني، په کراتو کراتو يې د ملاقات غوښتنه کړې، خو د وکيل صاحب له لوري ورته د يو وړوکي ملاقات زمينه نه برابرېږي، دوی له وزيرانو او مستقلو رئيسانو سره يو لړ معاملې وکړې چې په سر به یې وزيران او رئيسانو څخه د اعتماد رايه نه اخيستل کېږي بلکه دوی به یې همېشه په ولسي جرګه کې ملاتړ کوي ، غواړم درې عمده معاملې يې په لاندې ډول له تاسو سره شريکې کړم.
لومړی برخه: وکيلانو ته د جيب خرڅ ورکول؛ اوس مهال ځيني وکیلانو د رسنيو له لارې ځانونه مطرح کړي، همېشه کله په ولسمشر نيوکې کوي او کله کله پر وزيرانو او رئيسانو، دې وکیلانو بيا څو نور وکيلان سره ټول کړي او يوه ډله يې جوړه کړې، چې ځان بيا د هغه ډلې مشر معرفي کوي، پدې ډله کې داسې وکیلان وي چې حتی د ولسي جرګې په غونډو کې خبرې نشي کولای نو په رسنيو کې په څنګه وغږېږي، کله چې دا ډله له کوم وزير سره معامله کوي او ورته وايي، کله چې ولسي جرګې ته استیضاح کېږي زموږ ډله به له تا پوره پوره حمايت کوي، خو دا چې وکيل صاحبان ميلمانه او مصارفات زيات لري هيله ده،چې يو څه د جيب خرڅ لپاره ورکړئ، د يو وکيل لپاره د ۵۰۰۰ ډالرو نيولې بيا تر ۱۵۰۰۰ ډالرو پورې د جيب مصرف يوازې د يو وزير او رئیس له لوري ورکول کېږي، او هغه څوک چې بيا د دې ډلې مشري په غاړه لري تر دې هم د زیاتو امکاناتو غوښتونکی وي.
وکیلانو خو يوځل په ګروپي شکل پیسې واخيستي بيا ځیني وکيلان په انفرادي ډول وزيرانو ته مراجعه کوي او ورته وايي چې زه له تا حمايت کوم، هلته هم د وزیرڅخه امکانات ترلاسه کړي، وزير هم د خپلې څوکۍ د بقا په خاطر مجبور دی، چې د وکیلانو هر نوعه غوښتنې ومني.
دوهمه برخه: مهم او کليدي پوستونه غوښتل؛ کله چې وکيلانو د وزيرانو څخه پیسې او امکانات ترلاسه کړل، بيا ورسره دوهمه معامله دا کوي، چې مهم او کليدي پوستونه نه تنها په وزرات کې بلکه په ولاياتو کې هم ترې غواړي، او ورته ليست ورکړي، چې په ګمرک کې به مې ورور، په رياست کې به مې تره، په مديريت کې مې ماما او حتی تر ګاردانو پورې ليست ورکړي، وزير هم قسم پرځای پرېږدي يوازې  وکيلانو ته وفادار شي، دا هم ورسره ومني، او ټول هغه پوستونه چې وکيل ترې غوښتنه کړې ورکړي.
درېيمه برخه قراردادونه؛ کله چې د يو وزير سره پورته دوه معاملې وشوې په تعقيب یې درېيمه معامله هم کوي، او ورته وايي چې د وزارت اړونده ټول هغه قراردادونه چې اعلان ته ورکول کېږي، بايد د وکيل شرکتونو ته ورکړل شي، د وکيل د شرکتونو نومونه په وزارتونو کې ثبت وي، داسې وکيلان هم شته، چې څلور پنځه شرکتونه يې په مختلفو نومونو جوړ کړې وي، کله چې يو قرارداد اعلان کوي، هماغه د وکيل شرکتونه پکې برخه اخلي، که د وکيل يو شرکت یې ونه ګټي بل يې خامخا ګټي، ځکه چې پروپوزلونه خو هماغه خلک جوړوي خو صرف د شرکتونو نومونو ته يې تغير ورکوي، کله چې شرکتونه قراردادونه ترلاسه کړي، بيا نو وکيلان له دې مدرکه هم په سلګونه زره ډالر پيدا کوي، تاسو په ټول افغانستان کې وګورئ، د وکيل د شرکت له لوري پلي شوي ټولې پروژې بې کيفيته وي، په لنډ وخت کې د نړېدو حال ته رسېږي او څوک يې پوښتنه نشي کولای، ځکه وکيلان ځانونه مستثنا بولي او وايي چې له دوی هېڅوک هم پوښتنه نشي کولای.
د پورته ذکر شويو مواردو په پلي کېدو سره د څو وطندوسته وکيلانو پرته د نورو ټولو اقتصادي حالت وده کوي، بيا د کال په ماډل زرۍ موټرونو کې ګرځي، روليکس اعلی درجه ساعتونه د هرې جوړې جامو سره اچوي، حتی چې بوټونه يې هم دوبۍ او نورو ملکونو څخه راغوښتل کېږي، د کور له عادي نفر سره یې هم خبرې نه کېږي، هر يو يې د اسمان په شنو کې ګرځي، ځکه چې د وکيل کورنۍ ده او په ځانګړي ډول د هغه وکيلانو له کورنيو سره چې خوله ور وي او ځانونه د رسنيو له لارې مطرح کوي.
تاسو قسم په خدای(ج) وکړئ، هغه وکيلان چې د رسنيو له لارې داسې خبرې کوي، چې ځمکې په شور راولي، هر يو يې د خبرو په اورېدو داسې فکر کوي، چې کاش داسې وکيلان مو درلودلی اوس به مو هېواد جوړ شوی وای، په هره خبره کې پر ولسمشر نيوکې کوي او وايي چې ولسمشر په څه نه پوهېږي، وزير ښایي چې خاين دی، رئیس ښايي چې کارشکن دی، او نورې ډېرې داسې مسلې وړاندې کړي، چې په اورېدو یې د عامه خلکو ذهنتونو ته په اسانۍ لار کېدای شي، خو متاسفانه چې تر ټولو لوی خاینان، وطن ړنګوونکي، وطن خرڅوونکي او وطن پلورونکي همداء وکیلان دي، چې د رسنيو له لرې ځانونه مطرح کوي او يا يې هم د کومې ډلې مشري په غاړه وي، که په رېښتني ډول  د دوئ کړنې وليدل شي، هر څه يې منفي دي، هغه څه چې په رسنيو کې خبرې کوي ۲سلنه یې خپله نه عملي کوي يوازې او يوازې خبرې کوي عمل نه!!!!
په هېواد کې د وزیرانو او وکيلانو د نادودو ترڅنګ نړيواله ټولنه هم د افغان بېچاره او مظلوم ولس په سترګو کې خاورې شيندي، هېڅ يو داسې کار نه کوي، چې د افغان ولس په خیر تمام شي، کله وايي افغانستان کې تروريستان ځالې لري، کله وايي دا هېواد پرمختګ لپاره ندی اماده، کله وايي سوله نشته او کله وايي چې موږ به دلته ډېر مثبت تغيرات راولو، خو متاسفانه چې دې ټولنې هم داسې څه ونکړل، چې زموږ د ولس په خير دې تمام شي، دوی اوس پوهېږي چې د تروريستان ځالې په افغانستان کې نشته، نو بيا ولې هره ورځ زموږ بې ګناه مسلمان افغان ولس وژني؟ له بل لوري بيا پر ځينيو کارونو کې بشري حقونو خپلواک کمېسيون  نيوکې کوي او وايي چې فلاني فلاني کارونه د بشري حقونو پرضد دي، خو کله چې د نړيوالو له لوري افغانان وژل کېږي د دوئ سترګې پټې وي، لکه څنګه يې چې د هغه ظالم امريکايي سرتېري لپاره د عدل غوښتنه وکړه، چې کال وړاندې يې په کندهار کې ۱۸ عام افغانان وژلي و، په هغه وخت کې يې د عامه افغانانو په ملاتړ يې غږ پورته نه کړو خو لکه چې امريکایي سرتېري لپاره قضايانو سخته سزا واورولو دوی  وويل چې بايد نوموړي سرتېري ته د بشري حقوقونو په رڼاکې سزا ورکړل شي.
زه پر افغان چارواکو، وزيرانو، رئيسانو، وکيلانو او نړيوالې ټولنې غږ کوم، چې هېواد ته د خدمت، ترقۍ، د بدبختيو څخه د وتنې او افغان ولس ته د رېښتني خدمت لپاره اوسنۍ غوره شوې لار ګټوره نده، تاسو داسې لار غوره کړئ، چې هم ولس ته د منلو وړ وي او هم وکولای شي ولس ته د ښه خدمت چوپړ وګرځي، کنه دا ولس به بيا له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان وي، اوس هم وخت شته، چې د مثبت بدلون لپاره ډېر کار وشي او د هغه قسم په کولو چې په پاک قران عظیم الشان شوی، هغه وعدې چې له ولس سره شوي په هغه باندې عمل وشي، چې په عملي کېدو سره به يې په اينده دوه کالونو کې ډېر مثبت تغيرات پدې هېواد کې راشي.
د مثبت بدلون په هيله
صمد افغان