
خالد الرحمن امرخیل
چین او روس هغه وخت د اروپایي دولتونو د سخت غبرګون سره مخ شول کله چې چین او روس ملګرو ملتونو کې د سوریې پر دولت د بندیزونو لګولو رایې پیل شوې نو چین او روس پر سوریې د بندیزونو لګولو مخالفت وکړو، او دواړو هیوادونو وویل چې د سوریې په کړکیچ کې د بندیزونو پر ځای باید یوه سیاسي لاره غوره کړو.
له دې نه مخکې د سوریې مخالیفو تنظیمونو لخوا د بشارلاسد دولت په خلاف یو اتحاد هم جوړ شو چې د عربی هیوادونو ټولنۍ په شمول له ترکیه،فرانسې،برتانیا لخوا د سوریې د ولس یو نماینده تنظیم په رسمیت وپیژندل شو،خو تراوسه د امریکي په شمول نورو هیوادونود مخالفي ډلي نماینده تنظیم په رسمي توګه نه دي پیژندلي خو دوی څو وار د ملګرو ملتونو نه وغوښتل چې په سوریې دولت دي بندیزونه ولګول شي.
اوس بعضې اروپایي هیوادونه چې په دولتي کچه د سوریې د دولت مخالفې ډلې حمایت شروع کړی نو دوی اوس چین هم دې ته اماده کوي چې د بشارلاسد دولت نسکورولو کې دوی سره مرسته وکړي خو تراوسه پورې د چین په دریځ کې څه بدلون نه دې راغلي.
کله چې برتانیې د سوریې د مخالفي ډلي نماینده تنظیم په رسمیت وپیژندلو نو په بیجنګ کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند هواینګ په دي هکله وویل چې د چین د پخوا نه دا دریځ وو چې د سوریې کړکیچ پای ته رسیدو په خاطر باید یوه سیاسي لاره غوره شي او د سوریې په هکله د نړیوالې ټولنې هر اقدام چې ترسره کیږي د هر قسمه تشدد د ختمیدو، او یوه سیاسي لاره لټول وي تر څو د سوریې کړکیچ په سوله ایزه توګه حل شي او ورسره په مینځني ختیځ کې د امن او ثبات لپاره لاره هواره شي.
تراوسه پورې چین دوه ځله په ملګروملتونو کې په سوریې د بندیزونو لګولو سره مخالفت څرګند کړی دی.
خو بل اړخ ته سیاسي څیړونکي په دي نظر دي چې په نړیواله سطح د چین پیاوړتیا به د دې سبب شي چې په سوریې غوندې نړیواله مسایلو کې یو مضبوط دریځ خپلولو سره به د اروپایي ټولني مخالفت سره مخ کیږي او اروپایي ټولنه به چین مجبوروي چې په خپل دریځ کې بدلون راولي.
د سډنی د کیري براون پوهنتون څیړونکي وایي چې چین پخوا یو غیر اهم دولت و او اوس له اقتصادي پلوه ډیر پیاوړی شوی دی، نو اوس چین ته پکار ده چې د نړۍ په مسایلو کې یو مضبوط دریځ ولري څرنګه پخوا به چین د دې ډول معاملاتو نه ځان لري ساتلو.
له دې نه مخکې هم چین د لیبیا په مسله کې یو مشکل سره مخامخ شوی و د چین په وړاندې سوال دا و، چې آیا چین د یاغیانو حمایت کوي یا د خپل یو اتحادي؛ د لیبیا په مسله کې هم چین او روس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په لیبیا باندې د ناټو هوایي بریدونو سره مخالفت ښودلی و، ځکه چې په لیبیا کې د چین ډیرې ګټې وي، د چین مطبوعاتو د رېپوټونو له مخې په هغه وخت کې د چین ۱۸ اربه ډالر سرمایه په لیبیا کې د تعمیراتي پروژو کې لګول شوي وې او له دې نه علاوه ۳۵۰۰۰ چینایانو په لیبیا کې په کار ګمارل شوي وو او کله چې جنګ شروع شو نو چین خپل کسان د لیبیا نه راوښکل.
(International Institute for Strategic studies) کې یوه څیړونکې سارا راین وایي چې د لیبیا په نسبت په سوریې کې د چین مفادات ډیر مختلف دي هغه وایي چې زما په خیال اصلي خبره دا ده چې د سوریې په مسله کې چین ته نقصان نه علاوه نور څه نشته، چین په بشارلااسد کې څه دلچسپی نلري او نه په سوریې کې د چین لپاره څه غټي پروژي شته او یا نور وسایل او نه د چین خلق هلته شته چې چین ورته په فکر کې شي،
ده رواني میاشت په پیل کې چین د سوریې په هکله یو څلورفقره ییز امن ایجنډا تجویز کړه چې په هغي کې د جنګ بندي او د کمیسون جوړولو غوښتنه شوي وه چې د سوریې کړکیچ د سیاسي حل لپاره مذاکراتو ته لار پیدا کړي،
بعضي سیاسي څیړونکې وایي چې په سوریې کې د امن راوستو په خاطرنړۍ د پاره د یوې اجنډا وړاندې کول د چین د پاره دا یو ښه قدم دی ، چې په بین المللي سطح خپل رول پلي کړي او نړۍ ته د یو پیاوړي هیواد په څیر ځان معرفي کړي.
د روانې میاشتي په ۳۰ نیټه په توکیو کې د هغې هیوادونو چې د سوریې دولت مخالف تنظیم یي په رسمیت پیژندلي دی د فرینډز آف سیریا په نوم یوه غونډه به هم په توکیو کې جوړه کړي.