سعودي  له ایران سره دسیالۍ په موخه په افغانستان کې دنور نفوذ په لټه کې !

  
دسپټمبر له یولسم راوروسته  په تېره یوه لسیزه کې  په افغانستان کې دسعودي عربستان رول او نفوذ یو څه پیکه و اوس  سعودي غواړي ،چې  له 2014 ز راوروسته  ،چې بهرني ځواکونه  له  افغانستان وځي له ایران سره دسیالۍ په موخه  په دې  هېواد کې خپل نفوذ او رول لا پسې پیاوړې کړي .
اوس دا خبره له هغې ورځې راوروسته ، چې افغان حکومت اعلان کړه ،چې  سعودي عربستان  په پلازمینه  کابل کې  ستر دیني مرکز جوړوي  دا به له طالبانو راوروسته  په  افغانستان کې دسعودي عربستان تر ټولو ستره پانګونه وي  . اټکل دی ،چې پردې مرکز به نږدې  100-45 میلونه امریکايي ډالره لګښت راشي  او دجوړونې چارې به یې  د24 هکتاره  مساحت په اندازه دراتلونکې کال په سر کې پیل شي . دیادونې ده ،چې دا مرکز به  یو مسجد ، پوهنتون ، روغتون  او ورزشي ډګر ولري مسجد به یې  د15000 لمونځ کوونکو لپاره وي .
سعودي  هیله مند دی ،چې دا پروژه به له جوړیدو وروسته  له خاتم النبیین  الاسلامیه  مدرسې سره سیالي وکړای شي  دا ستره دیني مدرسه په 2006 ز کې دشیخ اصف محسني په نوښت او دایران په مرسته  جوړه شوې ده ایران له دې مدرسې سره نږدې 17 میلونه ډالره مرسته کړې ده . دا پروژه هم   مسجد ، ټولګي ، لیله لري او دځانګړې مذهبي ډلې لپاره ځانګړې شوې ده .
په ملګرو ملتونو کې یو پخوانی اروپايي ډیپلومات وايي : دسعودي عربستان وروستې نوښت او پریکړه په افغانستان کې  له ایران سره دسیالۍ په موخه  رامنځته شوې ده او دا سیالي به  په هماغه شپه پیلیږي ،چې بهرني ځواکونه  له افغانستانه خپل وتل اعلان کړي ، خودا پریکړه به یو څه ستونزمنه وي ځکه  ډیره ناوخته شوې ده .
له بل اړخه  ایران  دسعودي عربستان برعکس  په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې پیاوړی شتون لري  له خپلو پلویانو سره یې  دژبې او مذهب تر چتر لاندې پراخه مرستې کړې دي  دافغانستان په سیاسي او کلتوري ډګر دایران  اغیز له ورایه  ښکاري ان ،چې ځینې دیني مدرسې او رسنۍ یې خدمت کې دي .
اوس داسې نښې  شته ،چې  په ګانده کې به افغانستان دسعودي عربستان او ایران  ترمنځ دسیالۍ تود ډګر وي  او دا به  تر ډېره  دنفوذ جګړه وي  او  دهغې سیاسې تشې  پر مهال به وي  ،چې دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته  رامنځته کیږي  ،چې دافغانانو ترمنځ به دمذهبي تاوتریخوالي لامل شي .
داډول ترینګلې وضعیت  چین او دمنځنۍ اسیا هېوادونه  ناارامه  کوي ځکه دوی په افغانستان کې  له  دیني بنسټپالنې  څخه په اندېښنه کې دي ځکه سعودي عربستان کې په افغانستان کې دلاسوهنې او نفوذ څرګنده مخینه لري  دتېرې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې یې  دپخواني شوروي اتحاد پر ضد له افغان  جنګیالیو سره  هر ډول مرسته  کړې بیا یې په نویمو کلونو کې  له طالبانو سره دوسلو او پیسو ښه  پریمانه مرسته کړې ده ، خو په تېرو لسو کلونو کې یې رول یوازې  دسولې په خبرو کې دمنځګړي و . دا منځګړتوب همداسې پټ واو څه موده وړاندې  یې ځینې  برخې راڅرګندې شوې  اوس دا خبره کیږي ،چې سعودي عربستان  غواړي  طالبان دېته رامات کړي ،چې  له  افغان حکومت سره خبرې اترې پیل کړي  او پاکستان وهڅوي ،چې  له طالبانو سره خپلې اړیکې  غوڅې کړي . دسعودي له وسه  دا چاره پوره ده ځکه  سعوديان په پاکستان  کې دپریکړو له کړیو سره  پیاوړې اړیکې لري  او دواړه  له هغو هېوادو څخه دي ،چې د2001-1996 ز پرمهال یې طالبان  په رسمیت پیژندلي وو .
برتانوي  خبریال  عادل درویش  وايي : که څه هم  سعودي عربستان  له 2001 ز راوروسته  له طالبانو سره خپلې اړیکې پرې کړې دي ځو اوس هم پر طالبانو  اغیز لري . ولسمشر اوباما له  خپل سیال  کرزي سره  یوه خوله دی او په افغانستان کې دسعودي عربستان درول ستاینه کوي ځکه د دوی  دواړه باور لري ،چې سعودي  کولای شي په افغانستان کې  دناټو هڅې دبري  تر پړاوه ورسوي .
دسولې دعالي شورا غړی  اسمعیل قاسمیار وايي : سعودي عربستان  دسولې په خبرو کې دمنځګړتوب پیاوړې اراده لري  او موږ دسعودي دژمنو هرکلې کوو  او هیله لرو ،چې دا ژمنې  عملي شي .
ځینې نور شنونکي بیا وايي : سعودي عربستان ،چې په تېرو کلونو کې  دسولې په خبرو کې دپردې تر شا کوم رول لوبولې دی  تر اوسه  اغیزناک نه دی ثابت شوې  او نه یې داسې څه تر لاسه کړي دي ،چې  حساب پرې وشي . یو بل افغان  شنونکی وحید مژده وايي : دطالب خوځښت  ځینې غړي  پردې باور دي ،چې  سعودي عربستان له طالبانو سره خیانت کړې دی خوځښت دبیلګې په توګه په سعودي عربستان کې دخپل استازی  شبیر احمد نیول یادوي ،چې  په 2001 ز کې په  پلازمنیه الریاض کې له خپلو څلورو زامنو سره ونیول شو او په 2011 ز کې  راخلاص شو  طالبان داسې انګیري ،چې سعودي عربستان  داسې چلند ورسره کوي لکه  له دښمن سعودي  دلویدیز اړخ ونیوه او خپل ناپیلتوب یې  خوندي نه کړ  ځکه خو طالبان سعودي عربستان  ته دسولې خبرو په برخه کې د وړ منځګړي په سترګه نه ګوري .

 ژ : حکمت امر خیل