 
        	    
                    
                                    
                    چې دچا یمه همراز د چا شکمن
یم د چا د سترګو خار د چا خوږمن
زمانې چې خپلی لوبی په ما وکړی
یم دچا سره اوس دوست دچا دښمن
د ریا او صداقت  توپیر لږ شوی
یم د بعضو اشنایانو ګیله من
هرسړی چې ترمطلبه پوری یار شو
اعتبار په بعضو نشته  عزت  من
څه دنیاشوه څه روزګاراوڅه یی خلک
څوک د چا په ښو کی ندی رضامن
افغانی  پام چې د زړه راز افشا نه کړی
په ظاهرو او باطنو یم شکمن
                  
 
             
            