
عارف خان همدرد
لاړکه مې نظر شي زه به ستا لارو ته ګورمه
را دى شي اجل خو دوفا لارو ته ګورم
دپورتني بيت نه دا راته څرګنده شوه ، چې اعظم صيب دمرګ نه نه ويريده او مرګ يې پر ځان دخداى يو حق گاڼه ځکه خو خپلې مينې ته تر اخره وفادار پاتې شو . اخر هم چا له نظره کړ د اجل غشو وويشت او دهغې چا خواته يې بوت چيرته چې يې لومړى مينه تللې وه . دچا دراتلو انتظار ته چې اعظم صيب خپل تور ويښتان سپين کړې وه نن دهغې مينې تر کوره يې ځانته نوى کور جوړ کړ . او دپښتو ادب دغه ځلانده ، لوى ستورى دتورو خاورو ميلمه شو . چې په مرګ يې دپښتو ادب بڼ مړاوى کړ او پښتانه لکه د يتيمانو په شان دوير په ټغر کينول . دا به منو چې مرګى حق دى خو دځينو مشرانو لا چا ديدن هم نه وي کړى چې مرګي يې پر مخ څپيړه ورکړه . نن لکه زمونږ دپښتو دغزل چنار راولويد . سبا به مو نښتر ګوزار شي خو مونږ به نه دچنار ګټه واخلو او نه دنښتر نه . داعظم صيب په شان دلويو چنارونو راپريوتل دپښتو ادب ، جرګې او سياست ته يو لوى تاوان بولم . اعظم صيب که په ظاهره خلکو ته يو ملنګ ښکاره کيده خو په باطن کې هغه دمينې سمندر وه ، دالفاظو خزانه وه خو پښتانه يې په ژوندانه په قدر پوى نه شول . ماته نن هغه خبره را ياده شي . دپښتنو نه چې کله مشر لاړ شي نو قدر يې پيدا شي چې ژوندى وي نو څوک يې نه يادوي . خو ارواښاد اجمل خټک بيا وايي ليکوال او شاعر چې کله مړ شي نو ژوندى شي په ژوندانه يې څوک دومره نه پيژنى . خو ډاکټر محمد اعظم اعظم صيب پښتو ته څومره کار کړى . هغه که په نثر کې دى که په نظم کې دى که په شعر کې دى او که په ډرامه کې دى زه ورته لوى کار وايم دهغه دغه خدمت هغه دپښتنو په زړونو کې ژوندى ساتي که داعظم صيب ساده ژوند ته نظر واچوم نو دا به هر چاته څرګند شي چې هغه په اصلى معنو کې دژوند په فلسفه پوهيده . او په دې خبره پوى وه چې ددنيا دټولو سينګارو نه لوى خوند په عاجزۍ کې پروت دى . نو داعظم صيب دژوند او ليک نه دا څرګنده شوه چې هغه د لوى عزم خاوند وه که داعظم صيب هغو ډرامو ته لکه ناموس ، خاندان ، سمندر ، سفر ، دوينو جام داسې نورې ډيرې ډرامې چې دده په قلم ليکل شوى دپښتون دچاپيريال ستونزې څيړل شوى پښتون يې بهادر او ميړنى جهان ته ښودلې دپښتون ثقافت او کلتور يې دنيا ته په يوه داسې نوى انداز کې وړاندې کړى چې دهرې يوې کرښې په اوريدو يې دسړى ويښتان نيغ ودريږي .
زما به داعظم صيب دغه فلسفيانه خاطره په ټول عمر کې هيره نشي چې يوه ورځ ورته ما بلنه ورکړه او دبلنې ترڅنګ مې ورته وويل . استاده زه په داسې ځاى کې اوسم چې په رڼا ورځ پکښې سړى ويريږي چې باران شي کوټه راڅاڅي او ډيرې خټې وي . چې باد شي نو ګردونه شي او د وړو لړۍ پيل شي ځکه زمونږ کور او کلى دخاورو نه جوړ دى اعظم صيب مسکى شو او راته يې وويل همدرد جانه زما چې څومره عمر دى او څومره مې چې څه لوستي او ليکلي نو دژوند تجربو راته راوښوده دا خزانې په محلونو کې نه پيدا کيږي . دا پر خاورو جوړ کورونو کې پيدا کيږي هغه مينه چې په دغو کورونو کې ده . دغه مينه په بنګلو کې نشته ته خو په ډير ښه ځاى کې پروت يې او دژوند نه دى خوند واخيست . نو ماته داعظم صيب دخبرو نه دا څرګنده شوه چې هغه نه يوازى يو شاعر ، ليکوال وه بلکې هغه يو ارواپوهه او فلسفيانه انسان وه ځکه خو يې شعر هم خوږ والى لري او هر بيت يې له درد او غمه ډک ښکاري لکه چې وايي.
ستا ددوه ورځوسپرلى وه ستا ددوه ورځو ګلونه
خو زما په زړ ه دې کيښود دهميش هميش داغونه
يا په بله برخه کې دخپل دريدلي زړه فرياد څه داسې کوي .
چې په ما ميندې ځه اوس ګرځه ليونى
چې په ځان نه پوهيدى ځه اوس ګرځه ليونى
د اعظم شاعري يوه روانه ساده او خوږه شاعري ده چې يو کليوال پښتون پرې هم ښه پوهيږي دده په شاعرۍ کې ډير په هنر دټکو تړون شوى دى چې دغه تړون ته يې دځوانۍ شپې لوګى کړې او دژوند ډير شپې يې په شوګيرو کې سبا کړى لکه چې وايي .
ژوند يوه لويه شوګيره ده ته راځى او که نه
نه ختميدونکى دغم شپه ده ته راځى او که نه
وعدې کوې خو دراتلو نه دې توبه کړې ده
ستا دراتلو نه مې توبه ده ته راځې او که نه
چا پسې وروستو ، روستو ګورې ديادونو په شان
اعظمه ! تلونکې قافله ده ته راځي او که نه
دارواښاد اعظم صيب په شاعرۍ او ژوند خبرى کول دهغه حق نه نشى ادا کولى خو يو ياد يې ژوندى کولې شي زه په دغه شعر کې داعظم صيب دژوند يادونه وينم او هغه داوسنى زمانى فرهاد بولمه .
بيا سينه کې ستا يادونه په چپو دى
بيا دسترګو سيلابونه په ختو دى
بوراګانې دسپرلو لمنې نيسي
دګلونو قافلې ګنې په تلو دى
دديدن غرونه سوري نه شو شيرينې!
خپل سرونه مو وهلى په تيشو دى
دوفا ځمکې خړوب نه شوې اعظمه
ډيرې وينې مو ورکړې دزړګو دى
زما د اعظم صيب و روستۍ خبرې دلوى اختر مبارکي وه خو نن به دنوى کور مبارکى ورکم زه داعظم صيب مړينه دپښتو ادب لپاره يوه ستره ضايعه بولم او هيله لرم چې دغه چنار نورې خورې ريښې به راټوکيږې او پښتانه به دخپل سيورى لاندې کينوى خپل خبرې په دغه بيت پاى ته رسوم او اعظم صيب ته دلوى رب نه دجنت الفردوس غوښتونکى يم
زما ياري په ړنګه مه شميره چې نه يم
تل مې ياد ساته يادونه ژاړه مه