غزل

دا ســــــتا د زړه و خــواته در روان دی بل سړی
زه نه يــــــم اوس مالک ددا مکان دی بل سړی
ددغـــــه ښـــــــار ځپلي کـــــه نازېږي ټـــول په ما
ددغــه ښار پر ښکلو باندې ګران دی بل سړی
زه نه يــــــم، زه خو ستوري هومـره لري يم اشنا
ستا شونډوته نزدې لــکه پېزوان دی بل سړی
پخـــــــوا به دې تـــــل زه درګډولم په خــپل غم
خونن دې لوندداوښکوپه باران  دی بل سړی
دروېشه په دې کلــــــي کې دی دا عجب رواج
چې تـُــوري يوسړی وهي اوخان دی بـــل سړی