له سنتو نه انكارتاريخي فتنه!


 
 
د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له سنتو نه د انكار فتنه په اسلامي تاريخ كې په لومړي ځل په دويمه هجري پيړۍ كې راپورته شوه چې خوارج او معتزله يې تر شاوو, خوارجو موخه درلوده چې په اسلامي ټولنه كې د ګډوډۍ او اختلاف اوربل كړي نو بايد په دغه لار كې  ستر خنډ ( د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت) له منځه يوسي ځكه چې سنتو ټولنې ته نظم بښلى وو او د هغو په وړاندې د خوارجو افراطي نظريات نه چليدل نو پردغه اساس هغوى د احاديثو په صحت كې شك او د سنتو د پيروي د وجوب نه انكار دوه مخې تګلاره پيل كړه,دمعتزله ستونزه داوه چې د عجمي او يوناني فلسفو له لومړۍ جوپې راتلو سره  د هغوى په ذهنونو كې د اسلامي عقايدو, اصولو او احكامو په اړه شكونه او شبهې پيدا شوې وې, نو په پوره توګه د فلسفو له پيژندلو وړاندې شكونو ته د حلونو په لټه كې شول, په خپله په فلسفو كې يې هغه بصيرت نه وو ترلاسه كړى چې په رڼا كې يې هغه وتلي او دصحت او قوت معلومات يې وكړي, هغوى هره خبره چې د فلسفې نوم ورپورې وو (عقل كل) وګڼله او ويې غوښتل چې د اسلام د عقايدو او اصولو داسې تعبير راوباسي چې د دغو تش په نوم عقلي غوښتنو سره سم وي, خو په دغه لاره كې بيا حديث او سنت خنډ شول نو ځكه خو دوى هم دخوارجو په پل, پل كيښود, حديثو كې يې شك وكړ او سنت يې د حجت په توګه ونه منل.
 
دغه دواړه فتنې د موخو او تخنيك له مخې يو ډول وې, د هغو هدف داوو چې قراّن د هغه دراوړونكي له قولي او عملي تشريح او توضيح او د فكر او عمل له هغه نظام نه چې د الله جل جلاله استازي صلى الله عليه وسلم په خپل قيادت كې قايم كړى وو جلا كړي او يوازې د يوه كتاب په بڼه يې واخلي او بيا وروسته د خپلې خوښې تاويلو نه او تعبيرونه ترې وكړي او يوبل نظام ترې جوړ كړي او د اسلام نښان پرې ولګوي, نو ددغه كار لپاره چې هغوى كوم تخنيك وكاراوه, دوه حربې يې درلودې يوه دا چې د احاديثو په اړه د خلكو په زړونو كې دا شك واچول شي چې اّيا دا احاديث په رښتيا هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه ثابت دي او كه نه؟! بله دا چې دغه اصولي پوښتنه مطرح كړل شي چې كه يو قول او فعل د پيغمبر صلى الله عليه وسلم نه ثابت هم شي نو مونږ تركومه د هغه د اطاعت او پيروي پابنديو؟! د هغوى دريځ داوو چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم خو د الله له لوري نه   يوازې د قراّن رسولو ماموريت درلود, نو هغه مونږ ته راورساوه, وروسته بيا نو هم زمونږ په څير د يوه عادي انسان حيثيت لري هغه كه څه ويلي دي او يا يې كړي نو مونږ ته حجت څنګه جوړيداى شي؟.
 
دغه دواړه فتنې په لږ وخت كې له منځه لاړې او له دريمې پيړۍ وروسته تر پيړيو پورې په اسلامي نړۍ كې د هغوى نوم او نښان هم پاتې نه شو كومو سترو لاملونو چې ددغو فتنو په ختمولو كې رول درلود هغه دادي:
_ د محدثينو پياوړى تحقيقي كار:
چې د مسلمانانو د فكر او پوهې څښتنان يې ډاډه كړل چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت چې له كومو رواياتو نه ثابتيږي په هغه كې هيڅكله شبه او شك نشته بلكې له انتهايي معتبرو وسيلو نه امت ته رسيدلي دي او له مشهور رواياتو نه د هغوى د جلا كولو لپاره بهترين علمي وسايل موجود دي.
 
د قراّن څرګندونې: چې له مخې يې ددې زمانې پوهانو دعامو مسلمانانو په وړاندې ثابته كړه چې د دين په نظام كې محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم هيڅكله هغه حيثيت نلري چې د سنتو منكرين يې وړاندې كول غواړي, هغه د قراّن د رسولو لپاره يوازې د رسوونكي په توګه نه بلكې د معلم, لارښود, د قراّن مفسر, د قانون شارع, قاضي او واكمن په حيث را استول شوى وو, نو ځكه خو په خپله د قراّن د حكم پر اساس د هغه اطاعت او پيروي پر مونږ فرض ده او له هغه نه پرته د قراّن د پيروي دعوا هيڅ معنا نلري.
 
د سنتو د منكرينو خپل تاويلو نه: چې د قراّن نه يې د لوبو وسيله جوړه كړې وه, هغوى دعامو مسلمانانو په وړاندې دا حقيقت بيخي څرګند كړ چې كه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو تعلق له كتاب الله سره قطع شي نو د دين حيثيت له منځه ځي, د الله د كتاب سره ډول ډول لوبې كيږي او د معنوي تحريف د خندا وړ نمونې مخې ته راځي.
 
_د امت ټولنيز ضمير: چې په هيڅ ډول هم د دې خبرې منلو ته چمتو ندي چې مسلمان دې كله هم د رسول الله د اطاعت او پيروي نه بهر ژوند وكړاى شي څو سر ايله انسانان خو په هره زمانه او هر قوم كې پيدا كيږي مګر دا چې ټول امت سر ايله شي دا شونې نده دعامو مسلمانانو په ذهن كې كله هم دا نامعقوله خبره نده كيناستلې چې يو څوك دې د رسول الله صلى الله  عليه وسلم  په رسالت ايمان ولري او بيا دې د هغه د اطاعت رسۍ له غاړې نه وباسي, يو صحيح او ريښتونى مسلمان په عملي توګه دنافرمانۍ مرتكب كيدلى شي اما دا عقيده كله هم نشي درلودلى چې په كوم رسول باندې يې ايمان راوړى دى د هغه اطاعت ورباندې لازم ندى دا ترټولو ستر اساسي څيز وو چې بالاّخره يې د سنتو د منكرانو ريښې وويستې.
 
د مسلمان قوم مزاج او طبيعت: چې د دومره ستر بدعت هضمولو ته چمتو نه وو چې د ژوند مكمل نظام, د خپلو ټولو قواعدو اصولو او ادارو سره چې د رسول الله صلى الله  عليه وسلم له زمانې نه پيل  اود خلفاى راشدين, صحابه كرامو, تابعينو, مجتهدو امامانو او د امت د فقهاوو په قيادت كې په پرلپسې توګه په يوه نيغه طريقه پر مخ را روان دى پريږدي او هره ورځ يو نوى نظام د داسې خلكو په لاس جوړ كړل شي چې د دنياله هرې فلسفې او تخيل نه اغيزمن  او د اسلام نوې نسخه راويستل غواړي.
 
 دغه فتنه له فناكيدونه وروسته په ديارلسمه هجري پيړۍ (نولسمه ميلادي) كې په لومړي ځل عراق او بيا هندوستان كې سر راپورته كړ, لومړني علمبرداران يې سرسيد احمد خان او مولوى چراغ على وو چې بيا مولوي عبدالله چكړا  لوي دغه بيرغ په لاس كې واخيست وروسته مولوى احمد الدين امرتسري اوږه وركړه بيا مولوى اسلم جيراج پوري او وروسته چودري غلام احمد پرويز راپورته شو او دغه ګمراهي يې عروج ته ورسوله.
 
د دغې فتنې د دوهم ځل راپيدا كيدو لامل هم هماغه وو چې په دوهمه هجري پيړۍ كې يې, يعنې د بهرنۍ فلسفې او غير اسلامي تمدنونو  په وړاندې يې ذهني ماتې خوړلې وه, له كره كتنې پرته يې له بهرنه راغلي ټول څيزونه د عقل غوښتنې وګڼلې او هڅه يې وكړه چې اسلام له هغوى سره برابر كړل شي.
مګر د ديارلسمې  هجري او دويمې هجري پيړيو د فتنو ترمينځ توپير داوو چې هغه مهال( دوهمه پيړۍ) كې
 
مسلمانان فاتحان وو, نظامي او سياسي غلبه يې لرله او كومو فلسفو سره چې مخ وو, هغه د مفتوحو او مغلوبوقومونو فلسفې وې نو ځكه خويې ددوى په ذهنونو اغيز كمزورى وو او ډېر ژر بيرته رد شوې اما د هغو برخلاف د ديارلسمې پيړۍ حمله په داسې وخت كې شوې ده چې مسلمانان په هرډګر كې كمزوري شوي وو, اقتدار يې له لاس نه وتلى وو په هيوادونو يې  پرديو قبضې كړې وې, په اقتصادي لحاظ ځپل شوي وو, د تعليم نظام يې هم دړې وړې شوى وو, او فاتح قوم ورباندې خپل تعليم, تهذيب, ژبه, قوانين او اجتماعي, سياسي او اقتصادي ادارې تپلې وې نو په دغو حالاتو كې چې كله مسلمانان دفاتحو قومونو له فلسفو, ساينس, قوانينو او تهذيبي اصولو سره مخ شول نو د پخوانۍ زمانې د معتزله په پرتله زر درجې سخت معتزله پيدا شول, هغوى پدې اند شول چې له لويديځ نه كوم نظريات, افكار او تصورات, د تهذيب او تمدن اصول او د ژوند قوانين را روان دي هغه په عقل پوره, كره او برابر دي په هغوى باندې د اسلام له ليدنه نظر اچول او بيا د حق او باطل فيصله كول سهي ندي, له زمانې سره د تللو صورت يوازې همدا دى چې په اسلام كې د ورځې د غوښتنو سره سم ترميم وكړل شي.
 
خو دوى پدې هڅه كې بيا له هماغه ستونزې سره چې د پخوانۍ زمانې معتزله ور سره مخ وو لاس او ګريوان شول هغوى محسوسه كړه چې د اسلام د ژوند نظام په تفصيلي او عملي توګه د رسول الله صلى الله  عليه وسلم  پر سنتو ولاړ دى همدغه سنت دي چې د قراّن د هداياتو او لارښونو د مقصد او غرض ټاكلو سره يې د مسلمانانو تمدني تصورات جوړ كړي دي او د ژوند په هره برخه كې يې د اسلام عملي ادارو ته مزبوت بنسټونه وركړي دي نو ځكه خو چې ترڅو سنت وي په اسلام كې ترميم نشي راتللى, په كار ده چې له سنتو نه ځان خلاص كړو, بيا به يوازې د قراّن الفاظ پاتې شي چې ترشابه يې عملي نمونه او مستند تعبير او تشريح نه وي او نه به كوم ډول روايات او مثالونه وي, په ډېره اّسانه به پكې تاويلاتوته زمينه برابره شي او اسلام به بيخي د موم يوه ټوټه شي چې د دنيا دهرې روانې فلسفې مطابق ترې  نوې بڼه جوړه شي.
 
د دغه هدف لپاره هغوى بيا هماغه زوړ تخنيك د هماغو حربو سره وكاراوه يعنې يو پلو ته بايد د هغو  رواياتو په صحت كې شك واچول شي چې سنت ترې ثابتيږي او بل پلوته د سنتو له حجت والي نه انكار كړل شي مګر د حالاتو توپير ددغه تخنيك او حربو په تفصيلي صورت كې ستر فرق پيدا كړ, په پخوانيو زمانو كې چې كوم وګړي د انكار سنت د فتنې علمبرداران وو هغوى علم درلود, په عربي ژبه او ادب كې يې ستر لاس درلود, د قراّن, حديث او فقهې په علمونو كې يې كافي پوهه درلوده او سروكار يې هم له داسې مسلمان ولس سره وو چې علمي ژبه يې عربي وه او د خلكو تعليمي معيار هم لوړوو د ديني علومو ماهران هم هره خواته خواره وو او د داسې پوهه ټولنې په وړاندې خامه او كچه خبره كول  په خپله د دغه شخص د ټيټ والي او ضعف لامل كيده, نو ځكه خو د پخوانيو زمانې معتزله په ډېره پختګۍ او علمي انداز كې خبره كوله, مګر برعكس د نن زمانې خلك چې د نوې فتنې د خورولو تابيايې كړې ده د سرسيد له زمانې نه ترننه پورې په خپله د هغوى علمي اساس ورځ تر بلې مخ په ښكته روان دى او مخه يې هم له داسې ولس سره ده چې د عربي ژبې پوه او ديني علومو كې عالم شخص ته " تعليم يافته" نه ويل كيږي بلكې ( تعليم يافته) هغه څوك دى چې په دنيا كې په بل هرڅه پوهيږي خو كه په قراّن باندې ډېر زړه سوى هم ولري نو كله ناكله د هغه ژباړه گ... هغه هم د انګليسي ژباړې... په مرسته ولولي, د حديثو او فقهې په اړه خو يوازې يو څه اوريدلي معلومات... هغه هم د مستشرقينو معلومات... باندې اكتفا وكړي, په اسلامي رواياتو باندې زيات نه زيات يو ځغلند نظر واچوي او هغو ته هم په داسې سترګه ګوري چې دا د ورستو هډوكو مجموعه ده او لرې بايد وغورځول شي ځكه چې زمانه ډېره پرمخ تللې ده, بيا د ديني علم د دغې ذخيرې په وسيله په دغه ګومان اخته شي چې د اسلام په اړه اخري او قاطع نظر او رايې حق او اهليت همده ته ثابت دى, په داسې حالاتو كې د پخواني اعتزال په نسبت د اوسني اعتزال معيار ټيټ دى څرګنده ده چې اوس علم كم او د بې علمۍ جرات زيات دى اوس چې د دغې فتنې د پرمخ بيولو لپاره كوم تخنيكونه كارولى شي د هغه مهم اجزاء دادي:

_ په حديثو  كې د شك لپاره چې لويديځوالو مستشرقينو څومره حربې استعمال كړې په هغو ايمان راوړل او له ځان نه ورسره ليكنې زياتول او هغه په عامو مسلمانانو كې خپرول ترڅو ناخبره وګړي پدې غلطه انګيرنه كې اخته شي چې امت ته له رسول الله صلى الله  عليه وسلم  څخه له قراّن پرته بل هيڅ څيز د باور وړو ذرايعو نه پاتې ندى.
_ د احاديثو مجموعې د عيب پيدا كولو په موخه لټول... لكه عيسوي مبلغينو چې قراّن لټولى وو... او بيا داسې څيزونه راويستل او ان له ځان نه جوړول او خلكو ته وړاندې كول ترڅو خلكو ته دا تاثر وركړل شي چې د احاديثو كتابونه د شرم او خندا وړ څيزونو څخه ډك دي او بيا داسې اوښكې تويول چې اسلام د رسوايي نه وساتل شي نو راځئ چې دغه بې مفهومه كتابونه وسوځوو.
_ د رسول الله صلى الله  عليه وسلم  د رسالت منصب يوازې د يوه ( پوسته رسان) پيغام وړونكي په توګه معرفي كول چې كار يې يوازې دومره وو چې خلكو ته قراّن ورسوي.
_ يوازې قراّن د اسلامي قانون ماخذ او مصدر ګڼل او سنت رسول د اسلام له قانوني نظام نه ويستل.
_ د امت ټول فقهاء, محدثين, مفسرين او د لغت امامان له اعتبار نه ساقطول ترڅو مسلمانان د قراّن پوهنې لپاره هغوى ته ورونه ګرځي بلكې د هغوى په اړه داغلط فهمي پيدا كول چې ګواكې هغوى د قراّن په حقيقي تعليماتو د پردې اچولو سازش كړى وو.
_ په خپله د ژبې او لغت كتاب ليكل او د هغو له مخې د قراّن اصطلاحات اړول او قراّني اّيتونو ته هغه معنا ګانې وركول چې په نړۍ كې د عربي ژبې هيڅ عالم ته د قراّن په الفاظو كې ترسترګو نشي ( جالبه داده كه دغه ښاغلي ته د قراّن څو اّيتونه له اعراب پرته وليكل شي نو صحيح يې نشي لوستلى مګر هغه دعوه كوي چې ان عربان هم اوس په عربي نه پوهيږي نو ځكه خو كه د هغه د بيان كړل شويو معناوو څرك كوم عرب ته په قراّن كې تر سترګو نشي نو دا د هغه عرب ستونزه ده.
ددغه تخريبي كار ترڅنګ د يوه نوي اسلام تعبير هم كيږي چې اساسي اصول يې درې دي مګر تاسو وګورئ چې څومره عجيبه اصول دي:
_ لومړنى اصل يې دادى چې ټول املاك بايد ختم او د يوه مركزي حكومت په تصرف كې وركړل شي او همدغه حكومت د افرادو ترمينځ  د رزق په ويشلو كې  پوره واك ولري ددغه نظام نوم"ربوبيت" دى او وايي چې د قراّن اصلي موخه او مقصد هم همدغه نظام جوړول دي مګر مخكې چاته په دغه هدف د پوهې توفيق ورپه برخه نشو ترڅو چې ماركس او د هغه خاص خليفه انګلز راغلل او د قراّن اصلي مقصد يې پيدا كړ.
دوهم اصل يې دادى چې ټولې ډلې او ګوندونه بايد منحل كړى شي او مسلمانانو ته هيڅكله هم د جماعت جوړولو اجازه ورنكړل شي ترڅو كه د حكومت د كومې پريكړې مخالفت كول وغواړي نو د بې نظمۍ له امله يې ونه كړاى شي.
د هغه دريم اصل دادى چې په قراّن كې چې په كوم ( الله جل جلاله او رسول) باندې د ايمان راوړلو, د اطاعت كولو او هغوى د نهايي سند په توګه منلو حكم شوى دى له هغه نه مراد ( د ملت مركز) دى نو دغه د ملت مركز چې قراّن ته كومه معنا وركړي هغه اصلي معنا ده د هغه د حكم ياقانون په اړه دا پوښتنه مطرح كيداى نه شي چې دا له قراّن سره مخالفت دى, څه چې هغه حرام كړي حرام دي او څه چې هغه حلال كړي حلال دي, د هغوى فرمان شريعت دى او له عباداتو څخه واخله تر معاملاتو پورې هرڅيز ته چې كومه بڼه وركړي د هغه منل فرض دي او همدغه د اسلام شرط دى, څنګه چې ( پاچا) غلطي نه كوي نو دغه ( د ملت مركز) هم پاك اوسپيڅلى دى, خلك دنده لري چې د هغه په وړاندې سرټيټ كړي, د ملت مركز له نيوكو او پورته دى نه د هغو د خطا څه امكان تر سترګو كيږي او نه يې د بدلولو په اړه فكر كيدلى شي.
_ د دغه اسلام  دربوبيت په نظام باندې ايمان لرونكي خوتر اوسه كم دي مګر پاتې ټولې تعميري او تخريبي برخې يې په څو مخصوصو طبقو كې ډېرې منل شوې دي, واكمنان هم خوښ دي چې دوى د (ملت مركز) وي او ټول وسايل د هغو په تصرف كې وي او ملت هم غير منظم او د دوى تر تسلط لاندې وي, په قانوني خلكو كې هم دغه عنصر ډېر پياوړى دى ځكه چې هغوى د لويديځوالو په قانون كې زده كړې كړې دي د هغو اصول, بنيادي تصورات, نظريات, جزئي او فروعي احكام د اسلام له احكامو سره ګام په ګام په ټكر كې دي نو هغوى پدې تصور دي چې له سنتو او فقهې نه ځان خلاص كړي او يوازې قراّن پاتې شي چې د نويو اصطلاحاتو په كارولو سره د هغه نوي تاويلونه ورته اّسانه شي, لويديځ پلوه خلك به له ځان سره منظم كړي, ځكه چې له اسلام نه تروتلو وروسته مسلمان اوسيدلو لپاره همدغه تر ټولو ښه نسخه ده خوندوره خبره يې داده چې څه په لويديځ كې حلال او د ملا په اسلام كې حرام دي هغه به حلال  شي او د قراّن سند به هم د همدغو حلالوونكو په لاس كې وي.