وزيران وعدې کوي، عملي کوي يې نه!!!

 
د تېرې چهارشنبې په ورځ (۱۳۹۱ کال د ليندۍ مياشتې په لومړۍ نېټه)يو شمېر وزيران (کرهڼې او مالدارۍ، عامې روغتيا، ټولګټو چارو وزیران او يو شمېر معينان) په دې موخه کندهار ته سفر وکړو چې د کندهاريانو ستونزې له نږدې وګوري؛ ويل کېږي، چې ياد شوي پلاوي په دې موخه کندهار ته سفر وکړو چې له يوې خواء د ولسمشر له لوري د صادر شوي ۴۵ ګڼه فرمان د تطبيق او له بل لوري د کندهاريانو سره بيا هغه ژمنې تازه کړي، چې په تېرو وختونو کې يې له دې ولس سره کړې وي، اټکل شوی و، چې پدې سفر کې به شاوخواء ۹ وزيران کندهار ته سفر وکړي خو په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو  استازي ډاکټر محمود ويلي، چې د اوبو او برېښنا وزير تورن اسماعيل خان او د نشه يي توکو پر وړاندې دمبارزې وزير ضرراحمدمقبل پدې وجه کندهار ته لاړ نه شول، چې پخوانۍ ژمنې يې نه وې عملي کړي، د ډاکټر محمود په وينا چې دواړو وزيرانو له ولسمشر څخه غوښتې و، چې دوی له شرمه کندهار ته نشي تلی، ځکه پخواء يې دې ولس سره غوړې وعدې کړې وې، خو تر دې دمه يې ندي پوره کړي، له بل پلوه هغه وزيرانو چې کندهار ته سفر درلودل اعتراف وکړو، چې پخوا دوی وعدې کړې وې، خو تر دې دمه يې د عمل جامه نده وراغوستې، دوی وويل موږ به کوښښ وکړو، چې په راتلونکي کې له دې ولس سره کړې ژمنې پوره کړو. دا، چې وزيرانو په وار وار له ولس سره ژمنې کړي، خو تر دې دمه يې په ډېره لږه اندازه چې په نشت حساب دي پوره کړي، دا يوازې د کندهار باغروره قوم دی، چې له  وزيرانو يې په کلکه د خپل حق غوښتنه کړې او ښوولې يې ده، چې نور د دوی د صبر کاسه ډکه شوې او نه غواړې نور په غوړو وعدو تېروزي، يو شمېر قومي مشرانو، عالمانو، د ولايتي شوراء غړو، د مدني ټولنو استازو او د ولايت والي له راغلي پلاوي وغوښتل چې نور دې هغه وعدې نه کوي، چې بيا يې ترسره کولای نشي، د ولايتي شوراء غړي حاجي آغا لالي په خپله وینا کې وويل؛ وزير صاحبانو تاسو په هغه څه مصروف ياست چې تاسو پرې پوهېږئ بل څوک پرې نه پوهېږي، د مرکز څخه ولایت ته د بوديجې انتقال په سر بايد معامله وشي، کنه په هېڅ صورت نده ممکنه، چې ولايت ته د بوديجه انتقال شي...، تر دې دمه له کندهاري ولس سره د شويو ژمنو ۲۰سلنه نده عملي شوې. د ولايتي شوراء د غړي حاجي آغالالي د وينا وروسته که څه هم وزیرانو غوښتل چې بيا لدې ولس سره ژمنې تازه کړي، بيا ورته وعدې ورکړي، او ځان ورڅخه تېر کړي، خو د کندهار والي ډاکټرتوريالي ویسا په خپلو خبرو کې راغلي پلاوي ته وويل؛ کله چې وزيران له ولس سره وعدې وکړي او بيا پوره نشي، موږ چې کله له ولس سره مخ کېږو شرم راته درېږي، نه پوهېږم چې ولې د کندهار باغروره قوم سره داسې لوبې روانې دي....؟ رېښتيا هم په مرکزي ادارو کې يو لړ داسې ستونزې شته، چې ليرې کول یې وخت غواړي، د مرکزي ادارو مسوولينو يو شمېر د ولس استازي د ځينو امتيازاتو په ورکولو خوشحاله ساتلي، خو وليدل شول، چې يوازې د څو کسانو د خوشحاله ساتلو په وجه شونې نده، چې ټول ولس دې خوشحاله وساتل شي، يو ورځ به د دې مشرانو څخه خامخا پوښتنه کېږي، چې ولې د بېچاره ولس غمه نه خوړل کېږي، د مرکزي ادارو مشکلات دومره زيات دي، چې وزیرد  معين، معين د رئيس او رئيس د ولسوالۍ د مسوول د کړنو نه دي خبر، دوی به څنګه وکولای شي، دخلکو ستونزې حل کړي، قراردادونه په درېيم او څلورم لاس پلورل کېږي او کله چې د پلي کېدونکي لاس ته ورسېږي پنځم لاس وي چې د پلي کېدو کيفيت يې ډېر خراب وي، د مرکز څخه ولاياتو ته د بودېجې نه انتقال بله هغه ستونزه ده، چې اوس مهال ورسره ډېری ولاياتونه لاس او ګريوان دي، وزيران له ولس سره ژمنې وکړي خو دومره يې هم په وس نده پوره او يا یې هم د کوم تعصب له مخې نه غواړي چې د ولايت خپل حق (اختياري او غيري اختياري بوديجه) انتقال کړي تر څو د ولس په خوښه او د ولس په رایه ورته پروژې پلې شي، خو کله چې له مسوولينو يې پوښتنه کېږي، په ځواب کې يې وايي، چې په ولاياتو کې امن نشته، چې دا خبر مطلقاً د منلو نده، افغان او په ځانګړي ډول پښتون ځورېدلی ولس له پرمختګ سره دومره مينه لري، چې حد ټاکل يې ناممکن دي، دوی همېشه د پروژو د پلي کولو او ورته د ډاډمن امنيت برابرلو ژمنې کړي او پدې برخه کې يې همېشه قربانۍ هم  وکړي، خو متاسفانه چې مشران يې خبرې نه مني. ډېر د تاسف ځای دی، چې د ولسمشر له لوري دصادر شوي ۴۵ګڼه فرمان اوس د فساد، نمايشي ليدنو او خپل سرو ګڼه فرمان بڼه غوره کړې، په مرکز او ولاياتو کې پرتې ستونزې تر دمه ۲۵سلنه ندي حل شوي، ځکه چې احساس مړ دی، څوک احساس نلري چې څنګه هېواد له ستونزو او مشکلاتو څخه وژغورو، دا ستونزه يوازې په لوی کندهار کې نده، دا هغه ستونزه ده، چې ډېری ولايات ورسره لاس او ګريوان دي، خو بايد وويل شي، چې ۴۵کڼه فرمان يوازې ، چارواکو او مسوولينو ته د نوټ نیولو سبق ورکړای شو او بس!!، دوی یوازې نوټ نيسي، ستونزې اوري خو د هواري لار يې ورته نده معلومه. دوه اونۍ وړاندې سناء مجلس ته د ۱۳۹۲ کال بوديجه د تصویب لپاره وړاندې شوه، ويل کېږی، چې د دې جرګې ډېری غړو یې هرکلی کړی، ۱۳۹۲ کال ته تراوسه وخت شته، لومړی بايد د ملي شوراء غړي د روان ۱۳۹۱ کال بوديجې وګوري، او معلومه کړي، چې کومې ادارې بوديجه نده مصرف کړې او د نه مصرف دلايل يې څه دي؟ ولایاتو ته د بوديجې نه انتقال ستونزه پداسې حال کې راپورته کېږي، چې ولسمشر ولايتي بيارغاونې ټيمونو، مرسته کوونکو ادارو او له نړيوالې ټولنې دوه کاله وړاندې غوښتي و، چې په خپل سري ډول دې ولاياتو سره مرسته نه کوي، خو اوس ليدل کېږي، چې د ولاياتو اوسيدونکي زړه ماتي شوي، هېڅ پروژه نه پلي کېږي، او وايي که داسې حال وي، ۴۵ګڼه فرمان تطبيق بل فرمان ته اړتيا لري. د هېواد د جوړېدو په هيله. صمد افغان