شهادت ورځپاڼه کاپي پېسټ ته پاتې ده!


محمدخالد وردگ شمشتو، پاکستان شهادت د حزب اسلامي افغانستان (حكمتيار) رسمي ورځپاڼه ده چې له پېښوره خپرېږي، یاده ورځپاڼه کې  د کورنیو خبرونو سربېره، نړیوال خبرونه، مقالې او شعرونه هم خپرېږي.
شهادت ورځپاڼه نسبتا وحدت ورځپاڼې ته لږه خرڅېږي خو بیا هم ښه مطالب لري البته یوه یادونه کوم چې مطالب يې اکثر، که ووایم ټول نو درواغ به مې نه وي ویلي، د حزب اسلامي پوری تړلي خبرونو، غونډو، اعلامیو، مرکو او... څرخي.
شهادت ورځپاڼې زیاترې گڼې په شمشتو [د حزب اسلامي پلازمېنه] کې خرڅېږي، داسې هم ویل کېږي چې دکاندارانو باندې دا لازمي ده چې  روزانه د شهادت کم ازکم یوه ورځپاڼه په پیسو راونيسي. شهادت ورځپاڼه ټوله له هغه کورنیو خبرونو ډکه وي چې هيڅ یو خبري آژانس نه وي راخيستي. ویل کېږي چې د یوې احصایې له مخې  د شهادت ورځپاڼې د خبرونو په اساس افغانستان ته راغلي ټول خارجي عسکر د حزب اسلامي مجاهدينو په بريدونو کې وژل شوي دي!!!. دا مقدمه مې ددې لپاره کېښوده چې همدې تنظیم  ښه تکړه ليکوالان او خبریالان  لرل د خبرونو د راخيستو لپاره يې د کاپي پېسټه کار نه اخيست پخپله يې خبرونه  ليکل او له نورو ژبو يې پخپله ژباړل.
خو! نن سهار بیا بله ټوکه شوه [ کېدایشي دا ما نن لېدلي وي، هره ورځ به دا د کاپي پېسټ کار کوي!] لومړی مې د بي بي سي پښتو ویبپاڼه خلاصه کړه د مرسي په اړه خبر، مې سترگې ولگېدې وروسته مې شهادت ویبپاڼه خلاصه کړه گورم چې کټ مټ د بي بي سي خبر يې   په شهادت کې پېسټ کړی و، تردې اندازې چې بي بي سي د طلعت ابراهيم په ځای تلعت ابراهيم ليکلی و هغه يې هم نه و سم کړی بس یو کلیک يې پرې راکش کړی و او په شهادت کې يې پېست کړی و، د ژورنالېزم په اصولو يې بېخي پښه ايښي وه، په پېل او پای  کې یې   دومره هم نه و ليکلي چې له بي بي سي پښتو نه په مننې. زه هم حیران شوم چې دا څه کيسه ده یو ځل مې بیا بي بي سي خلاصه کړه او بیا مې داوړه خبرونه سره وکتل، ښه مطمئن شوم چې د بي بي سي ويبپاڼې څخه غلا شویده. د یو ملگري خبره رایاده شوه چې تېره ورځ يې راته کړې وه:  شهادت ورځپاڼه!  کاپي پېسټ ته پاتې ده!!!! یادونه دبي بي سي پښتو خبر په دې لینک کې کتلای شئ:
ويې گورئ او بیا يې سره مقایسه کړئ:
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2012/11/121123_im_egypt_mursi_more_power.shtml http://postimage.org/image/syn816eyn/
او د شهادت ورځپاڼې کاپي پېسټ خبر دلته کتلای شئ: http://www.dailyshahadat.com/showstory.php?id=13428 http://postimage.org/image/lmy2z6bpf/
په درنښت

_________________