په سيمه کي فرقه ييز تاوتريخوالی

سنګت ګل محمدبلوڅ
کله چي په(۱۹۴۷)میلادي کال کې په سیمه کي پاکستان رامنځته کړل شو،نو  د فرقه ییز تاو تريخوالی جرړې هم ورسره پيدا شوې،فرقه ییزې جګړي چي دامهال په سیمه کي روانې دي،دطالب له جګړې نه زیاتې خطرناکی دي
خو اوس پوښتنه دا ده چي دا فرقه ییز تاو تريخوالی ولی او کله راپيدا شو، کله چي په ایران کي داخوندانو حکومت راغي ، نو اخوندانوپه عراق، پاکستان او افغانستان کي دسني او شیعه ترمنځ  فرقه ییزي جګړي ته لمن ووهله،په پاکستان کي شیعه ګانو ته پيسي  ورکړل او منظم یی کړي، د ایران داخوندانو دا عمل  عربستان   په غوسه کړ، نوعربانو دپاکستان له فوځی مشر جنرال ضياءالحق سره  اړیکي ټنګی کړي، عربانو دپاکستان په مرسته سپاه صحابه او لشکر جنګوي ډلی  راپيدا کړي، دغو ډلو ته یی پیسي هم ورکړي،ورپسی دشیعه ګانو سپاه محمد ډله جوړه شوي،نو په همداشان دفرقه ییزه تاوتریخوالی  څپه راپورته  شوې،
په لومړي ګام کي دشیعه ګان او دسنانو ترمنځ دبحث يا دخبرو جګړي و ، بیا د هدفي وژني او اوس د ځان مرکي بریدونه  پوري رارسیدلي ده.
 خو فرقه ییز تاوتریخوالي  کي تر ټول  زیات تاوان شیعه ګانو ته رسیږي ،ځکه چي په پاکستان کي یی نفوس کم اود پاکستان د حکومت   ملاتړ نه لري،پاکستانی حکومت د  لشکرجنګوي زښت ملاتړ کوي، ځکه چي دلشکر جنګوي څخه پر بلوچستان کي دبلوڅو مبارزینو په خلاف کار اخلي، او همدا شان دعربانو څخه  پيسی ورباندی اخلي،
په دا ورورستو کي پاکستان کي فرقه ییز تاوتریخوالی زیات شوي دي، له بلی خوا (ای-اس-ای)او عربان په ګډه غواړي ،چي دا پروژي په افغانستان کی عملی کړي ځکه چي دطالبانو پروژه نور کار نه کوي،همداشان ایران په افغانستان کي فرقه ییزه تاوتریخوالی  غواړي اوایران دافغانستان مرکز کابل په پل سرخ سیمه کي د فرقه ییز تاوتریخوالی لپاره لویه مدرسه د(خاتم البنیین) په نامه جوړه کړه ده،په دا وروستو کي عربستان  د(ای-اس-ای) په مشوره غواړي، چي کابل کي دفرقه ییز تاوتریخوالی لپاره لويه مدرسه جوړه کړي، چی دامدرسه دایران د خاتم البنیین لپاره یو ځواب وي،دا به دافغانستان دبربادي  لپاره یوه نوي سیستم وي.