
خوب د رښتیا په درشل کې
اتل کامران
که څه هم د خوب لیدلو په اړه د اسلام په مبارک دین کې ډېر احکام راغلي او د علماوو په وینا د خوب لیدلو وروسته باید خپل خوب یو ښه شخص ته ووایې ترڅو د خوب لیدلو ورته ښه تعبیر وکړي نو تیره شپه ما هم یو خوب ولیده چې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم زما خوب شاید دپیغمبر د وارثو د داعیانو لکه سیدانو، پېرانو اومجددیانو په څېررښتیا نه وي چې د حامد کرزی دویم ځل پاچاهي هم په خوب کې لیدلي وه بلکي زما خوب د هغو میلونونو افغانانو فریاد او ستونزو ته ورته دی چې له تیرو دری لسیزو راهېسی د پردیو په اور کې سوزېږي، نو موږ سره هم د میلونونو نورو افغانانو په څېر د افغانستان راتلوونکې برخلیک په اړه اندیښني دي چې هره ورځ په ویښه او په خوب کې ورسره مخامخ کېږو.
تیره شپه ستړې ستومانه په خپله بستره کې ولویدم چې لږه شېبه وروسته خوب وړی وم او په خوب کې مې لیدل چې په پلازمینه کابل کې یوه لویه غونډه را بلل شوی وي چې د ولسمشر حامدکرزی سربېره د موجوده دولت زیاتره لوړ رتبه او ټېټ رتبه چارواکو ګډون کړي، نو په دغه غونډه کې د خلکو شمېر هم تر زرګونو کسانو پورې اوړيده نو ددغو کسانو په ډله کې یو ځوان چې ډېر دردیدلي او کړيدلي وو د ولسمشر د خبرو پرمهال یې خپله خوله په ولسمشر کرزی راخلاصه کړه او هغه څه یې ورته وویل چې ته او دولت دې تر ستونې پورې د خلکو په وینو کې ډوب یاستی او اوس هم غواړي چې دا بې واکه اداره دي د څو کلونو لپاره نور هم د خلکو په وینو په تویولو سره اوږده کړي او د کمزوري حکومت دارۍ نورې ستونزي هم ور په ګوته او زیاته یې کړه چې ته او اداره دی نور د افغانستان او خلکو په درد نه خورۍ نو ښه خبره ده چې تاسو هم شهیدان شي او لوی لوی سړکونه او څلور لارۍ مو په نومونو جوړي شي نو د همدی خبرو سره غبرګ یې له خپل جیبه یو زنګ وهلي تومانچه را ویسته او د کرزی په ګډون کې په ستیج کې په ناستو کسانو را وڅرخوله چې پکې دواړه مرستیالان فهیم خان او خلیل جان هم شامل ول نو له ډزو وروسته شور او زوګ پیل شو چې خپل او خپلوان خلکو نه پېژنده او هرڅوک په منډو ول نو وروسته په ډاګه شوه چې ولسمشر شهید شوی او د نورو برخلیک معلوم نه دي نو له مرګ وروسته د ولسمشر د ګور کفن کارونه چې پیل شول نو تصمیم نیول شوی چې په ختیځ او یا جنوبې ولایتونو کې خښ کړي نو د ختیځ او جنوب خلکو د ولسمشر جسد په خپلو ولایتونو کې له خښولو څخه ډډه وکړه نو وروسته د شمال د پنجشیر ولایت غوره شو چې دیاد ولایت خلکو هم یې مخالفت وکړ چې دا یولس کاله یې په خدمت کې وه نو وروسته تصمیم ونیول شو چې د هېواد په مرکزی ولایتونو کې باید خښ شي چې هلته یې بیا په سرنوشت پوه نشوم نو په همدي وخت کې را پورته او په خپل یو ملګری باندي مې غږ وکړ چې (مشره له ولسمشر څخه خلاص شو) نو درنو لوستونکو اوس یې تاسو تعببر وکړي چې د ولسمشر راتلوونکې انجام به څه وي......؟