
په دې کې شک نشته چې په دې ورستیو پیړیو کې مسلمانان په پټو سترګو او لوی لاس د لویدیځ د فرهنګ کلچر او فکر ({وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ....) تقلید کوي او نوموړي تقلید یوازې د لویدیځ د مادي پرمختګ اوپراختیا له کبله خپل ځای په اسلامي اولسونو کې موندلی دی، هغه پرمختګ چې کیدای شي انسان ته د ژوندانه اسانتیاوې برابرې کړي خو نه شي کولای چې روحي سکون اوکراری انسان ته ډالی کړي لهمدې کبله ده چې موږ د لویدیځ په پرمختللی ټولنه کې د زړه کرار، د نفس ډاډ، د وجدان آرامتیا، د زیار اوکوښښ په پایله کې د خوشحالۍ لذت او احساس، د خلکو تر منځ خواږه محبتونه، د ملګرو ترمنځ روحي نیژدیکت، د کورنۍ په منځ کې ژورې اړیکې، چې وګړی ته ډاډ ورکوي،نه شوو موندلی او د دې ترڅنګ په هغه قوت او ځواک باندې ایمان او عقیده چې دځمکې له قوت او ځواک څخه لوی دي،انسان ته دستومانتا او زیار نه وروسته ډاډاو اطمیئنان ورکوی اوستوماني ئې رفع کوي، هغه عقیده چې وګړی ته احساس ورکوي چې دی په دې لوی، پراخه اوناکراره نړۍ کې بېکاره موجود نه دی .. دغو ټولو شیانو ته نه د لویدیځ د ژوندانه په قاموس کې ځای شته او نه هم د لویدیځ په چاپیریال کې.
خو له بده مرغه د دې ټولو سره سره مسلمانانو د هغو الهی اصولو او ارزښتونو څخه مخ اړولی چې الله تعالی د بشر خالق د انسان د ژوندانه د سوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره د انسان لپاره غوره کړی، کوم اررښتونه چې د اسلام حقانیت او مفیدیت یې ثابت کړی او تاریخ په دې اړه خپل شهادت ثبت کړی دی.
د اسلامی نړۍ وتلی اوپیاوړی شاعر محمد اقبال په خپله یوه ارزښتناکه قصیده کې د شیطان په ژبه هغه ګواښ بیان کړي، کوم چې کیدای شي د شیطان واکمنۍ او د معاصر جاهلیت سلطې ته د اسلامی نظام له اړخه لکه څرنګه چې د اسلامي خلافت پرمهال دجاهلیت د تغر د ټولیدو په موخه متوجه شوی ؤ یو ځل بیا متوجه شي، که چېرې مسلمانان خپل کتاب ( قرانکریم) او د خپل سپیڅلی پیغمبر ارشاداتو او لارښونو چې پکې د اسلام بشپړ تصور نغښتی دی مخه کړي پرځای د دې دځمکې په ډیرو برخو کې آن تر دې چې په اسلامي مرکزونو او پلازمینو کې د لویدیځ د جاهلیت ملګري او داو طلبه عسکر وګرځی. بلکې ځینې اولسونه او اسلامي هېوادونه خو په لویدیځوال استعماري ځواک کې چې د پیړیو راپدیخوا د جاهلي حرکت مشري کوي او دختیځ او لویدیځ دواړه اولسونه یې په نښه کړي دي، خپل ملاتړ ویني او په دوی کې د لویدیځ فلسفي ارزښتونو او جاهلي اخلاق او خویونو داسې سرایت کړی،څرنګه چې وینه په رګونو کې او برښنا په برښنا تارونو کې سرایت کوي.
د لویدیځ مادي تهذیب په ډیرو اسلامي هېوادونو کې په روښانه ډول تر سترګو کېږي ، مسلمانان په مادي لاسته روړانو او سیالیو کې داسې ډوب دي، ته به وایی چې په کوم کتاب او نبي باندې ایمان نه لري، په آخرت او حساب او کتاب ایمان نه لري، د اخلاق او ارزښتنو په حساب په مال او ثروت پسې لالهاند دي لهمدې کبله د استبدادګرو پادشاهانو تر ولکې لاندې د غلامۍ او اسارت شپې تیروي داسې ژوند کوي چېرته چې انسان د انسان عبادت اوبندګي کوي نه د الله تعالی .
خو سره د دې د اسلامي نړۍ ګڼ شمیر مفکرین په دې اند دی، چې که چېرې مسلمانان خپلو ارزښتونو او خپلو بنسټونو ته چې الله تعالی د انسان د لارښونې او ژوندانه د چارو د تنظیم په موخه انسانانو ته رالیږي پام لرنه وکړي نو به هرو مرو د جاهلیت، ظلم، جبر، ستم، فساد او بدبختیو تغر د نړۍ له مخه بیا ټول شي څرنګه چې د اسلامي خلافت پر مهال اسلام د نړۍ زعامت او مشري کوله.
محمد اقبال په خپله قصیده کې ( د شیطان پارلمان ) تر سرلیک لاندې داسې تصور وړاندې کوي :
وایی : "شیطانان ،د شیطانانو ملګري او همکاران د پارلمان په غونډه کې راټول شول او د نړۍ په چارو کې، د راتلونکو ګواښونو او فتنو په اړه او د هغه څه چې د دوی شیطاني نظام ته ګواښ کیدای شي یې خبرې اترې پیل کړې. هغه څه یې سره څیړل،چې کیدای شي د دوی شیطاني نظام له ستونزو سره مخ کړي ، یوه تن له دوی څخه جمهوریت یاد کړ، خو بل ورته وویل چې ډیره پروا یې مه کوه، جمهوریت د ملوکیت دپوښښ څخه پرته بل څه نه دی ،کله مو چې ولیدل چې انسان خپل کرامت، وقار او حیثیت ته متوجه کیده،نو موږ په خپله ملوکیت ته د جمهوریت لباس ور واغوست او کوم مهال چې د موږ په واکمنۍ باندې د انقلاب ویره راته پیدا شوه چېرته چې پایلې به یې د موږ لپاره ښې نه وې ، نو مو د جمهوریت لوبه راواخیسته .
د ملوکیت څخه مراد دا دی چې انسان بل ته اړ او سترګې په لاره وي او دا اصل د وګړو او اولسونو لپاره په یوه ډول مطرح دی. او جمهوریت خو آیا ته نه وینې! چې مخ یې روښانه او ځلانده دی او باطن یې د چنګیز خان تر باطن تیاره او تورتم دی؟
بل تن وویل :
پرواه نه شته که د ملوکیت روحیه پرځای پاتې شي، خو ښا غلی وکیل صاحب! تاسو د هغې ګواښونکې فتنې په اړه څه وایی: چې هغه یهودي چې کارل مارکس نومیږي او پیغمبر نه دی خو د خپلو اتباعو لپاره مقدس کتاب له ځانه سره لري، را پارولې ده، آیا ته خبر یې چې دنیا یې په سر اخیستې ده او بندګان یې د مشرانو په ضد داسې را پورته کړی، چې د امارت او مشرۍ د ماڼیو بنسټونه په لړزه راغلی دی.
بل تن د پارلمان رییس ته مخ کړ او وویل : جلالتمابه ! د اوروپا سحرګر سره له دې چې ستاسو اخلاصمن مریدان هم دي، خو زه د دوی په زیرکتیا ډیر ډاډمن نه یم، دا دی یهودی کارل مارکس چې د فارسي سوسیالست زعیم (مزدک ) کاپي ده، نږدې ده چې په نړۍ باندې خپل اصول و مني، او دغو رټلیو بدبخته کمونستانو پادشاهان په خپله پادشاهۍ کې په تنګ کړي دي او د واکمنۍ څخه دې دوی دګوښه کیدو غوښتنه کوي ، موږ نوموړي سوسیالیستي حرکت ته پام لرنه ونه کړه او دا دی د پخوالی په حال کې دی، او دا ده ځمکه د راتلونکې فتنې د هول څخه لړزیږي، جلالتمابه ! کومه نړۍ چې تاسو پرې حکمراني کوله د تاسو له لاسه وځي، او د نړۍ نظام مخ په ورانیدو دی .
د پارلمان رییس خبري پیل کړې او وویل :
د نړۍ چارې زما په لاس کې دي او څرنګه چې وغواړم هغه ډول تصرف په کې کوم ، او خلک به عجیب او غریب حالت وویني کله چې د لویدیځ د فرهنګ او فکر لارویان شي او د سپیو په څیر به یو بل وډاړي او د لیوان په څیر به یو بل وخوري او که د لویدیځ د سیاسي مشرانو او روحاني راهبانو په غوږونو کې وپسیږم خپل عقل له لاسه ورکوي او لیونتوب یې را وپاریږي.
خو هغه څه چې د سوسیالیزم په اړه مو یاد کړل، په دې باور او اند شي چې هغه درز چې فطرت د انسان او انسان تر منځ را پیدا کړی دی مزدکي منطق ( سوسیالیستي فلسفه) ته د منلو وړ نه دی ، دا رټلي ،شړي ،بدبخته او ناوړه کمونستان مې نه شي ویرولی.
خو که د څه نه ویره لرم او ډاریږم ، نو زه د اسلامي امت څخه ډاریږم، چې لاتر اوسه یې ریښتني ژوندانه او بریا ته لیوالتیا تر ایرو لاندې پټه ده . او لا تر اوسه داسې خلک په کې شته دي، چې په پرله پسې توګه داسلامي شریعت د برلاسي او اسلامي نظام د تینګښت لپاره زیار باسي او د الله تعالی له ویرې یې اوښکې پر مخونو باندې بهیږي او زه تجربه کار او زیرک په دې پوهیږم چې زموږ د نظام لپاره راتلونکې ګواښونکې او اغیزمنه فتنه اسلام دی نه هم سوسیالیزم.
زه په دې پوهیږم چې دغه امت خپل قرآن پریښی دی او د نورو ملتونو په څیر د مال او ثروت په ټولولو او ذخیره کولو پسې لالهاند او لیواله دی ، زه پوهیږم چې د ختیځ شپه تیاره او تور تم ده ، او د اسلام د علماوو او مشرانو سره هغه سپین لاس او مشعل نه شته تر څو تیارې او نړۍ رڼاکړي، خو زه ډاریږم چې د لویدیځ د استعماري ځواک د اوسني عصر او زمانې ظلم،ستم تیری په اسلامي نړۍ کې د دې باعث نه شي ، چې دا امت را ویښ شي او د محمد صلی الله علیه وسلم شر یعت ته مخه کړي او زه دتاسو پام د محمد صلی الله علیه وسلم دین ته اړوم د پت اوناموس ساتونکی دین، د کرامت او شرافت دین، د امانت او پاکۍ دین، د د اتلوالۍ او مروت دین، د مبارزې او جهاد دین، کوم دین چې هر ډول غلامي ردوي، د انسان بندګي انسان ته له منځه وړي، د مالک او مملوک تر منځ توپیر نه کوي، مال او ثروت له هر ډول پلیتۍ او نا پاکۍ څخه پاکوي، د مال او ثروت څیښتن په خپل مال او ثروت کې خلیفه ګرځوي او کوم انقلاب او پاڅون به تر نوموړي انقلاب او پاڅون څخه زموږ لپاره زیات خطر ناک وي کوم مهال چې یې د فکر او عمل په ډګر کې دا ناره پورته کړه ، چې ځمکه د الله تعالی ده نه هم د پادشاهانو او ملکانو؟ .
کوښښ وکړی تر څو نوموړی دین د خلکو له سترګو پټ وساتئ. زه مبارکي وایم تاسو ته چې مسلمان په خپل رب باندې ډیر ډاډمن نه دی او په خپل دین باندې کوټلی ایمان نه لري، زموږ خیر او ښیګڼه په دې کې ده، چې په فلسفي او منطقي مسایلو او د الله تعالی دکتاب په تاویل کې یې مشغول وساتو، د مسلمان غوږونه پټ وساتې ځکه هغه کولای شي زموږ سحر او جادو په خپل آذان او تکبیر باندې مات کړي، کوښښ وکړي تر څو یې شپه اوږده او دسهار لخوا یې راپاڅیدل یې ځنډمن شي، ورڼو! د کار او زیار څخه مشغول کړي تر څوپه نړۍ کې د مشرۍ او زعامت شرط بایلي، موږ ته ښه ده، چې مسلمان د بل چا بنده وي و او د دې نړۍ څخه لاس په سر او نـورو ته یې پـریـږدي او په خپل ملنګۍ کـې ډوب وي.
که د اسلامي امت دې ته پام شو، چې دین ورته د ځمکې د خلافت او د بشریت د لارښونې د نده سپارلې ده. هغه مهال به سل په سلوکې زموږ هلاکت او زموږ د واکمنۍ او سلطې پای وي".
خو د پورته انځور سره سره د اسلامي نړۍ ګڼ شمیر مفکرین په دې اند دی، چې که چېرې مسلمانان خپلو ارزښتونو او خپلو بنسټونو ته چې الله تعالی د انسان د لارښونې او ژوندانه د چارو د تنظیم په موخه انسانانو ته رالیږي پام لرنه وکړي نو به هرو مرو د جاهلیت، ظلم، جبر، ستم، فساد او بدبختیو تغر د نړۍ له مخه بیا ټول شي څرنګه چې د اسلامي خلافت پر مهال د نړۍ له ټول شوی ؤ.
و ما ذالک علی الله بعزیز
عبدالرحمن فرقانی