
ليکنه: حبيب حقمل
له دې امله مې د مذکوري موضوع په ليکني پېل وکړو، تر څو هغه ترخه حقائق چې له خلکو څخه پټ دي په ډاګه شي، اومرتکب لورى له ناوړه اعمالو څخه لاس په سر شي. د دې لپاره چې دروغ، له چا سره افراطي مينه او افراطي نفرت ناوړه عملونه دي، له همدې امله هڅه شوي، چې درواغ، افراط او تفريط را منځته نشي، بلکې ټول مضمون په حقيقت ولاړ دى.
په دې کې شک نشته امريکايانو په افغانستان د څلويښتو هيوادونو په ملتيا نظامي يرغل کړى، د دې يرغل په اوږدو کې به حتماً امريکايان افغانان وژني بي عزتي به وراړوي، تر خپل وسع پوري به کوشش کوي، چې خپل دښمنان وځپي، له همدې امله يې د تيرو دوولسو څخه په زياتو کلونو کې په زرګونو افغانان تر خاورو لاندي کړو، د دوى په مقابل کې طالبان هم پوره کوشش کوي، چې امريکايانو ته ځاني او مالي تاوان ور ورسوي، نو بالفعله په نظامي او جنګي ډګر کې امريکايان او طالبان يو بل ته مخامخ ولاړ دي، په يو بل هيڅ صرف نه کوي، که امريکايانو ته معلومه شي، چې په کوم ځاى کې طالبان شته، نو د هوا او د ځمکې له لاري پرې چاپه تر سره کوي او له منځه يې وړي، په همداسي توګه که د طالبانو هم په خارجيانو يا د هغوى په غلامانو زور بر شي ، ماين ورته ږدي، جنګ پري کوي، او تر خپل وسع پوري کوشش کوي، چې له منځه يې يوسي. په جنګ کې خو ګوړي نه ويشل کيږي همداسي وژني کيږي، خو د دې جنګونو په اوږدو کې افغان بنديان له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، امريکايان خو د مسلمانانو ازلي دښمنان دي، چې څومره يې له لاسه کيږي له ظلم څخه مخ نه اړوي، ځکه راغلي د همدې هدف لپاري دي، چې مسلمانان ووژني او مړه يې کړي، د اسلامي نظام مخه ونيسي، نو له کافرانو څخه څه ګيله؟ ګيله خو له هغه چا نه کيږي، چې د اسلام دعوه کوي، د اسلامي نظام غوښتنکې دي، اسلامي عدالت را منځته کول غواړي.
تاسو ته به بهتره معلومه وي، چې زموږ خوږ پيغمبر حضرت محمد (ص) بنديانو ته، هغه که مسلمان وي، يا کافر ځانګړي حقوق ورکړي، مسلمانانو ته يې امر کړى، چې مرسته ورسره وکړي او د هغوى د حقوقو خيال وساتي. د افغانستان په روانه جګړه کې امريکايانو او طالبانو ته ګڼ بنديان په لاس ورځي، دلته موږ دا خبره څېړو، چې له بنديانو سره څوک ښه چلند کوي، هغه کوم اصول چې موږ ته اسلام را ښودلي دي، آيا طالبان هغه تر کوم حده پوري مراعت کوي او د مقابل لورى امريکايان تر کوم حده پوري د بشر حقوق مراعت کوي.
د جانبينو په منځ کې د جګړې په اوږد کې د اخ و ډب او مرګ ژوبلي څخه پرته د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې امريکايانو ته د طالبانو په زرګونو بنديان په لاس ورغلي، چې په ځينو باندي هغوى ډير ناوړه قسم ظلمونه کړي دي، چې په تير تاريخ کې يې سارى نشته چې يواځي د شمال د سقوط په مهال په جنګې کلا کې په زرګونو طالبان شهيدان شول، خو له همدې پيښې څخه وروسته امريکايان که کافران هم دي له بنديانو سره بيا په لاندي توګه چلند کوي.
چې کله هم يو بندي د امريکايانو د ظلم له ځانګړي تحقيق څخه تير شي، بيا تر يو حده پوري د هغه بندي حقوق مراعت شوي دي، هغوى ته يې ښه خواړه برابر کړي، درملنه يې پرې کړي او ځيني سهولتونه يې ورته ورکړي دي، د بند د مودې په کمېدو کې يې ورسره مرسته کړي، له بندي سره د سره صليب، تيلفون يا ملاقات په ذريعه د ليدلو او خبري کولو زمينه سازي کړي.
ګڼ طالبان او مشران يې په مخامخ جګړه کې وسله په لاس نيول شوي، خو بيا هم پرې امريکايانو سر نه دى ګرځولى د څه وخت بند څخه وروسته يې خوشي کړي دي، چې د افغانستان د ګڼو ولايتونو مشران طالبان د همداسي چلند په پايله کې را خوشي شوي دي.
تر اوسه پوري امريکايانو له يو څو کسانو څخه پرته بنديان نه دي وژلي، د بند پر ځاى يې د مرګ کندي ته نه دي ورټېل وهلي.(يواځي د قومندان اول ګل يا څو محدود کسانو څڅه پرته چې د کلونو د بند په اوږدو کې غالبا وژل شوي دي يا په خپل مرګ مړه شوي دي)
تر ټوله مهمه خبره دا ده چې که د امريکايانو کوم کس کوم طالب يا عام افغان ته امن او پناه ورکړى، نورو د هغه په وژلو يا نيولو لاس نه دى پوري کړى، بلکې په مجموع کې ټولو امريکايانو په شريکه هغه اکمال کړى، تر دې چې په داخل کې د استوګني يا له هيواده څخه د باندي تللو امکانات يي ورته برابر کړي دي.
د جنګ له لومړى ورځي څخه ګڼ طالبان او طالب مشران چې په ښکاره توګه يې په عام محضر کې ګڼ دولتي يا ملکي وګړي وژلي، امريکايانو يا دولت نيولي خو تر اوسه پوري هغوى د بند شپې او ورځي تيروي، يو يې هم د محکمې لخوا په اعدام له محکوميدا سره سره بيا هم نه دى اعدام شوى او نه دى وژل شوى.
که موږ د طالبانو لوري ته وګورو، نو هغوى ته هم ګڼ افغانان او خارجيان بنديان په لاس ورځي، د هغوى چلند ورسره په لاندي توګه دى.
زموږ له معلوماتو سره سم طالبان هم په خپلو افغاني بنديانو ګڼ قسم ظلمونه کوي، که امريکايان د شهيدانو په جسدونو باندي متيازي کوي، نو دوى پرې د بند په مهال کې خپله ګندګې خوري، خط بيني پرې کشوي، د بندي د ځورولو لپاره هغه تر ګڼو مرحلو څخه تيريږي، بنديخانه ډوله کانتينرونو کې د واړه او لويو طالبانو لخوا نمبر په نمبر سخت وهلى کيږي او توهينيږي، يخي هوا ته پرېښودل کيږي، د خوراک درک يې نه يا ډېر کم وي. داسي کسان پرې موظف ګرځول کيږي، چې هغه د بندي په هيڅ اسلامي حق خبر نه وي، کله خو بيا د بندي مخ په موبلينو او سکرو باندي تورول کيږي، په کليو ګرځول کيږي. ګڼو بنديانو ته د اودس او لمانځه د ادا کولو سهولت هم نه وي.
له طالبانو سره د حربي کافر او افغاني بندي ډېر زيات فرق وي، د بند په اوږدو کې د کافر او حربي پوره عزت کيږي، ښه خوراکونه ورکوي، په کانتينر کې د اچولو پر ځاى يې چيرته په کومه مهمانخانه کې ساتي او په آخير کي يې د چا په سفارش يا د ډالرو په مقابل کې خوشى کوي، ولي د افغان بندي دي بيا خداى مل شي، چې تاسو به يې ګڼ مثالونه ليدلي وي. .
طالبان په ټول هيواد کې سل بنديان نه لري، ځکه بندي په درې ورځو کې له کوم صحيح سالمي محکمې څخه پرته پر مرګ محکوموي، په ګوليو غلبيل غلبيل جسد يې د اسلامي امارت ، د دوى په قول د اسلامي عدالت له لوري د بندي کس بوډۍ مور، سپيږيري پلار، ځوانې تور سري ښځي، وروڼو خويندو، دوه درې يتميانو او خپلوانو ته له کور سره څېرمه سيمه کې ډالۍ کيږي، شرعا که څوک په جائزه توګه يو کس مړ کوي بايد سهار وختي مړ کړې شي، تر څو يې ورثه د شپې له راتلو څخه مخکې مړى خاورو ته وسپاري، خو دوى د مازديګر په وخت کې ورته د خپل زوى جسد ځکه په تحفه کې وړاندي کوي، تر څو د خپل مړي په ليدو مور او پلار کونډه ښځه او يتيمان ټوله شپه له خپل رب سره په غوغا، له مړي سره په ژړا او انګولا تيره کړي.
د طالبانو لوړ پوړي چارواکې هر کال د خپلو نظامي کسانو پلټنه او هيئتي کوي، تر څو د هغوى ناوړه اعمال او ظلمونه معلوم کړي، کله چې دوى ته ثابته شي، بې ځايه پيسي يې اخستي، ناحقه مسلمانان يې وژلي او ځورولي، نو د هغه کس سزا بيا يواځي دا وي، چې سلاح ترينه واخلي، نه هغه قصاص کيږي، نه د مقتول وارثانو ته ديت ، نه هغه مال ورکول کيږي چې په زور ترينه اخستل شوى وي، او نه ورته څوک د دې لپاره کور ته ورځي، چې د مقتول له وارثانو څخه بښنه وغواړي يا يې خوشحاله کړي او مرسته ورسره وکړي. الله تعالى فرمايې: له مقتول سره به مرسته کيږي، خو دوى بيا له قاتل سره مرسته کوي. تاسو باور وکړئ، چې کله دا هيئت زموږ کلي ته راغى نو زموږ د کلي او نورو سيمو سپينږيرو له هيئت څخه دا غوښتنه وکړه: د خداى په خاطر تاسو چې کوم تورن کسان، اربکيان يا د ملې اردو کسان ونيسئ او بيا يې وژنۍ نو سرونه ترينه مه پرې کوئ؟... افسوس افسوس چې دا ظلم دي له چا څخه زده کړى، آيا تاته خپل رسول(ص) همداسي فرمايلي دي؟ سپينږيري پوهيږي، چې که موږ هر څومره ورته ووايو، خو ژوندى يې نه پريږدي، نو هغوى ترينه د پښتنو او مسلمانانو وروستۍ غوښتنه کوي چې د مړي بې حرمتي خو مي مه کوه. رسول الله(ص) فرمايلي: کله چې تاسو کوم حيوان وژنۍ يا په جائزه توګه څوک مړ کوئ، نو له تکليف څخه پرته په ښه او احسنه طريقه يې ووژنۍ، خو دوى انسانان له حيواناتو څخه هم ناوړه وژني، ګرانه که ستا دا اسلام وي، کافران خو پريږده چې اسلامي ته يې دعوت کړې، خپل مسلمان ستا د عمل له امله کافران شوو، څوک انګريزانو ته ورغلو، څوک اربکيان شوو او ځيني بيا خارج ته وتښتيدو.
له پورتنۍ موضوع څخه يوه بله خبره را په ياد شوه، چې د اسلام له پېل څخه تر اوس مهال پوري په نړيواله سطحه نه د زموږ د پيغمبر(ص) او نه د قرآن عظيم الشان بې حرمتي شوي او نه بې عزتي، خو په تيرو څو کلونو کې مو ګڼي بيلګې وليدې، دا ځکه چې طالبانو د الله په دې ارشاد باندي عمل ونکړو، چې ورته فرمايلي يي دي.(ولا تسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله بغير علم) تاسو د کافرانو خدايانو ته ښکنځلي مه کوئ، کنه هغوى به هم بيا الله (ج) ته له علم څخه پرته ښکنځل کوي، طالبانو بې موجبه د ټولي اسلامي او کفري نړۍ د غوښتني خلاف د باميانوهغه بت مات کړو، چې نه يې عبادت کيدو او نه پخواني اسلافو نړولى وو، پايله يې د الله (ج) له ارشاد سره سمه را ووته، چې هغوى د پيغمبر (ع) کاريکاتورونو جوړ کړو، ناوړه فلمونه يې پسي جوړ کړو، قرآن شريف ته يې اور ورته کړو په ګندګي کي يي واچول او داسي ګڼ نور.
که د طالبانو يو ګروپ چاته امن ورکړي، هغه خپل کور ته راشي، نو د طالبانو بله ډلګۍ هغه نيسي او د اسلام په تاريخ کې هغه بدترين غدر او خيانت ورسره کوي او وژني يي، چې دا د ټولو اسلامي اصولو خلاف عمل دى، مقتول که هر څوک وي، هغه شرعا شهيد او مقابل لورى قاتل ګڼل کيږي. زموږ په ولايت کې داسي ګڼي پيښې تر سره شوي، موږ يې شاهدان يو، د طالبانو کوم هيئت چې راغلى وو، هغوى ته هم سپينږيرو د سيمي او ټول افغانستان د طالبانو د همدې غدر شکايت وکړو.
ځيني طالبان هغه خلک دي، که ټول عمر چا ورسره مرسته کوله، د امريکايانو له ډار سره سره يي د شپې په دولس بجو خپلي زنانه را وېښولي او طالبانو ته يې ډوډۍ او چاى تيارول، د طالبانو له امله په همداسي کورونو چاپې ترسره شوي مالي او ځاني تاوان ورته اوښتى، يا يې کوم ورور يا زوى د طالبانو په پلوي کې شهيد شوى وى، خو که طالبانو ته د همدى ښځو او سړو بچيان په څه جرم په لاس ورشي، نو د خپلوانو په ژړا فرياد او سفارش سربيره يې سياستاً داسي ووژني لکه د سيک اولاد چي وي. خو قسم يې کړى سياستا يې ً پرې نږدي..
د يو افغان په صفت چې د طالبانو د بنديانو حال يې هم ليدلى او د امريکايانو هم داسي نتيجه ګيري کوم.
د جنګې کلا له وژنې څخه امريکايانو په دې ټوله موده کې پنځوس بنديان هم نه دي وژلي، خو طالبانو بيا پنځوس بنديان هم ژوندي نه دي پرې ايښي او وژلې يې دي.
موږ پوهيږو، چې د طالبانو د اسلامي تحريک کړنلاره اسلامي ده، د اسلامي نظام غوښتونکې دي، ولې له محدود مشرانو څخه پرته، چې يا خو په کوټه، کراچې او پېښور کې دي، نور خو ټول په ناوړه کارونو مبتلا دي، افغانان يې امريکايانو او خپلو ليوانو ته پرې ايښي دي، اکثر يې خارجيانو سره په اړيکو نيولو، په تښتونه، د امريکايي ټينکرو د تيلو په پلورلو، د بيت المال د وسلو په خرڅولو، له خلکو څخه د پيسو، موټرسايکلو او موټرانو په اخستلو او د خلکو په وژلو او ځورولو متهم دي. .
د طالبانو له مشرانو څخه د ټولو افغانانو جدي غوښتنه ده، له خپلو بنديانو سره اسلامي چلند غوره کړي، له قتل څخه دې وژغوري، تبعيد دي کړي، ضمانت دي ترينه واخلي يا کومه بله لاره دي غوره کړي، د بندي واړه ماشومان دي نه يتيمان کوي، ښځه دي نه کونډه کوي، سپينږيري مور او پلار ته د زوى په وژنه ستر غم نه ورښکاره کوي، د ځان لپاره دي د بددعا وسيله نه ګرځوي. د همداسي منحرف او ظالم طالبانو مخه دي ونيسي، که ناحقه قتل يې کړى وي، هغه دي قصاص شي، که نور جرائم يې تر سره کړي وي، هغوى ته دي له خپل جرم سره سمه سزا ورکړل شي، ، که تاسو خپلو طالبانو ته سزا نشې ورکولاى لکه حکمتيار صيب چې زرداد، چمن او قلم ته سزا نشواى ورکولاى، نو بيا خو ستاسو راتلونکى له بدو څخه بدتر را روان دى، په داسي داخلي جنګونو سره به مخ شئ، چې په خپله به ورته حيران ياست، پيغمبر عليه السلام فرمايلي دي: اذا وسد الامر الى غير اهله فانتظر الساعة يعني کار چې اهل کار ته ونسپارل شي، نو هغه به ختميږي او سرجپه کيږي، له تاسو سره چې افغان ملت مرسته کوي، يواځي د اسلامي نظام او اسلامي عدالت د را منځته کيدو په هيله يې کوي، که تاسو پرې همداسي د ظلم ناتار جوړ کړئ، نو بيا پرې ستاسو او د امريکايانو څه فرق؟ هغه کافر دي ګيله قدر هم نه ترې کيږي، او ته خو مسلمان يې ځان ته د الله د رسول (ص) ځاى ناستى وايې، ستاسو دي قسم په الله وي، چې رسول الله (ص) په خپلو غزاګانو کې له مشرکانو سره داسي ناوړه اعمال کړى کوم چې تاسو يې له مسلمانانو سره کوئ؟
د طالبانو مشران د خپلو کسانو د ټولو ناوړه اعمالو ذمه وار دي، که يې اصلاح نکړل، نو د قيامت په ورځ د دې مظلومو افغانانو لاسونه او ستاسو ګريوانونه وي او د الله (ج) حضور ته به مو کشوي، بيا به د خلاصون هيڅ لاره نه وي. وماعلينا الاالبلاغ
د شهيد قاضي حبيب الله همت وژنه
د مستند دليل په توګه بايد ووايم چې پنځه ويشت کلن شهيد حبيب الله همت ابتدايې او منځنۍ زده کړي په جامعۀ محمد يه چراټ او هلته نور ګيرچاپيرو مدرسو کې تر لاسه کړي، وروسته بيا جامعۀ ازهر ته لاړ او پا تې زده کړي يې هلته ترسره کړي، شهيد له تېر يو کال څخه را پديخوا زموږ په ولايت کې د معارفو د رياست د مرستيال په توګه وظيفه سرته رسوله، هغه په خپله وظيفه کې پوره ايمانداره وو، په ولايت کې يې ګڼ شمير خدمتونه ترسره کړو، له حکومت څخه يې ګڼي پروژي منظوري کړې، نوموړى په اصل کې د غزني ولايت اوسيدونکى دى، په غزني ولايت کې د طالبانو د لوړ پوړې چارواکې داکتر خليل ملګرو ورسره رابطه ټينګه کړه، د غزنې له ښار سره څيرمه يې دوه ملاقاتونه ورسره وکړو، هغوى ډاډ ورکړو، چې ته په خلاص مټ کور او کلي ته راتلاى شې، او تاته به هيڅ قسم تکليف نه رسيږي. همدا وجه وه، شهيد همت د همدې کسانو لپاره يو لړ تحفې هم اخستي وي، شهيد همت له ماسره هم له طالبانو سره د اړيکو خبره شريکه کړه، ما ورته وويل: چې په طالبانو باندي هيڅ باور نه دى پکار هسي نه څه ستونزه درته جوړه کړي، ځکه هغوى په خپل کور کې شل ډلې ټپلي دي، په يو بل ناوړه الزامونه لګوي، ولې هغه په خندا کې وويل: انډيواله ډاريږه مه! طالبان زه تر تا ښه پيژنم او څه مشکل به نه جوړيږي، هغه وو چې په تيره هفته کې د هغه د خورکۍ د واده مراسم ترسره کيدو، له هغه سره فکر پيدا شو، چې د خورکۍ په واده کې به هم شرکت وکړم، له خپلو طالبانو ملګرو سره به هم ووينم، همدا وجه وه، چې هغه له کوم ډار او احتياطي تدبير څخه پرته د داکتر خليل د ملګرى قومندان په خوله باور وکړو او خپل کور ته لاړ، د خور د واده مراسم يې په خوشحالي کې ترسره کړو، خو په سبا ورځ د خورکۍ د واده خوشحالي د شهيد همت د بندي کيدو او د وژل کيدو په غم ولړل شوه. داکتر خليل په خپل ځاى شهيد همت ته څه ستونزه جوړه نکړه، خو د شلګر د سيمې د اسلامي امارت بل قومندان ادريس د نوموړي نيولو ته لاسونه بډوهل، د خپلو وسلوال ملګرو په ذريعه يې له خپل کور سره نزدې په داسي حال کې چې همت په خپل موټر کې چيرته روان وو، په زوره بوتلل او له ځانه سره بندي کړو ، د شهيد خپل او خپلوانو چې ټول د طالبانو خواخوږي او پلويان وو (شهيد همت به ماته ويل چې زما د تره زوى عبدالصادق او ترور زوى محمد امين چې له طالبانو سره ملګري وو، د امريکايانو له لوري په تير لنډ مهال کې په شهادت رسول شوي دي) پوره کوششونه وکړو، له طالبانو څخه يې غوښتني وکړي، چې حبيب الله را خوشي کړي، موږ د هغه د آينده ذمه وار يو، خو طالبانو په هغه هيڅ ډول ترحم ونکړو، د هغه موبائل، موتر او نوره نغده يې د ځان لپاره داسي حلال غنيمت وګڼل لکه د جنګ په ميدان کې يې چې غنيمت کړى وي، له راپورونو سره سم همت له دوه ورځو بند څخه وروسته د نومبر په ١٣ نيټه د سه شنبې په ورځ له کور سره نزدې د يو کلومتر په فاصله په شهادت رسول شوى، ماښام ته نزدې کور ته د هغه د مړي په را رسيدا سره سمه غوغا او د محشر ورځ جوړه شوه، وړه لور يې په دروازه کې د پلار مړي ته کتل، بله يو کلنه لور يې په ځانګو کې په ژړا سره وه مور، پلار، ښځي او خويندو يې کور ته د مړي له ننوستلو سره سم د کور ټولي بهرنۍ دروازې بندي کړې په چغو چغو ژړاګانو يې پېل وکړو او تر سهاره همدا حال روان وو او د خپلوانو له جملې څخه يې هيڅ کس ته دننه د ورتلو اجازه نه ورکوله. دا وه د طالبانو بنديخانه، فيصله او عدالت، يو کس دعوت ورکوي امن ورکوي بل يې نيسي او وژني يې، که څوک هم د طالبانو په وعدو غوليږي همدا به يې انجام او پاى وي. په تيرو وختونو کې کله چې به د مسلمانانو د لښکر يو ادنا عسکر کوم لوى کافر ته امن ورکړو، بيا د مسلمانانو امير هم حق نه درلود چې هغه مات کړي، البته که امن به يې نه وو خوښ هغه کس ته به يې اطلاع ورکړه، چې ځان خپل ځاى ته رسوه چې د مسلمانانو امير ستا امن رد کړى، په پټه، په دوکه او غدر سره يې مسلمان خو څه کوي د کافر وژنه هم نه تر سره کوله. الله تعالى فرمايلي دي: افرائيت من اتخذ الهه هواه و اضله الله على علم و ختم على قلبه و جعل على بصره غشاوة. اې د الله رسوله! آيا تاسو هغه کسان ليدلي چې خپل خواهشات يې په خدايې سره نيولي، الله دوى په خپل علم ګمراه کړي، د دوى په سترګو يې پردې اچولي دي.
يادونه: طالبان وايې موږ د تعليم او تربيې مخالف نه يو، د طالبانو مشر په ټول هيواد کې د مکتبونو د خلاصيدو اجازه ورکړه، د مکتبونو استاذانو او مامورينو ته يي مصئونيت ورکړو، خو په تير يو کال کې د شهيد همت سربيره د تعليم او تربيې د وزارت ګڼ استادان او مامورين د طالبانو له لوري په شهادت رسول شوي، دا د خپل مشر کوم قسم اطاعت دى؟ مکتبونه بايد يا خو سم بند شي او يا د تعليم او تربيې ټولو کارکوونکو ته مصؤنيت ورکړل شي.