
په 2012-09-15 نېټه مجتبی پتنګ د ولسي جرګې څخه د کورنيوچارو وزارت څوکۍ لپاره د باور ۱۲۹ رايې ترلاسه او ياده څوکۍ يې اشغال کړه، مجتبی پتنګ په خپله وينا کې د ولس استازو ته وويل چې دی به په کورنيو چارو وزارت کې د مثبت بدلون او ښه چوپړ لپاره زمينه برابره کړې، او کوښښ به وکړي، چې په کورنيو چارو وزارت کې د شته ستونزو له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي، خو بدبختانه چې داسې ونشول، د وخت او پوره پلټنې څخه تر مخه دکورنيو چارو نوي ټاکل شوي وزير په خپل وزارت اړوند بستونو کې د بدلون لپاره لاس په کارشو ځیني امنيه قومندانان يې تغير او تبديل کړل، چې له جملې يې د ميدان وردګو ولايت پخوانی امنيه قومندان عبدالقيوم باقي زوی يادولی شو، عبدالقيوم باقي زوی په ميدان وردګو ولايت کې پوره درې کاله قومنداني وکړه، چې دا ولايت يې له ډېرو امنيتي ستونزوسره مخامخ کړو، دا چې ميدان وردګ ولايت په تېرو درېيو کالونو کې، چې ښاغلی عبدالقيوم باقي زوی يې د امنيه قومندان په صفت دنده پرمخ وړې له ډېر شمېر امنيتي ننګونو او ستونزو سره مخامخ شوی، ورځ په ورځ يې امنيت خرابېدو او حتی تر دې چې بيا باقي زوی خپل امنيت هم نشو ساتلی، ويل کېدل، چې د ولايت مقام له لوري به يو شمېر امنيتي تدابيري پلانونه ورکول کېدل چې په عملي کولو کې به یې ښاغلی باقيزوی پاتې راتلو همداء لامل و، چې امنيت ورځ تر بلې خرابېدو لور ته روان و، د ميدان وردګ ولايت اوسيدونکو په وار وار له مرکزي دولت څخه د امنيه قومندان د تبديلۍ غوښتنې کړې وې، چې بلاخره د نوي ټاکل شوي وزير مجتبی پتنګ له لوري د ميدان وردګو ولايت څخه تبديل او بل ولايت ته واستول شو، ميدان وردګ ولايت اوسيدونکي د نوي وزير دا کار ستايي، خو پکار وه، چې قومندان باقي زوی يې د بل ولايت پرځای دخپل عمال په سزاء رسولی وای، باقي زوی د روژې په مبارکه مياشت کې روژې خوړې، زیات وخت به نشه يي برېښېده، بدامنيو، ناامنيو او امنيتي ستونزو زياتېدا ته به يې لمن وهله، پخپل وخت کې يې بې اعتنايي کړې، له وظيفوي صلاحيت څخه يې سوء استفاده کړې، خپل عسکرو او سرتېرو څخه يې لکه د نوکرانو کار اخيسته، په اعاشيې او نورو قرارداونو کې يې ميليونونه افغانۍ اخيستې، چې ټوله قومنداني يې شاهده ده.
خو د هماغه پيسو په واسطه چې د ميدان وردګ ولايت د عسکرو په سر يې ترلاسه کړې وې، خپله واسطه يې وګرځوله او ځان يې بل ولايت ته تبديل کړو، داسې اشخاص، چې د له خپل وظيفې څخه يې ناوړه ګټه پورته کړې، بدامنۍ او ناامنۍ ته يې لمن وهلې او د پدې کې يې خپلې ګټې لټولې بايد د خپلو اعمالو په سزا ورسي، نه دا، چې دا بلاء د يو ولايت څخه پورته کېږي او په بل پښتون مېشته ولايت تپل کېږي، نن خو ترې موږ بې غمه شو خو هغه ولايت چې دا بلاء به پرې نازلېږي څه به پرې تېرېږي؟
د نوي ټاکل شوي کورنيو چارو وزير ښاغلي مجبتی پتنګ څخه د يو افغان په صفت هیله لرم، چې پخپل وزارت کې دې مثبت بدلون لپاره لاس په کار شي، د ټولو چارواکو او اړونده منسوبينو تېرې کارنامې دې وګوري او هغه چا ته ترجيح ورکړي چې ښه کار يې کړی او هغه څوک دې د خپلو اعمالو په سزا ورسوي، چې له خپل وظيفوي صلاحيت څخه يې سوء استفاده کړې وي.
احمدالله وردګ