پير افغانان

سريزه

          د ١٣٨٦ د کب په مياشت کښې ، د محمد موسى شفيق نمانځغونډه په جلال آباد کښې جوړېدله . ښاغلى شفيق د مولوي محمد ابراهيم کاموى زوى او مولوي صاحب بيا د حاجي محمد سعيد لاهورې له اولادې څخه دى . دغه حاجي صاحب يو روحاني شخص او د ډېرو مريدانو ، مرشد و چه د (( پير پټان ، پير افغان ، پير افغاني او پير افغانان )) په القابو ستايل کېده .
          زما په کتابخونه کښې په دري ژبه يوه ټايپي رساله ، د ( صحف ابراهيم و موسى يا شجرۀ پير پټان اعني حاجي محمد سعيد لاهوري ) په نامه خوندي ده چه په ١٣٣٧ هـ ش کال د ښاغلي غلام حبيب نوابي له خوا ترتيب شوې او ماته بخښل شوې وه . ما هغه رساله د اطلاعاتو او فرهنگ د وزارت د فرهنگي معينيت په دفتر کښې ، د څېړنغونډې د تدارک علمي کميټې ته په دې هيله وړاندې کړه چه د څېړنغونډې په وياړ چاپ شي . هغوى راسره ومنله. نو ما څومره چه کېداى شواى در سالې د سمون ( ايډيت ) کار تر سره کړه . څه حاشييې او سريزه مې پرې وليکله . بيا د نوموړي وزارت له خوا چاپ او په څېړنغونډه کښې و ويشلى شوه .
          څو ورځې وروسته ، د کب په وروستيو ورځو کښې د ښاغلي حکيم الله تصور د آثارو يو خطي کلکسيون د هغه ورور له خوا ماته وسپارل شو . په هغه کښې د پاس ذکر شوي حــــاجــي مـــــحــمدسعيد لاهوري په باره کښې د ښاغلي تصور يوه څېړنيزه ليکنه هم وه. ما ډېر افسوس وکړ  چه کاشکې دا ليکنه تر دې د مخه ماسره واى چه د شجرۀ پير پټان له رسالې سره يو ځاى مې چاپ ته وړاندې کړى واى . ځکه چه دا ليکنه  د نوموړي حاجي صاحب څېړنيز پېژند ليک دى او هغه رساله د نوموړي د اولادې د نسب شجره ده، چه دده خپله نسبنامه هم پکښې درج ده  نو ځان سره مې وپتيله چه ((يره کب چه هر وخت له اوبو څخه وباسې تازه وي )) نو ځکه ددې د چاپ تکل زما د افسوس د تشويش او اندېښنې د جرړو دايستلو سبب شو، چه ښايي دژوند تر پايه پورې زما دزړه دځورولو وسيله گرځېدله ، که څه هم د ليکنې رنگ ډېر تت و ، ما هغه را نقل او چاپ ته چمتو کړه . ددې ليکنې څېړنکار ليکوال ښاغلى حکيم الله تصور ( ١٣٤٣- ١٣٨٣ هـ ش ) دې خداى وبخښي په پښتو کښې د ادبي څېړنيزو مقالو ليکوال او ښه نازکخياله شاعرو . خو کاشکې د ځوانيمرگئ په اثر د هغه د ژوند ډيوه تته شوې او د شعر او ادب ژبه او قلم يې له کاره پاته نه واى !
          د هغه ورور ښاغلي عتيق الله سخي ته دې الله پاک خير او برکت ورکړي چه ددې رسالې د چاپ د مالي لگښت پريکولو ته ټټر وواهه او د خپل ورور د پاته آثارو د چاپولو نيت هم لري .
          زه پخپله ده ته زيات توفيق غواړم او هيله من يم چه  د تاريخ د ټولنپو هنيزو  څېړنو په لړ کښې ، دا دواړه رسالې  دروحانيت د موسسې   د علمي څېړنې او پېژندنې په لړ کښې د څېړندويانو په کار شي .    
   والسلام  ستاسو خدمتگار 

                                                              عبدالله بختانى
                                               کابل ښار – خيرخانه ، درېېمه برخه
                                                              د ١٣٨٧ نوروځ
 
 
 
 
 


حاجي محمد سعيد لاهوري
رحمة الله عليه
( ١٠٥٦ – ١١٦٦ هـ ق )

          مولوي محمد ابراهيم کاموي د افغانستان لوى عالم ، مجاهد او وطپنال سړى و . دده علم ، تقوا ، وطندوستي او ژورناليستيکې هلې ځلې زمونږ هېواد او ټولنى لپاره د بلې ډيوې غوندې رڼا او ځل ورکوي .
          په دغه ليک کښې به لومړى د مولوي صاحب په نيکه حاجي محمد سعيد لاهوري ( ١ ) ، خپلې خبرې سريزه کوو ، او که چېرې  د الله تعالى په فضل او مرحمت ژوند او فراغ و ، ددغې لړئ په بله برخه کښې د مولوي محمد ابراهيم کاموي پر ژوند او علمي  هلو ځلو خپلې ليکنې ته به د پاى ټکى ږدو .      
          د مغولي واکمن ابوالمظفر شهاب الدين شاهجهان ( ١٠٣٧- ١٠٨٥ هـ ق ) د واکمنۍ په شلم کال چه د ( ١٠٥٦ هـ ق ) کال ( ٢ ) سره سمون خوري په لاهور کښې دمحمود شاه کره يوهلک زوى شو . دغه سعيد ماشوم د پلار او مور له خوا محمد سعيد ونومل شو ، چه وروسته دغه ماشوم په تصوف او عرفان کښې هغه پوړئ ته ورسېد چه د نوي افغانستان بنسټگر لوى احمد شاه بابا ( ١١٦٠ –     ١١٨٦ هـ ق ) او د هغه مهال نامتو عالمان ، صوفيان او مشران        د لاس نيوي او دعا په هيله دده جونگړې ته راتلل .
          د حضرت خواجه بهاءالدين محمد نقشبند ( ٧٩١ هـ ق کښې مړ ) ته منسوبه نقشبنديه طريقه کښې دپېړو په پوړيو نامتو او نوماند عالمان او د تصوف لار روي . تړاو لري . هم ددې نقشبند يې طريقې د (( خلوت درانجمن )) او (( سفر در وطن )) مخکښو څېرو څخه حاجي محمد سعيد لاهوري و .
          حاجي محمد سعيد لاهوري په نقشبنديه طريقه کښې دارشاد اذن له شيخ سعد الله وزير آبادي ( ١١٠٢ هـ ق کښې مړ ) ( ٣ ) څخه او ده له پښتانه ستانه شيخ آدم بنوري ( ١٠٥٣ هـ ق کښې مړ ) او ده بيا له حضرت شيخ احمد فاروقي سرهندي  کابلي  مجدد الف ثاني ( ٩٧١ – ١٠٣٤ هـ ق ) رحمة الله عليه څخه لاس ته راوړى و  .
          په هغه مهال په نورو طريقو کښې لاس نيوى ( بيعت ) دودو . زمونږ ددې خبرې ښه لاس وند ، ميا فقير الله جلال آبادى دى په دې ډول چه دغه جلال آبادى ولي الله په نقشبندي طريقه کښې د دايم الشهود محمد مسعود پيښوري مريد او خليفه و چه دغه محمد مسعود پېښوري د حاجي محمد سعيد لاهوري مريد او خليفه و ، خو بيا هم په قادريه ، چشـــــتيه ، شطــــــاريه ، رفــاعيه ،شاذليه غزاليه خلوتيه ، سهرورديه ، همدانيه ، طيفوريه ، گازرونيه او مدنيه سربېره په ٢١ نورو طريقو کښې ماذون او خليفه و . ( ٤ )
          په همدې اساس حاجي محمد سعيد لاهوري په مدينه منوره کښې ، له سعيد محمود بن سيد علي المدني څخه په قادريه طريقه کښې او ورپسې په لاهور کښې ، د شيخ محمد اشرف لاهوري                (١١٠٤ هـ ق کښې مړ) څخه دشطاريه طريقې خلافت حاصل کړ .(٥)
ميا فقير الله جلال آبادى ( ١١٩٥ هـ ق کښې مړ ) رحمة الله عليه        د خپل پير پير(شيخ الشيخ ) په (( غوث اکمل محمد سعيد لاهوري )) او په يو بل مکتوبکښې په (( غوث مکمل ممکن النورين جامع البحرين ، نسخۀ جامعۀ طرق الميه محمد سعيد لاهوري )) ستايي او يادوي .
          د ميافقير الله جلال آبادي په ١٢، ١٨ ، ٣٢ ،٤٢، ٢٣٩ ، ٣٠٥ ، ٣٠٩، ٣١٣ ، ٣١٥ ، ٣١٦ ، ٣٤٢ ، ٣٨٨ او نورو مخونو کښې د حاجي محمد سعيد لاهوري او محمد مسعود پيښوري يادونه،دطريقت دپيرانو په توگه،په ډېر درناوي سره شوې ده .  ( ٦ )
          ميافقير الله جلال آبادي په (( فوايد فقير الله )) کښې خپل روحاني لارښود حاجي محمد سعيد لاهوري او محمد مسعود پېښوري گڼي او ستايي  :

په حاجي سعيد سبحانه !
کــرم وکــــړې مهــــربانــه !
( فوايد فقير الله – ( کابل چاپ – ٩٧ م مخ )
لـــــه حاجــــي محــمد سعــــيده
زه يــم شـــــوى مســـــتفـــــيــــده
د لاهـــور شمــــــع  و جـــــانـــــه !
درست لاهـورو پــــرې روښـانه
بل حضرت مسعود خوبــلاره
دستگير مې دى دلـــــــداره !
( فوايد فقير الله – کابل چاپ – ٩٩م مخ )
محقق کندهاري علامه حبيب الله کاکړ ( حبوآخوانزاده ) ( ١٢١٣ – ١٢٦٥ هـ ق ) په منهاج العابدين )) د ١٢٣٦هـ ق تاليف کښې          د خپلې نقشبنديه طريقې د سلسلې په برخه کښې وايي :
زمـونږ شيخ فـــرح الـــــديــن دى
په وجود يې معــــمور ديـــن دى
چه مخدوم ترې فيض موندلى
و مقــــــصود ته رســـــيدلـــــــــى
خــــواجه ميـــا فقـــــــير الله دى
چــــه پـــــه ســـــر د حق آگاه دى
چه خواجه ترې فيض آمود دى
هغه شيخ محمد مسعـــود دى
شيخ مسعود چه يې مريـد دى
حضرت شيخ محمد سعيد دى
د شيـــــخ پير بيـا سـعد الله دى
چـــه خاصــــــه ولـــــــــى الله دى
چه د ميــــا مرشــــد او پير دى
شيــــخ آدم د بنـــــور پيـــــر دى
بيــــا د شيـــخ آدم رهبــــــر دى
شيخ آدم چه لـــــکه نمـــــر دى
زمونږ قبـــــلۀ روحـــــــاني دى
مجدد الف ثــاني دى . ( ٧ )

د حاجي محمد سعيد علم او تاليفات :
          استاذ الاساتذه پوهاند عبدالشکور رشاد ليکي :
          حاجي محمد سعيد له علمه هم برخه درلوده او د خپل وخت له وتلو علما ء و څخه و . دى د مولانا نور محمد مدقق لاهوري همدرسه و . شاه ولي الله محدث د هلوي ( ١١١٤- ١١٧٦ هـ ق ) په (( الانشاء في سلاسل اولياء )) کښې ليکلي دي : زه چه په ١١٤٣ هـ ق کال حج ته تلم په لاهور کښې څو ورځې د حاجي محمد سعيد په مدرسه کښې واوسيدلم او د (( جواهر خمسه)) اجازه مې له ده څخه        وموندله )) . ( ٨ )